ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 44

د امریکا سمندري ځواک وزیر له دندې استعفا وکړه

پنټاګون اعلان کړی چې د امریکا د سمندري ځواک وزیر جان سي. فلان، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د امریکا د جنګ وزارت (پنټاګون) ویاند، شان پارنل پر خپله اېکس پاڼه د نوموړي د استعفا پخلی کړی؛ مګر د دې استعفا د احتمالي لامل په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د نوموړي په وینا، د دې وزارت مرستیال، هونګ چائو د امریکا د سمندري ځواک د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

مولوي امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره ټیلفوني خبرې کړې دي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو په دې اړیکه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو وروستي بدلونونه او د سیمې مهمې موضوعګانې څېړلې دي.

مولوي امیرخان متقي په دې اړیکه کې د ایران او امریکا ترمنځ ډیپلوماټیک تعامل مثبت ګام بللی او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي دي.

روسیې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د روسیې له سفیر، دیمتري ژیرنوف سره وکتل.

عامې روغتیا وزارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د درملو په برخه کې د پانګونې او د روغتیایي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

د دغه وزارت په وینا، ښاغلي جلالي پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او د روغتیا په سکټور کې یې د روسیې له تجربو هرکلی کړی دی.

ورته مهال، د روسیې سفیر هم ډاډ ورکړی چې هېواد یې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان لابراتوارونو او ډاکټرانو د ظرفیتونو په لوړولو یې ټینګار کړی دی.

افغان پلاوي د اوزبیکستان د پنبې د کښت له فارم او نساجي کارخونو څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد نمنګان ولایت د پنبې د کښت له فارم او نساجي کارخونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د نمنګان له والي، عبدالرازق‌اوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړوالي، اوزبیکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز اوزبیکستاني سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د نساجي کارخونو جوړولو، د معدني توکو د پروسس او د درملو تولید برخه کې پانګونه وکړي.

کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحو باندې بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست‌الوزا اقتصادي معاونیت وايي، په دې ناسته کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې څخه تر جاده میوند او له جاده میوند څخه تر پل یک پیسه‌ګي پورې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه باندې بحث وشو.

دغه راز په دې ناسته کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوه سوداګریز مارکېټ او د اتمې ناحیې اړوند د طلايي ښارګوټي شاته د ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز ښارګوټي جوړولو طرحو باندې هم خبرې شوې دي.

له بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته د تخنیکي او مالي ارزونو لپاره راجع شوې او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

افغانستان او اوزبیکستان په سوداګریزو او ټرانزیټي اسانتیاوو خبرې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف سره وکتل.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او له افغانستان څخه اوزبیکستان ته صادراتو زیاتولي برخه  کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړي.

دغه راز دې  کتنه کې افغانستان ته د اوزبیکستان د والیانو په سفر او بلخ ولایت کې د افغانستان صادراتو، تولیداتو او محصولاتو د مرکز په جوړېدو هم خبرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی: اروپايي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره هڅې ګړندۍ شوي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم، د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره وکتل.

 بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او دوامداره همکاریو پر پراختیا خبرې شوې.

دې کتنه کې د یاد وزارت مرستیال د متقابل درناوي پر بنسټ پر متوازنو اړیکو ټینګار کړی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې افغانستان سره کېدونکې مرستې په دوامدارو پرمختیایي پروګرامونو بدلې کړي.

همدا راز د یادې ټولنې ځانګړي استازي له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د اروپا دروازې د افغانستان د صادراتو پر مخ خلاصې دي.

ښاغلي برټرنډ ویلي، چې اروپایي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.