ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 192

ټرمپ: وېنزویلا به تر ۵۰ میلیونه بېرلو تېل امریکا ته وسپاري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وېنزویلا د لنډمهاله حکومت چارواکي به د دغه هېواد له ۳۰ تر ۵۰ میلیونو بېرلو پورې معیاري تېل امریکا ته سپاري.

ټرمپ زیاته کړې، چې دا تېل به د بازار په نرخ وپلورل شي او ترلاسه شوې پیسې به د نوموړي ادارې تر کنټرول لاندې وساتل شي ترڅو د وېنزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. 

ټرمپ زیاته کړې، چې خپل د انرژۍ وزیر کریس رایټ ته یې لارښوونه کړې چې دا پلان “سمدلاسه” پلی کړي او دغه تېل به د زېرمه کوونکو کښتېو په واسطه د امریکا بندرونو ته ولېږدول شي.