ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 19

د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د مخابراتو د وزیر لیدنه؛ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال ژومان ګارين سریک ما کاشویچ او لوړ پوړي مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د تورغونډۍ رېل پټلۍ پر مسیر د مخابراتو او نوري فایبر شبکې د غځونې، ډیجیټل حکومتولۍ، سایبر سکیورټي، د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او پراختیا او همداراز ورته نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل او استانه ترمنځ اړیکې تاریخي او پیاوړې یادې کړي او همداراز یادونه یې کړې، چې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي او ملي ګټو په پام کې نیولو او خوندیتوب پر بنسټ ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره نېکې اړیکي غواړي .

نوموړي، د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال او لوړ پوړي مل پلاوي ته د دې وزارت اړوند هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د ترویج په موخه د سیسټمونو پر جوړولو، ساییر سکیورټي، د زېربناوو د پیاوړي کولو، هېوادوالو ته د مخابراتي او انټرنټي جوپړتیاو برابرولو او پراختیا په اړه د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې وروستي پرمختګونه روښانه کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د فریکونسیو د نظارت او کنټرول، د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن او د ریل ټایم سیسټم چې د سیمې په کچه یو پرمختللی او بې ساری سیسټم دی یادونه هم کړې.

د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال، د تورغونډۍ رېل پټلۍ په دوام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په یاد مسیر د نوري فایبر د شبکې غځونې او پراختیا په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتووالی او لېوالتیا څرګنده کړې.

ژومان ګارین سریک ماکاشویچ د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ته د ګډې همکارۍ په موخه بلنه ورکړې، چې په ترڅ کې به یې افغان پلاوي د قزاقستان هېواد د مخابراتي تاسیساتو او زیربناو څخه لیدنه هم وکړي.

په پای کې مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه کړې، چې افغانستان تېرو څو لسیزو جګړو ځپلی او له پرمختګ پاتې هېواد دی، خو اوس‌مهال تر یو قیادت لاندې د ودې او پرمختګ په حالت کې قرار لري، له همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې غواړو د سیمي هېوادونو او په ځانګړې ډول قزاقستان هېواد سره د دوه اړخیزو همکاریو پربنسټ د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور ته وده ورکړو او د مخابراتي زیربناو د رامنځته کولو په برخه کې اوږدمهاله ګټورې اړیکې وپالو.

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر: د افغانستان او ایران تر منځ سوادګریزه راکړه ورکړه د پخوا په پرتله زیاته شوې

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري ملي تلویزیون ته ویلي، چې په ۱۴۰۳ کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پخوا په پرتله د پام وړ زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چمتو یو چې د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز سکټور د استازو لپاره ایران ته سفر تنظیم کړو، ترڅو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراختیا ومومي.

هم‌مهاله د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران له سفیر سره لیدنه کړې او د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې یې د ګډې همکارۍ او ګډو پروګرامونو د پلي کولو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

له بل لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څه باندې درې میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

مولوي عبدالکبیر: نړیوالې مرستې دې په افغانستان کې کډوالو او بېځایه شویو ته متمرکزې شي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو ترمنځ د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شویو د ستونزو او حللارو په اړه تخنیکي ناسته شوې.

په پیل کې د کډالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډونوالو او په کابل کې د نړیوالو ادارو او بنسټونو استازو ته ښه راغلاست ویلی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا غونډه به د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شویو د ستونزو حل په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په میلیونونو افغانان بېځایه شوي او یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.

مولوي عبدالکبیر په زور له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې، له کډوالو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړی او دا چاره یې د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې پیدا کولو سبب بللې ده.

د کډالو او راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ د نړیوالو ادارو لخوا مرستې د کډوالو او بیځایه شویو د ستونزو حل په برخه کې اغیزمنې یادې کړې او زیاته کړې یې ده، چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو او کورنیو بیځایه شویو ته متمرکزې کړي.

نوموړي بې کاري او فقر اسلامي امارت ته په میراث ورپاتې بللي او په وینا یې دغو ستونزو پر ټولنه منفي اغیز کړی دی.

مولوي عبدالکبیر په ټولنه کې د کډوالو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرسته اړینه بللې او کډوالو ته یې د د ایمي سرپنا رغولو په برخه کې د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې.

په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه تېر او روان کال د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو بنسټونو لخوا له کډوالو سره د مرستې جزییات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړي دي.

ښاغلي راټواټه ویلي، د ۲۰۲۳ کاله له وروستیو څخه تر اوسه نږدې ۸۰۰ زره کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د یوناما د مرستیال په وینا، د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو لخوا تېر زېږدیز کال ۱۸۳ میلیونه ډالر په بشري مرستو کې لګول شوي او همداراز یې له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو سربېره ځینو نورو نړیوالو بشري بنسټونو خپل پلانونه او ترسره کړې چارې په ناسته کې شریکې کړې او همدارنګه د خپلو راتلونکو هڅو او مرستو په اړه یې د ګډونوالو وړاندیزونه اورېدلي دي.

په پای کې د عامې روغتیا، اقتصاد، کرنې، پوهنې، ښار او کور جوړولو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، افغانې سرې میاشتې، له طبیعې پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې استازو د افغان کډوالو لپاره شوې خدمات په ناسته کې شریک او له نړیوالو بنسټونو سره یې پر همغږۍ د تینګار ترڅنګ د خپلو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په غزه کې د اسرائیلي وحشتونو دوام؛ په تازه بریدونو کې یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او په تازه بریدونو کې یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دا بریدونه په سویلي خان یونس کې شوي، چې په شهیدانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې پرون دوشنبه هم د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۱ زره او ۲۴۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۶ زره او ۹۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د چین له لوړپوړي پلاوي سره د کرنې د وزیر لیدنه؛ د کرنې په برخه کې د پروژو پر عملي کېدو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د چین له یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي او د یاد هېواد د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو، پانګونې او د چین د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې او د همکاریو پر پراخېدو ټینګار شوی.

د چین پلاوي د دې هېواد د خصوصي سکټور له‌خوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده او ژمنه یې کړې، چې که د ځمکو کرایه، اسانتیاوې او نور شرایط برابر شي، نو دوی به خپلې عملي پروژې پیل کړي.

چینایي استازو همداراز د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او نشه‌يي بوټو د ریښې ایستنې هڅې ستایلي دي.

مولوي عطاءالله عمري د چین د همکاریو هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ موږ خوښ یوو چې د چین دولت او خصوصي سکټور د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د دوی لیوالتیا د امید وړ ده، موږ چمتو یوو چې هر راز اسانتیاوې برابرې کړو او هیله لرو، چې ډېر ژر د عملي پروژو شاهدان واوسو.

په دې ناسته کې د کرنې وزارت ځینو رییسانو او سلاکارانو، همداراز د چین لوړپوړي پلاوي، چې پکې د سنکیانګ د تولید او ساختماني ادارې دایمي کمېټې غړي ژو شیو بینګ، د یادې ادارې سرمنشي ګانګ ژي یونګ، د سوداګرۍ عمومي ادارې مرستیال وانګ هیکینګ، د بهرنيو چارو د دفتر مرستیال یوان هونګ‌سینګ، د کرنې او مالدارۍ شرکت مرستیال لو ژنګ، د تیانیه د اوبولګولو شرکت مشر ژو ګنګ، د تولید او ساختماني ادارې د عمومي دفتر کارکوونکی  ژانګ ګلین، د سفارت مرستیال سفیر باو شوهویی، د چین سفارت د سیاسي چارو رییس ژایو های‌هان، شامل وو.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال: افغانستان په سیمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شریک دی

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سريک ژومانگارين سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې پر دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانګړې توګه پانګونې، سوداګرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټ په اړه خبرې شوې.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير له قزاقستان سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې ارزولې او په تېرو درې نيمو کلونو کې يې په دوه اړخيزه اړيکو کې پرمختګونه ستایلي دي.

مولوي امير خان متقي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت لېواله دی، تر څو له قزاق لوري سره په سياسي، ترانسپورټي او ترانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې په پار له قراقستاني پلاوي غوښتي، چي د ویزو په ورکړه کې دې زیاتوالی او اسانتیاوې رامنځته شي.

د بهرنيو چارو وزير د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان پانګونه گټوره بللې او هيله يې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په سيمه‌ييز اتصال کې مؤثر رول ولوبوي.

ښاغلي متقي وړانديز کړی، چې افغانستان او قزاقستان په ګډه د سيمې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ترانزيټ په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او ویلي یې دي، چې هېواد يې تل له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلې دي.

ښاغلي ژومانګارين د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنګ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په کچه پانګونه یاده کړې ده.

نوموړي ویلي، چې هېواد يې غواړي د افغانستان په هرات ولايت کې د ترانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.

په پای کي دواړو لوریو د ورته سفرونو او ناستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.