ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 6

د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ؛ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته دویمې ورځې ته غځېدلې

د راپورونو له مخې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته دویمې ورځې ته غځېدلې.

دا نښته پرون (جمعه د ثور ۵مه) پیل شوې او لا هم دوام لري.

د هند اردو اعلان کړی، چې تر اوسه یې ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پاکستان له لوري هم د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې په کشمیر کې پر سیلانیانو وسله‌وال برید وشو او ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

له دې برید وروسته هند د پاکستان پر وړاندې ګڼ اقدامات اعلان کړل. په دې اقداماتو کې د سند د اوبو شریکولو د تړون ځنډول هم شامل وو.

د دواړو هېوادونو د کړکېچ پر دوام د هند د اوبو سرچینو وزیر سي‌ار پټېل ویلي، چې حکومت یې په یوه تګلاره کار کوي، تر څو یقیني کړي چې پاکستان ته یو څاڅکی اوبه هم ولاړې نه‌شي.

مولوي صدراعظم عثماني د یوه پلاوي په مشرۍ د اکسپو په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړیوال نندارتون «ایران اکسپو» کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړ.

یاد نندارتون چې د غویي له اتمې تر ۱۲مې نېټې پورې د پینځو ورځو لپاره دوام کوي، هر کال د نړۍ څه‌باندې ۱۰۰ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو کوربه‌ وي.

په دې رسمي سفر کې د مولوي صدراعظم عثماني ملتیا، د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د کرنې او مالدارۍ مرستیال تخنیکي سلاکار خلیل نوراقا صافی او ځیني کورني او بهرني پانګه‌وال کوي.

کرنې وزارت وايي؛ د دې سفر موخه د ایران د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، له ایران مېشتو افغان سوداګرو سره د نظرونو تبادله او د دوی هڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د بهرنیو پانګه‌والو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکتور وده، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د افغانستان د کرنې په برخه کې پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د لا زیاتو پانګونو د جلب لامل شي.

د تهران او واشنګټن تر منځ د مذاکراتو درېیم پړاو؛ ایراني او امریکايي پلاوي عمان ته رسېدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د دې هېواد پلاوي د امریکا له استازو سره د مذاکراتو په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته سفر کړی.

له بل لوري د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف په مشرۍ امریکايي پلاوی هم مسقط ته رسېدلی دی.

نن (شنبه، د ثور ۶مه) د ایران او امریکا تر منځ د غیرې مستقیمو مذاکراتو درېیم پړاو پیلېږي.

د ایراني او امریکايي چارواکو تر منځ د تهران د اټومي پروګرام په تړاو لومړي مذاکرات د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول، چې دواړو لوریو هیله بښونکي بللي وو.

دویم پړاو مذاکرات بیا د حمل میاشتې په ۳۰مه د اېټالیا په پلازمېنه روم کې وشول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مذاکراتو وروسته ویلي وو، چې له ایران سره یې خبرې ښې پر مخ تللې دي.

غزني کې د نږدې اته میلیونه افغانیو په لګښت د چکډېم او کانال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت په زنخان او اجرستان ولسوالیو کې د کوه سورخ چکډېم د جوړوېدو او د دبائي کانال د رغولو چارې د اووه میلیونه، ۵۷۷ زره او ۲۳۸ افغانیو په لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسولینو په شتون کې پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ د دبائي کانال ۳۱۸ متره اوږدوالی لري او د کوه سورخ چکډېم ۴۹.۶ متره اوږدوالی او شپږ متره لوړوالی لري، چې د پینځه زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

په دې پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او سېلابونه به کنټرول شي.

د دغو پروژو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

کرنې وزارت: تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۰ کېلو متره په اوږدوالي د اوبو لګولو کانالونه جوړ شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي د افغانستان په کلیو کې شاوخوا ۴۵ کانالونه جوړ کړي دي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کانالونو د څښاک پاکو اوبو ته د ۳۷ زره کورنیو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.  

په ورته مهال د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه کانالونه په شپږو ولایتونو کې د کښتونو خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.

یو شمیر بزګران د دغه کانالونو د جوړیدو هرکلی کوي وايي، په دې سره توانیدلي چې خپلو کښتونو ته پر وخت اوبه ورسوي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ هڅه کوي چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې ګروندګرو او بڼوالو ته امکانات په واک کې ورکړي، څو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب کې راستنو شويو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانيست

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په زور د را ایستل شویو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټي پرانیسته وکړه.

په دې مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي، ځايي مسولينو، یو شمېر علماوو، مشايخو، مجاهدینو او مخورو ګډون درلود.

یاد ښارګوټی چې په څلور زره جريبه ځمکه باندې جوړېږي، د کور او ښارجوړولو وزارت مسلکي او تخنیکي انجنیرانو سروې او ډیزاین کړی، چې ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، د اسلامي امارت رهبري او مسولين دوامداره هڅې کوي، ترڅو راستنو شويو هېوادوالو ته د هوساينې زمینه او ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، راستنو شويو کډوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د اسلامي امارت له لوري ۱۲ ګونو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

نوموړي ویلي؛ شپږو کمېټو ته په بندرونو او مېشت ځایونو کې د بېړنیو خدماتو وړاندې کولو دنده سپارل شوې، چې راستنېدوکو هېوادوالو ته د تثبیت، ثبت او استقبال، د څښلو اوبو برابرولو، خوړو، لنډمهاله مېشتېدنې او تر اصلي ځايونو پورې د دوی د لېږد او پاتې نورو کمېټو ته د کډوالو د اړتیا وړ ضرورتونو له هغې ډلې د دوی ښوونې او روزنې ته د رسېدنه، دایمي مېشتېدنې (د ښارګوټو جوړول او د استوګنې نمرو وېش) او نور اړین خدمتونه په غوره ډول ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ښارګوټي د پرانیستې مراسمو په پای کې یو شمېر راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې د نمرو فورمې هم وېشل شوې دي.

همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ له یو شمېر علماوو، مشایخو، مجاهدینو، مخورو او مسولینو سره لیدنه هم کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالسلام حنفي د قیصار ولسوالۍ د خلکو د مبارزو او سرښندنو ستاینه کړې او د اسلامي نظام، یووالي او امنیت د ټینګښت په اړه یې خبرې کړې.

دغه‌راز نوموړي په زور د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د اسلامي امارت د هڅو یادونه کړې او له ټولو یې غوښتي، چې د کډوالو سره مرسته وکړي.

د قیصار ولسوالۍ علماوو، مشایخو، مجاهدینو او اوسېدونکو د اسلامي امارت د رهبرۍ او مسولینو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، ژمنه کړې چې د راستنېدونکو کډوالو ترڅنګ به درېږي .

د اسلامي ثقافت مضامینو د تدريس ارزښت او اغېزې ملي کنفرانس پای ته ورسېد

د اسلامي ثقافت مضامینو د تدريس ارزښت او اغېزې ملي کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون له لوري څو ورځې وړاندې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی و، د استادانو لخوا د ۱۱۴ مقالو او د اسلامي ثقافت په اړه د وړاندیزونو او شته ستونزو ته د حلارو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

د دې کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د استادانو له فعال ګډون څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ ستاسو فعال ګډون دا ثابته کړه چې یو هېواد، یو نظام او یو ملت یو، ځکه په داسې سترو علمي او مهمو موضوعاتو په ګډه بحث کوو او هرې ستونزې ته د حل لارې پیدا کوو.

شیخ نداء محمد ندیم زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په علمای کرامو او استادانو باور لري، نو باید دا علمي هستۍ په بېلا بېلو برخو کې د نظام ملاتړ وکړي او ګټورې څېړنې وړاندې کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي له استادانو غوښتنه کړې، چې د کنفرانس پر مهال د ترلاسه کړیو تجربو څخه په استفادې دې د اسلامي ثقافت پر مټ په تحصیلي نهادونو کې مثبت بدلون راولي.

نوموړي ویلي، د کنفرانس پر مهال وړاندې شویو مقالو پایلې به راټولې او په دوامدار ډول به ترې استفاده کېږي.

په دې کنفرانس کې ټولې ۱۱۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې، چې له پایلو څخه به یې د اسلامي ثقافت په اړه د پالیسیو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: افغان سوداګر او پانګوال به د ایران ۲۰۲۵ اکسپو نندارتون کې ګډون وکړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د غويي په اتمه به د ایران ۲۰۲۵ اکسپو نندارتون کې یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال ګډون وکړي.

دغه نندارتون کې به افغان سوداګر او پانګوال په ۸۰ غرفو کې افغاني کرنیز محصولات او لاسي صنایع  نندارې ته کېښودل شي.

د ایران دولتي رسنیو له قوله، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د سوداګرۍ سلاکار حسین روستايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د فعالې اقتصادي او سوداګریزې ډیپلوماسۍ او ایران کې د ۲۰۲۵ اکسپور نندارتون ته په اشارې ویلي، یاد نندارتون کې افغان سوداګرو او پانګوالو ته هم بلنه ورکړل شوې.

د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ د تولید خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي، چې ۲۲۰ افغان سوداګر او پانګوال پکې شامل دي، د اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې ګډون وکړي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان حضور، په ځانګړې توګه د ایران په اکسپو ۲۰۲۵ کې، د هېواد د محصولاتو د بازار موندنې په لور یو مهم ګام ګڼي.

دوی وايي، چې دا نندارتونونه، د افغانی محصولاتو د معرفي کولو سربیره کولی شي د اقتصادي همکاریو پراخولو ته هم لاره هواره کړي

د ایران د اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون به د یوې اونۍ لپاره په تهران کې ترسره شي، چې له ۹۴ څخه زیاتو هېوادونو پانګوال او سوداګر به پکې ګډون وکړي.

کډوالو چارو وزارت: تېرو ۲۲ ورځو کې شاوخوا ۱۰۳ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړی څخه تر ۲۲مې نېټې پورې شاوخوا ۱۰۳ زره افغان کډوال، چې راخوشي شوې افغان بندیان هم پکې شامل دي هېواد ته راستانه شوې دي.

بلخوا بیا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه يې څه باندې ۷۸  زره بېرته راستانه شوې کادر او مسلکي افغانان ثبت او راجستر کړې دي.

ورته مهال د اقتصاد وزارت وایي، اسلامي امارت د ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته بېرته له راستنېدونکو افغانانو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د یادونې ده، چې یوه ورځ وړاندې کابل کې د پوهنې وزارت په هڅو بېرته راستانه شوېو افغانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو په موخه د لسم او یوولسم ټولګیو جذب لپاره له ۳۳۰ تنه زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې دا د ۱۴۰۴ کال لپاره د بېرته راستنېدونکو افغانانو د زده کړې د جذب اتمه دوره ده چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو يي د ازموینې لپاره نوملیکنه کړې وه.