ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 645

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې چمتو کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنعت له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال کلیم الله فاني هم شتون درلود.

په یاده لیدنه کې پاکستان هېواد ته د اسلامي امارت د وروستي پلاوي د سفر د لاسته راوړنو او لیدنو په اړه خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي، اسلام اباد ته خپل سفر بریالی یاد کړی او ویلي یې دي؛ د کډوالو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ او هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیزې خبرې شوي او د ستونزو د حل په اړه یې ژمنې ترلاسه کړې دي.

همدارنګه کلیم الله فاني ویلي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه ځينې اقدامات پیل کړي او تمه ده، چې کړې ژمنې ژر عملي کړي.

مولوي عبدالکبیر د نورالدین عزیزي په مشرۍ پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر مهم یاد کړی او ویلي یې دي، اسلامي امارت د افغان کډوالو په عزت راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او همدارنګه په کور دننه ورته اړینې اسانتیاوې چمتو شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادنو سره مثبتې اړیکې غواړي او د مسایلو حل په برخه کې خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

له محمد اسحاق ډار سره د مولوي عبدالسلام حنفي لیدنه؛ د اقتصاد، سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې پر دوو اړخیزو همکاریو خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کورنیو چارو، مالیې، اقتصاد، ترانسپورټ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالانو هم شتون درلود، د دوه اړخیزه همکاریو په ځانګړي ډول اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي موضوعاتو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو په روز ایستنې په اړه خبرې شوې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، هیله لرم ستاسې سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او ځینو مسایلو د حل په برخه کې ګټور تمام شي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ افغانستان او پاکستان تاریخي او دوستانه اړیکي لري او باید خپل هېوادونه او ملتونه د ښه والي پر لور بوځو، هیله لرم د دواړو هېوادونو د چارواکو د دې ډول غونډو جوړولو او تګ را تګ له لارې ځینې مسایل د تفاهم او ډیالوګ له لارې حل شي.

ورپسې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ افغانستان او پاکستان له یوه بل سره وروڼه دي او ګڼ شمېر دیني او فرهنګي مشترکات لري، همداراز په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي په اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیټي برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شویو هوکړه لیکونو د پلي کېدو په خاطر د خپل هېواد غوښتنې او وړانديزونه مطرح کړي او ویلي یې دي، موږ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او همدا راز افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

د رياست الوزرا اداري مرستيال له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند په اړه ویلي؛ دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو د خلکو پر اذهانو منفي اغېز پرېباسي، له همدې امله دې برخې ته د پاکستاني چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو.

د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ویلي؛ افغان کډوال د يوې منظمې پروسې له لارې په باعزته او احترامانه ډول خپل هېواد ته ستانه شوي، ‌د افغانانو د مالونو او جایدادونو او افغانستان ته د هغوی د شخصي وسايلو د لېږد ستونزه به هم حل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي دې ته په اشارې چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټینګ شوی زیاته کړې؛ موږ د سوداګريزو اړيکو پراختيا، د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د پاکستان اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو او نورو لويو سيمه ييزو پروژو چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې لامل ګرځي، بشپړ ملاتړ کوو.

د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړې، مطرح شوي مسايل په ځانګړي ډول ترجيحي تعرفه يا  PTA، په سپين بولدک کې د ۲۴ ساعته خدماتو پراختيا، پر افغان سوداګرو د مالياتو راکمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې ټولې پروژې او هوکړه ليکونه دې ژر عملي شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د حماس له چارواکو سره لیدنه کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس د رهبرۍ شورا له رییس محمد درویش او د دې غورځنګ د سیاسي دفتر له یو شمېر نورو غړو سره په انقره کې لیدنه کړې.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د غزې د روان ناورین او د اوربند ټینګښت لپاره د هڅو په تړاو خبرې شوې دي.

دا ناسته چې پرون شنبه په انقره کې شوې، د غزې د روان ناروین او بشري بحران په تړاو اندېښنې پکې شریکې شوې او ویل شوي، چې د صهیونیستي رژیم له لوري غزې ته د بشري مرستو د ننوتو مخنیوی د فلسطیني ولس پر ضد د لوږې د تحمیل یوه هدفمنده هڅه ده.

دغه راز په دې لیدنه کې د نړیوالې ټولنې د هڅو پر زیاتوالي ټینګار شوی، تر څو غزې ته د بېړنیو او دوامداره بشري مرستو لاسرسی تضمین شي.

پر دې سربېره دواړو لورو له غزې څخه د فلسطینیانو بې‌ځایه کول په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې له خپلې خاورې د فلسطینیانو بې‌ځایه کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه او په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتول دي.

په یاده ناسته کې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په روان وضعیت هم خبرې شوې او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی سیمه‌ییز ثبات او د سولې هڅو ته ګواښ ګڼل شوی دی.

“پاکستان دې د اسلامي او بین المللي اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي”

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند نن د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع او په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکېب هم حضور درلود.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ته ښه راغلاست ویلی او په سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره یې د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

ملا محمد حسن اخند له پاکستان څخه تر دې مهاله د افغان کډوالو د کوربه توب مننه کړې او ویلي یې دي، چې په ورستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو. دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې په تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږې.

نوموړي هیله څرګنده کړې، تر څو افغانستان ته د یاد پلاوي سفر د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.

رییس الوزرا افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه بللي، چې په سیاسي، اقتصادي، دیني او فرهنګي برخو کې ډېر مشترکات لري، باید موجودو ستونزو ته د خبرو له لارې اساسي حل لارې ولټول شي او د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

محترم ملا محمد حسن اخند په ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم دروازې بندولو ته په اشارې ویلي، چې د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو اړتیا ده. هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي باید مخنیوی او له تکرار څخه یې ډډه وشي.

نوموړي د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه ویلي، چې پاکستان باید د مسلمان او ګاونډي هیواد په توګه د اسلامي او بین المللي اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي.

دغه‌راز پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي. له پاکستان څخه مو جدي غوښتنه ده چې له افغان کډوالو سره بد چلند پای ته ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. د اسلامي امارت پالیسي په متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده، پاکستان کې ناامني نه غواړي او قول او عمل یې یو دی.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته په خپل سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده او هڅه کوو په شریکه موجوده ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې له منځه یوسي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره نور مهم اقدامات هم په پام کې نیول شوي دي.

په پای کې ښاغلي اسحاق ډار د باور فضا په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان شته اندېښنې باید له پامه ونه غورځول شي. پاکستان په باعزته توګه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ته ژمن دی او د اسلامي امارت رییس الوزرا ته یې له خپل لوري په دې برخه کې د بېړنیو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.

تېر کال پروان کې څه‌باندې ۷۳ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۷۳ زره او ۵۲۵ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي په دې خدمتونو کې ۱۹ زره او ۱۷۷ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۹ زره او ۳۴۶ کاغذي پېژندپاڼې، اته زره او ۴۳۹ د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، مړینې پاڼې، د ودونو او طلاق) ثبت او ۱۶ زره او ۵۶۳ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې یوه یې په مرکز او بله څانګه په سیاه‌ګرد ولسوالۍ کې موقعیت لري او د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼه، د پېژندپاڼې تجدید، د زېږونونو، طلاق، ودونو د ثبت او د کورنۍ د پاتې غړي اضافه کول) هم هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د شولو، د انګورو د تاکونو او باغونو د GPS نقطو د تثبیت، د افغانستان د روغتیا او د سټلایټي خدمتونو د اړتیا سنجونې سروې‌ګانې پلې کړي دي.

د دې تر څنګ تېر لمریز کال په دې ولایت کې د لمریزې برېښنا جوړول او د څښاک اوبو له‌پاره د څاه کېنودل د پراختیايي پروژو له ډلې څخه دي.

کندهار کې د حاجیانو د معلمینو لپاره جوړ شوی روزنیز سیمینار د عالیقدر امیرالمؤمنین په وينا پای ته ورسېد

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره دایر شوی و، د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله لخوا په عالمانه او لارښوونکې وینا پای ته ورسېد.

په دې اړه جوړ شويو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د یاد وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو رییسانو، شیوخ کرامو، جیدو علماوو او د حاجیانو معلمینو ګډون کړی وو.

د سیمینار په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ويلي؛ د خوښۍ ځای دی چې دغه روزنیز سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، ټول معلمین به مع الخیر خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته ستانه شي او هلته به د تلونکو حاجیانو لپاره د درسي غونډو او مجالسو له لارې د حج مناسک، اداب او د حج اړوندو شرعي مسایلو ترڅنګ د حج د سفر د ترتیب او تنظیم په اړه خپلو درسونو ته ادامه ورکړي، ترڅو افغان حاجیان دغه مبارکه فریضه په ښې طریقې سره ترسره کړي.

ښاغلي ثاقب یاد روزنیر سیمینار د حاجيانو د معلمینو لپاره د حج د مناسکو او نورو ټولو اړینو او مهمو موضوعاتو لپاره خورا مهم او ګټور بللی دی.

په دې روزنیز سیمینار کې چې د ۱۴۴۶ هـ ق مطابق د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج معلیمنو لپاره جوړ شوی و، د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۶۵۲ تنه د حاجیانو معلمینو چې د ازموینې له لارې بریالي شوي وو ګډون کړی وو.

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري یادو معلمینو ته د حج په موسم کې د رښتیني خدمت ‏د شرعي احکامو د پلې کېدلو، د حج مناسکو د عملي ښوونې، د سعودي حکومت له لوري د وضع شویو مقرراتو د رعایت کولو او د نورو اړینو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې لارښوونې او لازم معلومات وړاندې شوي دي.

په یاد روزنیز سیمینار کې د حاجیانو د معلمینو په استازیتوب څو تنو خبرې کړي او ویلي یې دي؛ دا روزنیز سیمینار زموږ لپاره یو مهم علمي، فکري او تجربوي فرصت و، موږ دلته د حج د مناسکو په اړه نه یوازې نظري معلومات ترلاسه کړل، بلکې د عملي تطبیق په اړه مو هم مفصل وضاحتونه واورېدل او سربیره پردی دعالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره ملاقات او د دوي د لارښونکې وینا له وجې زمونږ حوصلی ډېرې لوړی او احساسات مو نورهم پیاوړي شول.

دوي زیاته کړې؛ موږ د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه او په ځانګړې توګه دارشاد، حج او اوقافو له وزارت څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې مونږ ته یې دغه ارزښتناک، علمي او ديني فرصت برابر کړی.

د یادونې وړ ده ، چې دغه علمي، فکري او روزنیز سیمینارد حاجیانو د معلمینو د دیني، مسلکي او عملي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یو مهم او موثر ګام بلل کېږي، چې د حج د مناسکو د ښه پرمخ بیولو، د حاجیانو د ښه خدمت او سمې لارښوونې په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

د غزې روغتیا وزارت: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۹۲ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۲ فلسطینیان شهیدان او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

یوازې پرون جمعه د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

اسرائیلي یرغلګرو د پرله‌پسې سختو بریدونو سربېره غزې ته بشري مرستې هم بندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د غزې اوسېدونکي خوړو ته جدي اړتیا لري او سلګونه زره کسان د لوږې له خطر سره مخ دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۱ زره او ۱۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۶ زره او ۷۲۴ نور ټپیان دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې یوازې د مارچ له ۱۸مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پيل وروسته یو زر او ۷۸۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

ټولګټو وزارت: د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو کار به د هوا په برابرېدو سره پیل شي

د ټولګټو وزارت وايي؛ ملا محمد عيسی ثاني تېره ورځ ( جمعه د وري ۲۹مه) د سالنګونو د رییس فضل ربي او د پروان ولايت د ټولګټو رییس مولوي عزت الله عارف په ملتيا د سالنګونو لويې لارې له اړوند برخو، د تونل او د ياد مسير په اوږدو کې له بشپړو شویو، پاتې برخو او د قراردادي شرکتونو د چمتوالي له بهير څخه ليدنه کړې.

ملا محمد عيسی ثاني د سالنګونو لويې لارې د قراردادي شرکتونو د تېر کال د پلان شویو برخو له بشپړېدو څخه د ليدنې ترڅنګ د شرکتونو مسولينو ته لارښوونه کړې، چې د پلان اړوند دې د پاتې برخو د کار پيل کېدو لپاره بشپړ چمتووالی ونېول شي او د هوا د برابرېدو سره دې سم کار پيل کړي، ترڅو د ياد مسير پلان شوي رغنيز کارونه پر وخت بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تېرکال د سالنګونو لويې لارې د رغونې کار په درېيو برخو کې پيل کړی وو، چې دا مهال يې د تونل پر کانکريټ سربېره د ډېر شمېر ګالريو او د ګالريو ترمنځ د نښلونکو فاصلو د کانکريټ اچونې سربېره د خنجان-دوشي د اسفالټ اچونې ځيني چارې هم بشپړې شوې دي.