ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 640

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۴۸۸) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۲۱۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۵۵۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۳۹) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۲۲۱۲۵۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۰۰) کورنیو سره مجموعًا (۵۸۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۵۳۱) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۱۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۶۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱۸) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې (۲۶۲) او انګور اډه کې (۴) کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۹۶۸) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۵۱۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۸۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۸) کورنیو سره مجموعًا (۹۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲۹۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۰۶) تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۹۵۲۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۷۹۶) کورنۍ او (۳۵۰۴) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۸۵۱) کورنۍ او (۴۷۴۵) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۱۵۶) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۷۹۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۴۹۶) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت: د روان کال په حمل میاشت کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۹۹ دوسیو ته رسېدنه شوې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر وایي، چې محتسبینو یې د روان کال د وري میاشتې په لړ کې د مېرمنو د حقونو ۹۹ دوسیو ته رسېدنه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په دې موده کې د ۹۳ دښمنیو او قومي شخړو مخه هم نیول شوې. د دې تر څنګ یې د خرافاتو، ناوړه دودونو، فساد او غیرې شرعي کړنو مخنیوي په برخه کې د خپلو هڅو پر دوام ۱۹ کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

دغه‌راز د یاد وزارت محتسبینو په مرکز او ولایتونو کې له سوداګرو سره د نرخونو د کنټرول، احتکار، سود، دوکې، خیانت او تاریخ تېرو توکو د خرڅلاو مخنیوي په موخه ۲۱ اصلاحی ناستې کړې او د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي او عامه پوهاوي لوړېدو په موخه یې له امارتي مسولینو، قومي مخورو، ځوانانو او دیني عالماوو سره ۸۲۵ اصلاحي ناستې کړې دي.

بیجینګ کې د اسلامي امارت لوی سفیر: چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د چین لپاره د اسلامي امارت له لوی سفیر بلال کریمي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې لومړی د چین لپاره د افغانستان لوی سفیر د افغانستان او چین د اړیکو او همکاریو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

په دې لیدنه کې همدا راز د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې، د واخان لارې د فعالېدو او له راستنېدونکیو افغان کډوالو سره د مرستو په اړه بحث شوی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په چین کې د افغان سفیر له هڅو د مننې تر څنګ ویلي، چې اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان او چین تر منځ د شویو هوکړو په عملي کولو یې ټینګار کړی.

په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په زیاتېدو او پراختیا ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره لیدنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې روان حالاتو، د ایران هسته‌یي پروګرام، سیمه کې شته ګواښونو او د اوکراین د جګړې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون پنجشنبه روسیې ته سفر کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې ښاغلی عراقچي به دې سفر کې له لوړ پوړو روسي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو او له امریکا سره د ایران په وروستیو غیرې مسقیمو مذکراتو خبرې وکړې.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دې سفر پرمهال به ښاغلی عراقچي د ایران مذهبي د مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي لیک هم ولادیمیر پوتین ته وسپاري.

د راپور له مخې، په دې لیک کې د ایران مذهبي مشر د امریکا سره په دویم پړاو مذکراتو کې له مسکو څخه د تهران د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې په موخه د خبرو دویم پړاو سبا شنبه پیل شي.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسیون غونډه وکړه

اداري کمېسیون د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون وشوه.

په دې غونډه کې لومړی ګومارل شویو کمېټو د کمېسیون له لوري د ورسپارل شویو مسولیتونو په هکله د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړی.

وروسته د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت او د چارو ادارې عمومي ریاست اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخېزه ارزونه شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي.

په پای کې په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا ښه تدقیق په موخه بېلابېلو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

د سترې محکمې رییس او قاضی‌القضات د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د خپلو ولایتي سفرونو او ولایتي محاکمو له چارو د نظارت او بررسۍ په دوام په ۱۸ / ۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته سفر کړی.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې له ځایي مسولینو او چارواکو سره لیدنه کړې.

د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رییس مولوي محمد محمدي د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د محاکمو د فعالیتونو، د بندیانو د وضعیت، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ په تړاو یې معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې د لاسته راوړنو ډاډ ورکړی.

شیخ عبدالحکیم حقاني د محاکمو مسولینو ته لارښوونه کړی، چې له مراجعینو سره ښه چلند کوئ، له نورو امارتي ادارو سره همغږي کوئ، مرافعه محکمه دې د ابتدائیه محکمې پرېکړې په اسانۍ سره نه نقض کوي او هڅه وکړئ چې تائید د فیصلو وکړئ.

نوموړي زیاته کړې، چې که د نظامي منسوبینو لخوا یو تورن کس راوستل شي په اړه یې پوره څېړنه وکړئ، له نظامي مسول څخه هم د تورن کس په اړه بشپړ معلومات وکړئ، بندیان د څېړنو تر بشپړېدو مخکې مه خوشي کوئ، که مجرم نه وو په اړه ئې قضایي قرار صادروئ.

په دې سربېره د سترې محکمې رییس او قاضي القضات د ناستې ګډونوالو ته د عدالت د پیاوړتیا، د دوسیو د تعقیب، د قانون حاکمیت او یو شمېر نورو مواردو په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.

په پای کې د امارتي ادارو مسولینو ژمنه کړې، چې له محاکمو سره به د اصولو په رڼا کې هر اړخیزه همکاري کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر جام کمال خان سره لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان په ملګرتیا، ورورولۍ او د دواړو هېوادونو د اوږد مهاله تاریخي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار شوی.

د دغه وزارت په وینا، دې کتنه کې دواړو لوریو د «اپټا» هوکړې پر غځیدو، پر ترانزیټي اسانتیاوو او د سوداګریزو توکو د قاچاق پر مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو په صادراتو، د تورخم بندر په ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې پر دوه اړخیزه سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو په خاوره کې د بار وړونکو موټرو پر تګ – راتګ، د بندرونو د تنظیم لپاره په یوه جامع میکانیزم او د کډوالو پر موضوع خبرې کړې.

ورته مهال، د پاکستان له لوري د ګډې کمیټې جوړول او د دې کمیټې له لوري د دوامدارو ناستو په جوړولو سره د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو حل د دې ناستې د بحث مهم موضوعات وو.

د کاپیسا د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د چټکتیا لپاره د همغږۍ ناسته وشوه

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د اېم، جي، اې، اېم-اېم، سي، سي چینایي شرکت له مسول ښاغلي سونګ سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د پرمختګ او چټکتیا د لارو چارو په هکله بحث او خبرې کړې دي.

دوی د یادې پروژې د تخنیکي مطالعاتو د عملي کولو په پیل باندې خوښي ښودلې او د وروستيو کړنو د ترسره کولو لپاره یې د هغه د چټکتیا پر اهمیت ټینګار کړی.

د اوبو او انرژي وزیر د یاد بند د مطالعاتي چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاريو ډاډ ورکړی.

د دې شرکت مسول هم د اوبو او انرژي وزارت د ملاتړ په ستایلو سره د دغه وزارت په اړوندو پروژو کې د خپلې پانګونې د پراخولو لپاره ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزیر څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت د باغدرې بند سیمې ته د یو سفر په ترڅ کې د دغه بند د تخنیکي مطالعاتو بهیر له نږدې څخه وارزاوه او د هغه پلي کول یې په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې یو ارزښتمن ګام وباله.

قرغیزستاني پانګوالو د افغانستان د کرنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قرغزستان د “بای دهقان” شرکت له رییس ارلیست آکونبکوف «Erlist Akunbekov» سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي، چې موږ د بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې چمتو یو او ملاتړ یې کوو او له هر هغه هېواد څخه چې غواړي پانګونه وکړي، ترې هرکلی کوو.

ارلیست آکونبکوف هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د “بای دهقان” شرکت فعالیتونه، لکه د واکسین، کیمیاوي سرو، اصلاح‌شویو کرنیزو تخمونو تولید او د کرنیزو ماشینونو واردات یاد کړي او ویلي یې دي، چې زموږ شرکت د دولت او بزګرانو ترمنځ د اړیکو پل دی، او موږ په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه لټوو.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبري غواړي، چې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هڅونه او جذب سره، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره نور فرصتونه رامنځته کړي.