ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 646

د اوبو او انرژۍ وزیر د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي پروژې پر پرمختګ ټینګار کړی

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب او د انرژي سکتور یو شمېر رییسانو هم ګډون درلود.

په یاده لیدنه کې د بغلان ولایت له خواجه الوان دښتې تر کابل ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د چارو د چټکتیا، او شته ننګونو د حل لارو په اړه خبرې شوې دي.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یادې پروژې پر حیاتي ارزښت ټینګار کړی او په خپلو خبرو کې د پروژې د ستونزو د هوارولو د حل لارو ټینګار کړی دی.

 نوموړي همدارنګه د بغلان والي ته ډاډ ورکړی، چې یاد وزارت په پلان کې د اوبو او انرژي ډیرې پروژې په بغلان ولایت کې شاملې دي، چې په راتلونکي کې به د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره د هغوی د پلي کولو په ځانګړې توګه د کیله ګي بند د پلي کولو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

په ورته مهال، د بغلان والي د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د ننګونو د هوارولو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

بلخ ته د افغانستان بانک لومړی مرستیال سفر؛ خلکو ته د معیاري مالي او بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار کړی

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد او مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د شمال زون له مسولینو سره ولیدل او د کارونو ارزونه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د دې بانک له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د یاد زون کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې هېوادوالو ته معیاري بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

صدیق الله خالد د شمال زون له خزانې څخه هم لیدنه کړې او مندرسو بانکنوټونو د راټولونې په اړه یې د اړوندې برخې کارکوونکو ته لازمې لارښونې کړې دي.

نوموړي له کارکوونکو سره د نږدې خبرو پر مهال د کاري ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو په اړه معلومات اخیستي او ډاډ یې ورکړی چې د مرکزي دفتر له لارې به د حل لارو هڅه وشي.

ښاغلي خالد ټینګار کړی، چې د افغانستان بانک مشرتابه د شفاف، حساب ورکوونکي او خلکو ته عصري سیستمونو د رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست د دفتر لوی امر فدا محمد فیضان او د بېلابېلو امریتونو امرین او مرستیالان یې ملتیا کوي بلخ ولایت ته سفر کړی دی، چې د یکشنبې په ورځ به مالي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي، وړو مالي تمویلاتو او برېښنایي اداینو په اړه  په یاد ولایت کې لویه ولسي غونډه ولري.

مولوي امیرخان متقي: پاکستان دې د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او لوړ پوړي پلاوي سره ګډه ناسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په ناسته کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر کډوالو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، سترو پروژو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

 په پیل کې مولوي امیرخان متقي وویل، اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

دغه راز نوموړي د افغانستان پر اوسني مثبت وضعیت رڼا واچوله او د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت سره په رامنځته شویو پرمختکونو او مختلفو برخو کې پر راټوکيدلو فرصتونو یې مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلي متقي زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت لیواله دی چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګري، ټرانزیت او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.

همداراز د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني پلاوي ته یادونه وکړه، چې په دې برخو کې دې د ستونزو د هواري او اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي.

 نوموړي دغه راز په پاکستان کي د افغان کډوالو پر وضعیت او په زور ایستل خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه او په ټینګار سره یې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چي هلته د مېشتو او بېرته راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې راتګ یې د دواړو ولسونو ترمنځ د شته اړیکو د بهبود، ټینګښت او ودې سبب شي.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه، چي پاکستان ته رسمي سفر وکړي تر څو د لوړې کچې راشه درشه دوام پیدا کړي.

 ښاغلي ډار وویل؛ د دې لپاره چې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي پر زیات شمیر سوداګریزو توکو یې تعرفې کمې کړې او پر دې برسېره به د سوداګریزو اموالو د لیږد رالیږد په برخو کې هم اغیزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې وکړه چې په یادو برخو کې به لازمې اسانتیاوي رامنځته کړي.

 اسحاق ډار وویل؛ له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کیږي او دوی به په دي برخه کي جدي ګامونه واخلي.

د نوموړي په وینا؛ د افغان کډوالو جایدادونه او سرمایې د هغوی ملکیت دی او اجناس یې هیڅوک نه شي ایسارولی او همداراز یې ژمنه وکړه، چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپلسري عمل مخه نیسي.

په ناسته کې د سفارتي اړیکو پر لوړولو، همږغۍ، ګډې همکارۍ، د ویزو پر زیاتوالي او اسانتیا، د زارعتي محصولاتو پر چټک انتقال، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې او یو شمېر سترو پروژو لکه افغان ټرانس، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ پر اهمیت، روان بهیر او دې برخو ته پر ځانګړي پام خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې د یادو شویو موضوعاتو د تعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ټاکلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د اواري پر ګټورو لارو چارو هوکړه وشوه.

ډاکټر ملا عبدالواسع د اسحاق ډار په مشرۍ د پاکستاني پلاوي هرکلی کړی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي ته چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، هرکلی کړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، ټاکل شوې دغه پلاوی د افغانستان اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره لیدنه وکړي.

د نوموړي په وینا، یاده لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو پر پراختیا سربېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په زور اېستلو موضوع په اړه خبرې وکړي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت لاسته راوړنې!

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته کار او ټولنیزو چارو وزارت ګڼې لاسته راوړنې لري او هېوادوالو ته یې ګڼ خدمات وړاندې کړي دي.

  • یاد وزارت په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر هېوادوالو ۳۰۵ زره او ۱۱۰ جوازونه او په بهرنیو وګړو یې ۹ زره او ۹۳ جوازونه وېشلي دي.
  • یاد وزارت د امارتي ادارو، خصوصي سکټورونو او ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه همکارۍ او همغږۍ د کار ملي کنفرانس ترتیب او ترسره کړی او د راتلونکو پینځو کلونو لپاره یې د ۱۵ امارتي ادارو څخه د لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کاري فرصتونو د ایجاد ژمنې اخیستې، چې یو بې مخینې اقدام ګڼل کېږي.
  • دې وزارت په لومړي ځل د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونه پرانیستل.
  • دغه‌راز په ټول هېواد کې د فن او حرفې په ۵۲ امارتي او ۱۳۰ خصوصي مرکزونو کې په ۳۶ حرفو کې ۱۳۴ زره او ۶۴۰ ځوانان روزل شوي، چې ډېری ته یې کاري وسایل هم ورکړل شوي. په امارتي مرکزونو کې زده‌کړې وړیا دي او په ځینو ولایتونو کې زده‌کوونکو ته مدد معاش هم ورکړل شوی.
  • د امارتي او غیرې امارتي ادارو ۱ زر او ۴۶۷ کارکوونکو ته یې په کتبي او شفاهي ډول حقوقي مشورې ورکړې.
  • د کار انسټیټیوټ د ظرفیت لوړونې په برخه کې سلګونه امارتي او غیرې امارتي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
  • له نشه‌یي توکو روغ شویو څه باندې ۵ زره کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې.
  • یاد وزارت په تورخم ښارګوټي، شیرخان بندر او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار د جواز توزیع مرکزونه پرانیستي دي.
  • په تېرو څه باندې درې نیمو کلنو کې تر ۵۵۰ ډېر کارځایونه تفتیش شوي او د کارګرو له اضافه کار، د هغوی له ایمني روغتیا، رخصتۍ او نورو امتیازاتو پوښتنه شوې.
  • یاد وزارت په تېرو دوو کلنو کې تر ۶۸ زره د زیاتو راستنېدونکو هېوادوالو کاري مهارتونه، مسلک، تحصیلات او تجربې ثبت کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د هغوی لپاره یو ډیټابس جوړ شوی، تر څو د امکان په صورت کې هر مسلکي کس وړ کارځای ته ور وپېژندل شي.
  • کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې روزنتونونو جوړ کړي، تر څو ۱۰ زره شاوخوا یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان پکې وروزي.
  • دې وزارت په ټول هېواد کې د څه باندې ۳۸ زره او ۶۱۸ له خطر سره د مخ ماشومانو قضایاوو ته رسېدنه کړې او رد مرزي او نادرکه ماشومان یې د خپلوانو له پیدا کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. همدا شان یې په ۱۵ حمایوي مراکزو کې د نږدې ۵۰۰ بې‌ سرپرسته ماشومانو ساتنه او کفالت کړی.
  • سربېره پر دې یې له لسګونو ملي او نړیوالو سازمانونو او مؤسساتو سره د ټولنیز خوندیتوب، ماشومانو او زیانمنو اقشارو څخه ملاتړ، د فن او حرفو، کارموندنې او بشري مرستو په برخو کې له ۲۰۰ څخه زیات هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

کرېکټ؛ افغان ځوانانو د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده

د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.

افغان ځوانانو غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او د نن ورځې مهمه او وروستۍ لوبه، چې د کوربه نیپال پر وړاندې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې عمان ته په اتو وېکټو، په دویمه کې هانګ کانګ ته هم په اتو وېکټو او په درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپیر سترې ماتې ورکړې وې.

په درې بریاو سره افغان لوبډلې د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د نورو لوبډلو په پرتله د غوره نمرو او نېټ رنرېټ په لرلو سره یې د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې به په زېمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزیر له یو شمېر پاکستان مېشتو افغان کډوالو سره لیدنه کړې

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د پاکستان په خیر اباد کمپ کې د مېشت افغان کډوالو له استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د بېرته راتګ او دایمي مېشت کېدو په تړاو خبرې شوې دي.

د خیر اباد کمپ کې مېشت د افغان کډوالو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې د کور او ښار جوړولو له وزیر سره شریکې کړي او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې کړې.

شیخ حمدالله نعماني یادو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ هېواد ته د بېرته راستنېدو په تړاو لازمې لارښوونې کړي.

نوموړي ویلي؛ اسکان دایمي کمېټه چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې مشري په غاړه لري، مسولیت لري چې په د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي.

ښاغلي نعماني زیاته کړې، د دایمي اسکان کمېټه د لیست اړوند په اړوندو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته نمرې وېشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو د دایمي مېشت کېدو په موخه د ټولو تخنیکي چارو د ترسره کېدو وروسته او د یو منظم پلان له مخې ځمکې نمره او ووېشي.

هلمند کې پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

عامې روغتیا وزارت وايي؛ هلمند کې پر نشه‌يي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې ۲۰بستریز روغتون پرانیستل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند د عامې روغتیا رییس مولوي احمد شفیع الله، د پلي کوونکو موسسو استازو، روغتیا پالانو او د بېلا بېلو ادارو مسولینو ګډون کړی و.

 د پرانیستې په مراسمو کې د هلمند د عامې روغتیا رییس ویلي؛ یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري منظور شوی، چې ۲۰ بستره لري او په وړیا توګه به په کې د روږدو ښځو او ماشومانو درملنه کېږي.

 نوموړي دغه راز د همکارو موسسو له مسولینو غوښتنه کړې، چې د روږدو لپاره د درملو برابرولو، عامه پوهاوي او حرفوي زده کړو برخه کې دې خپل مسولیت په سمه توګه ترسره او دې برخې ته دې لا زیاته پاملرنه وکړي.

په تېره میاشت کې د څه‌باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

یاد اداره زیاتوي، د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۰۳.۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغه مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ میلیونو ډالرو ته رسېد.

د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د کب مياشتې د صادراتو ارزښت د سلواغې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۴.۱ ميليونه ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت  ۱۰۷۶.۲ میلیونو ډالرو ته رسېد، چې د یاد کال په کب مياشت کې د ۷۳.۱ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

همدارنګه د یادې ادارې د ارقام له مخې، چې د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند: په ۱۴۰۴ کې به ۵۰ زره ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي، چې د ۱۴۰۴ لمریزکال په اوږدو کې به ۵۰ زره ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي، چې دا ځوانان به له شپږو میاشتو تر یوه کاله په ۵۰ مرکزونو کې بېلابېلې زده‌کړې وکړي.

ځينې هېوادوال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دغه ګام هرکلی کوي او وايي، چې ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول د کورنیو د پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته په ۷۰ برخو کې فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې او ټولنې ته وړاندې شوي دي.