ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 176

محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې سره وکتل

په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې وینسا متار سره وکتل.

قطر کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او د دې کمېشنرۍ د بشردوستانه مرستو په تړاو خبرې کړي.

په دې کتنه کې محمد سهیل شاهین د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بشرپاله رول د لاپیاوړتیا هیله وښوده.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه سلګونه تنه فارغ شول؛

ملي دفاع وزارت وایي، د تخار، بغلان او پنجشېر ولایتونو څخه د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي ۳۵۰ تنه ځوانان د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ د مسلکي، عقیدتي او نظامي زده‌کړو له درې میاشتنۍ دورې څخه فارغ شول.

مسولینو په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې فارغو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له خلکو سره غوره چلند او په ټولو شرعي چارو کې د امراوو اطاعت وکړي.

د یاونې وړ ده، یادې شوې مراسمو کې د کابل د علماوو شورا رییس، خلیفه دین محمد، د ستراتیژي او پالیسي معینیت مرستیال مولوي علي محمد  معتصم، د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د عقیدتي او امربالمعروف چارو رییس مولوي سیداغا ابومقبول عاکف، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب‌الله مدني او ګڼ شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.

عمان ته د لوړو زده‌کړو وزیر د لاسته‌راوړنو ډک سفر پای ته ورسېد

عمان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم درې ورځنی سفر د پام وړ علمي، تحصیلي او ډیپلوماټیکو لاسته‌راوړنو سره پای ته ورسېد.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وایي، چې د دې سفر په لړ کې ښاغلی ندیم د عمان د لوړو وزارت له مسولینو سره د کتنو سربېره د دې هېواد له یو شمېر مشهورو پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده‌کړو وزیر د عمان د لوړو زده‌کړو وزارت له مسولینو سره په کتنه کې د علمي هوکړه‌لیکونو د لاسلیک، د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تحصیلی اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ندیم دغه راز د عمان پوهنتونونو له مسولینو سره په جلا لیدنو کې د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو، د تحصیلي برنامو د پراختیا او د عملي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او د دې پوهنتونونو له لابراتوارونو، کتابتونونو او درسي ټولګیو څخه یې لیدنه وکړه.

د لوړو زده‌کړو وزیر د عمان له مفتي اعظم شیخ احمد بن حمد الخلیلي سره هم لیدنه وکړه.

شیخ ندا محمد ندیم د دې سفر پر مهال د عمان له ستر جامع جومات «سلطان قابوس» او ملي موزیم څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي دغه راز د دې سفر پر مهال په عمان کې له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د دوی غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.