ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 175

د افغانستان سفیر متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغان مخورو او سوداګرو سره وکتل

ابوظبي کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر افغان مخورو او سوداګرو سره وکتل.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې افغان مخورو او سوداګرو د اسلامي امارت څخه ملاتړ خپله اسلامي او اخلاقي دنده بللې.

دغه سفارت زیاتوي، چې د دې سربېره دوی د یو لړ سوداګریزو ستونزو په شریکولو سره په متحده عربي اماراتو کې د افغان کاریګرو د حقونو او ملاتړ په برخه کې د سفارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورته مهال مولوي بدرالدین حقاني په اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځ ته کول خپل لومړیتوب وباله او د افغان سوداګرو د شته‌ ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزه هڅو ډاډ ورکړ.

د ایران د اوسني وضعیت په تړاو د پوتین او نتانیاهو ټیلفوني خبرې

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ټلیفوني اړیکه کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د منځني ځتیځ په ځانګړې توګه د ایران د اوسني وضعیت په تړاو خبرې کړي.

راپور کې د کریملین په خواله ویل شوي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې پوتین د سیمې د ثبات او امنیت لپاره د سیاسي او دیپلوماتیکو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

پوتین دغه راز ویلي، چې روسیه چمتو ده، چې د ټولو لېواله هېوادونو ترمنځ د رغنده خبرو اترو منځګړیتوب وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له توپیر پرته د هر افغان د ستونزې د حل لپاره هڅه کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کندوز د کلباد ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت پر همکارۍ خوښي وښوده او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له توپـــیر پرته د هر افغان د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او اسلامي نظام د ټولو ګډ کور دی.

د کډوالو وزیر دغه راز د کندوز د کلباد ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د حج او اوقافو وزیر د زړو قرآنکریمونو ساتلو له ځای څخه لیدنه وکړه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یوه هیأت په مشرۍ په کابل کې د زړو قرآن کریمونو د خوندي ساتلو له جوړېدونکي ځای څخه لیدنه کړې.

یاد ځای د دارالامان په غرنیزه سیمه کې جوړېږي چې دا مهال یې د جوړولو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړې لارښوونې پر اساس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دیني کتابونو او نورو مقدسو اوراقو ساتلو په موخه ځانګړي ځایونه جوړېږي.

ښاغلي ثاقب د یادې پروژې د مسولینو او کارکوونکو له هڅو او روانو چارو ستاینه وکړه او دغه کار یې د مقدسو اوراقو د درناوي او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم او ارزښتناک وباله.

نوموړي د چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او معیاري بشپړېدو په موخه اړوندو مسولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

روسي شرکتونه د کرنې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د درې روسي شرکتونو له مسولینو سره د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې د روسي شرکتونو مسولینو د کرنې برخه کې له افغانستان سره ګډ کار او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

ورته مهال، په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د کابل او مسکو ترمنځ پر پراخو اړیکو په ټینګار وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې وزارت له سترو بهرنیو شرکتونو سره د همکاریو پراخولو ته لېواله دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د نوې ټکنالوژۍ لېږد او د کرنې نوې لارې چارې کولی شي د هېواد د کرنې د سکټور په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او بنسټونو د تشویق او هڅونې له لارې، په هېواد کې د پانګونې، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د اسلامي امارت ترمنځ د اختلاف په اړه د بي‌بي‌سي راپور حقیقت نه لري

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د بي بي سي راپور چې د اسلامي امارت ترمنځ یې د اختلاف ادعاوې کړې دي حقیقت نه لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په لیکو کې هېڅ ډول اختلاف نشته، هرڅه د اسلامي شریعت پر اساس ترسره کېږي او اختلاف ته هېڅ ډول ځای نشته.

نوموړي ویلي، هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، هيڅ کله د اختلاف په معنا نه ده. د اسلامي امارت ترمنځ کلک وحدت، اطاعت او یووالی موجود دی، چې د اختلاف هېڅ ویره نشته.

اداري کمېسیون غونډه وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د نفت او ګازو ادارې او د ښاروالیو د انسجام عمومي ریاست پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو په اړه د لا زيات غور او ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.