ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 173

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې مهمې پرېکړې وشوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

دې غونډې ته د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې خونې د بېرته فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د نرخونو د قسطونو د وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټه‌ګوریو ټاکلو او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه هغو پانګوالو ته چې په افغانستان کې نوې پانګونه کوي د مالیاتي معافیت موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.
اقتصادي معاونیت لیکلي، چې له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د اقتصادي کمېسیون مجلس ته وړاندې کړي.
همداراز د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول.یاد راپورونه تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.

د اقتصادي معاونیت په وینا؛ پورته پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

مولوي عبدالکبیر د بغلان د راستنو شويو هېوادوالو له استازو سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د بغلان ولایت د نهرین او دهنه‌غوري ولسوالیو د راستنو شويو هېوادوالو له استازو سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنو کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ د راستنو شويو استازو، چې د پکتیکا ولایت د مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ راغلي وو، هېواد ته د بېرته راستنېدو او د اسلامي امارت له لوري د ترسره شوې همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه.

دغه‌راز، د یادې ولسوالۍ مخورو خپل وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.

همدارنګه د نهرین ولسوالۍ د راستنو شويو استازو وویل، چې په روان کال کې د حکومت او مرستندویو ادارو په همکارۍ ورته سرپناه برابره شوې ده او غوښتنه یې وکړه چې د خوراکي توکو ترڅنګ د هغوی په سیمه کې د غځېدلي سړک او جومات د رغولو په برخه کې همکاري وشي.

مولوي عبدالکبیر د راستنو شويو هېوادوالو استازو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د وړاندې شويو وړاندیزونو په اړه به له اړوندو ادارو سره همغږي وشي او د خوراکي توکو د وېش په موخه به بېړنۍ ځانګړې مرستې سیمې ته ولېږل شي.

نوموړي افغان کډوالو ته په اشارې سره وویل، چې اسلامي امارت افغان کډوالو ته هرکلی وايي او هڅه کېږي، څو هغوی د ټولنې فعاله برخه وګرځي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳ کورنیو سره ټولې۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۶۲مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۱۹تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۵تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۱۵ زره او ۶۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸کورنیو سره ټولې۴۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۲۰خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۱۰کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۳۰۲تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۸۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۳۳تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه، ۳۸۴ زره او۹۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له۵۸۷کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۹۳۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۱۹عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه ۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸تنه و، لښکرګا، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته  ۱۰۳زره او ۷۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶کورنیو سره ټولې۱۵۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

کابـل

له کابل څخه ۷۶‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۸تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۳۵ زره او ۸۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۴۹۱کورنۍ او ۲۷۱۸وګړي

لېږدول شـوي کډوال:              ۶۹۰کورنۍ او ۳۹۲۴وګړي

مرسته شوي کډوال:                ۶۵۴کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:           ۵۵۷عــــدده

مولوي عبدالکبیر: په اسلامي امارت کې هېڅ ډ‌ول قومي او سمتي مسایل ځای نه لري

د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل له امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د کابل د امنیت د ټينګښت په اړه خبرې وشوې، ملا ولي جان حمزه وویل، د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او د مجاهدینو قرباني د افغانستان د ثبات او امنیت سبب شوې ده.

ښاغلي حمزه زیاته کړه، چې سږ کال د کابل ولایت د نفوس په پرتله جنايي پيښې هم خورا کمې او له پخوا سره د پرتلې وړ نه دي.

د کابل له امنیه قومندان څرګنده کړه، چې په کابل کې د اسلامي امارت پوځي ادارې د ولس په همکارۍ خپلې چارې مخکې وړي او په هره سیمه کې د پولیسو تر څنګ ګڼ شمېر کسان د امنیت په ټينګښت کې ونډه لري.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د امنیت په ټينګښت کې د مجاهدینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې پوځي ادارو پر خپلو چارو سربېره د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، اوس د افغانستان هره سیمه کافي شمېر مجاهدین لري او په تېرو ۲۰ کلونو کې ثابته شوه، چې د اسلامي امارت صفونه تر بل هره وخته قوي او د دښمن ماته یې یقینې کړې وه.

د مولوي عبدالکبیر په وینا، څرنګه چې په اسلامي امارت کې قومي او سمتي مسایل ځای نه لري؛ نو اسلامي نظام هېوادوالو ته د غوره خدمت د وړاندې کولو ښه لاره ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یو شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یو مشورتي او مالي شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند پروژې د پلي کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د دې پروژې د تطبیق اساسي فعالیتونه د عامه پوهاوي پروګرامونه، د محلي خلکو او کمېټو ظرفیت لوړونه، د ځنګل‌کارۍ او نیالګیو کېنولو ملاتړ، د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د معلوماتو راټولول، د کوچنیو معیشتي بدیلو پروژو پلي کول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ټولنې‌محوره پلانونو جوړول دي.

دغه‌راز یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغې پروژې له مخې به په ټاکل شویو سیمو کې لسګونه ښوونیزې ناستې، د ځايي کمېټو جوړښت او پیاوړتیا، د نیالګیو د کرلو او ساتنې لپاره چمتووالی، د کرنیزو بسته‌جاتو وېش، د ټولنیز بسیج فعالیتونه او همدارنګه د چاپېریالي ستونزو د ثبت او تعقیب مېکانېزم رامنځته شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د دې هوکړه‌لیک لاسلیک د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو هڅو، موثرې همکارۍ او دوامدار پرمختګ په لور یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ورته پروژو تطبیق د چاپېریال ساتنې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.

ورته مهال د یاد شرکت ریيس اجمل مومند ژمنه وکړه چې ورکړل شوې پروژه به د اصولو سره سم په ښه ډول تطبیق کړي او په دې سره به د کونړ خلکو ته اړین خدمتونه او پروګرامونه عملي شي.

د یادونې وړ ده، یاده پروژه، د UNDP له لوري تمویلیږي چې د شپږو میاشتو په موده کې به په کونړ ولایت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم څار او همغږۍ لاندې، د اکسس پواینټ شرکت له خوا تطبیق شي.

کابل کې د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه ستره سړه‌خونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ په صنعتي پارک کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت یوه سړه‌خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دغه ستره سړه‌خونه چې پر ۶ جریبه ځمکه جوړه شوې د ۳ زره مټریک ټنه تازه مېوې د ساتلو ظرفیت لري.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په دې مراسمو کې د سترو او معیاري سړو خونو د جوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دا ډول تاسیساتو پراختیا کولی شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو مخه ونیسي او دا د هېواد د بزګرانو، سوداګرو او ښاریانو لپاره یو اساسي اړتیا بلل کېږي.

دغه‌راز نوموړي له خصوصي سکتور څخه غوښتي، چې په دې برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

ورته مهال، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د سړو خونو جوړول د وارداتو د کمېدو، د کرنیزو محصولاتو د صحي ساتنې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وباله او ویې ویل، چې دغه تاسیسات د کاري فرصتونو په زیاتولو کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه، چې روان کال په کابل کې ۱۱۰ کوچنۍ او لویې سړې‌خونې د جوړولو او یا بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

همداراز، د کرنې خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده د کرنیزو محصولاتو د راټولولو په موسم کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو پولو د تړل کېدو په اړه اندېښنه وښوده او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې د هېواد دننه په پانګونو سره د کورنیو تولیداتو د ودې سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې برخې د پانګونې د هڅونې په موخه، د سړو خونو د جوړوونکو لپاره د پینځو کلونو مالیاتي معافیت اعلان کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوي بنګله‌دېش ته سفر وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو سوداکریزو اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې همداراز به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک پر لارو چارو خبرې وشي.

د غه‌وزارت په وینا؛ د یاد سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول، او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي چې دا ډول سفرونه د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزناک رول لري.

مولوي عبدالولي حقاني په قطر کې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې

عامې روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر کې د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافیر سره په روغتیایي همکاریو خبرې کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان روغیتایي سکټور پر روانو اړتیاوو، لاسته راوړنو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتیا خبرې شوې دي.

مولوي عبدالولي حقاني او له فرانسوي لوري د افغانستان روغتیایي سکټور لپاره د اوږدمهاله او دوامدره ملاتړ په ځانګړي ډول د FMIC روغتون په چوکاټ کې د تخنیکي همغږۍ د لا پراختیا غوښتنه کړې.

ورته مهال په یاده لیدنه کې د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو جوړېدو، مسلکي پرمختګ او افغانستان ته د فرانسوي ډاکټرانو د لېږلو په اړه هم بحثونه شوې دي.

بل‌خوا د فرانسې شارژدافیر د افغانستان روغتیایي سکټور د ملاتړ په اړه د خپل هېواد په ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، ، فرانسه به د FMIC له لارې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، چې سږکال د FMIC د بنسټ اېښودنې شلمه کلیزه لمانځل کېږي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریالۍ او دوامداره روغتیايي همکارۍ څرګند ثبوت دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین او د سفارت اړوند کارکوونکي هم ګډون درلود.

خليفه سراج‌الدین حقاني ۹ کلن نابغه محمد امیري وستایه

د کورنیو چارو وزیر خليفه سراج‌الدین حقاني له لوري د هرات ولایت اوسېدونکی ۹ کلن محمد امیري، چې د انټرنېټ له لارې یې تر اوسه نهه ژبې زده کړي وستایل شو.

محمد امیري، چې تر اوسه په رسمي ډول ښوونځي ته نه دی تللی وايي؛ چې هره ژبه یې په شاوخوا دوو میاشتو کې زده کړې ده.

نوموړي ښاغلي وزیر ته خپلې ژبنۍ وړتیاوې په عملي ډول وښودلې او په بېلابېلو ژبو یې خبرې وکړې، چې د خليفه سراج‌الدین حقاني له خوا یې ستاینه وشوه.

خليفه سراج‌الدین حقاني یاد ماشوم د هېواد نادر او استثنایي استعداد وباله او د زده‌کړې، روزنې او مالي ملاتړ برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي حقاني د محمد د ښې روزنې لپاره د فوق‌العاده استادانو د ګمارلو او د پلار لپاره یې د کاري فرصت برابرولو په موخه د ټکسي موټر اخیستلو ژمنه هم وکړه.

محمد امیري تر دې وړاندې په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي وو، چې د ژوند تر ټولو لوی ارمان یې د خليفه سراج‌الدین حقاني سره لیدل دي، چې دا ارمان یې اوس په بریالیتوب سره پوره شو.

همدا راز د کورنیو چارو وزیر یاد ماشوم ته ۱۵۰ زره افغانۍ او لپ ټاپ ډالۍ کړ.

د عراق له عین‌الاسد هوایي اډې څخه امریکایي ځواکونو ووتل

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د عراق په سویل کې له عین‌الاسد هوایي اډې څخه د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونو ووتل.

د عراق دفاع وزارت د دې خبر په پخلي سره ویلي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد پوځ په بشپړې توګه د عین‌الاسد هوایي اډې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.