ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 641

روسیې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړ

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې سترې محکمې د دې هېواد د لویې څارنوالۍ په غوښتنه د اسلامي امارت نوم په دې هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

د روسیې سترې محکمې دغه پرېکړه یاد هېواد کې د اسلامي امارت پر فعالیتونو لګولو شوي بندیزونه ځنډوي.

څه موده وړاندې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د نوم لرې کولو هرکلی کړی و او دغه ګام یې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره مهم بللی و.

کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې د سترې محکمې هغه پرېکړه رسما ابلاغ کړه، چې له مخې یې د دې هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت پخوانی نوم د «طالبانو غورځنګ» وایستل شو.

ښاغلي ژیرنوف یاده پرېکړه د روسیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره تاریخي ګام بللی دی.

دغه راز په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون د حکومت د دغه ګام ستاینه او مننه کړې او یاد اقدام یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ بللی دی.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې له یادې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.

تېر کال هلمند کې څه‌باندې ۲۷۶ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۲۷۶ زره او ۱۷ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي؛ چې په دې خدمتونو کې ۱۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې، ۵۰ زره او ۷۵۰ کاغذي پېژندپاڼې، ۴۵ زره او ۸۴۲ زېږون کارتونه، ۱۶۷ د مړینې پاڼې او نهه زره او ۲۵۸ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ محمد رباني ویلي؛ چې په دې ولایت کې د اسان خدمت د یو مرکز سربېره د برېښنایي تذکرو درې وېش څانګې چې یوه په موسي کلا او دوې نور په مرکز کې فعالې دي، چې د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې کوي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۲۹۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې په میاشتني ډول له بازار را ټولې او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروګانې لکه د کجکي بند د استملاک شوې ساحې سروې او د افغانستان روغتیا سروې هم ترسره شوې دي.

بخارا ته د کرنې وزیر سفر؛ له ځايي مسولینو سره یې د نباتي انساجو د تکثیر په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د اوزبیکستان بخارا ښار ته دخپل سفر په ترڅ کې، د دغه ښار له یوې سترې او پرمختللې شنې خونې څخه لیدنه کړې، چې له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیاته پانګونه پکې شوې ده.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د کرنې وزیر د شنې خونې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د یادې شنې خونې له فعالیتونو او لاسته‌راوړنو څخه یې خوښي ښودلې.

نوموړي د یاد مرکز له مسولینو سره په خبرو کې، په ځانګړي ډول د نباتي انساجو د تکثیر (تیشو کلچر) لابراتوار په برخه کې، د تخنیکي همکاریو او ګډو پانګونو غوښتنه کړې.

مولوي عطاالله عمري ویلي، دا برخه دا مهال په افغانستان کې د محدودو امکاناتو په شتون کې فعاله ده او اړتیا ده چې پراخه شي.

یاده شنه خونه د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ فعاله ده، چې پکې بېلابېل نباتات د تیشو کلچر له لارې یا د نباتي انساجو د تکثیر په میتود تولیدېږي.

دا طریقه د نباتاتو د تولید یوه له نوې او پرمختللې طریقو څخه ده، چې له لارې یې روغ، بې‌نیمګړتیا او لوړ کیفیت لرونکي نباتات په لنډ وخت او پراخ حجم کې تولیدېږي.

د اوزبیکستان مسولینو ډاډ ورکړی، چې دوی چمتو دي له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي، خپلې تجربې او تخنیکي ظرفیتونه له افغان لوري سره شریک کړي او د ورته لابراتوارونو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.

مولوي محمد علي‌جان احمد د ملګرو ملتونو او یونسیف ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې

د سرحدونوو قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د يوناما له سياسي استازي سکات ميس او يونسیف ادارې ریيس ريچ، چې د يادې ادارې د ټولنيزو اړيکو مسول ابراهيم الشيخ يې هم ملتا کوله لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي احمد د يادو ادارو استازو ته ښه راغلاست ووايه او هغوی ته يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په اهدافو، کارونو او لاسته راوړنو خبرې کړي دي.

نوموړي د ولسي ستونزو تشخيص، تثبيت او له خدمتونو بې برخو سرحدي سيمو خلکو ته اوليه خدمتونه د دغه وزارت له لومړيتوبونو ياد کړي.

مولوي محمد علي جان احمد له یاد پلاوي غوښتنه کړې، چې اړونده ادارې دې ورسره د وزارت د تعليمي ادارو د زده کړو، روغتيا، صحي اوبو او نورو بشري برخو کې مرستې ترسره کړي.

د دغه ناستې پرمهال د يوناما سياسي استازي سکاټ ميس د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په لاسته راوړنو خوښي ښودلې او ویلي یې دي؛ زموږ موخه دا ده، چې د نړيوالې ټولنې او اسلامي امارت اړيکې لا سره نيژدې کړو ځکه، چې اوس مهال افغانستان امن دی او هر څوک کولی شي په ډاډه زړه کار وکړي.

همدارنګه د يونسف استازو په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړی؛ چې په روغتيا، زده کړو، ښوونځيو په ترميم کې د اسلامي امارت له مسولینو سره ګډ کار وکړي.

د يادو دواړو ادارو استازو ژمنه کړې، چې له پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو کورنيو سره به خپلې مرستې ترسره کړي، چې په وينايې راتلونکو لسو ورځو کې به پيل شې.

د اسلامي امارت له بيا حاکمیت وروسته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست درې کلنې لاسته راوړنې!

  • د اسلامي‌ امارت له بیا حاکميت وروسته د سولې او سراسري امنیت له برکته ورزش له پلازمېنې کابل څخه ولايتونو او د ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو او کلیو ته رسول شوی. ستر ورزشي پروګرامونه جوړ شوي او په ولایتونو او ولسوالیو کې د فدارسيونونو ملي انتخابي سيالۍ او ورزشي جشنونه ترسره شوي دي.
  • المپیک ادارې په داخلي سیالیو کې د ۵۲ رسمي او ځینې راجسټر شويو فدراسيونونو ملي انتخابي سيالۍ ترسره کړې، چې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه ورزشکارانو پکې ګډون کړی او په ځينو انتخابي سياليو کې بهر مېشت افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی دی.
  • دغه‌راز د افغانستان مشهور ورزشي ليګونه (وزلوبه، فوټبال، واليبال، فوټسال، خوسی) د پخوا په پرتله معياري او له نوښتونو ډک ترسره شوي دي.
  • یاد ریاست وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د بډمنټون په برخه کې نړيوالې سيالۍ ترسره شوې، چې له روسيې او پاکستان څخه ورزشکارانو پکې ګډون کړی دی.
  • د دې تر څنګ په داخلي سياليو کې په لومړي ۱۴۰۱ کال کې ۶۵۰، په دويم ۱۴۰۲ کې ۳ زره او ۵۸۶ او په درېيم کال ۴ زره بېلابېلې رسمي، انتخابي، مناسبتي او تشويقي سيالۍ ترسره شوې دي.
  • المپيک او د بدني روزنې ریاست د داخلي سیالیو د پیاوړتیا په موخه د کابل د ورزش رياست را منځته کړی او د عمومي ریاست په چوکاټ کې یې دوه امریتونه د (ټول‌شموله ورزشونو او دوديزو او محلي لوبو) جوړ شوي دي.
  • المپیک ریاست د ورزشکارانو د مالي ملاتړ په موخه د ورزشي فدارسيونونو د ملي لوبډلو ورزشکارانو ته په نغدي ډول دوه ځلې عصريه وېشلې، چې د هر ځل مقدار يې نږدې ۵۰ ميليونه افغانۍ کېږي.
  • اوس‌مهال د یاد ریاست اکثره ولايتي ورزشي ادارې د سترو او انتخابي سياليو د کوربتوب جوګه شوې او د ملي انتخابي سياليو کوربتوب يې کړی دی.
  • دغه‌راز د ورزشکارانو د فکري او مسلکي روزنې په برخه کې سلګونه سمينارونه جوړ شوي دي.
  • په تېرو درېیو کلونو افغان ورزشکارانو له بهرنیو سیالیو څخه ښې لاسته راوړنې درلودې. په لومړي کال یې ۱۴ مډالونه ګتلي، په دویم بیا ۲۲ او په درېیم کال یې بیا تر ۱۵۰ پورې مډالونه را وړي دي.
  • د اسیا په المپیک سیالیو کې، چې د چين په کوربتوب د ۴۵ اسيايي هېوادونو ترمنځ ترسره شوې، له افغانستان څخه په ۱۵ رشتو کې ۹۳ ورزشکارانو، مربيانو او پلاوي ګډون کړی و، چې له ښه مرغه افغان ورزشکارانو په ووشو، تکواندو، کورش او کرېکټ کې پینځه مهم مډالونه وګټل او په ټيمي ډول له ۱۵ هېوادونو څخه مخکې شو.
  • سربېره پر دې د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او په نړیوال جام کې يې غوره سيالۍ وکړې.
  • د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې د لومړي ځل لپاره د مرکزي اسيا( کافا) جام قهرماني وګټله او پياوړو لوبډلو ته يې ماته ورکړه.
  • د تکواندو ملي لوبډلې د جي ټو سياليو، چې د ۲۳ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د پاکستان په کوربتوب ترسره شوې، قهرماني وګټله.
  • یاده اداره وايي، چې رهبرۍ یې د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراختیا په موخه قطر، روسيې، ترکيې، ايران او سعودي عربستان هېوادونو ته سفرونه کړي او له المپيک نړيوالې کمېټې سره هم په انلاين ډول وخت په وخت جلسې شوې دي.

د کرنې وزیر د اوزبیکستان د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له لابراتوار څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي امارتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی، د یاد هېواد د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له تحلیلي لابراتوار څخه یې لیدنه کړې.

یاد لابراتوار د اوزبیکستان د کرنیزو خاورو د څېړنې او تحلیل لپاره کارول کېږي او هم‌مهاله د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم برابروي.

مولوي عطاالله عمري د دغه مرکز له مسولینو د بلنې او همکاریو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خاورې پېژندنې په برخه کې د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو غوښتنه کړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې باید د افغانستان د کرنې وزارت د خاورې پېژندنې لابراتوارونو کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.

د کرنې وزیر له یاد مرکز څخه غوښتي، چې افغان کارکوونکو ته اوزبیکستان، په ځانګړي ډول د بخارا ښار ته د تګ زمینه برابره کړي، ترڅو د دغه لابراتوار له عصري وسایلو، امکاناتو او معاصر علم څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې پر کرنیزو خاورو څېړنې روانې دي، خو د اوسنیو اړتیاوو له مخې، اړینه ده چې د افغانستان د خاورې پېژندنې لابراتوارونه له پرمختللو وسایلو او عصري امکاناتو سره مجهز شي، ترڅو د خاورې تحلیلونه په دقیقه او هر اړخیزه توګه ترسره شي.

بخارا ته د کرنې وزیر سفر؛ له سیمه‌ییزو مسولینو سره په لیدنه کې یې پر اقتصادي همکاریو ټینګار کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د یوې رسمي پلاوي په مشرۍ د اوزبیکستان هېواد بخارا ښار ته سفر کړی او هلته یې د بخارا له والي او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کرنې وزیر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او پرمختللو اوبو لګولو سیستمونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

مولوی عطاءالله عمري غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې تخنیکي تجربې تبادله شي او د دې وزارت کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره شي.

نوموړي بخارا د یادو برخو د پرمختګ له مخې د افغانستان لپاره ښه بېلګه او فرصت بللی.

ښاغلي عمري همداراز ویلي؛ که د اوزبیکستان له لوري اړتیا وي او له موږ څخه غوښتنه وکړي، نو افغانستان چمتو دی چې د هغوی کارخونو ته اومه توکي برابر کړي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو یوه برخه وي.

کرنې وزیر اوزبیکستان د افغانستان لپاره د اړینو توکو د وارداتو یو مناسب بدیل بللی او د لا زیاتو همکاریو لپاره یې د خپل وزارت له لوري چمتووالی اعلان کړی.

په دې سفر کې دواړو خواوو د تخنیکي غونډو د دوام او د سیمې‌یزو همکاریو په چوکاټ کې د اړیکو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر همداراز په دې لیدنه کې د بخارا ښار له چارواکو څخه په دغه ښار کې د مسلمانانو د مقدسو ځایونو د ساتنې او پاملرنې له امله مننه او قدرداني کړی.

کونړ کې نږدې ۲۰ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل سیمې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې د یو لړ سوداګریزو اموالو پر سر رامنځته شوې شخړه د سیمه‌ییزو مشرانو، علماوو او امارتي مسولینو په هڅو پای ته ورسېده.

د کونړ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس ملا تحمیدالله غازي عمر په مشري د دواړو کورنیو له مشرانو سره ناستې وشوې، د اختلاف واکونه ترې واخیستل شول او د شریعت له مخې د وروستۍ پریکړې وروسته یې یو بل ته د بښنې غاړې ورکړې.

د کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس ملا تحميد الله غازي عمر په مشرۍ د سيمه ييزو مشرانو، علماوو او اسلامي امارت د ځينو منسوبينو په همکارۍ لومړی د يادو کورنيو مشرانو سره ناستې کړی او واکونه ترې اخيستل شوي او بيا يې ترمنځ د شريعت په رڼا کې له پرېکړې وروسته يو بل ته غاړې ورکړې دي.

همدارنګه د شخړې ښکېلو خواوو د سولې له هوکړې خوښي څرګنده کړې او د شخړو د حل په برخه کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او اړونده محلي ادارو هڅې ستایلي او غوښتنه یې کړې، چې د ورته شخړو د هواري لپاره دې هڅې لا پراخې شي.