ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 46

مولوي نورجلال جلالي د سویل لویدیځ زون د عامې روغتیا له مسولینو سره ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د سویل لویدیځ زون د عامې روغتیا له ولایتي مسولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ناسته کې د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، د سویل لویدیځ زون ولایتي مسولینو د عامې ورغتيا وزير له لورې د وړانديز شويو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه وکړه او د روغتیایي پرسونل زیاتوالی، طبي او غیرطبي وسایلو په برخه کې يې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له وزیر سره شریک کړل.

په پای کې، د عامې روغتیا وزیر د مطرح شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له مسولینو یې وغوښتل، چې له شته امکاناتو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

تېرکال زرګونه ځوانانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت له لوري تېر ۱۴۰۴ لمریز کال د هېواد په کچه زرګونه ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې شوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ارقامو له‌مخې په یاده موده کې د فریلانسر په توګه نړیوالو بازارونو کې په انلاین بڼه ۱۵۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې.

دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره کسانو ته د فریلانسېنګ، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک ډیزاین، پروګرامینګ، د موبایل او کمپیوټر ترمیم او نورو برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

د دې سربېره ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف شاوخوا ۵۰۰۰ ځوانان ور پیژندل شوي او ۳۰۰ بېوزله زده‌کړیالانو ته د لیلیې اسانتیا برابره شوې ده.

همدا راز ځوانانو ته د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه ۳۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکاریو ناستې ترسره شوې دي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره کتلي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د همغږۍ پر دوام، د همکاریو پر پراختیا او د تخمونو، کیمیاوي سرو او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې د اغېزمنو پروژو پر پلي کول خبرې کړي.

مولوي صدراعظم عثماني د یاد ادارې تېرو فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د تخمونو د ځان بسیاینې په برخه کې بنسټیز اقدامات نه دي شوي او د بزګرانو اړتیاوې په مطلوب ډول نه دي پوره شوې.

نوموړي د یادې ادارې له مسولینو وغوښتل، چې پروژې دې په اغېزمن، شفاف او د کرنې سکتور د واقعي اړتیاوو سره سمې عملي کړي.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یو تخصصي بنسټ دی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې فعالیت کوي او د کرنې، مالدارۍ، اوبو مدیریت، تغذیې او اقلیمي بدلونونو په برخو کې کار کوي

جي‌ډي وینس یو ځل بیا له ایران سره د خبرو په موخه اسلام‌اباد ته ځي

اکسیوس خبري ویب‌پاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښایي د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وینس د امریکا پر وخت (سې‌شنبه، د اپریل ۲۱مه) سهار مهال له ایران سره د خبرو په موخه اسلام‌اباد ته روان شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ایران د پارلمان رییس، محمدباقر قالیباف ویلي چې تهران جګړې ته چمتو دی، خو د ګواښ تر سیوري لاندې خبرې نه مني.

مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له رییس سره کتلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره په لیدنه کې د  راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه خبرې کړي.

ښاغلي عرفات جمال ویلي، د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د مالي امکاناتو د جلب هڅې پیل کړې دي او نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.

ښاغلي جمال زیاته کړې، په هرات او مزار شریف ښارونو کې یې د غالیو د اوبدلو دوه لویې کارخونې جوړې کړي؛ ترڅو سلګونو راستنو شویو افغانانو ته پکې کاري فرصتونه برابر شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې لا هم افغان کډوال په زاخېلو او حمزه کمپونو کې د ثبت له ستونزو سره مخ دي او خدماتو ته لاس رسی نه لري.

دغه راز نوموړي په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرونو ملتونه له هڅو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو ادارو د مسوولینو د راتګ هرکلی کوي.

نورالدین عزیزي د بلاروس د صنعت له وزیر سره د سوداګرۍ زیاتوالي په اړه خبرې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبېکستان ته په  سفر کې د بلاروس د صنعت له وزیر اندری یوګنیویچ کوزنتسوف سره لیدلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو د راکړې ورکړې کچې زیاتوالي او له بلاروس څخه د نفتو پېرلو په اړه خبرې کړي.

د یاد وزارت په وینا، ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د بلاروس له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې ډول د درملو په برخه کې پانګونه وکړي.

افغان پلاوي تاجيکستان کې د کاسا -۱۰۰۰ پروژې له قراردادی شرکت سره ګډه ناسته وکړه

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار تاجیکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګ، شته ننګونو او د پلي کېدو د بهیر د ارزونې په موخه د (KEC) قراردادي شرکت له مسوولینو سره ګډه ناسته کړې ده.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د پروژې د چارو پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د ستونزو پر حل او د تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. همداراز د پروژې د پر وخت پلي کېدو لپاره د ګډو هڅو او منظمې همغږۍ پر اړتیا هم خبرې شوې دي.

ملا عبدالحق همکار د پروژې په پرمختګ کې د قراردادي شرکت هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې د انرژۍ په سکتور کې اغېزمن کار او همغږي کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم بنسټ کېږدي.

بلخوا، د قراردادي شرکت مسوولینو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ستراتیژیک اهمیت ته په اشارې سره ډاډ ورکړی، چې د چارو د چټکتیا، تخنیکي همغږۍ او پر وخت بشپړېدو لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

د يادونې وړ ده، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد له مهمو سیمه‌ییزو پروژو څخه ده، چې د افغانستان په ګډون په اړوندو هېوادونو کې یې عملي چارې روانې دي.