ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 189

د افغانستان او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د عمان د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي ټلیفوني خبرې کړي.

 بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاريو د پراختيا په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په دې خبرو کې مولوي امیرخان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور وباله او په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ – راتګ یې د همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله.

ښاغلي متقي خپل عماني سيال ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ یې په لوړه کچه سلا مشورې گټورې وبللې.

 ورته مهال د عمان  د بهرنيو چارو وزير د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ – راتګ  د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وباله او زياته يې کړه چې نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

 ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي په مناسب وخت کې کابل ته د سفر لپاره چمتووالی وښود او هيله يې څرګنده کړه، چې د سفر پرمهال به د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په تړاو ګټورې خبرې اترې ترسره شي.

“د کندز فاتح” علمي او جهادي اثر چاپ شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست اړوند د چاپي نشراتو ریاست له لوري د شهید ملا عبدالسلام بریالي په ژوند او کارنامو لیکل شوی علمي – څېړنیز اثر (د کندز فاتح) چاپ شو.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دا کتاب د کندوز د معاصر تاریخ له هغو پاڼو پرده پورته کوي، چې د شهید ملا عبدالسلام بریالي او د یاد ولایت د نورو مجاهدینو د قربانۍ او ایثار دریځ په کې د جهاد او مبارزې له اسمانڅکو تکبیرونو سره یوځای په څپو دی، موږ هیله لرو، چې دا کتاب به د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه علمي او څېړنیز ماخذ په توګه را څرګند شي او د امریکایي اشغال پر وړاندې به زموږ د معاصر تاریخ یوه مهمه تاریخي دوره د روایت او تحلیل په ګډ چوکاټ کې وڅېړي.