ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 17

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د کډوالو  ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۳۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۲۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۵ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۷۸ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰۵ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۵۲۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۹۰ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۸۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۶۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۱ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۶۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۰ کورنیو سره ټولې۲ دوه میلیونه او ۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۹۲ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو میلیونه۷۷۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۵۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۱ کورنیو سره ټولې یو میلیونه او ۳۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۸۸ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۱۷۹ کورنۍ د نیمروز په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۲۶ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۷۴۷ کورنۍ او پینځه زره او ۱۱۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۸۶ کورنۍ او درې زره او ۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۴۶ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۶۴۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۷۴۰ عدده

د هند په کشمیر کې پر سیلانیانو وسله‌وال برید کې ۲۶ کسان وژل شوي

د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت په پهلګام کې پر سیلانیانو وسله‌وال برید شوی، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي.

په دې برید کې ۳۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

ویل کېږي، چې سیمه کلابنده ده او د پېښې ځای ته روغتیايي ډلې رسېدلې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی. په یاد برید ګڼو بنسټونو ژوره خواشیني څرګنده کړې.

کشمېر د هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده، چې یوه برخه یې د هند تر واک لاندې ده.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې پهلګام د سيلانيانو لپاره يوه مشهوره سیمه بلل کېږي. د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ کې ۳.۵ میلیونه سیلانیانو له کشمیر څخه لیدنه کړې ده.

قزاقستان د کانونو د موندنې او کېندنې په برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد له وزیر سیریک ژومانګارین او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، قزاقستان او افغانستان لرغونې او ښې اړیکې لري او په وینا یې قزاق لوری د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

سیریک ژومانګارین د خپل هېواد د هغو متخصصینو، چې د اپرېل په ۴مه یې افغانستان ته سفر کړی و، د اخیستل شویو کاني نمونو قزاقستان ته د لېږد په اړه د همکارۍ غوښتنه کړې.

ورپسې د یاد هېواد د سوداګرۍ وزارت استازي او د کانونو د کیندنې شرکتونو رییسانو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، هېواد یې د کانونو د اکتشاف او ایستنې په برخه کې ښې وړتیاوې لري او دې برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.

همدارنګه یې د مسو، سرو زرو او نادره فلزاتو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي د لویو او کوچنیو کانونو د څرنګوالي او تړونونو په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړي او د هایدروکاربنونو د سپړنې په برخه کې یې د همکاریو غوښتنه کړې.

په پای کې دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د افغانستان پر کانونو د پانګونې په اړه هر اړخیزې خبرې کړي او پرېکړه شوې، چې تخنیکي ټیمونه به د دواړو خواوو د طبیعي زېرمو اړوندو موضوعاتو په اړه نورې ناستې هم ولري.

مولوي عبدالکبیر: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د شینوارو هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو د کډوالو چارو له وزیر او ددې وزارت له کارکوونکو څخه مننه کړې، چې د راستنېدونکو بې وزلو او بې‌وسه کډوالو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې، د ستونزو د حل لپاره یې لازم اقدامات کړي او د خدماتو بهیر یې په ښه ډول مدیریت کړی دی.

قومي مشرانو ویلي؛ د شینوارو ولسونه، په ځانګړې توګه د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک، د اسلامي امارت کلک ملاتړ کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي، څو د دوی په خاوره یا د تورخم په سیمه کې شخصي یا سیاسي پروژې پلي کړي او یا له دې سیمو څخه ناوړه استفاده وکړي.

یادو مشرانو د خپلو یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو شریکولو ترڅنګ، د کډوالو چارو له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د قومي مشرانو له راتګ او ملاتړ څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت یوه مهمه وجیبه ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت مسولین د افغانانو پر مخ خپلې دروازې نه تړي، بلکې د ولس خدمت او د هغوی له حقوقو څخه دفاع خپل ديني، ملي او انساني مسوولیت ګڼي.

په پای کې نوموړي ژمنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو د ژوند د ښه والي لپاره به خپلې هڅې لا پراخې کړي.

همدارنګه مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

د افغانستان او قزاقستان تر منځ درېیم ګډ سوداګریز کنفرانس او نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په کابل کې د افغان-قزاق درې ورځنی ګډ سوداګریز کنفرانس او نندارتون د صنعت او سوداګرۍ د وزير او قزاقستان د لومړي وزير مرستيال او ملي اقتصاد وزير له لوري پرانستيل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له قزاقستان سره د سوداګریزو قراردادونو اندازه زیاته کړي او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو په موخه په کابل او الماتا کې سوداګريز مرکزونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې او دا د دواړه هېوادنو تر منځ د سوادګریزو اړیکو د پياوړتيا ښکارونديي کوي.

له بل لوري د قزاقستان د لومړی وزیر مرستيال وايي، دا نندارتون او سوداګريزه ناسته څرګندوي، چې قزاقي شرکتونه او پانګوال د افغانستان بازارونو ته لېوالتيا لري.

د خصوصي سکټور استازو د افغان-قزاق سوداګرېزه ناسته او نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتيا او توليداتو لپاره د بازارموندنې ښه فرصت ياد کړی دی.

تېر کال هم د قزاقسنان مرکز الماتا کې د افغان-قزاق درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت تړونونه پکې لاسليک شوي وو.

مولوي عبدالسلام حنفي: له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په زور ایستل د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني، د یاد ولایت د والي او سمیه ییزو مسولینو په ملتیا، تېره ورځ (سه شنبه د شوال ۲۴مه،  ۱۴۴۶، چې له ۱۴۰۴/۲/۲ سره سمون خوري) د کندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیست.

د پرانیستې په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین هېوادوالو ته، په ځانګړي ډول راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو په برخه کې ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ په دې وروستیو میاشتو کې ځینې ګاونډي هېوادونه افغان کډوال په زور راوباسي، چې دا کړنه یې د ګاونډیتوب او له نړیوالو اصولو سره تقابل کې ده، چې په وینا یې اسلامي امارت د خپل ټول توان له مخې د راستنېدونکو هېوادوالو خدمت ته ادامه ورکوي، ترڅو خپلو ولایتونو او د اوسېدو سیمو ته ستانه او هوساینې ژوند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا ښارګوټی د درې زره او ۷۴۱ اوسېدنې نمرو لرونکی دی، چې د یوې پروسې له مخې به د یاد کمېسیون له لوري پر مستحقینو باندې ووېشل شي.

کندوز کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې مشري په غاړه لري، کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلو بې وزله هېوادوالو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

ښاغلي نعماني د ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي پرانسته وکړه.

یاد ښارګوټی په درې زره جریبه ځمکه کې جوړېږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې شیخ حمدالله نعماني وویل، هڅه کوي چې د ټولنې ټول قشرونو لپاره د هوسا ژوند پلانونه جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر زیاته کړه، په کمو امکاناتو مو سترې چارې ترسره کړي، چې له جملې یې په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۲۵ پلانونو جوړول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، دغه ښارګوټي کې د ښار جوړولو ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، تر اوسه ۱۵ زره او ۳۰۰ تنه خلک ثبت شوي دي، چې درې زره او ۷۴۱ نمرې په پام کې نیول شوي دي.

د غونډې په پای کې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ کې د کډالو ښارګوټي لپاره جوړ شوی پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري رسما په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد رمضان کلیم ته وسپارل شو.