ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 18

تېر کال زابل کې څه‌باندې ۵۵ زره هېوادوالو ته د پېژندپاڼو او زېږون کارتونو وېش او د پېژندپاڼې اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي

د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۵۵ زره او ۲۹۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په دې خدمتونو کې ۵۳ زره الکترونیکي او کاغذي پېژندپاڼې، ۳۹۹ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارت او مړینې پارچې) او یو زر او ۸۹۱ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شاملیږي.

د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ګل‌محمد احمد وايي، په دې ولایت کې د الکترونیکي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده چې د نویو الکترونیکي پېژندپاڼو پر وېش سربېره په‌کې له وېش وروسته (د نوم، سن او تخلص اصلاح او زیاتول) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې له معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

سربېره پر دې، تېرکال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د افغانستان روغتیا سروې په بشپړ ډول د پلي‌کېدو له بهیر څخه څارنه شوې ده.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۶ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۲ نيټې څخه د حمل تر ۲۸مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۶ زره او ۲۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ټولګټو وزارت وايي، چې له حیرتان بندر څخه ۵۰ زره او ۷۹۲ ټنه، له آقینې بندر څخه څلور زره او ۳۶۴ ټنه، له تورغونډۍ بندرڅخه اووه زره او ۶۱۲ ټنه او د خواف–هرات څخه درې زره او ۵۳۰ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۶۶ زره او ۲۹۸ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره یوه اوونۍ کې پینځه زره او ۸۲۲ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انارو جوس، کینو او کچالو دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

کونړ کې د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې ۲۱ کلنه بدي پای ته ورسېده

د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۱ کلنه دښمني د یاد ولایت دسرحدونو، قومونو و قبایلو چارو د رییس ملا تحميد الله غازي په مشرۍ، د قومي مخورو او دیني عالمانو په هڅو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله او ښکېلو کورنيو سوله ييز ژوند پيل کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ دغه دښمني چې د دوو کورنیو ترمنځ کلونه وړاندې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او د دواړو خواوو ترمنځ یې لوی خنډونه او جنجالونه رامنځته کړي وو، د سیمه ییزو مصلحینو او مسولینو په دوامداره هڅو یوې غونډې ته را وبلل شول او له يادې اوږد مهاله بدي یې لاس واخیست.

د دغې غونډې پر مهال ځایي مشرانو او دیني عالمانو د بښنې په فضیلت او ښېګڼو خبرې وکړې او د دواړو کورنيو ترمنځ يې د پخلاینې په دنياوي او اخروي ګټو هغوی وپوهول.

ديني عالمانو همداراز په ولسونو غږ وکړ، چې د تربګنيو، ناخوالو او شخړو پرځای يو بل سره په مينه، اتفاق او د ورورولۍ ژوند وکړئ.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د قطر دولت له شارژدافیر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري نن په کابل کې د قطر دولت د سفارت له شارژدافیر ډاکټر مُردِف القاشوطي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو، د سیمه‌ییزو امنیتي حالاتو، همداراز د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.

مولوي محمد نبي عمري د قطر له دولت څخه د افغانستان د خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د شویو همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه همکاري به لا زیاتوالی ومومي.

القاشوطي هم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې قطر چمتو دی له افغان لوري نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په شتون کې د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس پیل شو

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د دې کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ.

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» پيل شو.

په دې کنفرانس کې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي رییس، د مرکزي دارالافتا رییس، د کندهار امنیه قوماندان، د هلمند د علماوو شورا رییس، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییسانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو ګډون کړی.

د کنفرانس په پرانیسته کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ویلي، چې په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه په دې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.

همدا راز د علم پر ارزښت یې خبرې کړې او ویلي یې دي: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته په کار ده چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه زیاته کړې، په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.

دغه‌راز علما کرامو ته یې سپارښتنه کړې، چې علم نورو ته ورسوي، ځکه رسول الله ﷺ د ذاکرینو او متعلمینو په مجلسونو کې د متعلمینو مجلس او ناسته غوره کړې ده.

د اسلامي امارت زعیم ټینګار کړی، چې موږ په چارو کې د الله تعالی په رضایت مکلف یو. د الله تعالی په نارضایتۍ کې د خلکو په رضا کې خیر نشته.

د امارت مسولینو ته یې ویلي: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شو.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ویلي، چې کفارو په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده، چې ټول یې په ګډه باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړو.

د اسلامي امارت رهبر د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي، زه ستاسو لپاره هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم. که تاسې هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ، په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نه‌شي چې په مابین کې ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په یاد کنفرانس کې د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه له حضور څخه مننه کړې او ویلي، چې د بیعت مانا د خپل ځان او مال واک، د مسلمانانو امیر په واک کې ورکول او په بدل کې یې د الله تعالی دین قائمولو غوښتنه ده.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کنفرانس شاوخوا ۲ زره او ۶۰۰ ګډونوالو د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره په پوره مینه او ولولو خپل بیعت تازه کړ.

د کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي او څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

تېر کال پکتیا کې څه‌باندې ۶۱ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۶۱ زره او ۲۵۴ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې خدمتونو کې ۳۱ زره او ۳۶۹ الکترونیکي پیژندپاڼې، ۱۶زره او ۵۶۶ کاغذي پیژندپاڼې، ۷۴۷ زېږون کارتونه، یو زر او ۴۳۶ د مړینې پارچې او پینځه زره او ۶۷۹ نورو کسانو ته په تابعیت پیژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه او پینځه زره او ۴۵۷ نورو کسانو ته د پیژندپاڼې د تایید خدمتونه شامل دي.

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو رییس سیف‌الله حقاني ویلي؛ په دې ولایت کې د الکترونیکي پیژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او په دې وېش څانګو کې د نویو الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پیژندپاڼې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې له معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه یې په میاشتني ډول د ۲۹۰ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې او له ادارې سره شریکې کړي دي.

سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د افغانستان روغتیا سروې او د شولې او پنبې سروې پلې او د غذایي خوندیتوب سروې د پلي‌کېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.

د کډالو په عمري پنډغالي کې د برېښنا شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د برېښنا شرکت له لوري تورخم عمري پنډغالي کې د څه باندې پینځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱.۵ میګاواټو په ظرفیت برېښنا شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې له دې سره ټول کمپ روښانه او راستنې شوې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.

د دې برېښنا شبکې د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د هېواد د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي، د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان، د چارو ادارې، بهرنیو چارو وزارت استازو، د عمري کمپ مسول محمد هاشم میوندوال او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

ډاکټر عبدالباري عمر د یادې شبکې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، دا شبکه کولی شي کمپ کې ټولو خیمو ته برېښنا ورسوي او د اړتیا په صورت کې به ۲۴ ساعته برېښنا چمتو کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا د اسلامي امارت ژمنه ده چې خپلو خلکو ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کوي.

په ورته مهال ملا نورالدین ترابي، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د بهرنیو چارو وزارت استازي او د عمري کمپ مسول هم د برېښنا شرکت له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت خپلو راستنېدونکو افغانانو ته د ژوندانه په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابروي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د تورخم په عمري کمپ کې یو شمېر بنسټیز خدمتونه برابر شوي او د مسولینو په وینا دا لړۍ به لا نوره هم پراخه شي.

قزاقستان له افغانستان سره د ۳.۵ ټنه درملو او روغتیايي توکو مرسته وکړه

قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته وسپارلې.

د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مرستیال ملا عبدالولي څارنوال، د یادي ادارې د مالي او اداري لوی رییس مولوي محمد عالم علمیار، د نړیوالو اړیکو رییس مولوي عبدالرحمن او یو شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو او د رسنیو استازو شتون درلود.

ملا عبدالولي څارنوال د قزاقستان له بشردوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کړی، چې دا مرستې به د بیړنیو حالاتو پر مهال د اړتیاوو له مخې زیانمنو ته ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړې، تېره اوونۍ هم د قزاقستان هېواد ۳۶ واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې د حیرتان بندر له لارې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته رالېږلې وې.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې مو د افغانستان له خلکو سره په داسې حال کې وکړې، چې تېره اوونۍ مو هم ۳۶ واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې رالېږلې وې او دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

په پای کې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

د سترې محکمې قاضي‌القضات د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې ریيس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکیم حقاني د خپلو ولايتي سفرونو او ولايتي محاکمو د چارو د نظارت او بررسۍ په دوام د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ولایت ته سفر کړی.

د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات د دغه سفر پر مهال لومړی د مرافعه محکمې په ریاست کې د مرافعه محکمې له رییس مفتي عبدالجليل سفيان، د ښاري ابتداییه محکمې ریيس مفتي فضل الرحمن فضلي، د نظامي محکمې رییس شیخ عبدالقيوم اخوندزاده او د اړوند محاکمو له قضایي او اداري مسولينو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال شيخ عبدالحکیم حقاني ویلي؛ زموږ د سفر موخه داده چې د خپلو ماتحت محاکمو له مسولينو سره ووينو، د هغوی په حال ځان خبر کړو، شته اړتیاوې یې معلومې او د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د مسولينو او منسوبینو څخه مشورې او وړاندیزونه واخلو.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ او ستاسې پر غاړه ډېر دروند مسولیت پروت دی، نو په کار ده چې د دغه مسوليت د ادا کولو لپاره پوره هڅه او کوښښ وکړو.

د ښاغلي حقاني په وینا، محاکم د اسلام او اسلامي نظام د بقا لپاره لازم او ضروري دي او د محاکمو دوام په عدالت سره قایم کېداي شي، نو د محاکمو مسولين بايد خپلې چارې په داسې طريقه ترسره کړي چې په نتیجه کې یې حق حقدار ته ورسېږي، مجرم ته د جرم اړوند سزا ورکړل شي.

په دې سربېره د سترې محمکې قاضي‌القضات د محاکمو مسولينو ته ځینې لارښوونې کړي.

1- د حدودو د تحقيق او سزا ورکولو لپاره د الله جل‌جلاله له لوري اصول ټاکل شوي دي، موږ او تاسو ته په کې اختيار نه دی راکړل شوی، نو د یادو مسایلو په تړاو بايد د الهي اوامرو اړوند تحقيق وکړو او مجرمینو ته د الهي امر مطابق سزا ورکړو، په تعزيراتو کې بيا د وخت امام او قاضي ته د تحقيق او سزا ور کولو لپاره اختيار ورکړل شوی دی؛ نو د محاکمو مسولين بايد د موضوع پوره تحقیق وکړي، وروسته مجرم ته د هغه د جرم اړوند سزا ورکړل شي.

2- نظام د يوه کور حيثيت لري، په کور کې چې هر غړی خپله دنده په ښه ډول سره ترسره کړي، نو دغه کور جوړېږي او پرمختګ کوي؛ خو که چېرې د کورنۍ غړي خپلې دندې په ښه ډول ترسره نه کړي، نو کور خرابيږي او د له منځه تللو سبب يې کېږي.

3- د علماوو شورا او د سيمې له علمای کرامو سره باید ښې اړیکې وساتئ، ترڅو د علمای کرامو په توسط موضوعات په سوله سره حل شي، په دې سره به له يوې خوا د محاکمو کارونه کم شوي وي او له بلې خوا به د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

4- بايد له ټولو امارتي ادارو سره پوره همغږي ولرئ، ترڅو در سپارل شوی مسولیت په ښه ډول ترسره کړی، چې د اسلامي نظام د بقا سبب شي.

5- په هره موضوع کې بايد د موضوع له طرفينو سره ښه چلند وشي، خبرې يې په غور واورېدل شي، د موضوع اړوند ټول معلومات ورڅخه واخيستل شي او په غور مطالعه شي، ابتدایيه محاکم باید د موضوع پوره تحقیق وکړي، وروسته له هغه حکم وشي او لوړه محکمه د ابتدایيه محکمې فيصله په غور او دقت وګوري.

د غونډې په پای کې د زابل ولایت مرافعه محکمې رییس مفتي عبدالجليل سفيان د سترې محکمې له رییس او قاضي‌القضات څخه مننه کړې، چې د زابل ولایت د محاکمو د چارو د نظارت او دغه راز د دوی د اړتیاوو اورېدو په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولې چارې به په ټاکلي وخت د اصولو په رڼا کې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکیم حقاني د زابل ولایت په مقام کې د ياد ولايت له والي، مرستيال والي، د علماوو شورا، استخباراتو او د فرامينو او حکمونو له پلي کېدو څخه د نظارت رییس سره غونډه کړې، د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په ارزښت یې پر تفصیلي خبرو سربېره مسولينو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۶۶ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۷۷ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸۲ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۳۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۲۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۷۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۱۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳۱ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۶۷ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۸۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۳۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۹۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې ۷۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۸ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲۷ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۴۲ زره او ۹۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۷۵۲ کورنۍ او درې زره او ۶۱۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۱۵ کورنۍ او دوه زره او ۷۲۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۱۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۴۹۷ عدده