ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 172

مولوي سعدالله بلوچ اندونیزیا کې د نبي کریم (ص) د معراج په مناسبت غونډه کې ګډون وکړ

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د دې هېواد د ديني چارو وزارت له لوري د معراج‌النبي (صلی الله علیه وسلم)  په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

 اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، دغه غونډه چې د ډیپلوماټانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، علمي او ټولنيزو شخصيتونو په ګډون جوړ شوې وه، د لمانځه د ارزښت ترڅنګ پکې پر ټولنيزو اخلاقو، مسووليت‌مننې او د چاپېريال ساتنې پر پياوړتيا خبرې او ټينګار وشو.

د حاجیانو د لېږد په موخه له اریانا افغان او کام‌ایر هوایي شرکتونو سره تړون لاسلیک شو

ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د منظم او خوندي لېږد او را لېږد په موخه له اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.

ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یادو تړونونو  له مخې به د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونه ټول حاجیان د هېواد له

څلورو پروازي زونونو (کابل – مزار شریف – کندهار – او هرات) له هوايي ډګرونو څخه د مدینې منورې او جدې نړیوالو هوايي ډګرونو ته د ټاکل شوي مهالویش مطابق انتقالوي او د حج د مناسکو تر اداء کولو وروسته به یې بېرته په منظم ډول همدغو پروازي زونونو ته رالېږدوي.

همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړه هوايي شرکتونه مکلف دي چې د تړون د شرایطو سره سم د سعودي عربستان د ملکي هوانوردۍ له ادارې سره په همغږۍ د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره دقیق او منظم مهالویش ترتیب او تطبیق کړي او د نړیوالو هوايي معیارونو سره سم د الوتکو تخنیکي چمتووالی تامین او د حاجیانو د اسانتیا، خوندیتوب او ارامتیا لپاره اړین خدمات وړاندې کړي.

 د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د یادو تړونونو د تطبیق، د الوتنو د تنظیم او حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له کیفیت څخه په دوامداره توګه څارنه او نظارت ترسره کوي.

هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د بغلان په ولایت کې پرانیستل شو او ټاکل شوې، چې دغه بهیر به د هېواد په کچه پلي شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د دې بهیر د عملي پیل او څارنې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ او د پلخمري ښار په سیلو کې یې د بېرته راستنو شویو کورنیو لپاره د خوراکي غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

مولوي عطاءالله عمري د بېرته راستنو شویو کډوالو په غونډه کې وویل، چې د افغانانو کډوالي د څو لسیزو جګړو، فشارونو او ناامنۍ پایله ده او ډېری هېوادوال د دین، عزت او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار وکړ، چې هر بېرته راستون شوی افغان د درناوي، ملاتړ او پاملرنې وړ دی.

مولوي عطاالله عمري زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته رسېدنه یو ملي او شرعي مسولیت بولي او همدې موخې ته په کتو یې وزارتونو او اړوندو ادارو ته ځانګړې دندې سپارلې ده، څو د کډوالو د باعزته راستنېدو او اساسي خدمتونو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره شي.

د هغه په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همدې مسولیت په چوکاټ کې له خپلو شته زېرمو څخه د اړتیا وړ کورنیو ته خوراکي غنم او نغدي مرستې وېشي.

د کرنې وزیر همدارنګه څرګنده کړه، چې دا مرستې یوازې په یوه ولایت پورې محدودې نه دي، بلکې د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر به ورو ورو د نورو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې هم عملي شي، څو لا زیاتې کورنۍ ترې ګټه واخلي.

دغه‌راز ښاغلي عمري ډاډ ورکړ چې که اړتیا وي او امکانات برابر وي، په راتلونکي کې به نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.

د دې ناستې په دوام کې، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د کرنې وزیر او مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دې بهیر پیل یې د بېرته راستنو شوو کډوالو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله.

نوموړي د دولتي ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اړمنو کورنیو کره پېژندنه او د مرستو شفاف وېش کولی شي د بېرته راستنو شوو کډوالو د ژوند پر وضعیت مثبت او دوامدار اغېز ولري.

د چارواکو په وینا، د دې بهیر له پرانیستې سره به په بغلان ولایت کې ۲ زره او ۲۰۰ بېرته راستنو شوو کډوالو ته د هر بېرته راستن شوي کس لپاره پینځه ۵۰ ‌کیلوګرامه بورۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.

په همدې حال کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هغه لارښونې په اړه، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره صادر شوی، خبرې وکړې او ویې ویل، چې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي او د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته په ډېرې شفقت هرکلی ویلی او لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې غنمو او نغدي پیسو وېش هم د همدغو مرستو دوام دی او دا مرستې به د ټول هېواد مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی څه موده وړاندې په کندهار کې د کډوالو د ستونزو د رسېدنې د عالي کمېسیون له مشرتابه او غړو سره په جلا لیدنه کې لارښوونه کړې وه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه دې د جبري ایستل شویو کورنیو لپاره خوراکي غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.

محمد سهیل شاهین او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله آل حنزاب سره لیدنه کړې.

قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې لېدنه کې ، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په افغانستان کې د پانګې اچونې، د زراعت عصري کولو، سوداګرۍ، سیاحت او د علاقې وړ نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه په پای کې  په یادو برخو کې د همکارۍ په زیاتولو ټینګار شوی دی.

د نړۍ مشرانو د ډونالډ ترمپ « دسولې پلاوی»  نوښت پر وړاندې محتاطانه چلند کړی

د ډونالډ ټرمپ له لوري د « دسولې پلاوی» په نوم نوښت ته بلنه د یو شمېر هېوادونو له محتاطانه غبرګونونو سره مخ شوې.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د نړۍ مشرانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د « دسولې پلاوی»  په نوم نوي نوښت سره یوځای کېدو بلنې ته محتاطانه ځواب ورکړی.

هغه نوښت چې موخه یې د نړیوالو اختلافاتو حلول ګڼل شوي، اما ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی، چې دغه پروسه کولی شي د ملتونو سازمان فعالیتونو ته زیان ورسوي.

د راپور پر اساس، دغه بلنه ۶۰ هېوادونو ته استول شوې چې تر دې دمه یوازې مجارستان ورته مثبت ځواب ویلی.

محمد سهیل شاهین د قطر د اوقافو او اسلامي چارو له وزیر سره لیدنه کړې

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د اوقافو او اسلامي چارو له وزیر غانم بن شاهین بن غانم الغانم سره لیدنه کړې ده.

قطر کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوقافو او دیني چارو، کلتور او زده‌کړو د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د قطر د اوقافو وزیر په یادو موضوعاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.