تېر کال تخار کې نږدې ۱۱۴ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۱۱۳ زره او ۹۶۶ کساتو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي، په دې خدمتونو کې ۶۲ زره او ۸۸ برېښنایي پېژندپاڼې ، ۳۹ زره او ۶۴۵ کاغذي پېژندپاڼې، ۷ زره او ۹۲۳ زېږون کارتونه او ۴ زره او ۳۱۰ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري شیرشاه بریال ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونو په برخه کې د (مثنی پېژندپاڼې وېش، انځور نوي کول او د نوم د انګلیسي تورو اصلاح) خدمتونه هم غوښتونکو ته وړاندې کوي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۳۶۸ معیاري فورمو له لارې اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره شریک کړي دي. همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروګانې لکه د شولې کښت سروې، پنبې، د افغانستان روغتیا سروې او د کورنیو د لېست اخیستنې سروې هم ترسره شوې دي.
د صنعت او سودګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ
د صنعت او سودګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو د ادارې د لوی ریاست اړوند د پانګونې د آسانتیا ریاست او د بهرنیو چارو،مالیې، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو، ترانسپورت او هوایي چلند، کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه د کرهنیزو تولیداتو، سوداګرۍ او پانګونې خونو استازي هم پکې ګډون لري، نن چهارشنبه ( د وري ۲۷مه)، د پاکستان هېواد ته په سفر ولاړ.
د دې سفر موخه د دواړو هېوادو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او لېږد رالېږد په لاره کې د پرتو خنډونو څېړل او لیري کول او په پاکستان کې د پرتو افغان کډوالو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې ښودل شوې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه وشوه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه.
غونډې ته چې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د پلي کېدو په اړه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل کاري راپورونه او جوړې شوې کړنلارې وړاندې کړې.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ترسره شوې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، څو هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې هېوادوالو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه وویشل شي.
همدا راز یاده کمېټه مکلفه شوې وه، څو د هغو هستوګنیزو ښارګوټو لپاره چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي دي، هر اړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق هېوادوالو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي.
همداراز یاده کمېټه دې د ښاري پلان له مخې د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته کړي.
ټاکل شوې کمېټې د یادې پرېکړې د لومړي او دویم بند لپاره جامع کړنلاره جوړه او د اقتصادي کمېسیون نننۍ ځانګړې غونډې ته یې وړاندې کړه.
یادې کمېټې همدا راز په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ اسانتیاوې راوستې دي.
همدا راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د ځانګړې غونډې د پرېکړې اړوند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د انتقال پروسه پيل کړې ده، چې ژر به دا پروسه بشپړه او د صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې به پيل شي.
دې غونډې ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شویو ۱۳ پرېکړو د پلي کېدو په اړه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل کاري راپورونه او جوړې شوې کړنلارې هم وړاندې کړې.
دغه کاري راپورونه او چمتو شوې کړنلارې به د منظورۍ په موخه له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی سره شریکې شي.
د افغانستان اسلامي امارت د خوندي او سالم چاپېریال رامنځته کېدو په موخه بنسټیزې هڅې پيل کړي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او بیارغونې د نورو برخو ترڅنګ د سالم او خوندي چاپیریال رامنځته کېدو ته هم پاملرنه کړې ده.
یاد معاونیت په همدې موخه د تېرو څه باندې درېیو کلونو پر مهال بنسټیز پورته شویو ګامونو څخه یې ځینو ته اشاره کړې!
د ځنګلونو د وهلو او قچاق مخنیوی:
اسلامي امارت په ټول هېواد کې د طبیعي ځنګلونو وهل او قچاق منع کړي او په همدې موخه یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه رامنځته کړې ده.
دا قطعه اوس مهال د هېواد په کچه له ټولو ځنګلونو ساتنه کوي.
د ځنګلونو بیا احیا:
اسلامي امارت د هېواد په هغو سیمو کې د ځنګلونو د بیا احیا پروژې پیل کړي دي، چې هلته د بېلابېلو دلایلو له امله ځنګلونه له منځه تللي دي، څو یادې سیمې بېرته په ځنګلونو وپوښل شي.
د ټول هېواد په کچه د میوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو ایښودل:
د خوندي او سالم چاپیریال رامنځته کېدو په موخه اړوند وزارتونه او ادارې هر کال د ټول هېواد په کچه د نیالګیو ایښودلوو کمپاین ترسره کوي.
د دغه کمپاین پر مهال په زرګونه جریبه ځمکه کې په میلیونونو میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي ایښودل کیږي.
د چاپیریال خوندي ساتلو پروژو د پلي کېدو لپاره د مالي ملاتړ راجلبول:
د چاپیریال خوندي ساتلو پروژو د پلي په اړه د نړیوالو بنسټونو سره ښه همغږي رامنځته شوې ده، چې له مخې یې د یو شمېر مهمو پروژو بودیجه تصویب او د چاپیریال ساتنې په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې ځینې پروژې پیل شوي دي.
د چاپیریال خوندي ساتلو په موخه د جامع سند جوړول:
د اړوندو ادارو له لوري د خوندي او سالم چاپیریال رامنځته کېدو او د چاپیریالي ستونزو د تشخیص په اړه د ملي مشارکت سند چمتو شوی، چې پکې د افغانستان د چاپیریال خوندي ساتلو په برخه کې شته اړتیاوې او ستونزې په پام کې نیول شوي دي.
چاپیریال ته د زیان رسوونکو فعالیتونو څارل او کنټرول:
اړوندې ادارې په ټول هېواد کې په منظم ډول د هغو فعالیتونو څارل او کنټرولوي، چې چاپیریال ته زیان رسوي.
د ښکار بندول:
د افغانستان اسلامي امارت د سالم چاپیریال رامنځته کېدو په موخه په ټول هېواد کې هر ډول ښکار منع کړی دی.
اسلامي امارت خوندي او سالم چاپیریال د انسانانو، حیواناتو او د نباتاتو په ژوند خوندي ساتلو کې خورا مهم بولي چې ساته او ورته پاملرنه یې د هر هېوادوال مسولیت دی.
بهرنیو چارو وزارت: د یوناما وروستۍ څرګندونې غیرې مسولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل دی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قصاص شرعي حد د تطبیق اړوند د یوناما څرګندونې غیرې مسولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل ګڼلی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: “د افغانستان اسلامي امارت د محاکمو له قضايي پروسې سره سم، چې په ترتیب سره د حقوقي قضیو په اړه د ثلاثه محاکمو (ابتدائيه، مرافعه او تمیز) له هر اړخیزو څېړنو وروسته حکم نهایي کیږي او همداراز تورن ته له ابتدا څخه د دفاع حق هم ورکول کیږي او بیا فیصله اورول کېږي.”
بهرنیو چارو وزارت د دې دقیقې قضايي پروسې له طی کېدلو وروسته په بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کې د قصاص د حکم د تطبيق په اړه د يوناما وروستۍ څرګندونې، چې قصاص پکې د ژوند د حق مخالف بلل شوی او د دغه الهي حکم د تعليق او لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرې مسولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل بللی دی.

یاد وزارت ویلي: “ټولو ته بايد واضحه وي، څرنګه چې د شرعي حدودو او له جملې یې د قصاص د حد تطبيق د اسلامي شريعت يو غيرې قابل انکار برخه او په شرعي نصوصو کې «ژوند» ياد شوی او عملي انساني تجربو يې هم د عدالت او ټولنيز نظم د تامين په برخه کې موثريت ثابت کړی. د افغانستان اسلامي امارت چي یو اسلامي نظام دی، د قصاص د حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.”
بهرنیو چارو وزارت په یاده خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرې مسولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی، چې په راتلونکي کې باید په جدي ډول ځان ترې وساتي.
اوزبیکستان ته د کرنې وزیر سفر؛ د اوبولګولو د میکانیزه کولو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا هوکړه کړې
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ښار ته تللی او هلته یې د اوبو د تنظیم او اوبولګولو له یوه تخصصي ښوونځي او انستیتوت څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال هم د افغانستان د کرنې له وزیر سره مل و.
د دواړو هېوادونو پلاوو د یاد روزنیز مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د اوبو د سپما او د اوبولګولو د میکانیزه کولو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا هوکړه کړې.
یاد ښوونځی چې د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، زدهکوونکو ته د تحقیق او ترویج په فارمونو کې نظري او عملي زدهکړې ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرنې وزارت هم پر ورته طرحه کار کړی، چې کانسپ یې بشپړه شوې او د پلي کېدو لپاره یې د اوزبیکستان د همکاریو غوښتنه کړې.
د اوزبیکستان مسولینو په دې برخه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.
همداراز، د کرنې وزیر او ورسره پلاوي د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره له جوړ شوي یوه چکدم څخه هم لیدنه کړې.
کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې غونډه جوړېږي
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې نن (چهارشنبه، د وري ۲۷مه) کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې غونډه جوړېږي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، د پاکستاني پلاوي مشري به د یاد هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغانستان له لوري مشري به د دفاع وزارت مرستیال ښاغلی ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.
د نوموړي په وینا؛ په یاده غونډه کې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په دې غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار کابل ته را رسېدلی دی.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۶۰۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۲۳۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۷۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۱۰۲ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون ،۷۲۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲۶ کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۸۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۷۷۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۹۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۹ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۲۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱۱ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۶۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې درې زره او ۷۵۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۶۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۵۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۲۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۴۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۴۴۳ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۱۸۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۶۶ کورنۍ او پینځه زره او ۲۶۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: یو زر او ۳۸۵ کورنۍ او اووه زره او ۵۷۴ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۲۷۰ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او ۵۳۲ عدده
کندوز کې د څه باندې ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول تله فعاله شوه
د ټولګټو وزارت وايي؛ د دې وزارت له لوري د کندوز ولایت په دشت ابدان سیمه کې د سړک تخریب د مخنیوي په موخه د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه یوه پایه تله نصب او د یاد ولایت د ټولګټو رییس ملا عبدالخالق حقمل په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دې تلې د رغولو چارې تېر کال د میزان په میاشت کې د څه باندې ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې وې، چې دا مهال یې چارې بشپړې او رسما یې په فعالیت پیل وکړ.
په دې سره به د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د اسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.
