ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 21

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت مهمې لاسته راوړنې!

کانونه د افغانستان د ملت شتمني ده. د افغانستان اسلامي امارت د دې شتمنۍ د ساتلو او د ملت د خیر او هوساینې لپاره د دوامدارې او موثرې استفادې په خاطر په ډېر دقت کار کړی. اسلامي امارت د کانونو د سکټور لپاره منظم لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي، چې په تطبیق سره به یې دغه سکټور تنظیم شي.

د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې په کانونو سکټور کې شفافیت را منځته کړي او عواید یې د اقتصادي پرمختګ او خلکو ته د هوساینې برابرولو په موخه د بنسټیزو او ملي پروژو په تطبیق ولګوي. همدارنګه د کانونو سکټور څخه په ګټه اخیستنې د هېواد صنایع تقویه او د صادراتو کچه لوړه کړي.

کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانې زیرمو د تنظیموونکي او مدیریت کوونکي په حیث زیار باسي، چې یاد سکټور په اساسي او مسلکي ډول مدیریت کړي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره زمینه پکې برابره کړي.

همدارنګه یاد وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د متوازن انکشاف اصل په نظر کې نیولو سره د منرالونو او نفت او ګاز سرچینو انکشاف ته لومړیتوب ورکړي، تر څو د برېښنايي سیسټمونو څخه په استفادې سره شفافیت تأمین او تضمین کړي.

کانونه او پټرولیم وزارت د اسلامي له بیا حاکمیت وروسته ګڼې لاسته راوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

۱- د نویو کانونو کشف/ سروې ګانې:

د نویو کانونو د پېژندنې په موخه د دې وزارت سروې ټیمونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو منرالونو 1242 کاني ظواهر او کاني ساحې سروې کړي او جیولوجیکي معلومات یې چمتو شوي، ترڅو یادې ساحې داوطلبۍ ته وسپارل شي.

۲- د کوچني مقیاس کانونو قراردادونه:

د کوچني مقیاس کانونو قراردادونه د نافذه اصولو سره سم د ازادې سیالۍ له لاری په پوره روڼتیا، ښه قیمت او د هېواد ملي ګټو په نظر کې نیولو سره یوازې کورنیو پانګوالو سره عقد کېږي، ترڅو د هېواد صنایع تقویه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

۳- د کاني موادو پروسس اجازه نامې:

کانونو او پټرولیم وزارت ۱۴۰ شرکتونو ته د پروسس اجازه نامې ورکړې، چې مخلتف منرالونه لکه: کرومایټ، تالک، سلفر، ګچ، مرمر، خاورېن جغل، شګه او جغل او نور منرالونه پکې شامل دي.

۴- د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو مدیریت:

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کان کیندنې په موخه د حرفوی کان کیندنې طرزالعمل چمتو شوی، چې له مخې به یې ټول کارونه مدیریت کېږي.

۵- د زر شویي فعالیتونه:

په تخار، بدخشان، کندوز او کنړ ولایاتو کې د زرشویي فعالیتونو ساحې سروې، سکیچ او مدیریت د طرزرالعمل له مخې کېږي، چې په پایله کې یې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو ته په غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

۶- د لوی مقیاس کانونو قراردادونه:

کانونو او پټرولیم وزارت په تیر ۱۴۰۳ کال کې د لوی مقیاس کانونو ۱۰ قراردادونه په کابل، هرات، فاریاب، ننګرهار، جوزجان، لوګر، کندهار او پروان ولایتونو کې لاسلیک کړي، چې مختلف منرالونه لکه: یاقوت، باریت، کرومایت، مالګه، نفرایت، سمنت او مرمر ډبری په کې شامل دي.

۷- د سیمنټو پروژې:

کانونو او پټرولیم وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته له بېلابېلو شرکتونو سره د سمینټو د ۵ پروژو قراردادونه لاسلیک کړي، چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا شي.

۸- د مالګې سکټور مدیریت:

د مالګې په سکټور کې د ځان بسیاینې په موخه د اقتصادي کمېسیون د (۶) ګڼې نېټه ۰۲/۰۴/۱۴۴۵ هـ ق د فیصلې پر اساس په هېواد کې د مالګې واردول په مطلق ډول بند شوي. یاد هدف ته د رسیدو په موخه د بیلابیلو اداراتو د نماینده ګانو په شتون کې د مالګو فابریکو کیفیت او کمیت ارزونه وشوهؤ چې په پای کې اړینه وګڼل شوه ترڅو د فاریاب، هرات، تخار ولایتونو د مالګې کانونه د پانګوالو د جلب په موخه اعلان شي.

۹- د امو دریا نفتي حوزه:

د امو دریا نفتي حوزه چې په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري د قشقري، بازار کمي او زمرد سای بلاکونو قرارداد د اقتصادي کمېسیون او محترمې کابینې په تایید د افغانستان ملي ګټو په پام کې نیولو سره تعدیل او د ۱۴۰۱ کال د جدي په ۱۵ نیټه لاسلیک شو.

اوس مهال د قشقري په انګوټ او اق دریا سیمو کې د نفتو ۲۱ فعالو څاګانو څخه د استخراج چارې روانې دي، چې ۱۴ څاګانې په قشقري، ۴ په انګوټ او ۳ نورې په اق دریا سیمو کې موقعیت لري.

د یادونې وړ ده، چې په روان میلادي کال کې د ۱۸ نویو څاګانو کیندلو، ۲ اکتشافی او د ۵ نرو ترمیم او بیاجوړونه د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شوې، چې عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

اوس مهال له دې ساحې څخه په ورځنې ډول شاوخوا ۱۳۰۰ ټنه خام نفت استخراجیږي، چې ۳۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه د کار زمینه برابره او د خامو نفتو پروسس هم په کور دننه ترسره کېږي.

۱۰- له شبرغان څخه تر مزارشریف ښار پورې د ۹۴.۵ کیلومټره پایپ لاین پروژه:

یاده پروژه چې اسلامي امارت په خپل مالي لګښت پیل کړې په ۲۴ ساعتونو کې 1.5 میلیون متر مکعب ګاز له شبرغان څخه مزارشریف ته لېږدوي او په مزار شریف ښار کې به خصوصي سکټور ته د انرژۍ په برابرولو کې مؤثر تمام شي، چې دا به د هېواد اقتصادي ودې او یاد ښار کې د صنعت پراختیا ته زمینه برابره کړي.

۱۱- د جوزجان ولایت د یتیم تاق ګازلرونکې ساحې:

د جوزجان په یتیم تاق ساحه کې مجموعاً ۴۰ ګاز لرونکې څاه ګانې موجودې دي، چې له جملې یې ۷ څاه ګانې فعالې دي.

۱۲- د هلمند، هرات او کټواز نفتي حوزې:

– د هرات د کشکه او تیر پل نفتي حوزې: د کانونو او پټرولیم وزارت یادې پروژې د اکتشاف او تقسیم تولید (EPSC) تړون له مخې اعلان ته وړاندې کړي وې، چې یو شمیر کورنیو او بهرنیو شرکتونو یادو پروژو ته لېوالتیا ښودلې وه او اوسمهال د اقتصادي معاونیت د هدایت پر اساس ځینو شرکتونو سره مذاکرات جریان لري.

– د هلمند او کټواز نفتي حوزې: کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې په دې ساحو کې هوايي مقناطيسي او جاذبوې سروې ګانې تر سره کړي.

۱۳- د مس عینک پروژې:

– لومړۍ مس عینک کان:

د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته کانونو او پټرولیم وزارت له چینایي کمپنۍ (MCC-MJAM) سره د یادې پروژې د عملیاتی فعالیتونو چټکتیا په موخه بیلابیل اقدامات تر سره کړی دی.

– دویم مس عینک کان:

د دویم مس عینک کان قرارداد په ۰۹/۰۶/۱۴۰۲ هـ ش نیټه له تویار (TOYAR) شرکت سره لاسلیک شوی. یاد شرکت د دې پروژي درې کلن اکتشافي پلان چارې په محمداغې او موسهي ولسوالیو کې عملاً شروع کړي دي.

۱۴- د ټاپي پروژه:

کانونو وزارت د ټاپي پروژې اهمیت ته په کتلو د دې پروژې تطبیق ته لومړیتوب ورکړی او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په موخه د ترکمنستان هېواد له مقاماتو او ټاپي پروژې رهبرۍ سره بیلابیلو ناستو په نتیجه کې د ټاپي پروژې اړوند د کوربه دولت تړون HGA او امنیتی تړون اسناد لاسلیک شول، چې د پروژی د عملی چارو پیل لپاره مهم اقدام و.

۱۵- د منرالونو اولویت بندۍ طرحه:

د کانونو په سکټور کې د منرالونو اولویت بندۍ په پام کې نیولو او راتلونکې کې د هېواد د صنعتي کېدو په موخه کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو اولویت بندۍ طرحه چمتو کړې، چې د تاییدی لپاره اقتصادي کمیسیون ته استول شوې ده.

۱۶- د کانونو تخنیکي تفتیش:

د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ۵۴۶ اکتشافي او استخراجي کاني قراردادونو څخه تخنیکي او فني ارزونه شوې ده.

۱۷- د غیرې قانوني کان کېندنو مخنیوی:

د کانونو غیرې رسمي کېندنه یوه ستره ننګونه وه، چې د لسیزو را پدیخوا یې ټول هېواد له ستونزو سره مخ کړی و. د افغانستان اسلامي امارت د غیرې رسمي کان کېندنو په رسمي کولو او د قاچاق مخنیوي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. په دې برخه کې له ۹ ارګانونو یوه کېمټه جوړه شوې، تر څو د غیرې قانوني کان کیندنې او قاچاق مخنیوی وکړي.

۱۸-د داخلي او خارجي همکاریو هوکړه لیکونه:

د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د چارو د لا ښه تنظیم په موخه کانونو او پټرولیم وزارت د بېلا بیلو امارتي اداراتو او بهرنیو هېوادونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

۱۹- د زیربنایي او عام المنفعه پروژو تطبیق لپاره د لویو او کوچنیو کانونو عواید ځانګړي کول:

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په هدایت او د اقتصادي کمېسیون په منظورۍ د یو شمیر عام المنفعه پروژو لکه: د قوش تیپې کانال تمویل، د سړکونو او بندونو جوړولو پروژو د تطبیق په موخه د لوی مقیاس ۷ او کوچنی مقیاس ۶ د ډبرو سکرو، کرومایټو، سرب او جست، سرو زرو کانونو عواید او د نفتو عواید ځانګړي شوي دي.

۲۰- په ټیټه بیه کابل ښاریانو او نورو هېودوالو ته د ژمي د اړتیا وړ سون توکي چمتو کول:

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې پر اساس کانونو او پټرولیم وزارت د اړوند نورو اداراتو په همکارۍ په تېر ژمي کې په ټیټ نرخ د کابل ښاریانو او نورو ولایتونو ته د ژمي د اړتیا وړ سون توکي (ډبرو سکاره) چمتو او د یو منظم میکانیزم له مخې توزیع شول او د راتلونکی کال لپاره هم ورته پروسه په پلان کې لري.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د جوړې شوې لارې نقشه پلې کېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د دې لیدنې پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان له قزاقستان سره ګډ مشترکات لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو خورا مثبت اغېز درلودلی او د پانګونې فرصتونه یې زیات کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي.

نوموړي وویل، افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لارې نقشې مسوده لاسلیک کړې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په خبره؛ د دې لار نقشې په پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو سوداګرۍ، کرنې، د کانونو ایستنې، ترانسپورټ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.

ښاغلي برادر اخوند وویل؛ اسلامي امارت چمتو دی چې له قزاقستان سره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې شته فرصتونه شریک او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې هوکړه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پراختیا او د افغانستان د نفتو ساحو په توسعه او اکتشاف کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز وویل؛ اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد د وارداتو او صادراتو کچې د زیاتوالي په موخه د عملیاتي شرکت په جوړېدو کار شروع کړی، چې په لنډ وخت کې به قزاقستان ته ورمعرفي شي.

د ښاغلي برادر اخوند په خبره، په دې سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل؛ افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه  اسلامي امارت د څلورو هېوادونو د واحد مرکز اړوند هوکړې مسوده چې افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان به يې برخوال وي ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده.

همدا راز نوموړي د کابل او استانې ترمنځ د پروازونو پر پيل، افغان سوداګرو ته د قزاقستان د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د سيمې هېوادونو سره په ګډه جوړېدونکې اقتصادي مجمع کې د افغانستان پر فعالې برخې اخيستو ټینګار وکړ.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، قزاقستان د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او ویني چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي.

سریک ژومانګارین زیاته کړه، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

نوموړي وویل، قزاقستان د تورغونډۍ–هرات–سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ-هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغه پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتو دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، قزاقستان د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري، چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنیټ ورکړي.

ژومانګارین وویل؛ قزاقستاني پانګوال په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او په دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي.

د دې لیدنې پر مهال قزاقستاني لوري افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو او همدا راز د روغتیا او تعلیم برخو کې ګډو همکاریو ته چمتووالی وښود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اوسپنې پټلۍ په یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی وکړ او هغوی ته یې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مولوي صدراعظم عثماني او د ایران سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د ګډو پروګرامونو پر پلي کېدو خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا او د ګډو پروګرامونو پر پلي کېدو خبرې کړي

مولوي صدراعظم عثماني ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د ایران له خوا د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پر لېوالتیا خوښي ښودلې.

د ایران سفیر ویلي؛ هېواد یې د غوښې او کرنیزو محصولاتو د وارداتو اړتیا لري.

علیرضا بیکدلي زیاته کړې؛ اوس مهال موږ له لرو پرتو هېوادونو غوښه واردوو، خو غوره دا ده، چې دغه محصولات له ګاونډي او دوست هېواد افغانستان، څخه واخلو.

نوموړي همداراز د ګډې همکارۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو، د ایران‌اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې د افغانستان د ګډون او د څارویو د نسل‌ اخیستنې، مسلخونو جوړولو، کرنتین، صادراتو او وارداتو، پانګونې او د عصري اوبو لګولو سیستمونو په برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی.

د ایران د سفارت اقتصادي او سوداګریزو کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته همکاریو او پرمختګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي، د افغانستان له خوا ایران ته د غوښې د صادراتو پر موضوع دا مهال اقتصادي ارزونې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو درېیو کلونو کې د کوکنارو د کر کیلې د بندېدو لپاره جدي هڅې شوې دي. اوس اړتیا ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه پیاوړي شي، ترڅو هم د افغانستان اقتصاد غښتلی شي او هم ګاونډي هېوادونه د نشه‌یي توکو له قاچاق څخه خوندي پاتې شي.

د ناستې په پای کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې رییس خان محمد فروتن ویلي، اوس ښه نظم او د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او همداراز یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یوناما له مسولینو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) د اقلیم بدلون سلاکارې چیرټي واټسن، د سیاسي اقتصاد د څانګې مشر کورل پاول زیانتک او د یادې څانګې غړی مجیب عثمان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د وضعیت په ارزونې خبرې شوې دي

مولوي باز محمد فیضان ویلي، افغانستان له سختې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړو پایلو سره مخ دی او دا حالت د هېواد پر کرنه او مالدارۍ مستقیم اغېز کوي.

نوموړي د اوبو د کمښت یادونه کړې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوې ستونزې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

د یوناما د اقلیمي بدلون سلاکارې ویلي، بنسټیزه موخه یې د کرنې او اقلیمي بدلون اړوندو پروګرامونو ملاتړ دی.

چیرټي واټسن زیاته کړې، هڅه کوي په دې برخه کې ځانګړې پلانونه ترتیب او عملي کړي.

مولوي محمد علي جان احمد: د کډوالو خدمت زموږ دیني او ملي مسولیت دی

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د یوه پلاوي په ملتیا تېره ورځ د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو افغان کډوالو له لنډ مهاله مېشت غالي څخه ليدنه کړې.

 د دې ليدنې پرمهال مولوي محمد علي جان احمد د راستنو شويو کډوالو د بېلابېلو کورنيو احوال اخیستی، ستونزې يې اورېدلي او د ځايې مسولينو ترڅنګ يې د يادو کډوالو لپاره د جوړو شويو کمېټو استازي لا ښه خدمت ته هڅولي دي.

نوموړي ویلي؛ د راستنېدونکو هېوادوالو خدمت زموږ ديني او ملي مسولیت دی، ترڅو راتلونکی ژوند په امن، عزت او خوشحالۍ سره تېر کړي.

راستانه شویو هېوادوالو د اسلامي امارت په ښو خدمتونو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، هېواد ته په راستنېدو د خوښۍ احساس کوي، چې د پردي هېواد له احتياجه خلاص شوي.

د يادولو وړده، چي د سپین بولدک او طورخم له لارې د پاکستان څخه هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنېږي، چي د اسلامي امارت لخوا ورته بشپړ چمتوالی نیول شوی او د لومړنيو اړينو مرستو ترڅنګ هره کورنۍ په ډېر عزت تر خپل ټاکلي ځايه رسول کیږي.

تېر کال هرات کې نږدې ۴۱۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د هرات ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۴۰۹ زره او ۷۷۹ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې، چې ۲۰۱ زره او ۵۱۳ برېښنایي او ۲۰۸ زره او ۲۵۷ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

همدارنګه ۲۳ زره او ۸۸۲ کسانو ته د زېږون او یو زر او ۹۶ کسانو ته د مړینو ثبت خدمتونه، د دې ترڅنګ ۱۶ زره او ۲۷۶ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د هرات ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي محب‌الله هدایت ویلي؛ چې په دې ولایت کې د اسان خدمت مرکز په ګډون د برېښنایي پېژندپاڼو پینځه وېش څانګې فعالې دي او په دې مرکزونو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ له وېش وروسته (د پېژندپاڼې نوې کول او د مثنی پېژندپاڼې وېش) خدمتونه هم نارینه او ښځینه غوښتونکو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په احصاييوي برخه کې له ۶۸۴ معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

همدارنګه له بازار څخه یې د ۲۹۰ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې کړې دي.

د دې ترڅنګ تېرکال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د افغانستان روغتیا سروې او د غذايي خوندیتوب سروې هم ترسره شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۳۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۹۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۹۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۳۳ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴۳ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۸۲۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۹۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او اته تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۶۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۴ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۵۰ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۸ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او۵۴۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶۷ تنه راستانه شوي کډوال درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې په تېرو پنځو ورځو کې ۴۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍یو زر او ۹۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز پینځه زره او ۶۸۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تېرو پنځو ورځو کې له ۴۲۶ کورنیو سره ټولې  درې میلیونه او ۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۳۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۰ کورنیو سره ټولې ۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۵۱ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۰۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۷۴ کورنۍ او څلور زره او ۸۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۹۲ کورنۍ او درې زره او ۱۷۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   یو زر او اووه کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۹۰۹ عدده

ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لوړ پوړي پلاوي هرکلی وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن له غرمې مخکې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال  او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي ته چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، ښه راغلاست ویلی.

 د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او ملي اقتصاد وزیر په مشرۍ راغلي پلاوي سره  په لیدنه کې به د اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر، د افغانستان بانک عمومي رییس، د صنعت او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.

په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو مقامات د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی کابل ته را ورسېد

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن دوشنبه (د ثور لومړۍ نېټه) کابل ته را ورسېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یاد لوړ پوړی پلاوي هرکلی کړی.

ښاغلی عزیزي ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې میلیارده ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ هوکړه شوې او هڅه کېږي، چې دغه کچه نوره هم لوړه شي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین ویلي، چې د دې سفر په ترڅ کې به د اسلامي امارت له چارواکو سره یو مهم سوداګریز تړون هم لاسلیک کړي.

یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره پر کتنو سربېره د افغان-قزاق په ګډ نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک او هوایي مدافعې له پوهنتون څخه لس پیلوټان فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

يادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د ستر درستیز درستیزوال مولوي شبير احمد عثماني،‌ د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور، د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رییسانو، قوماندانانو او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي عزیزالرحمن منصور په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي؛ د دې نظام دفاع او ساتنه پر موږ باندې فرض ده، کوشش وکړئ خپل مسولیت ته مسولیت ووایئ، د ملت سترګې موږ ته دي.

نوموړي زیاته کړې، تقوا په ځان کې راولئ لکه څنګه چې الله تعالی په خپل نصرت او د مجاهدينو په تقوا او برکت سره دا فتحه راکړه، همداسې به الله تعالی نوره کاميابي هم را ته نصیب کړي.