ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 643

تېر کال سرپل کې څه‌باندې ۸۵ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۸۵ زره او ۱۴۵ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې د ۳۷ زره او ۴۰۳ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۶ زره او ۱۸۲ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۱ زره او ۶۱۶ زېږون کارتونو، ۸۴۱ د مړینې پاڼو وېش شامل دي.

همدارنګه د دې تر څنګ په دې ولایت کې نهه زره او ۱۰۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو په یواځنۍ وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د پېژندپاڼې نوې کول، د زېږونونو، طلاق او ودونو او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت او په سېسټم کې د کارت پرمخ اصلاحات) خدمتونه هم ښځینه او نارینه غوښتونکو ته په ورځني ډول وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې له معیاري فورمو څخه په ګټه‌‌اخیستو له ادارو څخه اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات او همداراز له بازار څخه د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې راټولې او ادارې سره شریکې کړې دي.

همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې د افغانستان روغتیا سروې هم ترسره شوې او یاد ریاست د خپلو پرمختیايي پروژو له ډلې، مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه یو سایه‌بان هم جوړ او ګټه‌اخیستنې ته سپارلی دی.

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس: پکتیکا کې راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ټول اړین خدمتونه برابر شوي

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا محمد امین حذیفه له پاکستان هېواد څخه راستنېدونکو کډوالو د وضعيت ارزونې پر مهال ويلي؛ د دې ولایت په ټولو دروازو کې د افغان کډوالو لپاره د عامه پوهاوي بېنرونه نصب شوي او د خبریالانو سره ناستې شوې، څو د دوي حق غږ ته انعکاس ورکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې؛ له پاکستان څخه پکتیکا ته په ټولو راتلوونکو دروازوو کې مېشت غالي فعال شوي او د دوي لپاره ټول اړین خدمتونه برابرشوي، څو راستنېدونکي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته په خوشاله زړه راشي.

راستنېدونکي هېوادوال هېواد ته په راتګ خوښ دي او د اسلامي امارت له مسولینو مننه کوي، چې ورته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د پکتیکا ولایتي ادارې مسولینو ویلي، هڅه کوي له پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو او غوښتنو ته په پاملرنه او په بېلا بېلو برخو لا ورته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې ده، چې له پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره د پکتیکا ولایت انګور اډې، وړممۍ لاړي، تروو، خانمحمد او اورسک په دروازوو کې د مشرانو له لارښوونو سره سمې، ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه چې د یوه تن د وژنې لامل شوې وه، د جرګې له لارې هواره شوه او دواړو خواوو روغه جوړه وشوه.

د یادې شخړې د هواري په موخه جوړې شوې جرګې کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د جرګې پر مهال د بښنې، یو بل منلو او د اسلامي ټولنې د یووالي په اړه خبرې وشوې او ښکېل لوري د تربګنیو پر ځای بښنې او ورورولۍ ته وهڅول شول.

په پای کې د جرګې غړو د دواړو خواوو په خوښه یوه شرعي پرېکړه واوروله چې له مخې یې ښکېل لوري سره غاړه‌ شول، تېرو شخړو ته یې د پای ټکی کېښود او د ورورولۍ نوی ژوند ‌یې پیل کړ.

د قزاقستان له سفیر سره د ټولګټو د وزیر لیدنه؛ د افغانستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال پر زیاتوالي خبرې شوي

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هېواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزیر ښاغلي ګزیزاکباسوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او قزاقستان یوله بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیات والي او د قزاقستان هېواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنیزې کرښې په برخه کې د پانګونې په په اړه خبرې شوې دي.

ملا محمدعیسی ثاني ویلي؛ دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنیو پانګوال ته په یاده برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده او کولی شي په دغه برخه کې  ونډه واخلي.

په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی.

له مولوي عبدالسلام حنفي سره د مولوي بلال کریمي لیدنه؛ چین مېشتو هېوادوالو ته د غوره خدماتو پر وړاندې کولو خبرې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي اسدالله بلال کریمي په چین کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې سفارت مسولین په مختلفو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره هڅې کوي.

مولوي بلال کریمي زیاته کړه، د دې سفارت کونسلي چارې په دوامداره ډول فعالې دي او په دې هېواد کې مېشتو سوداګرو او افغانانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول زموږ لومړیتوب دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت فعالیتونه او کړنې وستایلې او وې ویل، د دې سفارت مسولین باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا زیاتې پراختیا لپاره لازمې هڅې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په چین کې د اسلامي امارت سفیر ته د سفارتي چارو د ښه والي او هلته مېشتو افغانانو ته د غوره کونسلي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ملا نورالدین ترابي: مرستندویه ادارې دې د کډوالو بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د ننګرهار ولایت په عمري کمپ کې د یونیسف، د کډوالو نړیوال سازمان  (IOM)، د نړیوال خوراکي پروګرام  (WFP)، UNHCR  او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي، اسلامي امارت د هېواد په کچه د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې پوره هڅې کړې او زیات شمېر مهم خدمات یې وړاندې کړي دي.

 نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د کډوالو د ترانسپورټ، سرپنا، برېښنا، خوراکي توکو او نورو اړینو اړتیاوو په برخه کې عملي اقدامات کړي، خو لا هم ځینې ستونزې شته چې حل ته یې د نړیوالو مرستندویو ادارو همکاریو ته اړتیا ده.

دغه‌راز ملا نورالدین ترابي له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې؛ چې خپلې مرستې ژر تر ژره اړمنو کډوالو ته ورسوي او د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، حفظ الصحې، خوړو او نورو بنسټیزو اړتیاوو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د نړیوالو ادارو مسولینو ډاډ ورکړی، چې دوی به د اړوندو بنسټونو په همغږۍ کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره خپل اقدامات ګړندي کړي او د شته امکاناتو په رڼا کې به د کډوالو د ژوند د ښه‌والي لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.

په پای کې ملا نورالدین ترابي د نړیوالو ادارو له روانو همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې ده، چې دا همکارۍ به لا زیاتې او پراخې شي.