ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 169

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله‌دېش له نړیوال سوداګریز نندارتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د صادراتو ودې ادارې مشر محمد حسن عارف په ملتیا د نندارتون له رسمي برخې څخه لیدنه وکړه.

په دې پروګرام کې د بنګله‌دېش حکومتي استازو، د سوداګرۍ خونې غړو، ځایي سوداګرو او د افغانستان څخه راغلي پلاوي ګډون درلود.

د لیدنې پر مهال افغان پلاوي د بنګله‌دېش د نندارتوني غرفو، په ځانګړي ډول د درملو، نساجۍ او صنعتي محصولاتو له برخو څخه کتنه وکړه او د بنګله‌دېشي تولیداتو د کیفیت او تنظیم ستاینه يې وکړه.

افغان لوري یادونه وکړه چې دا ډول نړیوال نندارتونونه د متقابلې پېژندنې، باور جوړونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي.

دغه‌راز د ناستو پر مهال د دواړو هېوادونو استازو د سوداګرۍ د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.

بنګله‌دېشي لوري څرګنده کړه، چمتو دی افغانستان ته په منظم او دوامدار ډول معیاري درمل او طبي محصولات صادر کړي، ځکه چې د دوی درمل جوړونې سکتور پرمختللی او د نړیوالو معیارونو سره برابر دى.

همدارنګه افغان پلاوي دا چمتووالی د هېواد د روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه یو بل بشپړولای شي او پر ګډو سوداګریزو ناستو، B2B اړیکو او رسمي همکاریو هم خبرې وشوې.

په پای کې دواړه لوري دې هوکړې ته ورسېدل چې خپلې اړیکې له دوستانه کچې څخه عملي اقتصادي مشارکت ته لوړې کړي، څو د سوداګرۍ حجم زیات، متقابل باور پیاوړی او د دواړو ملتونو لپاره ملموسې اقتصادي ګټې رامنځته شي.

د هېواد په ۴۱۱ نظامي مرکزونو کې د قران‌کریم د تفسیر او ژباړې پینځمه دوره پیل شوه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په ۴۱۱ لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان‌المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پینځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشان د ژباړې او تفسیر دورې لړۍ پيل شوه.

دغه دوره تېره ورځ (سې‌شنبه، د شعبان‌المعظم لومړۍ) د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، علماوو، شیوخو، مفتیانو او د امنیتي ادارو د استازو په شتون کې د یوه غونډې پر مهال پیل شوه.

دغه دَورې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ابتکار او غوښتنه او د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام په منظورۍ، هر کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د ټول هېواد د سلګونو تنو جیّدو علماء کرامو او شیوخ عِظامو لخوا په سلګونو لویو نظامي مرکزونو کې زرګونو تنو مجاهدینو ته وړاندې کېږي او د عامو هېوادوالو لپاره هم د ملي راډیو تلویزیون له لارې په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) کې خپرېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د غونډې ګډونوالو ته د قرآن عظیم ‌الشأن د ترجمې او تفسیر د ارزښت په اړه عالمانه وینا وکړه او ویې ویل: چې سر له سبا به د هېواد په ټولو (۳۴) ولایاتو کې د جیّدو علماء کرامو او شیوخِ عِظامو لخوا د قرآن عظیم الشأن ترجمې شروع کیږي او د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، وزارت هڅه کوي، چې دغو مبارکو دورو ته د هېواد د مرکز او ټولو ولایاتو په کچه نوره هم پراختیا ورکړي، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د دغو مرکزونو شمېر (۴۱۱) ته رسېدلی، چې (۳۶۴) مرکزونه د هېواد په ولایاتو او پاتې (۴۷) نور یې په مرکز کابل او نواحیو کې دي.

ښاغلي ثاقب ویلي، هوډ لرو، چې په راتلونکو کلونو کې دا بهیر لا پسې وغځيږي، تر څو د قرآن کریم له تعالیمو او فیوضاتو څخه ټول هېوادوال په پوره توګه برخمن شي.

ښاغلي وزیر همدارنګه د اسلامي امارت لخوا د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دورو اهمیت او ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرآن کریم خدمت ته ډېره پاملرنه کړې ده، ځکه قرآن کریم د اسلام د مبارک دین او اسلامي نظام اساس او بنیاد، د شریعت لومړنی مصدر او د ټولو احکامو سرچینه ده، نو پر همدې اساس یې باید هر اړخیز خدمت ته پوره پاملرنه وشي.

ښاغلي ثاقب صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې محترمو شیوخو او علماء کرامو ته د دغو دورو د ښه نظم او انتظام اړوند ځینې مهمې او اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي:

۱.  د ترجمو او تفسیر په دورو کې دې ټولو طالبانو او هېوادوالو ته په ډېر تاکید سره د نیت د سموالي، دیندارۍ او امانتدارۍ تلقین او توصیه وشي.

۲. مجاهدینو ته دې له مظلوم ولس سره په نرم چلند او ښو اخلاقو تاکید وشي او لکه تکبر، غرور او نورو داسې حرکاتو څخه دې منع کړل شي چې د ولس د نارضایتۍ سبب ګرځي.

۳. د حنفي مذهب حقانیت او ارجحیت دې په ښه مؤثر انداز او په قناعت بښونکو دلایلو سره بیان شي.

۴. د باطلو او منحرفو افکارو په اړه دې د شرعي دلائلو په رڼا کې کافي تردیدي توضیحات ورکړل شي.

۵. مجاهدین دې د خرافاتو، خودساخته افکارو، نظریاتو او داسې اعمالو څخه راوګرځول شي چې د اسلام او مذهب د بدنامۍ سبب ګرځي.

۶. مجاهدین او عام ولس دې وپوهول شي چې د داسې خبرو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې تفرقې، شکونه او شبهات رامنځته کوي.

۷. د اسلامي شریعت له پلوه له کفارو سره باید د جائزو او ناروا تعلقاتو لکه، موالات، مدارات، مواسات او معاملاتو وضاحت وشي.

۸. مجاهدین او ولس دې وپوهول شي چې د دښمنانو پروپاګندونو او تبلیغاتو ته وارخطاء نشي، دښمن اوس تبلیغاتي جګړه کوي، نور توان یې نشته، مونږ باید دغه جګړه هم وګټو او دښمن ذلیله او نامراده کړو.

۹. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا به په ټول هېواد کې د ترجمو له بهیر څخه د نظم او مدیریت په موخه دوامداره څارنه او نظارت ترسره کیږي او د ارشاد، حج او اوقافو ولایتي رییسان هم مکلف دي، چې د ترجمو له مرکزونو څخه لیدنه وکړي او خپل معلومات له وزارت سره شریک کړي.

۱۰. د عامو هېوادوالو لپاره به د ملي راډیو تلویزیون له لارې د دوه تنو جیّدو شیوخِ کرامو لخوا په ژوندۍ بڼه په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو هم د قرآن کریم ترجمه او تفسیر کیږي او په ټاکلې موده کې به دغه ترجمه هم پای ته رسول کیږي.

همدارنګه د غونډې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي مخدوم عبدالحق، د ملي دفاع وزارت استازي مولوي سیدآغا او د استخباراتو لوی ریاست استازي مفتي محمود الحسن، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي او دغه راز له رابلل شویو شیوخِ کرامو څخه هر یو شیخ طالب جان ادیب او شیخ مفتي محمد طاهر هم مفصلې خبرې وکړې، د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د ارشاد، حج او اواقافو وزارت له دغه مهم اقدام څخه یې ستاینه وکړه او دا یې د ولس او مجاهدینو لپاره ستر خدمت وباله.

قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د قطر دولت د وسله‌‌وال پوځ له لوی درستیز سره لیدنه کړې

د افغانستان د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت، د قطر دولت د وسله‌‌وال پوځ له لوی درستیز جاسم‌ بن محمد المناعي سره لیدنه کړې.

د  ملي دفاع وزارت وايي، چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د متقابلو همکاریو پر دوام او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې یادو علماوو او مخورو د دې ولسوالۍ د امنیتي او اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو په هڅو امنیت تامین دی، چې له امله یې د دې ولایت په ځانګړي ډول د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.

د چاه اب ولسوالۍ علماوو او مشرانو دغه راز د یادې ولسوالۍ د خلکو ځینې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې او یادې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسولینو ځانګړې پاملرنې غوښته کړې ده.

دغه‌راز مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته خدمات وړاندې کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې مسولین شپه او ورځ هڅې کوي.

ورته مهال، نوموړي د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې زیاته کړې، چې اسلامي امارت به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې اړه به لازم اقدامات ترسره کړي.

مولوي غلام حیدر شهامت: د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پیاوړتیا یو ګډ مسولیت دی

د «مهارت او مسلک» تر سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی و په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو او همدارنګه د بېلابېلو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او همکارو موسسو استازو ګډون درلود.

په دې کنفرانس کې مولوي غلام حیدر شهامت وویل، چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د کارموندنې، تشبث او اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره بنسټیزې زده‌‌کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، یاده اداره د بازارمحوره سیستم په رامنځته کولو، د زده ‌کړو د کیفیت لوړولو، له کورنیو او نړیوالو معیارونو سره د برابرۍ پر بنسټ ولاړه ده.

ښاغلي شهامت همدارنګه وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې هڅې شوې دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو پروګرامونه د کار بازار له واقعي اړتیاوو سره لا ډېر همغږي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مهارت باید د ټولنې د هر وګړي لپاره د لاسرسي وړ وي، څو هر څوک وکولای شي مهارت زده‌کړي او د خپل ژوند چارې په ښه ډول مدیریت کړي.

ښاغلي شهامت د خپلې وینا په یوه برخه کې دا هم وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پیاوړتیا یو ګډ مسولیت دی؛ داسې مسولیت چې اسلامي امارت، نړیوال بنسټونه، نادولتي سازمانونه او خصوصي سکتور مهم رول پکې لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په یادولو سره له نړیوالو شریکانو، د سفاتونو له استازو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې دوامدارې او پراخې کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس د خپلې وینا په پای کې وویل؛ که نن پر مهارت او مسلک پانګوونه وکړو، نو نه یوازې دا چې د ځوانانو لپاره بهه د کار زمینه برابره کړو، بلکې ټولنې ته عزت او هېواد ته روښانه راتلونکی به هم تضمین شي.

ورته مهال، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ویلي، د لوړو زده کړو وزارت په ټولو برخو کې له تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکار دی.

همدارنګه د یاد کنفرانس په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري له بېلابېلو بنسټونو او ادارو سره ۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د امربالمعروف وزارت مشرتابه د اسماعیلیه شیعه‌ګانو له پلاوي سره دهمغږۍ ناسته وکړه

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د عبدالجلیل رضایي او رکن‌الدین عرفاني په مشرۍ د اسماعیلیه شیعه‌ګانو له پلاوي سره ناسته وکړه.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، دغه ناسته د همغږۍ رامنځته کولو، د اسماعیلیه شیعه‌ګانو د ستونزو اورېدلو او په دعوتي چارو کې د ګډو همکاریو په تړاو جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې شیخ محمد خالد حنفي د ټولو اقشارو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په اسلامي نظام کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او ستونزو ته یې رسېدنه د دولت شرعي مسولیت دی.

د امربالمعروف وزیر د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او قومي مشرانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، هېواد کې د شته ناخوالو او ناوړه دودونو له منځه وړل ګډ کار او همغږۍ ته اړتیا لري. 

ورته مهال، د اسماعیلیه شیعه‌ګانو یاد پلاوي د امنیت او ټولنیز ثابت په ټینګښت کې د اسلامی امارت هڅې وستایلې او له اسلامي نظام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو او ټولنې د اصلاح په برخه کې به له دې وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

د نوي کابل ښار پروژې لپاره د خصوصي شرکت پراختیايي پلان منظور شو

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار اړوند د یوه پراختیا ورکوونکي شرکت تفصیلي پلان منظور کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې دغه پلان، له هر اړخیزو تخنیکي او مسلکي ارزونو وروسته منظور شو او په عملي ډول ورته د کار پیلولو رسمي اجازه هم ورکړل شوه.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، په دې اړه وویل، چې د یاد پلان تطبیق به د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا بهیر ته د پام وړ چټکتیا ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه به نه یوازې د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا لامل وګرځي، بلکې د سلګونو کسانو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي، چې دا چاره به د بېکارۍ د کچې په راټیټولو کې مهم رول ولري.

د ښاغلي حقاني په وینا، د دا ډول پراختیایي پروژو پلي کېدل به د معیاري استوګنځایونو د جوړېدو لامل شي او په هېواد، په ځانګړي ډول کابل کې به د مسکن او سرپناه شته ستونزه تر ډېره بریده راکمه کړي.

همدارنګه، د وزارت مسوولینو ټینګار وکړ، چې ټولې چارې به د ښاري پلان، ساختماني معیارونو او چاپېریالي اصولو ته په بشپړ پام سره مخته یوړل شي، تر څو یو منظم، خوندي او د اوسېدو وړ ښاري چاپېریال رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د نوي کابل ښار د دوامدارې پراختیا په لور یو مهم او اغېزمن ګام ګڼل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د کارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په ملتیا د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د کارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د لیدنې پر مهال د عامه کتابتونونو ریاست مسولینو ښاغلي وزير ته په عامه کتابتونونو کې د روانو رغنیزو چارو او د عامه کتابتونونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او شته ستونزې يې شريکې کړې.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني په عامه کتابتونونو کې د روانو رغنيزو چارو د لیدنې تر څنګ د مطالعې تالارونه او د کتابونو د سکن کولو له پروسې هم څارنه وکړه.

نوموړي د عامه کتابتون ریاست مهم ریاست وباله او د لیکوالانو د هڅونې او مطالعې کلتور د پیاوړتیا په برخو کې يې د دغه ریاست د ترسره کړیو پروګرامونو څخه یې خوښی څرګنده کړه.

په پای کې همدا راز د ښاغلي وزیر له لوري د عامه کتابتونونو مسولینو ته اړینې سپارښتنې وشوې او د یاد کتابتون اړوند ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ يې ورکړ.