الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلي رژیم د لبنان په سویل کې پر هغو روغتیاپالانو برید کړی، چې یو ټپي کس یې روغتون ته لېږداوه.
د راپور له مخې، په دغه برید کې دوه روغتیاپالان او هغه ټپي کس وژل شوي دي.
بلخوا، د لبنان په سویل کې د اسرائیلي بریدونو زور اخیستی او په وروستیو ساعتونو کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه د ماشومانو ژغورنې سازمان Save the Children ویلي، چې د اسراییلي رژیم او لبنان ترمنځ د اوربند په لومړیو ۲۵ ورځو کې، په اوسط ډول هره ورځ په لبنان کې له څلورو څخه زیات ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی یاهم ټپیان شوي دي.
دې ادارې ویلي، چې د اپرېل له ۱۶مې نېټې د لنډمهالي اوربند له پیل راهیسې، په لبنان کې لږ تر لږه ۲۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
