ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 5

مولوي عبدالسلام حنفي: سیمه‌ییز مسولین باید د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غور له والي مولوي حیات الله مبارک او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د غور والي د یاد ولایت د اقتصادي، ټولنیز او سیمه‌ییز حکومتولۍ وضعیت او د محلي ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مولوي حیات‌الله مبارک ویلي، د غور سیمه‌ییز مسولین د امنیت د ټینګښت، د عامه خدمتونو د برابرولو او د خلکو، په ځانګړي ډول د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

نوموړي همداراز د مواصلاتي لارو، برېښنا، روغتیايي مرکزونو، پراختیایي پروژو او د راستنو شویو کډوالو اړوند د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

بلخوا، مولوي عبدالسلام حنفي د غور د خلکو قربانۍ وستایلې او ویې ویل، د امنیت ټینګښت او د خلکو خدمت د اسلامي امارت له اساسي ژمنو څخه دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې سیمه‌ییز مسولین باید د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال همداراز ډاډ ورکړ، چې د غور د خلکو مطرح شوې غوښتنې به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره و ارزول شي او لازم اقدامات به ترسره شي.

محمد باقر قالیباف: ایران د ټولو انتخابونو لپاره چمتو دی

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې ځواب ورکولو ته چمتو دي.

هغه ټینګار کړی چې ناسمه ستراتیژي او ناسمې پرېکړې تل ناسمې پایلې لري، او زیاته کړې یې ده چې نړۍ دا موضوع درک کړې ده.

قالیباف همدارنګه خبرداری ورکړی چې ایران د ټولو انتخابونو لپاره چمتو دی، مقابل لوری به حیران کړي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ له ډیپلوماټیکو لارو د روان کړکېچ د حل امکان شته.

نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم دا ممکنه ده، ما له هغوی سره څلور یا پینځه ځله هوکړه کړې، خو هغوی بیا خپل نظر بدل کړی دی»

وال ستریت ژورنال: متحده عربي اماراتو په پټه پر ايران بريدونه کړي

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه کړي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، له دې ډلې یو برید د اپریل میاشتې په لومړیو کې د فارس خلیج په لاوان ټاپو کې د نفتو پر یو چاڼ‌ځای تر سره شوی و، چې د پراخې اورلګېدنې او د تولید د خنډ لامل شوی و.

راپور کې راغلي، دغه برید د ډونالډ ټرمپ د اوربند د اعلان سره هم‌مهاله تر سره شوی و.

د بهرنیو چارو وزیر د چین له ځانګړي استازي سره د ارومچي د مذاکراتو د پرمخ تک په اړه خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، سیمه‌ییزو مسایلو او د ارومچي د خبرو اترو د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان د بهرني سیاست مهم محورونه د سیمه‌ییز ثبات، توازن، اقتصادي همکارۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ دي، او ټینګار یې کړی چې د خبرو اترو بریا د عملي ګامونو، د باور فضا د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي په کمولو پورې تړلې ده.

بل‌خوا د چین ځانګړي استازي د جدي تعامل، د باور جوړونې او متقابل تفاهم پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ارومچي د خبرو راتلونکي پړاوونه باید د عملي پایلو لپاره زمینه برابره کړي.

همدارنګه دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د سیمه‌ییز ثبات او دوامداره همکاریو د پیاوړتیا لپاره باید د ارومچي خبرې د واضح، عملي او پایله‌محورې اجنډا له مخې پر مخ یوړل شي.