ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 55

افغان او اوزبېک کارپوهانو د سیمه ییزو همکاریو په اړه خبرې کړي

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز  تاشکند کې د مرکزي اسیا نړۍ‌وال انسټیټوټ سره د مرکزي اسیا مشورتي خبرې ـ افغانستان د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو بل ګام څه دی؟ تر عنوان لاندې یو ګردي مېز کې ګډون کړی.

د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه خبرپاڼه کې وايي، افغان او اوزبېک کارپوهان په دې ګردي مېز کې د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا او د مرکزي اسیا ـ افغانستان فارمټ پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

د مرکز عمومي رییس ډاکټر عبدالحی قانت د سیمه‌ییزو اړیکو په برخه کې پر عمل‌محوره او اقتصادي تګلارې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تخصصي خبرې اترې د راتلونکو همکاریو په جوړولو کې مهم رول لري.

همداراز، ګډونوالو د همکاریو پر پراختیا، د کارپوهانو د تبادلې پر پیاوړتیا، او د ګډو نوښتونو پر مخ وړلو په اړه ژمنې وکړې.

د کرنې وزارت پلاوي د روسيې له ويسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدرعظم عثماني په مشرۍ پلاوي د روسیې له ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د بندر فعالیتونه، لوژسټیکي سیسټم او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو میکانیزمونه په هر اړخیز ډول ارزول شوي.

دغه‌راز د دواړو لورویو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو، د سوداګرۍ پراختیا او د روسیې له لوري د غنمو صادراتو په اړه خبري شوي.

همدارنګه د افغانستان له لوري روسیې ته د تازه او وچو مېوو او سبو صادراتو په اړه د خبرو ترڅنګ د افغانستان د لوړ تولیدي ظرفیتونو او مناسبو صادراتي فرصتونو پر اهمیت ټینګار شوی.

د بریتانیا په ګډون لسو هېوادونو په لبنان کی د جګړو پاى ته رسېدو غوښتنه کړې

د بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، جاپان، برازیل، کولمبیا، اندونیزیا، اردن، سیرالیون او سویس هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په لبنان کې د بشري وضعیت او د پراخې کډوالۍ کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

یادو هېوادونو د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د وژل کېدو په غندلو سره، په لبنان کې د جګړو د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت ، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د ساتنې پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال میدان وردګو کې نږدې ۳۵ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د میدان وردګو ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۳۴ زره او ۸۷۱ هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په دې وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۹ زره او ۶۰۴ برېښنایي او ۹ زره او ۱۸۵ کاغذي پېژندپاڼو وېش او همدارنګه ۱۲۵۴ کسانو ته د ژوند پېښو (۱۲۹ زېږون کارتونه او ۱۱۲۵ د مړینې پارچې) او ۴ زره او ۸۲۸ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.

 د میدان وردګو ولايت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي، چې یوه په مرکز میدان‌ښار او پاتې دوې نورې یې په سیدآباد او جغتو ولسوالیو موقعیت کې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د میدان ښار او جغتو ولسوالۍ په وېش څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته (د پېژندپاڼې نوې‌کول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.