ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 22

په غزه کې د اسرائیلي وحشتونو دوام؛ په تازه بریدونو کې یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او په تازه بریدونو کې یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دا بریدونه په سویلي خان یونس کې شوي، چې په شهیدانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې پرون دوشنبه هم د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۱ زره او ۲۴۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۶ زره او ۹۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د چین له لوړپوړي پلاوي سره د کرنې د وزیر لیدنه؛ د کرنې په برخه کې د پروژو پر عملي کېدو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د چین له یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي او د یاد هېواد د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو، پانګونې او د چین د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې او د همکاریو پر پراخېدو ټینګار شوی.

د چین پلاوي د دې هېواد د خصوصي سکټور له‌خوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده او ژمنه یې کړې، چې که د ځمکو کرایه، اسانتیاوې او نور شرایط برابر شي، نو دوی به خپلې عملي پروژې پیل کړي.

چینایي استازو همداراز د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او نشه‌يي بوټو د ریښې ایستنې هڅې ستایلي دي.

مولوي عطاءالله عمري د چین د همکاریو هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ موږ خوښ یوو چې د چین دولت او خصوصي سکټور د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د دوی لیوالتیا د امید وړ ده، موږ چمتو یوو چې هر راز اسانتیاوې برابرې کړو او هیله لرو، چې ډېر ژر د عملي پروژو شاهدان واوسو.

په دې ناسته کې د کرنې وزارت ځینو رییسانو او سلاکارانو، همداراز د چین لوړپوړي پلاوي، چې پکې د سنکیانګ د تولید او ساختماني ادارې دایمي کمېټې غړي ژو شیو بینګ، د یادې ادارې سرمنشي ګانګ ژي یونګ، د سوداګرۍ عمومي ادارې مرستیال وانګ هیکینګ، د بهرنيو چارو د دفتر مرستیال یوان هونګ‌سینګ، د کرنې او مالدارۍ شرکت مرستیال لو ژنګ، د تیانیه د اوبولګولو شرکت مشر ژو ګنګ، د تولید او ساختماني ادارې د عمومي دفتر کارکوونکی  ژانګ ګلین، د سفارت مرستیال سفیر باو شوهویی، د چین سفارت د سیاسي چارو رییس ژایو های‌هان، شامل وو.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال: افغانستان په سیمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شریک دی

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سريک ژومانگارين سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې پر دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانګړې توګه پانګونې، سوداګرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټ په اړه خبرې شوې.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير له قزاقستان سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې ارزولې او په تېرو درې نيمو کلونو کې يې په دوه اړخيزه اړيکو کې پرمختګونه ستایلي دي.

مولوي امير خان متقي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت لېواله دی، تر څو له قزاق لوري سره په سياسي، ترانسپورټي او ترانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې په پار له قراقستاني پلاوي غوښتي، چي د ویزو په ورکړه کې دې زیاتوالی او اسانتیاوې رامنځته شي.

د بهرنيو چارو وزير د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان پانګونه گټوره بللې او هيله يې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په سيمه‌ييز اتصال کې مؤثر رول ولوبوي.

ښاغلي متقي وړانديز کړی، چې افغانستان او قزاقستان په ګډه د سيمې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ترانزيټ په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او ویلي یې دي، چې هېواد يې تل له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلې دي.

ښاغلي ژومانګارين د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنګ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په کچه پانګونه یاده کړې ده.

نوموړي ویلي، چې هېواد يې غواړي د افغانستان په هرات ولايت کې د ترانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.

په پای کي دواړو لوریو د ورته سفرونو او ناستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

د روسیې سفیر د اوبو او انرژي وزیر ته په کازان اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د انرژي سلاکار ډاکټر محمد عابد انورزي او یو شمېر ریيسانو په شتون کې په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې او دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوي.

د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې، نو د روسیې هېواد دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد، تخار، بغلان، هرات او غزني ولایتونو کې د بند جوړونې او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ملا عبداللطیف منصور له روسیې څخه مننه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له  لیست څخه و ایست، دغه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا زیاتوالي لامل شي.

په کابل کې د روسیې سفیر په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو کې د پانګونې په اړه اړین معلومات شریک کړي.

دمیتري ژیرنوف د اوبو او انرژي وزیر ته یې بلنه ورکړې، چې د روان زیږدیزکال په می میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

ملا عبداللطیف منصور په دغه لیدنه کې په کابل کې د روسیې د سفیر بلنه د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه ومنله او له هغوی څخه یې مننه کړې.

تېر کال روزګان کې څه‌باندې ۷۹ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۷۹ زره او ۴۶۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې خدمتونو کې ۳۱ زره او ۹۶۶ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۶ زره او ۵۴۶ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۱ زره او ۶۲۶ زېږون کارتونه، ۶۴۳ د مړینې پاڼې، ۱۸۳ ودونو او ۱۱ طلاقونو د ثبت خدمتونه شامل دي.

د دې ترڅنګ پینځه زره او ۲۲۵ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، ۲۸۵ کوچیانو ته د پېژندپاڼو وېش او دوه زره او ۹۷۸ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالظاهر راشد ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې د نویو پېژندپاڼو سربېره له وېش خدمتونه (د انځور بدلول، زېږونونو، مړینو، د ودونو او طلاق ثبت) هم فعال دي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې له بازار څخه د ۲۹۰ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکو توکو بیې هم راټولې او له ادارې سره یې شریکې کړي دي.

همداراز د دې ریاست په همکارۍ د یاد ولایت په خاص روزګان او چنارتو او د دایکندی ولایت په پاتو او د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د ولسونو ترمنځ د کلیو د حدودو ټاکلو پر سر رامنځته‌ شوې ستونزې حل او فصل شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر د سمنګانو له ولایتي روغتون څخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ولایتي روغتون له داخله او انتاني څانګو له خدماتي بهیر څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سمنګان ولایت د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د عامې روغتیا رییس مولوي لطف‌الله حبیبي او مل پلاوي هم شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر د یادو څانګو له خدماتي بهیر څخه لیدنه کړې، ستونزې یې څېړلې او د حل لپاره یې د روغتون له مسولینو او روغتیایي کارکوونکو سره ناسته کړې ده.

ورته‌مهال د دې ولایتي روغتون مسولینو او کارکوونکو یادو برخو ته د جدي پاملرنې ژمنه کړې او د عامې روغتیا له وزیر سره یې خپلې غوښتنې شریکې کړې دي.

مولوي نور جلال جلالي روغتیایي کارکوونکو او مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې امکاناتو ته په کتو سره به یې غوښتنو ته رسېدنه وشي.