ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 652

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسولینو سره د ترکیې کلتوري استازي لیدنه؛ د کتابتونونو پر غني کېدو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي؛ په افغانستان کې د ترکیې کلتوري استازي محمد امره الپای د دې وزارت اړوند د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه کړې.

 د دې لیدنې پر مهال د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمت‌الله منتظر، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او کلتوري اتشو رییس شفیق احمدزي او د یاد ریاست امرینو شتون درلود.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستانه اړیکو ترڅنګ د کتابتونونو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار شوي.

د ترکیې کلتوري استازي محمد امره الپای د عامه کتابتونونو رياست د فعالیتونو ستاینه کړې او د لا ډېرو همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

همدا راز نوموړي د کتابتون له بېلابېلو تالارونو هم لیدنه کړې او د جریدو او مجلو تالار د سمبالښت په برخه کې یې د مرستې ژمنه کړې ده.

د لیدنې په پای کې الپای ته د عامه کتابتونونو ریاست له خوا یو شمېر کتابونه هم ډالۍ شوي دي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په غزه تړانګه کې لا هم د اسرائیلي یرغلګرو مرګوني بریدونه دوام لري.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې ښايي اوس بشري وضعیت د تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی وي.

اسرائیلي یرغلګرو د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا پر غزه مرګوني بریدونه پیل کړي او شپږ اونۍ کېږي، چې غزې ته تلونکې بشري مرستې یې بندې کړې دي. دا د جګړې له پیله د بشري مرستو تر ټولو اوږد بندیز ګڼل کېږي.

اسرائیلي یرغلګر د غزې له کلابندي د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، تر څو حماس اړ کړي، چې د اوربند د لومړي پړاو غځولو ته غاړه کېږدي. د غزې د اوربند لومړی پړاو د مارچ په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی دی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ زره فلسطینیان شهیدان او ۱۱۶ زره او ۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

تېر کال کندهار کې نږدې ۲۳۵ زره پیژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې ۲۳۴ زره او ۸۹۷ کسانو ته پیژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۸۹ زره او ۱۳۸ یې الکترونیکي او ۴۵ زره او ۷۵۹ یې کاغذي پیژندپاڼې دي.

همدارنګه یې دوه زره او ۹۶ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړینو او طلاق) د ثبت خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ ۱۷ زره او ۷۴۰ نورو کسانو ته د تابعیت تذکرو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

 د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي سید‌ نور احمد سعید ویلي؛ په دې ولایت کې د اسان خدمت مرکز سربېره د الکترونیکي تذکرو درې وېش څانګې فعالې دي، چې د نویو الکترونیکي تذکرو د وېش ترڅنګ، په اسان خدمت مرکز کې، چې د کندهار ښار په ۱۴مه ناحیه کې موقعیت لري، تر وېش وروسته (د پیژندپاڼې نوې کول، د زېږونونو، ودونو او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم فعال دي.

 له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د یو زر او ۱۰۴ معیاري فورمو له‌ لارې اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره شریک شوي دي.

همدا راز له بازار څخه یې د ۲۹۴ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې راټولې کړې دي.

 پر دې سربېره تېرکال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه؛ د افغانستان روغتیا سروې په بشپړ ډول له پلي‌کېدو هر اړخیزه څارنه شوې او ترڅنګ یې په دریو ولسوالیو دامان، میوند او پنجوايي کې د پنبې نبات سروې هم ترسره شوې ده.

زلمی خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو ایستلو تر چتر لاندې افغانستان ته داعش ولېږي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې ښايي پاکستان د کډوالو د ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولېږي.

نوموړي پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي: “باخبره خلک وايي، دوی دا اندېښنه لري چې ښايي د پاکستان اداره د افغان کډوالو له ایستلو افغانستان ته د داعش ترهګرو د لېږد لپاره ګټه واخلي. زه هم همدا اندېښنه لرم.”

د ښاغلي خلیلزاد څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې ځای لري او ښایي سیمې ته یو جدي ګواښ وي.

زابل کې شپږ کلنه بدي پای ته ورسېده

د زابل والي مولوي حزب الله افغان په هڅو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي محمد کريم سحر اخوندزاده، علماوو شورا استازو، قومي مشرانو او ځايي اوسيدونکو په منځګړيتړب مرکز قلات کې د ځکمې د ملکيت پر سر را پورته شوې ۶ کلنه دُښمني پای ته ورسېده او ښکېل اړخونه د مسولينو له لوري سره غاړه غړۍ شول.

د دې شخړې پرمهال له دواړو لوريو دري تنه ټپيان شوي او د شپږ کلونو په موده کې ورته ګڼ مالي زيانونه رسېدلي وو، چې د مسولينو له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې تري د ژمنې اخيستو ورورسته عادلانه فيصله وشوه، حق حقدار ته وسپارل شو، چې په همدې سره يې يو بل ته په بښنې کولو سره د خوښۍ ژوند پيل کړ.

د روغې جوړې د يادو مراسيمو په پای کې د زابل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي محمد کريم سحر ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې هره لويه او وړه شخړه به يې په سوله ييزه توګه هواروي او زیاته يې کړه، چې خلکو ته به د ارام ژوند زمينه برابروي.

اسلامیک ریلیف سازمان: افغان کډوالو د پاکستاني پولیسو د جبر او زور زیاتي له امله خپل هر څه پریښي

اسلامیک ریلیف مرستندویه سازمان په یوه راپور کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج نوې څپه دردونکې بللې او ویلي یې دي، افغان کډوال د پاکستاني پولیسو د ظلم او جبر له امله اړ شوي، چې د کور توکي، پیسې او کاروبار پرېږدي او خالي لاس افغانستان ته ولاړ شي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې له پاکستان څخه زرګونه افغان کورنۍ په زور او یوازې په یوه جوړه جامو کې ایستل شوې او خپل هر څه ترې پاتې دي.

ورته مهال راستانه شوي هېوادوال وايي، چې پاکستاني پولیسو یې د کور توکي او نغدې پيسې اخیستي او په وهلو یې له کورنو را ايستلي او په زوره يې را اړولي دي.

د اسلامیک ریلیف مرستندویه سازمان داسې مهال دا راپور خپور کړی، چې هره ورځ سلګونه افغان کورنۍ د تورخم، پکتیا، پکتیکا، خوست، سپين بولدک او هرات له لارو په جبري ډول افغانستان ته را ایستل کېږي.

د سترې محکمې قاضي القضات فراه ته سفر کړی

د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د يوه پلاوي په ملتيا فراه ولايت ته سفر کړی.

شيخ عبدالحکيم حقاني په دغه سفر کې فراه ولایت د مرافعه او ښاري ابتداییه محاکمو له ریيسانو، د مرافعه او ښاري ابتدایيه محاکمو دېوانونو له ریيسانو او غړو، د یاد ولايت له والي، علماوو شورا او نورو امارتي ادارو له مسولينو سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې د محاکمو د فعالیتونو، حقوقي او عدلي چارو، د دوسیو د حل او د قضایي بهیر د شفافیت په اړه تفصیلي خبرې کړ دي.

د لیدنې په دوام شيخ عبدالحکيم حقاني اړوندو مسولینو ته د اسلامي عدالت د پیاوړتیا، د بنديانو د دوسیو د تعقیب، د قانون حاکمیت او د محاکمو د ستونزو د حل په موخه اړینې سپارښتنې کړی دي.

په دې غونډه کې د فراه ولايت د نورو امارتي  ادارو مسولینو ژمنه کړې، چې له محاکمو سره به خپله هر اړخیزه همکاري کوي.

دغه راز د سترې محکمې د رییس او قاضي‌القضات د سفر نورې موخې د محاکمو د چارو ارزونه، څارنه او د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لا پیاوړتیا وه.

د یادونې وړ ده، چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې نظامي مرستيال شيخ خيرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دارالانشا عمومي رییس مفتي عبدالرشید سعيد او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریيس مولوي محمد جمعه فیضاني د سترې محکمې د ریيس او قاضي القضات شتون درلود.

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د ملي پراختیا د ستراتيژۍ مسوده تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو بدلونونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږد مهاله سند دی چې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.

دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری لري چې موخې یې (د اسلامي شریعي قانون ټینګښت، د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ارضي تمامیت او اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه‌والی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی) ښودلې شوې دي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې، څو د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله‌ګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو پروژې د ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې ونیسي.

د غونډې په پای کې د خصوصي سکټور له لوري د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو او د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې هم تایید شوې. د یادو طرحو له مخې به خصوصي سکټور په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو په موخه ۲۰۹ میلیونه افغانۍ او په غزني ښار کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه چې ۵۱۱ دوکانونه به ولري، ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

یاد موضوعات د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شول.