د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د استقلال استوګنیز ښارګوټي د ۱۳ نیمګړو بلاکونو د رغنیزو چارو د بیا پیل مراسم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح او د وزارت ګڼ شمېر رییسانو ګډون کړی وو.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، د استقلال استوګنیز ښارګوټي د ۱۳ بلاکونو رغنیزې چارې چې ۱۴۶ اپارتمانونه پکې شامل دي، د یو شمېر ستونزو له امله له اوږدې مودې راهیسې درېدلې وې او د بیت المال دغه مهمه پانګه د ویجاړي له ګواښ سره مخ وه، خو د اسلامي امارت د رهبرۍ او د وزارت د دوامدارو هڅو په پایله کې یې یو ځل بیا عملي چارې پيل شوې .
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ملت د شتمنیو ساتنې او د نیمګړو پروژو بشپړولو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي هغه پروژې چې له کلونو راهیسې ځنډېدلې وې، بېرته پیل او بشپړې کړي.
دغهراز ښاغلي حقاني د پینځم مکرویانو پروژې ته په اشارې ویلي، یاده پروژه چې له تېرو یوولسو کلونو راهیسې ځنډیدلې وه، اوس یې چارې بیا پيل شوې او نږدې ۹۵ سلنه ستونزې یې حل شوې دي.
همدارنګه د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو او ملاتړ له امله په هېواد کې د آبادۍ او رغونې بهیر چټک شوی او د پانګونې او ودانیزو فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي د ودانیزو جوازونو او اداري پروسو د اسانتیا ډاډ ورکړی زیاته کړې یې ده، هڅه کوي اداري چارې لا ساده او چټکې شي، ترڅو د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
دغهراز، ښاغلي انور د کور او ښار جوړولو وزارت له رهبرۍ مننه کړې، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ او دغه راز کډوالو ته د ځمکو د وېش په برخه کې یې اغیزمن اقدامات کړي دي او لا دوام لري.
همداراز، د حریف ساختماني شرکت رییس انجنیر عبدالجلیل حریف ژمنه کړې، چې د یادو بلاکونو پاتې رغنیزې چارې به د لسو میاشتو په موده کې د انجنیري معیارونو له مخې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې استقلال استوګنیز ښارګوټی ټول ۴۰ بلاکونه لري، چې ډېری یې مخکې بشپړ شوي او د پاتې ۱۳ بلاکونو چارې اوس بېرته پیل شوې دي.