ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 193

د لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور ترمیماتي چاري بشپړي او د سېلانيانو پر مخ پرانيستل شو

په کندهار کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور ترمیماتي چاري بشپړي او د سېلانيانو پر مخ پرانيستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کي د اطلاعات او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د تاریخي ابداتو رییس انجنیر نسیمي، د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني، د کندهار فرهنګي شخصیتونو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.

مولوي قدرت الله جمال ویلي: “خوښ یم چې د مسلمانانو د افتخار لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور د پرانیستي په مراسمو کې ګډون کوم، احمد شاه بابا د لوی فکر خاوند وو او اسلامي دود او فرهنګ یې درلود.”

نوموړي زياته کړې، اطلاعات او کلتور وزارت د دې ډول تاریخي ځایونو ساتني او بیا رغوني ته جدي پاملرنه لري؛ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته تاریخي ابدې ترمیم شوي او د نورو د ترميم چاري به هم ترسره شي.

دغه‌راز د کندهار پوهنتون استاد انجنیر شېرشاه رشاد ویلي: “د خوښۍ ځای دی چې تر یوې اوږدې جګړې وروسته نن د لوی امپراتور احمد شاه بابا په تاریخي کور کې راټول شوي یو او دا ډول ودانۍ زموږ د تاریخ ژوندی ثبوت دی، هيله ده چې د دې ودانۍ شاوخوا پاخه تعمیرونه او نوري ودانۍ هم استملاک او د احمدشاه بابا د کور تاريخي ارزښت او جوړښت وساتل شي.”

په ورته وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني ویلي: “دا مهال د احمد شاه بابا د کور د ترمیم لومړی فاز بشپړ شوی او ډېر ژر به یې د دویم فاز ترمیماتي کارونه هم پیل شي.”

د نوموړي زیاته کړې، یو شمېر تاریخي ودانۍ چې د نړېدو له ګواښ سره مخ وې، په اساسي ډول ترمیم شوي او د شاوخوا سیمو د استملاک چارې هم تر غور لاندې دي.”

د یادونې وړ ده، چې دغه تاریخي ودانۍ د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري د ۱۷.۵ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۷ میاشتو په موده کي ترمیم شوې ده.

یاد کور د بخارايي سبک له مخي رغول شوی، چې شپږ اساسي اطاقونه، دوه کومکي اطاقونه، دوه منزلونه او یوه زېرخانه لري.

د اروپايي ټولنې مرستیال له ملي ارشیف څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د اروپايي ټولنې مرستیال بنجامین د یادې ټولنې د کلتوري برخې مسولې سینډرا په ملتیا د ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه.

د اروپايي ټولنې مرستیال ښاغلي بنجامين د ملي ارشیف د تاريخي نسخو ساتنه يو ستر تاريخي اقدام بللی او په وینا یې تاریخي اثارو ته په کتو افغانان له خپل کلتور او تاريخي آثارو سره بې سارې مينه لري.

 د ملي ارشیف رییس قاري عبید الله حنیف د اروپايي ټولنې له پلاوي څخه غوښتي، تر څو د اروپايي هيوادونو له ارشیفونو سره د افغانستان د ملي ارشیف د اړیکو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې نن د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال، د برېښنا شرکت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل، د هېواد د اړتیا وړ برېښنا برابرولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، افغانستان پخوا ۲۰۰ میګاواټه برېښنا درلوده؛ مګر د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یوازې په یو کال کې د یو زر او ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه شوې ده.

نوموړي وویل، چې اوس مهال د هستوګنې برخې لپاره له ۵ زره زيات او صنعتي برخې ته بيا ۱۰ زره مېګاواټو زياتې برېښنا توليد سرچينو ته اړتيا لرو.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، په همدې موخه نن د نغلو ۲۲.۷۵ مېګاواټه پروژه عملآ ګټې اخيستنې ته سپارو او کولی شو، چې له ۲۳ زره زياتو کورنيو ته برېښنا ورسوو.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د افغانستان برېښنا شرکت او ګډونوالو شرکتونو څخه د دې سترې پروژو د چارو بشپړاوي په پار مننه کوم؛ برېښنا د عصري ژوند سره تړلي اړتيا ده.

ښاغلي حنفي وویل، له بده مرغه هېواد کې په پوره اندازه د اړتیا وړ برېښنا توليد او واردات نه لرو، د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان برېښنا شرکت په هڅو اوس له ۱۲۰۰ مېګاواټو د زياتې برېښنا توليد پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

ښاغلي حنفي دغه راز له هېوادوالو وغوښتل، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزې په پام کې نیولو سره د برېښنا سپما ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، اوس مهال د ملت او اسلامي امارت؛ د ارګ او منبر تر منځ واټن له منځه تللی دی.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت خپلو ژمنو ته ژمن پاتې دی او د خلکو غوښتنو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

شیخ نورالحق انور وویل، د برېښنا انرژي د هېواد د پرمختګ په هدف؛ اساسي اړتيا ده او د اسلامي امارت مسولين د ولس له منځ را وتلي شخصيتونه دي؛ تر بل هر چا د ولس اړتيا ښه درک کوي او په دې برخه کې دوامداره هلې ځلې کوي.

 د ښاغلي انور په وینا، افغانستان له لسګونه کلونو وروسته د یو ژمن او خپلواک نظام څښتن شوی دی.

دغه‌راز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر په دې مراسمو کې وویل:” ډېر خوښ يم، چې نن يو ځل بيا د هېواد د ابادۍ او ښيرازۍ غونډه کې را يو ځای شوي يو. نن موږ د سروبي ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمرېزې برېښنا دستګاه ګټې اخيستنې ته سپارو”.

نوموړي د دغو سترو پروژو د ګټې‌اخیستنې له پیل څخه د هېواد ټول ولس او د اسلامي امارت د رهبرۍ غړو ته مبارکي وویله او هیله یې وښوده، چې ان‌شاءالله افغانستان به یوه ورځ د برېښنا صادروونکی هېواد شي.

ښاغلي عمر وویل، چې هېواد کې ورځ تر بلې صنعت مخ په پراختیا دی، داسې کارخونې هم اوس فعاليت لري، چې ۴۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې دا د دوو ولايتونو په تناسب برېښنا ده؛ د نغلو لمرېزه دستګاه به تر يوه بريده دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس په وینا  همدا شېبه، موږ پر خورا سترو پروژو کارونه پيل کړي دي د ډبرو سکرو، بادي او لمريزې برېښنا توليد ګڼې پروژې تر کار لاندې دي او يوازې د عزيزي بنسټ پر ۱۶ پروژو له دغه بنسټ سره له نږدې کار کوو.

ډاکټر عبدالباري عمر وویل، برېښنا په اوسني عصر کې د انسان په بدن کې د وينې جريان په څېر ارزښت لري، موږ د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ په مسير کې برېښنا انرژۍ توليد ګڼو توليدي سرچينو څخه ګټې اخيستنې ته مخه کړې.

نوموړي زیاته کړه، هېواد کې د ۴۷ کلونو ناخوالې را پاتې دي، چې د ناخوالو ځپلي داسې يوه هېواد ابادول اسانه چاره نه ده.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس وویل، چې بېلابېلو سکتورونو کې اوسنۍ روانې ابادۍ پرته له بهرني ملاتړ پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د ګنو اقتصادي ګټو سره مل د نغلو لمریزې برېښنا تولید دستګاه جوړولو سره د افغانستان اسلامي امارت د چاپيريال ساتنې برخه کې خپله ژمنتيا ثابتوي او دا د هوا ککړتيا مخنيوي کې خورا مهم لومړيتوب دی.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس  ډاکتر عبدالباري عمر وویل، برېښنا شرکت ته له تېرې ادارې را پاتې لسګونه میلیونه ډالره پور یې په درېیو کلونو کې ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د هېواد د برېښنا شبکه په تېر وخت کې نیمګړې پاتې وه، چې د ښه والي لپاره یې شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د ښاغلي عمر په وینا، د صنعت کارانو او کورونو لپاره د برېښنا برابرولو په برخه  په ټول هېواد کې کار دوام لري.

همدارنګه د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال په دې راسمو کې وویل، په روان کال کې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېلابېلو لویو پروژو کارونه بشپړ او د ځینو چارې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ لپاره مهم ګامونه اخیستي.

مولوي احمد جان بلال وویل، د اسلامي امارت د ولس هوساينې په موخه په سياست، اقتصاد او هر ډګر کې پراخې هڅې پيل کړي؛ د امنيت شتون اوس د هېواد د ځان بسياينې لپاره ښه بستر غوړولی.

نوموړي زیاته کړه، د برېښنا سکتور ګنې پراختيايي پروژې تر کار لاندې دي او بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا انرژۍ سکتور لويې پروژې پرانيستل شوې، چې د چارو په بشپړاوي سره به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه د ۷۷ قراردادي شرکت مسول سليمان جيليف په دې مراسمو کې وویل، چې افغانستان اسلامي امارت د دوامداره ملاتړ، موږ لپاره په افغانستان کې د پراخې پانګونې ټول اړين سهولتونه رامنځته کړي دي.

مادورو د نیویارک په فدرالي محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ځان یې عزتمن او بې‌ګناه وباله

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو تېره ورځ دوشنبه د نیویارک د منهتن په سوېل کې په یوه فدرالي محکمه کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او نورو تورونو په تړاو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ځان يې بې‌ګناه بللی دی.

سي‌بي‌اېس دوشنبه د جنورۍ پر ۵مه راپور ورکړی، چې مادورو د خپل ژباړونکي په وسیله محکمې ته ویلي، چې «عزتمن» او «بې‌ګناه» دی.

مادورو زیاته کړې: «زه بې‌ګناه یم. ګناهګار نه یم. زه عزتمن او د خپل هېواد ولسمشر یم.»

د راپورونو له مخې، د مادورو مېرمنې هم د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونه رد کړي دي.

مادورو او مېرمن یې له نیول کېدو دوه ورځې وروسته په نیویارک کې یوې محکمې ته لېږدول شوي دي.

ملا حمدالله فطرت: تېر کال بزګرانو او مالدارانو ته نږدې دوه میلیارده افغانۍ اسلامي مالي تمویل برابر شوی

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې تېر کال بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته نږدې دوه میلیارده افغانۍ اسلامي مالي تمویل ورکړل شوی.

د نوموړي په وینا، دغه اندازه پیسې د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له لوري د مرابحې او مضاربت خدمتونو له لارې هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه ورکړل شوي.

ښاغلي فطرت دغه راز ویلي، چې په روان لمریز کال کې هرات، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو کې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه غنم له بزګرانو پېرل شوي او په سېلوګانو کې زېرمه شوي دي.

تېر ۲۰۲۵ کال هرات کې شاوخوا ۳۵۰ تولیدي کارخونو په فعالیت پیل کړی

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ لویو او کوچنیو کارخونو په فعالیت پیل کړی دی.

د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې، د تعرفو کموالی، خامو موادو ته اسانه لاسرسی، سوداګرو ته د جوازونو د ورکړې اسانتیاوې د کاروخونو د فعالیتونو د زیاتوالي لاملونه بلل شوي دي.

د یاد دفتر په وینا، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو فعالیت د داخلي تولیداتو د زیاتوالي تر څنګ سلګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

برېښنا شرکت، ملي بانک او پانګوالو شرکتونو ترمنځ د مالي ملاتړ ګډ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان برېښنا شرکت د هېواد په کچه د برېښنا د تولید پروژو د تطبیق او د چارو پرمخ‌‌وړلو په موخه، د کجکي برېښنا تولید بند د دویم فاز دویم پړاو د مالي تمویل او ودانیزو چارو د تطبیق لپاره له کجکي پاور انرژي شرکت او ملي بانک سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

همدارنګه، د برېښنا انرژۍ د تولید د منظور شويو پروژو د تطبیق لپاره د افغانستان برېښنا شرکت، ملي بانک او زولرستان شرکت ترمنځ هم یو ګډ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت په هېواد کې د پانګوالو د ملاتړ او پانګونې د هڅونې په موخه ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او دا مهال د برېښنا د تولید او تخنیکي تاسیساتو د جوړولو په برخه کې پر ګڼو سترو پروژو چټک کار روان دی.

په برېتانیا  کې رسماً د فلسطین سفارت پرانیستل شو

د برېتانیا له‌خوا د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې وروسته تېره ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۱۵مه) د دې هېواد په پلازمېنه لندن کې په رسمي توګه د فلسطین سفارت پرانیستل شو.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، په لندن کې د فلسطین سفیر حسام زملوط په همدې تړاو مراسمو کې دغه ګام د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه تاریخي شېبه او مهم ټکی یاد کړی دی.

حسام زملوط زیاته کړې: « دا سفارت د یو خپلواک هېواد لرلو برخه کې د فلسطینیانو مسلم حق او د ملتونو ترمنځ د برابرۍ شتون څرګندوي.»

سویس د نیکولاس مادورو او د هغه یو شمېر نږدې کسانو شتمنۍ کنګل کړي

د سویس دولت اعلان کړی، چې د امریکا له‌خوا د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته یې په سویس کې د نوموړي او د هغه د یو شمېر نږدې کسانو شتمنۍ کنګل کړي.

رویټرز خبري اژانس د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله ویلي، چې په دې امر کې ۳۷ کسان شاملېږي؛ مګر د دوی د شتمنیو د کچې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

قاهره کې د اسلامي امارت سفارت د مصر له پوهنتونونو فارغ یو شمېر محصلین وستایل

په قاهره کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار د مصر له پوهنتونونو فارغو یو شمېر افغان محصلینو سره لیدلي او ستاینلیکونه یې ورته ډالۍ کړي. 

قاهره کې د افغانستان سفارت وایي، چې د ستاینې په دې مراسمو کې د ماسټرۍ او دوکتورا له برنامو فارغ ۵۰ محصلین ستایل شوي.

ښاغلي قرار په دې مراسمو کې افغان محصلین د اسلامي نظام ژمنتیا او د خلکو ریښتوني خدمت ته هڅولي.