ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 179

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۴۲۸مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲کورنۍ سره ټولې۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۲۳۱تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۵تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۴۷ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵کورنیو سره ټولې۲۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۱۴خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۱عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۱۴کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۱۷۶۶تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۵۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵۷تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱۳ زره او ۲۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷۶کورنیو سره ټولې یو میلیونه او ۵۰۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۳۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۹تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۲۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۵تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۱۵۱ زره  او ۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵کورنیو سره ټولې۲۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۴۷‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۸تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸۴ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۴۰۱کورنۍ او ۲۱۶۵وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۲۳۶کورنۍ او ۱۲۷۷وګړي

مرسته شوي کډوال:                ۲۴۹کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۳۶۷عــــدده

کابل کې د چین سفیر له مولوي قدرت الله جمال سره د ګرځندوی او کلتوري برخو د پياوړتیا په موخه لیدنه کړې

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د لا ډېرې همغږۍ او د ګرځندوی او کلتوري برخو د پياوړتیا په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي قدرت الله جمال د چین او افغانستان ترمنځ د ګډو کلتوري او تاریخي ارزښتونو یادونه کړې او د چین له سفیر څخه یې غوښتي، چې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا، د هوټلدارۍ او توریزم انستیتیوت د زده‌کړیالانو ظرفیت لوړولو، د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګرځندوی مارکیټینګ او پانګونې برخو کې خپلې تجربې شريکې او پوره همکاري وکړي.

دغه راز ښاغلي جمال د وریښمو لارې په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونو آثارو د نندارتونونو جوړولو او مسلکي کسانو د رابللو غوښتنه یې کړې ده.

د ناستې په لړ کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي، چین او افغانستان ګډې او نیکې اړیکې لري،  چې باید دا اړیکې د تل په څیر دوامداره وساتل شي.

دغه‌راز ښاغلي ژاو شینګ د دوه اړخیزو همکاریو او تجربو شریکولو ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده؛ د کلتوري او سیاحتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزې همکارۍ اړینې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ناستې په وروستیو کې د چین سفیر له لوري ښاغلي مرستیال ته او د ښاغلي مرستیال له لوري د چین سفیر ته بېلابیلې ډالۍ ورکړل شوې دي.

عراقچي: ایران به د اروپايي پارلمان محدودیتونو ته ځواب ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اروپايي پارلمان د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې ایران به د هر ډول محدودیت ځواب ورکړي.

عراقچي په خپل ایکس لیکلي، چې له دوو کلونو راهیسې په غزه کې نسل‌وژنه روانه ده او شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان پکې شهیدان شوي، خو دغه وضعیت اروپايي پارلمان دې ته نه دی اړ کړی، چې د اسرائیلو پر وړاندې کوم عملي اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د جګړه‌ییزو جنایتونو په تور د نړیوالې جزایي محکمې له خوا تر څار لاندې دی، خو بیا هم د اروپا د هوايي حریم له لارې په ازاد ډول تګ او راتګ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، برعکس په ایران کې د څو ورځو تاوتریخوالو لاریونونه کافي و، څو اروپايي پارلمان د ایران ډیپلوماتان خپل پارلمان ته له ننوتلو منع کړي.

عراقچي ټینګار کړی، خلک ساده نه دي او په خپلو سترګو ویني چې څه روان دي.

نوموړي زیاته کړې، ایران د اروپايي ټولنې سره د دښمنۍ غوښتونکی نه دی، خو که هر ډول محدودیتونه ولګول شي، تهران به ورته متقابل ځواب ورکړي.

د عدليې وزیر کابل کې د ځمکو له غاصبینو سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی

د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ عبدالحکیم شرعي د کابل له والي، ولسوالانو او امنیتي مسولینو سره په لیدنه کې د ځمکو د غصب مخنیوي برخه کې پر جدي اقداماتو ټینګار کړی.

د عدلیې وزیر په دې ناسته کې ویلي، چې د غصب د مخنیوي کمېسیون تراوسه د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړي، چې دا بهیر په ټول افغانستان کې په پوره جديت، روڼتیا، د قانون په چوکاټ او د اسلامي شریعت په رڼا کې روان دی ترڅو د بیت‌المال ساتنه وشي او د خلکو حقوق تامین شي.

له بلې خوا په دې ناسته کې د کابل  والي ملا امین‌الله عبید هم د کابل ولایت په کچه د ځمکو له غصب څخه د مخینوي کمېسیون لخوا د زرګونو جریبو ځمکو د استرداد  قدرداني کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د ولایت مقام او نورې ادارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو په پوره اطاعت له کمېسیون سره په دې برخه کې هر اړخیزه همغږي او همکاري کوي.

ورته مهال په یاده ناسته کې د کابل ښار او ولسوالیو ولسوالانو او امنیتي مسولینو هم ډاډ ورکړی، چې له کمېسیون او اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې، د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د کابل والي، ملا امین الله عبید، امنیه قومندان، ملا ولي جان حمزه، د استخباراتو رییس ابوخالد، د کابل د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو او امنیې قومندانانو او د کابل ښار د امنیتي حوزو مسولینو په‌کې ګډون درلود.

د بلخ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه څه‌باندې ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۱۷ تنه مجاهدین، چې د شمال زون د پینځو ولایتونو (بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب) د پولیسو د قطعاتو او جزوتامونو منسوبین وو، له عقیدوي او مسلکي زده‌کړو وروسته د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

 په دې اړه جوړه شوې غونډې کې د یاد مرکز قومندان شیخ محمد صابر الفت، د مرکز مرستیالانو، د پینځو ولایتونو مسولینو، علماوو او استادانو ګډون درلود.

د یاد وزارت په وینا، مسولینو د ویناوو پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې، د پولیسو پر مسولیتونو او د زده کړو پر عملي تطبیق ټینګار وکړ.

د ایران او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې او نړۍ د بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکایي چارواکو وروستۍ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې یې د ایران د ملي حاکمیت او امنیت د دفاع پر اړتیا ټینګار کړی.

ورته مهال، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د ایران، متحده عربي اماراتو او د سیمې هیوادونو ترمنځ د دوامداره مشورو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالولي حقاني: نړیوال مرسته‌ کوونکو دې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره همکارۍ زیاتې کړي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په دوحه ښار کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت لوړولو په تړاو جوړه شوې نړیواله ناسته کې ګډون کړی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، یاده ناسته چې د روغتیايي شریکانو، نړیوالو بنسټونو او مرسته‌ کوونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده، په کې د افغان پلاوي د ګډون اساسي موخه د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو بهیر د لومړیتوبونو، روغتیا ملي پالیسۍ او د هېواد روغتیايي سیستم د اړتیاوو سره سم منظمول او همغږي کول و، څو مرستې اغېزمنې، شفافې او دوامداره شي.

همداراز افغان پلاوي په یاده ناسته کې ټینګار کړی، چې د ملي پالیسۍ تر چتر لاندې د مرستو تنظیم نه یوازې د خدمتونو کیفیت لوړوي، بلکې د سرچینو د ښه مدیریت سبب هم ګرځي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د افغانستان روغتیايي سکتور د جدي اړتیاوو، په ځانګړي ډول د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم روغتیا او د بېړنیو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي برخه کې د دوامدارو او زیاتېدونکو مالي سرچینو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلي مرستیال له نړیوالو مرسته‌ کوونکو غوښتي، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره خپله مالي او تخنیکي همکارۍ زیاتې کړي.

مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ عامې روغتیا وزارت باور لري، چې دا ډول نړیوالې ناستې د ګډو هڅو پیاوړتیا، باور جوړونې او د افغانستان د خلکو لپاره د عادلانه او دوامدارو روغتیايي خدمتونو د تامین برخه کې خورا مهمې دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې له ټولو نړیوالو شریکانو سره د روغتیا ملي پالیسۍ په رڼا کې رغنده او دوامداره همکاري ولري.

محمد سهیل شاهین: اوس افغانستان د پانګونې لپاره یو امن چاپېریال دی

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د ډیپلوماټانو، پانګوالو او د قطر د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې «د ګلوبل بیزنیس هب» شرکت کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

یاده ناسته د شرکت راتلونکي لیدلوري، همکارۍ او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه رابلل شوې وه، چې پکې بېلابېلو سفیرانو، ونډه والو، پانګه‌والو او د قطر د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی وو.

ښاغلي شاهین په دې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، اوس‌مهال د افغانستان د کانونو، کرنې، ګرځندویۍ، ودانیزو چارو او نورو اقتصادي سکتورونو کې پراخ او خوندي فرصتونه برابر شوي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړې، چې د پانګوالو د هڅونې په موخه افغانستان کې پر پانګونو مالیات نه وضع کېږي.

د اسلامي امارت سفیر دغه راز د دې ناستې ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.

اندونیزیا د کانونو په برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعد‌الله بلوچ د دې هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره لیدنه کړې ده.

اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د کانونو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو کانونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او دغه راز د صنعتي څانګو د اغېزمن مدیریت او پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د دغه سفارت په وینا، اندونیزیایي لوري په اړوندو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله افغانستان ته راځي

د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سیاسي څانګې له مشرې جورجټ ګانیون سره لیدنه کړې.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې،

مېرمن روزمیري ډیکارلو په سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلو په پرمختګونو او د راتلونکو ناستو په اړه خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارات لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بخښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناعت بخښونکي لاسته راوړنې ولري؛ نو اړینه ده، چې اړونده لوري هم کوټلي ګامونه واخلي تر څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.

دغه راز اغلې ګانیون ویلي، چې د روانې میاشتې په پای کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله مېرمن روزمیري ډیکارلو افغانستان ته سفر وکړي.

 نوموړې، د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکینيو ناستو پایلې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې دې برخه ته به لا ډېر پام کېږي.

په پای کې یادونه شوې، د دې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لا ډېره شي.