ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 170

خوست کې د ادرک(Ginger)  کښت غوره پایله ورکړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د تحقیقاتو عمومي مدیریت له لوري، د جوارسل په تحقیقاتي فارم کې د ادرک (Ginger) د محلي ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې دي.

د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، د دې ازمایښتي کښت اساسي موخه دا ده، چې د سیمې له اقلیمي شرایطو سره سم مناسبې، حاصل‌ورې او د کرنې له پلوه اغېزمنې ورایټۍ وازمویل شي، څو د حاصلاتو کچه لوړه او د تولید کیفیت ښه شي.

د معلوماتو له مخې، دغه ازمایښتي کښت به د ادرک نبات د ودې، حاصل‌ورکولو، له اقلیم سره د تطابق او اقتصادي ارزښت له پلوه په دوامداره توګه تر څارنې لاندې وي او د دغو څېړنو پایلې به د راتلونکو کرنیزو پرېکړو لپاره به یو باوري بنسټ برابر کړي.

مسوولین زیاتوي، چې د یادو څېړنو له پایلو سره سم به په راتلونکي کې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې متنوع، باکیفیته او اقتصادي بدیلونه ور وپېژندل شي، چې دا به د کرنې د پراختیا، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د بدیلو کښتونو د ترویج لامل وګرځي.

په افغانستان کې تاجېکستاني پانګوال د برېښنا تولید او شبکو غځونې برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د تاجېکستان پانګوال شرکت له مسول سره د برېښنا اړوند برخو کې په پانګونې خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې یاد پانګوال د نوې کېدونکې برېښنا او برېښنا وېش تاسیساتو جوړونې برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

دغه‌راز ملا عبدالحق همکار د پانګونو او پانګوالو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او د یاد پانګوال د لیوالتیا ستاینه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړونې برخو کې تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ملي او نړیوالو پانګوالو پانګونې زیاتې شوي او مخ پر زیاتیدو دي.

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې وېسټنډیز ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او وېسټنډیز تر منځ د درېیو شل اوريزو سيالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وېسټنډیز ته د ۳۸ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.

 د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه يې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اورونو کې د ابراهیم ځدارن د ۸۷ ناسوځېدلو او دروېش رسولي ۸۴ منډو پر مټ وېسټنډیز لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې وېسټنډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړی او له افغان لوبډلې یې د ۳۸ منډو په لوی توپیر ماتې وخوړه.‍

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لپاره ضیاالرحمن شریفي درې، راشد خان، مجیب الرحمن ځداران او نور احمد لکڼوال ۲ ـ ۲ لوبغاړي وسوځول.

دروېش رسولي د ۸۴ منډو په جوړولو او درېیو کچونو په نيولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي له لوبې وروسته وويل؛ ډېر خوښ دی، چې ښه لوبه یې وکړه او د دوو لوبغاړو له ژر سوځېدو وروسته، چې د لوبډلمشر له خوا کوم پلان ورکړل شوی و، په هغې یې عمل وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او وېسټنډیز دویمه لوبه به سبا چهارشبنه د جنوري پر ۲۱مه نېټه د شپې ۷:۰۰ بجې پیل شي.

له دې لوبلړۍ وروسته به افغان ملي لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او له جنوبي افریقا، نيوزيلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره به بخت ازمايي.

هند له متحده عربي اماراتو سره د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت مایع ګاز د پېرلو تړون لاسلیک کړ

هند تېره ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۲۹مه) له متحده عربي اماراتو سره د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د طبیعي مایع ګاز (LNG) د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه تړون نوي ډیلي ته د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان د سفر او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی.

دغه تړون له مخې به د متحده عربي اماراتو دولتي شرکت «ادنوک ګاز» د لسو کلونو مودې لپاره هر کال د «هندوستان پټرولیم» شرکت ته ۰.۵ میلیونه ټنه مایع ګاز ورکوي.

دواړو هېوادونو دغه راز هوکړه وکړه، چې په راتلونکو شپږو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲۰۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.

په سمنګانو ولایت کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپلو خبرو کې وویل، چې دا بهیر به په تدریجي او شفاف ډول د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شي، څو ټول د شرایط وړ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شي.

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د سمنګان ولایت دوه زره او ۲۰۰ بېرته راستنې شوې کورنۍ د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلوګرامه بوجۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.

په همدې مراسمو کې د سمنګان والي داملا محمد شعیب رسالت د کرنې وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په دې ولایت کې مېشتو کډوالو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده او ډېر ژر به د بېرته راستنو شويو کورنیو د استوګنې لپاره د هستوګنې ښارګوټو د وېش بهیر هم پیل شي.

همدارنګه، یو شمېر هغه بېرته راستنه شوي کډوال چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، د دې اقدام ستاینه وکړه او د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د امریکا او سوریې ولسمشرانو ټلیفوني خبرې

د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ (دوشنبه، د جنوري ۱۹مه) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړي.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د سوریې په یووالي او د ځمکنۍ بشپړتیا پر اهمیت، د ثبات رامنځته کولو هڅو ملاتړ او د سوریې د دولت په چوکاټ کې د کُردانو خوندیتوب او د دوی د حقونو تضمین باندې ټینګار کړی.

دواړو لوریو دغه راز هوکړه کړې، چې په ګډه به د داعش او د دې ډلې د ګواښونو له منځه وړلو ته دوام ورکړي.

مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د روان وضعیت او د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه ټلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د روان وضعیت او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د سیمې امنیت او ثبات د ټولو لوریو په ګټه بللی، پر ډیپلوماسۍ او دوامداره خبرو اترو یې د لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی او د تعامل او ډیپلوماسۍ لاره یې د ټولو لپاره غوره انتخاب بللی دی.

ورته مهال، سید عباس عراقچي د افغانستان د دولت، خلکو او رسنیو له مثبت دریځ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ او ‌راتګ یو مثبت ګام بللی او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي ستاینه یې کړې ده.

د کابینې دیارلسمه غونډه؛ په هېواد کې د بندرونو په معیاري کېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې په اړه خبرې شوي

د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د هېواد د درېیو (هرات، فراه او نیمروز) ولایتونو بندرونو د معیاري کېدو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او بیارغونې کارونو د پیلېدو اړوند د ټاکل شوي هییت راپور د کابینې له لوري تایید شو.

دغه راز اړوندې ادارې د یو هییت په توګه مکلفې شوې؛ چې په خپلو، خپلو برخو کې چارې ترسره او جدي یې تعقیب کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پایته ورسېده.

کراچۍ بندر کې د اورلګېدنې وروسته د افغانستان سوداګریزو ټرانزیټي توکو د وضعیت ارزونه وشوه

د پاکستان په کراچۍ بندر کې د وروستۍ اورلګېدنې وروسته د افغانستان اسلامي امارت سوداګریزې اتشې مولوي اغا عامر فاروقي د یو شمېر افغان سوداګرو په ملتيا د کراچۍ د کانتینرونو نړیوال ترمینل (KICT) له مسول عامر عزیز سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اورلګېدنې وضعیت، د کانتنیرونو د زیان کچه او د افغانستان د ټرانزیټي سوداګریزو مالونو سرنوشت وارزول شو.

د کراچۍ بندر مسول وویل، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې اورلګېدنه کې د افغانستان او پاکستان ۲۳ کانتنیرونه زیانمن شوي او په دې تړاو څېړنې روانې دي.

روسیې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی

په مسکو کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.

روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو او د ګډو همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.

ښاغلي حسن د روسیې د ولسمشر له‌خوا د نوموړي د باورلیک له منلو مننه کړې او د افغانستان پر وړاندې یې د دې هېواد مثبت دریځ ستایلی دی.

بل لوري ښاغلي کابلوف د ګډو سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې د روسیې د لېوالتیا او چمتووالي اعلان کړی دی.