د مولوي مطیعالحق خالص او د UN-Habitat مشرې لیدنه؛ د افغانستان چاپېریالي ستونزې دې نړۍوالو ته په اغېزمن ډول وړاندې شي
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دUN-Habitat له مشرې او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې عمومي اداره وایي، چې په دې لیدنه کې اذربایجان ته د چاپېریال ساتنې ادارې د تلونکي پلاوي د ګډون د څرنګوالي او چمتووالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د لیدنې په پیل کې مولوي مطیعالحق خالص د سفر پر اهمیت خبرې کړي او د UN-Habitat له مسولینو یې غوښتي، چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د (WUF) نړیوال کنفرانس لپاره د افغان پلاوي د ګډون اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د چاپېریالي ستونزو او اړتیاوو د مطرح کېدو لپاره باید په اړوندو غونډو کې پیاوړې همغږي شتون ولري.
بلخوا، په افغانستان کې د UN-Habitat مشرې سټېفن لوزي د یاد کنفرانس په تړاو معلومات وړاندې کړي او د همغږۍ پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د افغانستان چاپېریالي ستونزې او لومړیتوبونه باید نړیوالو ته په اغېزمن ډول وړاندې شي.
نفوذ لرونکي شخصیتونه او یو شمېر پخواني چارواکي: د اوسني نظام بدیل نه وینو او د لا پیاوړتیا لپاره یې ترڅنګ ولاړ یو
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ ( یکشنبه د غویي ۲۰مه) نېټه د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالله نوري ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین د افغانستان ټول وګړي هغه که په کور دننه یا له هېواده بهر وي خپل رعیت بولي او د قدر په سترګه ورته ګوري.
دغهراز نوموړي د هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ په برخه کې د ټولو افغانانو ونډه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دوی ته د دې هېواد ټول کدرونه او ظرفیتونه ډېر ارزښت لري ځکه دوی کولای شي چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او یووالي په ټینګښت کې ښه رول ولوبوي.
ورته مهال یادو شخصیتونو بیا د خپلو ویناوو پرمهال د نظام په ملکي او نظامي چارو کې د لا سمون او بهبود په موخه اغېزمنې مشورې شریکې کړي او ویلي یې دي؛ چې له تېرو تجربو او مثبتو کړنو څخه باید کار واخلو او هغه تجربې چې په تېر کې د ناکامۍ سبب شوې، بیا ځلې تکرار نه کړو.
د هغوی په خبره د دې خاورې دښمنان هیڅکله نه غواړي چې دا هېواد دې یوه واحده رهبري ولري او پر خپلو پښو دې ولاړ وي.
دغهراز دوی ویلي، چې د اوسني نظام بدیل نه ویني او دوی یې د لا قوت لپاره ترڅنګ ولاړ دي.
همدارنګه یادو چارواکو په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ وړاندې کړی او په مسولینو یې غږ کړی، چې د ځینو استخباراتي کړیو د دوه مخه سیاستونو په اړه باید همداسې وېښ او بیدار اوسي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سیاسي او اقتصادي چارو له شنونکو، د رسنیو له استازو، په ولایتونو کې له قومي مخورو، د پوهنتون له استادانو او ځایي خلکو سره ناستې او ولسي غونډې ترسره کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یوناما د بشري حقونو له مسولې سره د رسنیو د وضعیت په اړه خبرې کړي
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسولې اغلې فیانو فریزر او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت، د بشري حقونو او تاریخي آبداتو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د یوناما د بشري حقونو مسولې ویلي، د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فعالیتونه ښه شوي، د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې او د اطلاعرسونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
دغهراز نوموړې د رسنیو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو صادرېدل یې مثبت اقدام بللي دي.
هغې همداراز ویلي، چې د روږدو پر روغتون د وروستي برید په اړه څېړنې روانې دي.
بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي، وزارت د قانون په رڼا کې د رسنیو ملاتړ کوي او د رسنیو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره هڅې روانې دي، څو د دوی ستونزې حل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مشرتابه ټول فرمانونه د ټولنې د خیر او پرمختګ لپاره صادرېږي او د ښځو حقونه پکې د اسلامي اصولو له مخې خوندي شوي دي.
د ریاستالوزرا د دفتر عمومي ریاست د چارو د ښهوالي او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه
د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ غونډه کې د ریاستالوزراء د دفتر عمومي ریاست د تېر کال پر لاستهراوړنو او د روان ۱۴۰۵ کال د چارو د ښهوالي او راتلونکو پلانونو په اړه بحث وشو.
دغه غونډه په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، چې پکې د یاد ریاست مسولینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په پیل کې ډاکتر ملا عبدالواسع د چارو د ښهوالي لپاره د تېر کال له مثبتو تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د ریاستالوزرا د دفتر ټول کارکوونکي باید خپله دنده د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ملت د خدمت وسیله وبولي.
نوموړي زیاته کړه، په چارو کې اخلاص، متقابله همکاري، د وخت پابندي، د بیتالمال ساتنه او د اداري چارو پر وخت ترسره کول اساسي اصول دي.
ډاکتر ملا عبدالواسع د همداراز ویلي، چې د روان ۱۴۰۵ کال تشکیلات د اړتیاوو، ارزونو او بحثونو له مخې ترتیب شوي دي.
ورپسې د ادارې او سرچینو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم پر ژمنتیا، وفادارۍ او اخلاص ټینګار وکړ او ویې ویل، لکه څنګه چې اداره د کارکوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي، کارکوونکي هم باید خپلې دندې په رښتینولۍ او اخلاص ترسره کړي.
دغه راز، د سیاسي او ولسي چارو رییس مفتي محمود ذاکري د مسولیتونو د درک پر اهمیت خبرې وکړې او د اسلامي شریعت له مخې یې په اسلامي نظام کې دنده امانت او د خدمت غوره وسیله وبلله.
بارسلونا د ریال مادرید په ماتولو د هسپانیا لالیګا اتلولي خپله کړه
بارسلونا نن د خپل سیال ریال مادرید پر وړاندې په ۲-۰ بریا سره د هسپانیا(لالیګا) د فوټبال د روان فصل اتلولي خپله کړه.
په دې حساسه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې، چې د هسپانیا د فوټبال د دوو دودیزو سیالانو ترمنځ ترسره شوه، بارسلونا وتوانېده د غوره لوبې په وړاندې کولو ریال مادرید ته ماتې ورکړي او د لالیګا اتلولي خپله کړي.
په دې لوبه کې لومړی ګول مارکوس راشفورډ په ۹مه دقیقه کې وواهه، او دویم ګول فیران تورېس په ۱۸مه دقیقه کې ترسره کړ.
د بارسلونا لوبغاړو د لوبې له پیله بریدیزه او منظمه لوبه ترسره کړه او له رامنځته شویو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې یې خپله برتري وساتله.
بلخوا، ریال مادرید هڅه وکړه، چې پایله بدله کړي، خو د بارسلونا منظمې دفاعي او همغږې لوبې دغه ټیم بریا ته پرېنښود.
بارسلونا له دې بریا وروسته ۹۱ نمرو ته ورسېده او د سیالیو تر پای مخکې یې اتلولي یقیني کړه.
ټرمپ: د امریکا د سولې طرحې په اړه د ایران ځواب د منلو وړ نه دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا لهخوا د سولې وړاندې شوې طرحې ته د ایران ځواب «هېڅ د منلو نه دی».
ډونالډ ټرمپ پر تروت سوشیل لیکلي: “ما د ایران ځواب ولوست، خو زه یې نه منم او دا په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.”
ورته مهال، یو ایراني چارواکي له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې یادې طرحې ته د ایران ځواب «حقیقي او مثبت» و.
