ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 644

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او TLO موسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي مرستیال مولوي محمد علي جان احمد تېره ورځ د ياد وزارت د دفتر ریيس مولوي نياز محمد تقي، د ښوونې او روزنې، د کار کوونکو چارو، د پلان او پاليسۍ او د کوچيانو د اقتصادي چارو او څړځايونو رییسانو په شتون کې د اړيکو موسسې له مرستیال انجنير عبدالرحيم خُرم او د يادې موسسې له سفير احمد مايار سره د دوه اړخيزه همکاريو تړون لاسليک کړی.

د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به د اړيکو موسيسه (TLO) د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له وزارت سره په همغږي او د دیني عالمانو، قومي مشرانو متنفذینو او ځوانانو ملتیا، د خلکو ترمنځ رامنځته شوې شخړې حل کوي او ترڅنګ به یې کوچنۍ مالي مرستې کوي ترڅو دغه جلسې جوړې شي.

همدارنګه یاده موسسه به د پلونو، روغتونونو او ښوونځیو د بیارغوونې په برخه کې هم همکاري وکړي.

په ښه ډول د یادو پروګرامونو د پلي کولو په موخه به د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي ریاستونو او امریتونو له لوري ناستې ترسره کوي او له یادې موسسې سره به د ناستو په برخه کې همکاري کوي.

د دغې ناستې په وروستیو کې د جرګو او قبایلو چارو او د اړیکو موسسې مرستیالانو هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی.

مولوي عتیق‌الله عزیزي د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیات‌الله لطیف، او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوو په ملتیا د کابل تاریخي بالاحصار له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هنر او کلتور او د دفاع وزارت مرستیالانو د بالاحصار د برجونو، دیوالونو، پوځي ګودامونو او خونو د روانو رغنیزو چارو ارزونه کړې او ټینګار یې کړی، چې دواړه وزارتونه به د بالاحصار تاریخي ارزښت او کلتوري افتخاراتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دوی ژمنه کړې، چې د رغنیزو چارو پر وړاندې به خنډونه پر وخت له منځه وړي او په دې برخه کې به بیړني اقدامات ترسره کړي.

یادو مرستیالانو همداراز د بالاحصار په لمنه کې د جوړ شوي فرهنګي او معلوماتي مرکز په اړه خبرې کړي، چېرې چې د بالاحصار څو زره کلن تاریخي، جنګي او فرهنګي اثار راټول شوي دي.

 د یاد مرکز د لا پراختیا په موخه یو لړ تصامیمو باندې غور هم شوی دی.

د هنر او کلتور او د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیالانو ژمنه کړې، چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ به د بالاحصار اړوند غصب شوي برجونه او تاریخي سیمې بېرته را وګرځوي.

په دې لیدنه کې د بالاحصار دننه د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي، د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امان‌الله له لوري تفصیلي معلومات وړاندې شوي.

یادو مرستیالانو د دې پروګرامونو ملاتړ کړی او ترسره شوي کارونه یې ارزښتناک بللي دي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس: غربي هېوادونه د افغانستان د ناامنه کولو په لټه کې دي

د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي نارشکین په باکو ښار کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي، چې د لویدیځو هېوادونو استخباراتي بنسټونه هڅه کوي، تر څو په افغانستان کې د ناامنیو په جوړولو سره خپلو ژیوپولیټیکي موخو ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په جوړونه کې فعاله ونډه ولري او د دې هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

هم‌مهاله د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې راتلونکې میاشت د کازان ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت او روسي چارواکو تر مینځ د یوې لویې ناستې خبر ورکړی دی.

اقتصادي کارپوهان او سوداګر په دې باور دي، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د افغانستان وتل او د کازان ناستې په څنډه کې یې حضور به د نړیوالي ټولنې او افغانستان تر منځ مناسب سیاسي اقتصادي باور او فرصت برابر کړي.

له بل لوري ضمیر کابلوف د روسیې د عالي دیوان له لوري د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم لېرې کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمده خنډونو له مینځه وړلو په برخه کې مهم ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د روسیې سفیر هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د یاد هېواد د عالي دیوان پرېکړه رسما ابلاغ کړې ده.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر: علما د ټولنې سرلاري دي او لارښوونې یې د ټولنې راتلونکی مسیر ټاکي

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان د لاښه پلي کېدو په موخه په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې علما او مسولین د ټولنې سرلاري دي، د هغوی کړنې او لارښوونې د ټولني راتلونکی مسیر ټاکي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلام په مبارک دين کې په هغو کسانو هلاکت ویل شوی، چې په معاملاتو او راکړه ورکړه کې غش او دوکه کوي او په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې خپلو مسولیتونو ته پام نه‌ کوي.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې خپل مسولیتونه باید په داسې ډول ادا کړو، چې د نړیوالو لپاره مو د اسلامي نظام غوره انځور وړاندې کړی وي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې بللې او مسولین یې مکلف ګڼلي، تر څو په اسلامي ټولنه کې ټولو اوسېدونکو حتی د غیرې مسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

هغه ټینګار کړی، چې د اسلام مبارک دین د ژوند ټول اړخونو ته لارښوونې لري او ټول یې په رعایت مکلف یو. دغه‌راز په کار ده داسې خپلې چارې تنظیم کړو، چې د نړیوالو لپاره مو د اسلامي نظام غوره انځور وړاندې کړی وي.

تېر کال غزني کې نږدې ۱۶۳ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۱۶۲ زره او ۸۶۲ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۷۹ زره او ۷۲۷ یې برېښنایي او ۸۳ زره او ۱۳۵ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

یاده اداره زیاتوي، څلور زره او ۷۴۹ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدنې او مړینې) د ثبت خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ اته زره او ۴۲۰ نورو کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

 د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي، چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ په لومړۍ وېش څانګه کې تر وېش وروسته (د پېژندپاڼې  نوې کول، د زېږونونو، ودونو ثبت او د شخصي معلوماتو اصلاح) خدمتونه هم فعال دي.

 له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د معیاري فورمو له‌ لارې اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره شریک شوي دي.

همدا راز له بازار څخه یې د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې کړې دي.

پر دې سربېره تېرکال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د افغانستان روغتیا سروې او د خوړو د خوندیتوب موسمي سروې هم ترسره شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو دوه زره  تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۶۴ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۶۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱۹ کورنیو سره ټولې درې زره او ۴۶۸ افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۲۸۸ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۲۵۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۷۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۴ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱۸ زره  او۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۸۴ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۵۵۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۷۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۶۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۳۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۶۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۴ کورنیو سره ټولې ۵۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۷۷ کورنۍ د نیمروز په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۳۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۴۲ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۷۷۴ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۵۰ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۶۲۳ کورنۍ او درې زره او ۴۵۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۷۴۷ کورنۍ او څلور زره او ۴۱۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۱۸ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۵۸۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۸۹۷ عدده

مولوي نور جلال جلالي: اسلامي امارت د روغتیایي خدماتو پراختیا ته ژمن دی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون له خدماتي چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد روغتون روغتیایي کارکوونکو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې د یاد ولایت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله حکمت او مل پلاوي هم شتون درلود.

مولوي نور جلال جلالي له روغتیایي کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د دوی له هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، خپل مسولیتونه په سمه توګه ترسره او په صادقانه ډول د ناروغانو خدمت وکړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ د روغتیایي خدمتونو پراختیا او معیاري کولو په موخه ټول هېواد کې د سرطاني ناروغیو مرکزونه، جدي پاملرنو څانګې او تشخیصیه خدماتو پراختیا سربېره روغتیایي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې او امکاناتو برابرولو هڅه کوو.

همدارنګه په یاده ناسته کې د کندوز ولایت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رییسانو او د یاد ولایت سیمه ییز روغتون ډاکټرانو د روغتیایي خدماتو، مسولیت او اړتیاوو اړوند ویناوې کړې دي.

مولوي نجیب‌الله حیات حقاني: مخابراتي شرکتونه دې هېوادوالو ته معیاري او خوندي خدمات وړاندې کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت د قوانینو له مخې، د ام ټي ان (MTN) مخابراتي شرکت اسهام رسمي ډول ام ون ګروپ ته انتقال شول او له دې وروسته به یاد شرکت د اټوما (ATOMA) په نوم د خپل نوي برانډ تر چتر لاندې خپل فعالیتونه پرمخ وړي.

په همدې تړاو جوړې شوې ځانګړې غونډې کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي؛ ام ټي ان شرکت چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې مخابراتي خدمتونه وړاندې کول، له هغو شرکتونو څخه و چې د خپل تمرکز د بدلون له امله یې اسیايي بازارونه پرېښي او پر ځای یې په افریقا تمرکز کړی.

نوموړي زیاته کړې، له همدې امله د ام ون ګروپ مسولین افغانستان ته راغلل او د ام ټي ان اسهامو د اخیستلو وړاندیز یې وکړ، چې دا بهیر د اسلامي امارت د اصولو او د مخابراتو وزارت د قوانینو له مخې پرمخ ولاړ.

مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، د ام ون ګروپ له لوري د ام ټي ان شرکت د اسهامو پېرودل د دې ښکارندويي کوي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ډاډمن او شفاف چاپېریال رامنځته شوی دی.

دغه‌راز ښاغلي حقاني زیاته کړې، د مخابراتي شرکتونو لپاره د خدماتو کیفیت لوړولو په موخه ۴۸ مګاهرتزه فریکوینسي د درېیو بیلابېلو بانډونو له لارې په شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر اجاره ورکړل شوې، چې له امله به یې د خدماتو کیفیت لوړ او ډېری سیمې به د مخابراتو له اسانتیاوو برخمنې شي.

په ورته مهال مولوي حیات حقاني د ام ټي ان شرکت له خدمتونو مننه کړې او د اټوما شرکت څخه یې غوښتي، چې خپلو مشترکینو ته معیاري، خوندي او د جواز له شرایطو سره سم خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، د مخابراتو وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو سیمو کې د مخابراتي سایټونو د ارتقا له لارې خدمات لوړ کړي، او اوس مهال یو شمېر سایټونه له 2G څخه  3Gاو 4G ته ارتقا مومي.

همداراز، د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ټکنالوجۍ او ارتباطاتو پر ارزښت خبرې کړي او د ام ون ګروپ له مشرتابه یې مننه کړې، چې له دې سترې پانګونې سره یې د افغانستان لپاره مثبت انځور وړاندې کړ.

په ورته مهال د اټوما شرکت مسول هشام رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر او ټولو منسوبینو څخه یې مننه کړې، چې د ام ټي ان مخابراتي شرکت اسهام یې په پوره قانوني چوکاټ کې ام ون ګروپ ته انتقال او اټوما ته یې افغانستان کې د مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه د پانګونې او خدمت زمینه برابره کړه.

همدارنګه نوموړي د ام ټي ان شرکت د اسهامو د قانوني لېږد له امله د مخابراتو وزارت مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت د ټولو قوانینو له مخې به خپل فعالیتونه پرمخ وړي او له دې سربېره به ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي.

هشام رمضان ژمنه کړې، چې د خدمتونو کیفیت ته به وده ورکړي، خپلې شبکې به عصري کړي او هېوادوالو ته به په لوړ کیفیت مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.

امریکا کې زرګونه کسانو یو ځل بیا د ټرمپ پر ضد لاریونونه کړي

زرګونه کسانو پرون (شنبه، د وري ۳۰مه) د امریکا په پلازمېنه واشنګټن او په نورو ټولو ښارونو کې د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریونونه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، معترضینو د کډوالو ایستلو، د دولتي کارکوونکو لیرې کولو او د غزې او اوکراین د جګړو په اړه د ټرمپ له سیاستونو سره مخالفت ښودلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو عسکونو کې ښکاري، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې لاریونوال “کارکوونکي باید واک ولري”، “د اسرائیلو مسلح کول ودروئ” او نور شعارونه لېږدوي.

ځینې لاریونوالو د هغو کډوالو په ملاتړ شعارونه ورکړي، چې د ټرمپ ادارې ایستل او یا یې هم وباسي. دغه‌راز د دولتي کارکوونکو ګوښه کولو او هغو پوهنتونونو په ملاتړ هم شعارونه ورکړل شوي، چې د ټرمپ ادارې یې تمویل له ګواښ سره مخ کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر لاریونوالو، چې د فلسطین بیرغونه یې لېږدول او فلسطیني برګ څادر یې تر سرونو تاو کړي و، د “ازاد فلسطین” شعارونه ورکړي او په غزه کې یې د اسرائیلو له لوري د شهید شویو فلسطینیانو ملاتړ څرګند کړی. یو شمېر نورو بیا د اوکراین په ملاتړ هم شعارونه ورکړي دي.

ټرمپ او میلیونر ملګري یې ایلان ماسک په جنوري کې حکومت ته له رسېدو وروسته ۲۰۰ زره دولتي کارکوونکي ګوښه کړي او د ګڼو ادارو د له منځه وړلو هڅه یې کړې ده.

د افغانستان–قزاقستان اړیکو کې تازه رامنځته شویو زمینو په اړه علمي او څېړنیزه ناسته شوې

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستیو پرمختګونو او شته فرصتونو اړوند خبرې شوي، چې پکې د قزاقستان هېواد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف هم ګډون او وینا کړې.

په غونډه کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریاست مرستیال حکمت الله ځلاند د بحث پر موخه او د موضوع پر اهمیت خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د شته فرصتونو پېژندل د اړیکو لا پراختیا او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

ښاغلي ځلاند د اسلامي امارت او قزاقستان د اړیکو د پرمختګونو او اهمیت په اړه زیاته کړې؛ قزاقستان د سیمې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې په تېرو درېیو کلونو کې یې له افغانستان سره د ځمکنیو واقعیتونو له مخې اړیکې پاللې دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې موده کې دوه‌اړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال کابو یو ملیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې، چې دا کچه په راتلونکو کلونو کې درې ملیارده ډالرو ته ورسېږي.

ورسته د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي؛ قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی، چې تل یې په سیمه‌ییزو موضوعاتو کې سوله‌ییز رول لرلی دی.

ښاغلي شاهین زیاته کړې؛ د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې پام‌وړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.

د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف په خپلو خبرو کې ویلي؛ په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه زیږولي، چې تر ټولو مهم یې د دغه هېواد سرتاسري امنیت او د بیارغونې کارونو ته د زمینې برابرېدل دي.

د نوموړي په وینا؛ همدا لامل دی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه په چټکۍ سره مخ پورته روانه ده.

دوکتور یرکین توکوموف د افغانستان او قزاقستان اوسنۍ اړیکې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو نوی فصل بللی او زیاته کړې یې ده، په نژدې راتلونکي کې به د قزاقستان ګڼ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د پرمختګونو شاهدان وو.

ښاغلي توکوموف ویلي؛ د ملګرو ملتونو له لوري د مرکزي اسیا او افغانستان د پایدار پرمختګ مرکز هم، چې تازه د قزاقستان په الماتا کې پرانیستل شو، په راتلونکي کې تازه فرصتونو ته لاره برابروي.

د دې ترڅنګ، پر سیمه‌ییز اتصال او نورو موضوعاتو د ګډونوالو او مېلمه ویناوال له لوري هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده.

د یادولو وړ ده، چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونه کارکوونکو ترڅنګ په کابل کې د قزاقستان سفارت شارژدافیر او د یاد هېواد راغلي پلاوي نورو غړو هم ګډون کړی و.