ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 639

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند: په ۱۴۰۴ کې به ۵۰ زره ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي، چې د ۱۴۰۴ لمریزکال په اوږدو کې به ۵۰ زره ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي، چې دا ځوانان به له شپږو میاشتو تر یوه کاله په ۵۰ مرکزونو کې بېلابېلې زده‌کړې وکړي.

ځينې هېوادوال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دغه ګام هرکلی کوي او وايي، چې ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول د کورنیو د پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته په ۷۰ برخو کې فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې او ټولنې ته وړاندې شوي دي.

د ایران او امریکا د خبرو اترو دویم پړاو؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر اېټالیا ته رسېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په دویم پړاو کې د ګډون په موخه نن سهار (شنبه، د وري ۳۰مه) د اېټالیا پلازمینې روم ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې، چې نن شنبه د دواړو لورو تر منځ دویم پړاو خبرې وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: «د ایران او امریکا ترمنځ د غېرې مستقیمو خبرو اترو دویم پړاو به نن شنبه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي استیو ویتکاف ترمنځ په روم کې ترسره شي.»

بقایي ټینګار کړی، چې دغه خبرې اترې به هم لکه لومړی پړاو غیرې مستقیمې وي او د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر البوسعیدي په همکارۍ به وشي.

د ایراني او امریکايي چارواکو تر منځ د تهران د اټومي پروګرام په تړاو لومړي مذاکرات تېره اونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول.

دواړو لورو یاد مذاکرات هیله بښونکي بللي وو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وو:” خبرې اترې د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شوې او دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې دا لړۍ به څو ورځې نوره هم وغځوي “.

له بلې خوا منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف هم یادې خبرې مثبتې او رغوونکې بللې وې.

تېر کال بادغیس کې څه‌باندې ۱۰۰ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۱۰۰ زره او ۱۵۶ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۳۳ زره او ۳۰۴ برېښنایي پېژندپاڼې، ۵۲ زره او ۷۱۹ کاغذي پېژندپاڼې ، څلور زره او ۹۹۹ زېږون کارتونه، ۷۴۶ د مړینې پارچې او اته زره او ۳۸۸ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملاضیاء الدین بختیار ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼه، د انځور بدلول، د کارت پر مخ اصلاحات او د زېږونونو ثبت) هم هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته وړاندې کوي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۳۸۱ معیاري فورمو له لارې اقتصادي او ټولنیز ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره شریک کړي دي.همدارنګه یې د ۲۹۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې په میاشتني ډول له بازار را ټولې کړي دي.

د کابل ښاروال تورخم کې د کډوالو له مېشت‌غالي څخه لیدنه کړې

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند، د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال مولوي سيد عصمت الله عاصم او د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو رييس باز محمد عبدالرحمن په ملتیا په تورخم فرضي کرښه کې د کډوالو لنډ مهالي میشت غالي څخه ليدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د کابل ښاروال ویلي؛ د اړمنو هېوادوالو سره مرسته د ټولو وګړو ملي او ديني دنده ده او پر سوداګرو او ملي پانګوالو اړینه ده، چې په دې برخه کې خپل مسوليت ادا کړي.

نوموړي زياته کړې؛ د کابل ښاروالي د راستنېدونکو هېوادوالو سره مرستې ته چمتو ده، ځکه چې په سختو شرايطو کې مرسته د کابل او د ټولو افغانانو يو پخوانی دود دی.

د ننګرهار د کډوالو رييس د عمرې کمپ د يو شمېر ستونزو او ننګونو د حل لپاره ټولیز معلومات شريک کړي او په یاده سیمه کې یې د کابل ښاروالۍ له پراختيايي کارونو مننه کړې.

دغه‌راز نوموړي د نورو بنسټيزو کارونو د ترسره کولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د کابل ښاروالۍ مسولینو له لوري د یادو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

د کابل ښاروالۍ مسولینو ویلي؛ دوی چمتو دي، ترڅو د عمرې لنډمهالي میشت غالي په سړکونو د ډبرو فرش کولو، زينو جوړولو، د اوبو د څاګانو د کيندلو او د څښاک اوبو د زېرمو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی او مل پلاوي یې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال محمد خرم اغا او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق دار سره لیدنه کړې.

‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د باعزته بېرته راستنېدو، د سوداګرۍ ودې، او د ترانزیټ بهیر د اسانتیاوو پر موضوعاتو خبرې کړې دي. ‏

یاد وزارت زیاتوي؛ افغان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهمه بللې او د صادراتو او وارداتو په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې.

همداراز، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د شته ستونزو پر حل ټینګار شوی.

ورته‌مهال پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې له افغان کډوالو سره به سم او مناسب چلند کوي. 

مالیې وزیر د کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د سپن بولدک له پنډغالي څخه لیدنه کړې

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یاد وزارت مالي مرستیال او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسول عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رییس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي سفر کړی.

د دې سفر په ترڅ کې یې په سپین بولدک کې د راستنېدونکو کډوالو له وضعیت څخه ليدنه کړې او هلته یې د کډوالو له پاره د چمتوالي بهیر له نږدې ارزولی دی.

 د مالیې وزیر او مل پلاوي همدا راز  په سپین بولدک کې د کډوالو له پاره د ټاکل شوې مالي کمېټې چارې هم ارزولي او له مسولینو سره یې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه اړینې سپارښتنې شریکې کړې دي.

 د یادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه په زور د را ایستل شویو هېوادوالو له پاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې شوې دي، چې د مالي کمېټې مشري یې د مالیې وزارت مالي مرستیال کوي او په اړونده برخه کې د اسانتیاوو برابرولو چارې یې په عادي ډول روانې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۹ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۶۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۱۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۲۳۴ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۸ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲۹ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۲۶۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۷۳۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

په تورخم کې کډوالو  ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپين بولدک څخه ۴۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۲۷۲ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۸ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶۶ کورنیو سره ټولې ۲۱۵ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې درې زره او ۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۸۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۱۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۸ کورنیو سره ټولې ۸۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۱۸ کورنۍ او څلور زره او ۸۱۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۸۶۰ کورنۍ او څلور زره او ۵۰۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   یو زر او ۱۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  دوه زره او ۵۵۶ عدده

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدماتو ارزونې په موخه کندوز ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له والي ملا محمد خان دعوت سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د کندوز ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد اللّٰه حکمت او مل پلاوي هم شتون درلود.

لیدنه کې په کندوز ولایت کې د نویو روغتونونو جوړولو، د خلکو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې او د ولسونو لپاره د لا ښو خدماتو برابرولو اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر کندوز ته د خپل سفر موخه په یاد ولایت کې د روغتیایي خدمتونو ارزول بللي.

مولوي نور جلال جلالي ځايي مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هڅه کوي چې روغتیایي سیستم لا پیاوړی او ځایي اوسېدونکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.