ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 654

تېر کال فاریاب کې څه‌باندې ۱۸۵ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د فاریاب ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې ۱۸۵ زره او ۱۱۱ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۰۱ زره او ۹۲۱ یې برېښنایي او ۸۳ زره او ۱۹۰ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ ۱۶ زره او ۳۴۶ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړینو، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه وړاندې کړي د دې ترڅنګ ۱۷ زره او ۳۷۳ نورو کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د فاریاب ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالباري انقیادي ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، په لومړۍ وېش څانګه کې چې د میمنې په ښار کې موقعیت لري، له وېش وروسته خدمتونو له ډلې یوازې د کارت پر مخ اصلاحات فعال دي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د غذایي خوندیتوب او د افغانستان روغتیا سروې‌ګانو د پلي‌کېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې او ترڅنګ یې په رغنیزه برخه کې د ساتونکو له‌پاره د خونې، مراجعینو ته د تشنابونو او د استنادي احاطوي دیوال جوړول د یادونې وړ دي.

د سترې محکمې قاضي القضات هرات ته سفر کړی

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د يو پلاوي په ملتيا هرات ولايت ته سفر کړی.

په دې سفر کې د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د مرافعه او ښاري ابتداییه محاکمو له ریيسانو، د مرافعه او ښاري ابتدایيه محاکمو دېوانونو له ریيسانو او محررینو سره لیدنه کړې.

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات ویلي؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو قضایي غړي باید د ابتداییه محاکمو له قضایي غړو سره له اخلاصه ډکې او ښې اړيکې ولري، ابتداییه محاکم دې هڅه وکړې، چې په خپلو پرېکړو کې فرمانونه او د اصولنامو لارښونو په جدي ډول رعایت کړي، ترڅو صادرې شوې پرېکړې په تکراري ډول نقض نشي.

شيخ عبدالحکيم حقاني ټينګار کړې؛ چې په رسمي وخت کې پر خپلو دندو حاضر اوسئ، دندو ته د بنسټیزو او رسمي چارو په سترګه ګورئ او ځانونه مو په رسمي وخت کې په غير رسمي او نور چارو مه مصروفه کوئ.

دغه راز نوموړي ويلي؛ قضایي غړي دې هڅه وکړي چې خپلو دندو ته نږدې د اوسېدو ځای غوره کړي، له مراجعينو سره نېک، نرم او غوره چلند ورکړي، د تحقيقاتو پر مهال دې له مدعي او مدعي عليه څخه په ښه ډول معلومات تر لاسه کړي، ترڅو مدعي او مدعي عليه خپل اظهارات وړاندې کړي او د تحقيقاتو په جریان کې دې د دعوې د طرفينو اسناد په دقيق ډول ارزوي.

د سترې محکمې قاضي القضات د محاکمو ریيسانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسو باید په محبسونو کې همېشه د بنديانو په اړه هر اړخېز معلومات ولرئ، د بنديانو د برخليک په اړه شريعي فيصلې صادرې کړئ، د هغوی د اوسېدو ځای، اطاقونو او خوراکي توکو په اړه معلومات تر لاسه کوئ، ځکه د بنديانو مسوليت د قضاتو په غاړه ده.

د غونډې په وروستيو کې د هرات ولايت مرافعه محکمې ریيس شيخ محمود ابوالفيض د یاد ولايت اړوند د محاکمو د اجرااتو، د بنديانو وضعيت معلومولو، د عمومي محبس او توقيف خونو څخه د ليدنې په اړه د سترې محکمې رییس او قاضي القضات ته ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې نظامي مرستيال شيخ خيرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دار الانشا عمومي رییس مفتي عبدالرشید سعيد او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ رياست رییس مولوي محمد جمعه فیضاني د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات ګدون درلود.

افغان پلاوي قطر کې د پولیو د له‌منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډون کړی

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډونوالو ته وینا کړې.

په دې کنفرانس کې په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین، د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن، د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار (GPEI) استازو او روغتیا پالانو شتون درلود.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال یاد کنفرانس د افغانستان روغتیايي سکټور د موجوده حالت په اړه د نړیوالو روغتیايي شریکانو سره د بحث او همغږۍ لپاره مهمه زمینه بللې او ویلي یې دي؛ اوس په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی دی او په کار ده، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړې؛ روغتیايي خدمتونه با کیفیته شي او هغه سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، چې له نېکه مرغه د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې برخو بنسټیز کار پیل کړی، تر څو روغتیايي سکټور د ښه والي ترڅنګ په تدریجي ډول د ځان بسیاینې لور ته یوسي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ويلي؛ تر ټولو مهمه دا ده چې ښه همغږي ولرو، تر څو په یوه سیمه کې د ورته خدمتونو له وړاندې کولو څخه مخنیوی وشي او منابع په مؤثره توګه مصرف شي.

اسلامي امارت د نړیوالو، داخلي او بهرنیو موسساتو سره پوره همکار دی، تر څو په ګډه وکولی شو له افغانستان څخه د پولیو ناروغي محوه کړو او له پولیو څخه پاک افغانستان ولرو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د واکیسن پوښښ پراخ او پر روټین او اوټریچ واکسین باید تمرکز زیات شي.

نوموړي همداراز، له ګډونوالو غوښتي، چې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغانان هم باید له پامه ونه غورځول شي او دې برخې ته هم باید لازمه پاملرنه وشي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان بانک لاسته راوړنې؛ معقول پولي سیاستونه طرح او پلي شوي

په ۱۴۰۰ لمریز کال د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ټولې ادارې له یو لړ ستونزو سره مخ شوې، خو د اسلامي امارت مشرتابه پرله‌پسې او جدي کار وکړ، تر څو ټول سیسټم بېرته په اغیزمن ډول فعال، موقتي ځنډېدلي کارونه بېرته پيل او دولتي ادارې خپلې چارې پیل کړي.

د افغانستان بانک او بانکي سکټور هم له دې ستونزو خوندي نه و، خو د یاد بانک د رهبرۍ غوره او مدبرانه کړنې د دې لامل شوې، چې ټولې چارې بېرته په ښه ډول مدیریت شي او د افغانستان بانک د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان بانک د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ګڼې لاسته راوړنې درلودې. افغانۍ یې د سیمې او نړۍ په کچه په ارزښت لرونکي پولې واحد بدله کړه، انفلانسیون یې کنټرول کړ، بانکي سکټور ته یې پراختیا ورکړه، پر بانکي حسابونو یې محدودیتونه کم کړل، اسلامي بانکوالي یې رامنځته کړه، نوي بانک‌نوټونه یې چاپ او زاړه یې راټول کړل او بې‌شمېره نورې اسانتیاوې یې رامنځته کړې.

له یادو لاسته‌راوړنو په لنډو ډول د ځینو یادونه کوو:

۱- د معقولو پولي سیاستونو طرح او پلي کول

  • د افغانۍ ارزښت ساتنه: د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه کړې ده او دا مهال افغانۍ د سیمې د هېوادونو په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ځای لري.
  • د انفلاسیون کنټرول: د افغانستان بانک د مناسبې پولي سیاستونو له امله، د انفلاسیون کچه په مطلوب حد کې ساتل شوې، چې له دې سره د توکو بیې کنټرول شوې او د عامو خلکو د پېرودلو ځواک لوړ شوی دی.

۲- د بانکي سکتور ثبات او پراختیا:

  • د بانکي سکتور پراختیا: د افغانستان بانک د بانکوالۍ سکټور د پراختیا لپاره اساسي اقدامات کړي، چې له مخې یې د هېواد په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې بانکي خدمات پراخ شوي او نوي بانکي څانګې او غرفې پرانیستل شوې دي.
  • د بانکونو پر حسابونو محدودیت کمېدل: د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په سوداګریزو بانکونو کې د هېوادوالو پر امانتونو یو شمېر محدودیتونه رامنځته شوي وو، چې د افغانستان بانک له ژمنې سره سم په تدریجي ډول یاد محدودیتونه راکم شول او په نویو حسابونو هېڅ ډول محدودیت نشته. سربېره پر دې په سوداګریزو بانکونو کې د هېوادوالو لپاره د حساب پرانیستلو شرایط ډېر اسانه شوي دي.
  • د افغانستان بانک یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې لګول شوي محدودیتونه به په کامله توګه لیرې شي.

۳- اسلامي بانکوالۍ ته د بانکي سیستم اړول

  • اسلامي بانکوالۍ ته د سوداګریزو بانکونو اړول: د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د ترویج لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي، چې له مخې به یې ټول سوداګریز بانکونه په تدریجي ډول اسلامي بانکوالۍ ته واړول شي.
  • افغانستان بانک وايي، چې تر اوسه دوه سوداګریز بانکونه په بشپړ ډول اسلامي شوي دي. د سود پر ځای د اسلامي معاملو ترویج: په نورو بانکونو کې هم مالي معاملات له سود پرته د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره کېږي او مشتریان کولای شي اسلامي مالي خدماتو ته لاسرسی ولري.

۴- د نويو بانک‌نوټونو چاپ او د زړو بانکنوټونو راټول

  • د نويو بانک‌نوټونو چاپ: په یاده موده کې د افغانستان بانک نوي بانک‌نوټونه چاپ او هېواد ته یې را لېږدولي. دا بانکنوټونه د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره او اړتیا ته په کتلو بازار ته تزریق کېږي.
  • د زړو بانک‌نوټونو راټولول: مندرس او له کاره لویدلي بانک‌نوټونه راټول شوي، له بازار څخه ایستل شوي، او پر ځای یې نوي بانک‌نوټونه بازار ته عرضه شوي دي.

۵- د سیسټمونو وصلول

  • د نړیوالو بنسټونو له لوري بند شوي سیسټمونه بیا فعالول: د افغانستان بانک د مالیې وزارت له سیسټمونو سره ټول هغه سیسټمونه بیا وصل کړي، چې له فتحې وروسته د نړیوالو بنسټونو له لوري بند شوي وو. په دې سیسټمونو کې د افغانستان بانک د بین البانکي سیسټمونو سره د مالیې وزارت اسیکوډا، افمس، سیګتاس او نور شامل دي.
  • د داخلي متخصصینو له لوري نوی پرمختګ: د دې بندیزونو له امله، د افغانستان بانک داخلي متخصصینو د بانک ټول بنسټیز سیسټمونه له سره جوړ کړي، چې اوس د افغانستان بانک خپل ملکیت دی او هېڅ ډول اضافي لګښت نه پرې راځي.
  • د (AfPay) کارت معرفي او پراختیا: د افغانستان بانک د خپلې نوې طرحې له مخې د AfPay کارت معرفي کړی، چې اوس د خلکو لپاره د استفادې وړ دی. هغه کسان چې دا کارت ولري له یوه حساب څخه بل ته پیسې لېږلی، خپل حساب کتلی، د برېښنا او نور بلونه تحویلولی او په پاس ماشینونو کې ګټه ترې اخیستی شي.
  • د ATM ماشینونو سره وصل کېدل: دا کارت اوس په ټولوATM ماشینونو کې له محدودیت پرته د استفادې وړ دی، چې د برېښنایي بانکوالۍ پراخېدو کې مرسته کوي.
  • د نغدي پیسو پر ځای ډیجیټلي تادیاتو ته لاره هوارول: د AfPay کارت د پراخېدو له برکته، خلک کولای شي پرته له نغدو پیسو، د برېښنایي بانکوالۍ له آسانتیاوو ګټه واخلي، چې دا د مالي سیستم د عصري کېدو او روڼوالي لپاره مهم ګام دی.

۶- د صرافیو او پولي خدمتونو تنظیم

  • د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو رسمي جوازونه: د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیت تنظیمولو په برخه کې اصلاحات رامنځته کړي، چې له مخې یې ټولې صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه مکلف شوي، چې د افغانستان بانک رسمي جواز ولري.
  • د صرافیو قانون تصویب: د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د څانګې قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري توشیح شوی، چې له مخې یې د صرافانو فعالیتونه تنظیم شوي او قانوني چوکاټ ته راوستل شوي دي.
  • جوازونه: تر دې دمه څه باندې ۲۴۰۰ صرافیو، د پولي خدمتونو شرکتونو او نمایندګیو ته د فعالیت جوازونه صادر شوي، چې د دې سکټور شفافیت او قانونیت زیاتوي.
  • د ناقانونه صرافیو مخنیوی: د افغانستان بانک د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هغو صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو مخه نیولې، چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه لرل.

۷- د کوچنیو مالي موسسو تنظیم او څارنه

  • د کوچنیو مالي موسسو لپاره د نظارت نوی سیستم: مخکې له دې، د وړو تمویلاتي موسساتو هېڅ ډول رسمي نظارت نه کېده، خو اوس د افغانستان بانک د دې موسسو لپاره مشخص چارچوکاټ رامنځته کړی.

۸- په نړیوالو کنفرانسونو کې فعال ګډون

  • په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان بانک استازیتوب: د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د اسلامي بانکوالۍ، پولي سیاستونو او بانکي سکتور اړوند نړیوالو کنفرانسونو کې فعاله ونډه اخیستې.
  • له نړیوالو مالي بنسټونو سره اړیکې پراخول: د دې کنفرانسونو له لارې، د افغانستان بانک توانېدلی، چې له بېلابېلو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره اړیکې پراخې کړي او د افغانستان د مرکزي بانک حیثیت ته لا ډېره وده ورکړي.

۹- رونټیا او حساب ورکول

  • د افغانستان بانک له رسنیو سره ښې او فعاله اړیکې ساتلې. دا اړیکې د مطبوعاتي کنفرانسونو، ځانګړو مرکو، خبري کلیپونو، په زونونو کې د عامه پوهاوي ورکشاپونو، خبرونو، اعلامیو او خبرتیاوو د خپرولو له لارې لا پیاوړې شوې دي.
  • د افغانستان بانک د رسنیزو فعالیتونو له لارې، عامه پوهاوی پراخ شوی، د بانکي سکتور د پرمختګونو، پولي سیاستونو او اقتصادي ثبات اړوند تازه معلومات له خلکو سره شریک شوي او د عامه باور د لوړولو لپاره اغېزناک ګامونه اخیستل شوي دي.
  • دغه هڅې نه یوازې د خلکو پوهاوی زیاتوي، بلکې د بانک او رسنیو ترمنځ د متقابل تفاهم او همکارۍ زمینې هم پراخوي، ترڅو معلومات په شفاف، دقیق او مسلکي ډول عامو خلکو ته ورسیږي.
  • د افغانستان بانک ژمن دی، چې دا همکارۍ نورې هم پراخې کړي او له رسنیو سره د اقتصادي او مالي مسایلو په روښانه کولو کې خپل رول لا قوي کړي.

پایله

پورته ذکر شوې لاسته راوړنې په لنډ ډول د افغانستان بانک د ژمنو، معقولو پولي سیاستونو او د بانکي سکټور د پراختیا په برخه کې د ترسره شویو اصلاحاتو څرګندونه کوي.

د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد اقتصادي ثبات، د بانکوالۍ سکټور د پراختیا او اسلامي بانکوالۍ ودې ته دوام ورکړي، ترڅو د افغانستان مالي او بانکي سیسټم پیاوړی، باوري او له نړیوالو معیارونو سره برابر وساتي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو یو زر او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۶۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۸۶۹ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۶۹۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳۰ کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۴۵۰ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته دوه زره او ۱۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵۹ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۹۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۴۰۲ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې څلور زره او ۳۳۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۲۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۶۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۸۳ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې او شپږ کورنۍ د پکتیکا انګور اډې کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۸۲ کورنۍ او درې زره او ۲۳۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶۸۵ کورنۍ او درې زره او ۸۶۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   یو زر او ۵۷۹ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۹۴۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  دوه زره او ۶۷۲ عدده

د کرنې وزیر تاشکند کې د اغېزمن اوبولګولو سیسټمونو د تولید له کارخونې څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی، د دې هېواد په پلازمېنه تاشکند ښار کې د اوبولګولو د وسایلو او عصري ټکنالوژیو له یوې سترې کارخونې څخه لیدنه کړې.

یاده کارخونه د اوبولګولو معیاري پايپونه، د اوبو پمپونه او نور اړوند سیستمونه تولیدوي.

دغه راز، دا صنعتي مرکز د خاورې د اصلاح لپاره هم ځانګړي پایپونه تولیدوي، چې د کارخونې د مسولینو په وینا، د خاورې د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري او بزګرانو ته په مناسب قیمت وړاندې کېږي.

د کرنې وزیر د اوزبیکستان د کرنې له وزارت څخه د همکاریو مننه کړې او د کارخونو مسولینو یې افغانستان ته د پانګونې لپاره رابللي دي.

نوموړي ډاډ ورکړی؛ چې د کرنې وزارت به د یاد شرکت مسولین د افغانستان له خصوصي سکتور سره وصل کړي، څو د اوبولګولو د سیستمونو د عصري کولو په برخه کې د همکاریو زمینه برابره شي.

د کارخونې مسولینو د کرنې وزیر هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې د اوبولګولو سیستمونو د ښه‌والي، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اوبو د اغیزمن استعمال په برخه کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې مولوي عطاالله عمري او ورسره پلاوي د سفر په ترڅ کې له یو شمېر نورو کارخونو، د سبو له شنو خونو، د مېوو له بڼونو او نورو کرنیزو او اوبو پورې اړوندو تاسیساتو هم لیدنه کړې ده.

تورخم کې راستنېدونکو کډوالو ته د چارو اسانتیا په موخه لارښود پاڼې چاپ شوي

د تورخم بندر له لارې هېواد ته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د خدماتو د اسانتیا او عامه پوهاوي په موخه، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د لارښود ځانګړې پاڼې چاپ شوي.

د یادې کمېټې ځایي مسول محمد صدیق‌الله قریشي بدلون وايي؛ دغه لارښود پاڼه به په فرضي کرښه کې هرې راستنېدونکې کورنۍ ته ورکول کېږي، څو د خپلو چارو د پرمخ وړو پر مهال له اړینو معلوماتو برخمنې شي.

ښاغلي قریشي زیاته کړې؛ د کورنیو ستونزو ته د رسېدنې او د معلوماتو شریکولو لپاره یې په فرضي کرښه کې معلوماتي لیکنې کړې دي او څلور ټيمونه یې هم ګمارلي، تر څو کورنیو ته پر خپل وخت دقیق معلومات ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ښه تنظیم، پوهاوي او د خدماتو د اسانتیا لپاره په تورخم ښارګوټي کې دغه ډول لارښود پاڼې چاپ او وېشل کېږي.

مولوي عبدالکبیر: راستنېدونکو کډوالو ته په ولایتونو کې د ښارګوټو لپاره ځمکې ځانګړې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر په دو جلاجلا ناستو کې د څو ولایتونو له علماي کرامو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې علماوو او قومي مخورو د افغان کډوالو پر ستونزو او ځینو وړاندېزونو خبرې کړي او ویلي یې دي، اسلامي امارت په لنډ مهاله ښارګوټو کې د کډوالو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې دي.

دوی وړاندېز کړیی، چې اسلامي امارت دې د کډوالو لپاره د استوګنې په دایمي ښارګوټو کې د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل کړي.

یادو مخورو او علمای کرامو د یو لړ ستونزو حل په موخه سلا مشورې او وړاندېزونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت له توپـیر پرته راستنو شویو افغانانو ته د استوګنې ځمکې په نظر کې نیولې دي او هڅې روانې دي، چې په ولایتونو کې ژر د ښارګوټو ځمکه ځانګړې او د وېش لړۍ یې پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ولسونو ستونزو ته پاملرنه لري او د شته امکاناتو پر مټ به ورته حللارې ولټول شي.

د مولوي امیرخان متقي او د قزاقستاني پلاوي لیدنه؛ د سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د قزاقستان هېواد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر دکتور یرکین توکوموف په مشرۍ او په کابل کې د قزاقستان سفارت د شارژدافیر په ملتیا د دغه هېواد یوه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له قزاقستان څخه مننه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د واقعیتونو پر بنسټ اړیکې پالي.

مولوي امیرخان متقي ویلي؛ افغانستان، قزاقستان ته د نژدې ملګري هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا نور هم پراخ شي.

د نوموړي په وینا، افغانستان هیله لري چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ د سیاسي اړیکو کچه د اوس په پرتله نوره هم لوړه شي.

د پلاوي مشر توکوموف په خپلو خبرو کې د دغه سفر یوه موخه د افغانستان ځمکني واقعیتونه د قزاقستان ولسمشر او ولس ته منعکسول ښودلي او ویلي یې دي، چې د دغه سفر پر مهال یې د افغانستان د وضعیت په اړه خورا مثبت اغېز اخیستی دی.

د نوموړي په خبره، د قزاقستان ولسمشر د افغانستان مسایلو ته ځانګړې پاملرنه لري او همدا لامل دی چې اوسمهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې او پراخ تعامل لري.

په دې لیدنه کې له افغانستان سره د بیارغونې او زېربناوو د جوړونې، د قزاقستاني متخصصینو له تجربو څخه د ګټي اخستني، کرنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو کې د همکاریو، برېښنایي حکومتولۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.