ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 180

د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله افغانستان ته راځي

د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سیاسي څانګې له مشرې جورجټ ګانیون سره لیدنه کړې.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې،

مېرمن روزمیري ډیکارلو په سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلو په پرمختګونو او د راتلونکو ناستو په اړه خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارات لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بخښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناعت بخښونکي لاسته راوړنې ولري؛ نو اړینه ده، چې اړونده لوري هم کوټلي ګامونه واخلي تر څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.

دغه راز اغلې ګانیون ویلي، چې د روانې میاشتې په پای کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله مېرمن روزمیري ډیکارلو افغانستان ته سفر وکړي.

 نوموړې، د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکینيو ناستو پایلې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې دې برخه ته به لا ډېر پام کېږي.

په پای کې یادونه شوې، د دې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لا ډېره شي.

په انقره کې د افغانستان سفیر د ترکیې د کلتور او ګرځندویۍ وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې

په انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند د ترکیې د کلتور او ګرځندویۍ وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې.  

ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اوږدمهاله تاریخي، کلتوري او دیني اړیکو په اړه خبرې کړې دي. 

د ایران په څو کورونو کې امریکایي وسلې او چاودیدونکي توکي موندل شوي

الجزیرې خبري شبکې د ایران د استخباراتي سازمانونو په حواله راپور ورکړی، چې ایران کې په څو کورونو کې امریکايي وسلې او چاودېدونکي توکي موندل شوي دي.

د راپور پر بنسټ؛ یاد مهمات او وسلې د یوې شبکې د غړو له خوا په بېلابېلو کورونو کې ځای پر ځای شوي وو.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، داسې بهرني غږونه یې تر لاسه کړي چې لاریون کوونکو ته د تاوتریخوالي لارښوونې ورکول کېدې.

ایراني چارواکو امریکا او اسرائیل تورن کړي، چې هېواد ته یې «بهرني اجنټان» لېږلي، څو تاوتریخوالی راوپاروي او د پوځي ځواک د احتمالي کارونې لپاره زمینه برابره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له الجزیرې خبرې شبکې سره په مرکه کې ویلي، د لاریونونو پر وړاندې زموږ تګلاره زغم ده؛ له لاریون‌کوونکو سره په حوصله او ارامۍ چلند کوو او د هغوی خبرې اورو، خو د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ سیاست او تګلاره قاطع دی.

نوموړي زیاته کړې، هېڅکله به اجازه ورنه کړو، چې ترهګریز عناصر او ډلې، په ځانګړي ډول هغه چې له بهر او په ځانګړې توګه له اسرائیلو څخه ورته لارښوونه کېږي، خپلو کړنو ته دوام ورکړي.

 د راپورونو له مخې د لاریونونو له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۱زره تنه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمتونه به معیاري او فیسونه به یې مناسب وټاکل شي

 د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

 دې غونډې ته د پوهنې وزارت اړوند د خصوصي زده کړو ریاست د عوایدو د لوړوالي او غوره مدیریت طرحه او د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو د چمتو کولو پروپوزل د بحث لپاره وړاندې شول.

 له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه او پروپوزل د تایید وړ وبلل شول او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

د دې طرحې او پروپوزل په تطبیق سره به د ښوونیزو زده کړو د خصوصي مرکزونو خدمات معیاري، زده کوونکو ته به مناسب فیسونه وټاکل شي او همداراز به یې ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې یاد ولایت ته ‍د راستنو شویو کډوالو له استازو لیدنه وکړه.

یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې نوموړي له لسګونو اړمنو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته هم کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانان د دین او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې په موخه کډوالۍ ته اړ شوي او هر راستون شوی افغان د قدر وړ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او اسلامي امارت د راستنېدونکو د ښه خدمت لپاره اړوندې چارې ځینو وزارتونو او ادارو ته سپارلې دي.

دغه‌راز مولوي عبدالکبیر څرکنده کړې، چې په ټولو ولایتونو کې اړمنو راستنو شویو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې زرګونو کورنیو ته به نغدي او د خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.

همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له مرستندویو ادارو او خلکو څخه غوښتي، چې له راستنو شویو سره مرسته او د هغوی لاس نیوی وکړي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر راستنو شویو ته د نغدي مرستې د وېش پر مهال په راتلونکې کې د نورو مرستو د چمتو کولو یادونه کړې او د اړتیا په صورت کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.