تېر کال نیمروز کې څهباندې ۶۷ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ لمريز کال کې ۶۷ زره او ۷۵ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۳۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې ، ۱۵ زره او ۴۳۲ کاغذي پېژندپاڼې ، دوه زره او ۷۶۸ کسانو ته د ژوند پېښو (یو زر او ۸۴۲ زېږون کارت، ۲۶۲ د مړینو پارچې، ۶۵۰ ودونو او ۱۴ طلاق) د ثبت خدمتونه او ۱۷ زره او ۲۷۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي مثنی بلوڅ ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه، د انځور نوې کول او د کارت پر مخ اصلاحات) خدمتونه فعال دي او هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات له ۶۰ دولتي او خصوصي بنسټونو څخه راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.
سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب، د پنبې او د افغانستان روغتیا سروېګانو د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.
د سپین بولدک په ګمرک کې د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړې لاره پرانیستل شوه
د مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د کندهار ګمرک رییس مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر کړی او هلته یې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې څارلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، د سپین بولدک په ګمرک کې له پاکستان څخه په زور د را ایستل شویو هېوادولو له پاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
پخوا به راستنېدونکي کډوال مکلف ول، چې د راتګ پر مهال ګمرکي پارچه واخلي، کومه چې به د دوی د سر ګردانۍ سبب ګرځېدله.
اوس مهال د مسولینو په لارښوونه د یادې پارچې اخیستل لغوه شوي او ترڅنګ یې د راستنېدونکو ګډوالو له پاره په دغه ګمرک کې ځانګړې لاره پرانیستل شوې ده؛ څو ګډونوالو ته د هوسا ستنېدنې زمینه برابره شي.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د ګمرکونو لوی رییس هم تورخم ګمرک ته سفر کړی و او هلته یې د راستنېدونکو ګډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې څارلې او د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې اړوندو مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې وې.
شیخ حمدالله نعماني: راستنېدونکو کډوالو لپاره دې ژر تر ژره د دایمي استوګنې زمینه برابره شي
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو عملیاتي چارو کمېټې مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړې د کمېټې مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف د ترسره شویو چارو او تر لاس لاندې چارو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړي او د ځینو نورو چارو د ترسره کېدو په موخه یې د همکارۍ او لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزیر د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په چارو کې پر زیاتې چټکتیا او زمینې برابرولو ټینګار کړی.
شیخ حمدالله نعماني ویلي، په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو له شته ظرفیتونو دې هم ګټه واخیستل شي او په هممهاله توګه دې څو ځایه چارې روانې شي.
همدارنګه په یاده ناسته کې یو شمېر هغه ولایتونه هم په ګوته شوي؛ چې ځمکې یې ځانګړې، د لېږد پروسه یې ترسره شوې، سروې یې ترتیب او پلان یې جوړ شوی او وېش ته چمتو دي.
په ورته مهال عملیاتي کمېټې ژمنه کړې؛ چې چارو ته به نوره چټکتیا هم ورکوي، ټیمونه به استوي او له هرې ممکنه لارې به کار واخلي، ترڅو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې په کم وخت او شته امکاناتو ډېرې چارې ترسره کړي او هېوادوالو ته د دایمي مېشتېدو زمینې برابرې کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له نوي رییس سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په شتون کې، په افغانستان کې د کار نړیوال نړیوال سازمان له نوي رییس ټیټي هبیاکاري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د غوره کار د ترویج، کارموندنې، د فني او حرفوي زده کړو پراختیا، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کار بازار د لا ښهوالي په اړه خبرې کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ویلي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، ترڅو په هېواد کې د مختلفو لارو چارو څخه په استفادې د بېکارۍ کچه راټیټه، د ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته او له هېواد څخه بهر په قانوني توګه د افغان ماهر کاریګرو د لېږد زمینه برابره کړي.
ملا عبدالمنان عمري همدا راز د کار نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، په د هېواد په مختلفو سیمو کې خپلې پروژې پلي کړي.
مولوي محمدزاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې ویلي؛ د افغان کارکوونکو ظرفیت لوړول، د کار اړوند تقنیني اسنادو پلي کول او په دې برخو کې له نړیوالو ادارو سره همغږي زموږ لپاره مهم لومړیتوبونه دي او د دې موخو د ترلاسه کېدو لپاره اړینه ده، چې ټولې خواووې په ځانګړې توګه د کار نړیوال سازمان د دې وزارت سره نږدې همغږي ولري.
په پای کې ټیټي هیبارکاري په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د خوښۍ سربېره، د دې سازمان د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ ژمنه کړې، چې افغان وګړو ته به د سهولتونو د برابرېدو په موخه له دې وزارت سره به د کار اړوند پروګرامونو او د اړتیا وړ نورو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
د مولوي احمدالله وثیق او کابل کې د روسيې سفير لیدنه؛ د ورزشي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي
په کابل کې د روسيې هېواد سفير دميتري ژيرنوف د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش له لوی ریيس مولوي احمدالله وثيق سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې مولوي احمدالله وثيق، کابل کې د روسيې سفير او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ورزش ودې او وروستيو لاسته راوړنو پر اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړي او د ورزش په برخه کې يې د دوه اړخيزو همکاريو غوښتنه یې کړې.
دغه راز نوموړي ویلي؛ افغانستان او روسيه ښې دوستانه اړيکې لري او هيله يې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه دوستانه اړيکې لا پراخې شي.
همدارنګه د روسیې سفير دا ډول ليدنې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا کې اغيزمنې بللي او ویلي یې دي، موږ يو له بل سره ښې اړیکې لرو او په وینا یې چې له خپلو چارواکو سره به د دوستانه اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د دې ليدنې په پای کې د روسيې سفير او مل پلاوي، په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له ورزشي ميدانونو او ودانیو هم ليدنه کړې.
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکتر عبدالباري عمر په ملتیا له درې تنو بهر مېشتو افغانانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو بهر مېشتو افغانانو ویلي؛ په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د مرستو په راټولولو، علمي او په ټولنیزو چارو کې کار کوي.
دوي زیاته کړې؛ چې په بهر کې استوګن افغانان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او غربي کمپنۍ هم غواړي، چې په افغانستان کې کار وکړي او له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
دغهراز دغو بهر مېشتو هېوادوالو په افغانستان كې د برېښنا، کانونه، ښاري پراختیا او د ګرځندوی سکتور د ودې په حال کې بللي او په وینا یې، اسلامي امارت دې اروپايي وګړو ته د افغانستان د ویزې اخیستلو پروسه ساده کړي.
د ناستې پر دوام یادو کسان وړاندېز کړی، چې اسلامي امارت دې په هېواد کې د ظرفیت لوړولو په موخه د مسلکي کسانو له تجربو ګټه واخلي.
مولوي عبدالکبیر یادو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان د افغانان شریک کور دی او د اسلامي امارت دروازې د ملت پر مخ پرانیستې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي نظام د دښمنې فکر نه لري، هڅې کوي چې افغانستان په پښو ودریږي او ملت ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت له ولسونو سره په اړیکه کې دی، له حکومت څخه یې د رضایت کچه لوړه شوې ده.
د ناستې په پای کې نوموړي یاد شوي وړاندېزونه مهم بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د خپلو چارو پر مخ بیولو لپاره د افغانانو مشورو ته لومړیتوب ورکوي.
بلخ کې د ځمکې او میراث پر سر رامنځته شوې شخړې هوارې شوې
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولینو، ځایي قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب د یاد ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پینځه کلنې او د دولتآباد ولسوالۍ د ميراث درې کلنې شخړې هوارې شوې.
د یادو شخړو له امله ښکېلو خواوو ته د ژور تاوتریخوالي ترڅنګ مالي او جسمي زیانونه اوښتي وو، چې وخت ناوخت به فزیکي شخړې هم رامنځته کېدې.
د یاد وزارت په وینا، د موضوعاتو له دقیقې څېړنې وروسته، په جلاجلا ناستو کې منصفانه پرېکړه وشوه، حق حقدار ته وسپارل شو، او ښکېلې خواوې د پخلاینې له لارې سولهییز ژوند ته راوبلل شوې.
په ورته مهال يادو کورنيو مشرانو د مصلحينو په شوې پريکړه رضايت ښودلی او د اسلامي امارت له مسولينو يې مننه کړې، چې د ولسونو هرې لويې او وړې ستونزې ته رسېدنه کوي.
دوی ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به هيڅ ډول جنجالونه نه جوړوي بلکې د ورورولۍ او خپلولۍ ژوند ته به دوام ورکوي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې نن د ماین پاکۍ نړیواله ورځ ونمانځله
نن د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې نمانځغونډه د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په کوربتوب، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، نړیوالو موسسو مسولینو او په کابل کې د مېشتو سفارتونو د استازو په ګډون پیل شوه.

د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس قاري نورالدین رستمخېل د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال وویل؛ د ټولو (پینځه زره او ۱۴۳) ثبت شویو سیمو څخه تر اوسه درې زره او ۹۹۳ سیمي د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې شوې دي، خو له بده مرغه لا هم یو زر او ۱۵۰ سیمې د ماینونو له ګواښ سره مخ دي، چې باید پاکې شي.
نوموړي ټینګار وکړ؛ چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالې ټولنې له خوا ملاتړ وشي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي وویل؛ د جګړو له امله د هېواد یوه لویه برخه ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده، چې دا مسله د خلکو، په ځانګړې توګه کوچیانو او مالدارانو لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هره ورځ د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله زموږ د هېوادوالو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي او قرباني ورکوي.
ملا نورالدین ترابي د افغانستان د ماین پاکۍ د موسسو څخه مننه وکړه او ویې ویل: ”موږ له دغو موسسو سره د هر ډول همکارۍ چمتووالی لرو او ټول لازم امکانات به ورته برابر کړو. همداراز، له دوی غواړو چې خپل فعالیتونه چټک کړي. “
نوموړي زیاته کړه؛ ماینونه باید له سره ونه کارول شي، خو له بده مرغه د جګړو له امله دا کار شوی دی، نو ځکه باید ماینونه بیا وموندل شي او شنډ شي.
ښاغلي ترابي له ټولو اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې مسول نیکولاس ستیفن وویل، اوس د ماین پاکۍ د پروګرامونو د عملي کولو لپاره تر هر بل وخت ښه امنیتي شرایط برابر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي، له همدې امله باید د عامه پوهاوي برخې ته جدي پاملرنه وشي.
نیکولاس ستیفن له ټولو هغو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره یې ملاتړ کړی دی او د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړ.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد د اقتصادي او کرنیزو ستونزو له جملې څخه دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د یادو سیمو له پاکېدو سره به د اقتصادي ودې، د کارموندنې، د کرنې پراختیا او د هېواد د ځمکو د اغېزمنې ګټې اخېستنې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.
ښاغلي نظري وویل، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره کولی شي د بهرنیو مرستو د راجلبولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او باید له دې ادارې څخه لازم ملاتړ وشي.
نوموړي د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د شړلو په تړاو وویل، سوداګر او پانګهوال دې په دې حساسو شرایطو کې د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مولوي مطیع الحق خالص د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، ماینونه او ناچاوده توکي په هېواد کې یو جدي خطر دی او باید د پاکولو لپاره یې پراخې هڅې او همکارۍ وشي.
نوموړي زیاته کړه؛ ماینونه او ناچاوده توکي د هر ژوندې موجود دښمن دي، او دا موضوع د هېواد د ودې او پرمختګ کچه زیاته اغېزمنه کړې ده.
ښاغلي خالص وویل، له دې فرصته په ګټې اخېستنې سره وایم چې افغانستان په یو وخت له څو ستونزو سره مخ دی او په دا ډول شرایطو کې باید یوازې پرې نهښودل شي.

د ماینپاکۍ د موسسو استازي نثار احمد عمرزي د ماینپاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل؛ افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو له ناورین سره لاس او ګرېوان دی، او موږ دا ورځ په داسې حال کې نمانځو چې دا ناورین لا هم زموږ له خلکو قرباني اخلي، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.
نوموړي څرګنده کړه، د ماینپاکۍ پروګرام هڅه کوي ترڅو د مرسته کوونکو هېوادونو له ملاتړ څخه په ګټې اخېستنې سره دا خطرونه تر ممکنه حده راکم کړي.
ښاغلي عمرزي زیاته کړې؛ که څه هم اوس د ماینونو د پاکولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، خو د تېرو کلونو په پرتله د دې پروګرام ملاتړ راکم شوی دی.
د ماینپاکۍ د موسسو استازي له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې دا بشردوستانه پروګرام باید د سیاسي مسایلو قرباني نه کړي او د ماینپاکۍ ادارو سره پراخ او هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مسلکي مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي وویل؛ د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیان، د رواني خدماتو د کمښت له امله، له رواني ستونزو سره مخ دي، چې د همدې موخې لپاره ورته د رواندرملنې ځانګړي پروګرامونه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ دغه وزارت د نړیوالو سازمانونو په مالي ملاتړ، د هېوادوالو د رواني ستونزو د حل لپاره یو مناسبه تګلاره تر لاس لاندې نیولې ده.
ښاغلي غیاثي څرګنده کړه؛ موږ باید د ماین پاکۍ په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، د ماینونو له خطرونو او رواني پایلو په اړه د عامه پوهاوي جدي پروګرامونه پیل کړو.

کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غلام رضا نجار د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، په ایران کې د ماینونو خطرونو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې ایران او افغانستان دواړه د دې پټ دښمن له امله د زرګونو قربانیانو شاهدان پاتې شوي دي.
غلام رضا نجار زیاته کړه، هیله لرو چې په ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ په ټولو سیمو کې سوله ټینګه شي او د نړۍ له ټولو سیمو څخه د دې پټ دښمن د پاکولو بهیر بشپړ شي.
نوموړي همداراز له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي نجار وویل، تېر کال د ایران یو د ماین پاکۍ ټیم افغانستان ته راغی او اغېزمن پروګرامونه یې شریک کړې او موږ هیلهمند یو چې دا همکاري سږ کال هم دوام ومومي.

د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو په پای کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پوهاوي په اړه یوه تمثیلي ننداره وړاندې شوه، چې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو په اړه یې خلکو ته د پوهاوي پیغام ورکړ.
دا تمثیلي ننداره د دې پټ خطر د جدي پایلو خپرول و، تر څو عام خلک، په ځانګړي ډول ماشومان او ځوانان له دغو مرګوني وسایلو څخه ځان وساتي.
نږدې راتلونکي کې به د نیله باغ استوګنیزې پروژې د دویم فاز عملي چارې پیل شي
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې له روانو چارو څارنه کړې.
په دې لیدنه کې شیخ حمد الله نعماني د نیله باغ پروژې د ودانیزو چارو پر مخ وړونکي (ایم، سي، سي ۱۹) ساختماني شرکت له رییس لي لونګ سره هم لیدنه کړې او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
دواړو لوریو، د روانو چارو په بشپړېدو، د روان کال په کاري پلان او راتلونکي پلان خبرې کړې دي.
دغه راز، د څارنې په بهیر کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې د دویم فاز د عملي چارو د پیلولو په تړاو هم خبرې شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د دغې پروژې د چارو پرمختګ برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په دویم فاز کې مسجد شریف، کلینیک، ښوونځی او نور مهم او اړین ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د مناسب مسکن جوړولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او د منظمو پلانونو د رامنځته کولو له مخې یې ابادوي.
