د کابينې ۱۹مه غونډه؛ راستانه شويو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پر چټکتيا خبرې شوي
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۱۹مه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۴۶ سپوږميز کال د شوال المکرم ۱۶مه/ وري ۲۵مه نېټه) ترسره شوه، چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې شوي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د هېواد په مهمو، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو خبرې او پرېکړې شوي دي.
د کابينې په دې غونډه کې د کډوالو عالي کمېسيون ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد په هغو ولايتونو کې چې د کډوالو لپاره په کې ښارګوټو ته ځمکې تثبيت شوي دي، مستحقو او په شرايطو برابرو راستانه شويو کډوالو لپاره دې د ځمکو د وېش لړۍ پيل شي، ترڅو د ځان لپاره د سر پناه کارونه پيل کړي.
همدا راز د ياد کمېسيون ټولې کمېټې مکلفې کړل شوي، چې د راستانه شويو کډوالو اړوند خپلو چارو ته پاملرنه وکړي او په تثبيت شويو ښارګوټو کې خپلې دندې ترسره کړي.
په دې غونډه کې د احصایيې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې، چې په ایران هېواد کې مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یو ټیم ولیږي، تر څو خپلو هېوادوالو ته د پیژندپاڼو او پاسپورټ اخیستلو، تعلیم کولو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.
تېر کال لغمان کې څهباندې ۷۲ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۷۲ زره او ۲۵ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۲۱ زره او ۱۷۱ برېښنایي پېژندپاڼې ، ۲۶ زره او ۲۸ کاغذي پېژندپاڼې، ۲۲ زره او ۷۹ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمتونه او ۲ زره او ۷۴۷ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالحی حقاني ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه، د انځور نوې کول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم فعال دي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د ۴۵۳ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.
د یادې ادارې په وینا؛ سربېره پر دې تېر کال په یاد ولایت کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب، د پنبې، شولو او د افغانستان روغتیا سروېګانو د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له دوو کورنیو موسسو سره په اړوندو برخو کې د پروژو د پلي کېدو هوکړې کړي
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي؛ د دې ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زینالعابدین عابد، د دوو بېلا بېلو ناستو په ترڅ کې د اړیکو موسسې (TLO) او د خلکو د پرمختګ لار موسسې (PPPO) سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
یاده اداره زیاتوي؛ د اړیکو موسسه به د همدې پروژې پر بنسټ د اقلیمي بدلون د اغېزو، عامه پوهاوي کچې او چاپېریالي ګواښونو په اړه څېړنې ترسره کړي، او د PPPO موسسه به د افغان ځوانانو د پیاوړتیا له لارې د اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې فعالیتونه اجرا او عملي کړي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ دا پروژې چې ټول ارزښت یې ۷۵ زره امریکایي ډالره دی، په ۲۰۲۵ کال کې به د هېواد په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې پلې شي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره په وینا؛ د دغو پروژو موخه دا ده چې د ټولنو، ځوانانو او خلکو تر منځ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د پوهاوي کچه لوړه او عملي اقداماتو ته زمینه برابره کړي.
دغهراز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد ویلي؛ اداره یې ژمنه ده چې د هېوادوالو لپاره د پاک، سمسور او باثباته چاپېریال رامنځته کولو په موخه له بېلابېلو موسسو سره همکارۍ پراخې کړي او اړوندې پروژې تر خپل مستقیم څار لاندې پلي او عملي کړي.
د ټولګټو وزیر او په کابل کې د روسیې سفیر لیدنه؛ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی
د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دیمیتریژیرنوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
لیدنه کې د ټولګټو وزیر، دیمیتریژیرنوف ته د ښه راغلاست سربېره د یاد هېواد له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي؛ افغانستان او روسیه یو له بل سره اوږد مهاله سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.
دغه راز دواړو لوریو د سالنګ تونل د ترمیم، نوي تونل د رغولو او له روسیې هېواد څخه د سړک جوړونې او اوسپنې پټلۍ رغولو د وسایلو، ماشینریو، تجهیزاتو، قیرو او اوسپنې پټلۍ قطعاتو او دې ورته نورو موادو د خریدارۍ په اړه هر اخیزې خبرې کړې دي.
د روسیې سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په یاده برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
په پای کې دواړو لوریو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ټینګار کړی او په پام کې ده، چې د ټولګټو وزارت یو لوړ رتبه پلاوۍ روسیې هېواد ته سفر وکړي.
ملا نورالله نوري: د هېواد یوه ډبره هم د پرديو په لاس کې نشته
د کابل د کوهدامن سیمې اړوند قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو ویلي؛ په افغانستان کې اسلامي نظام او سرتاسري امن دی، موږ به هیچا ته اجازه ور نه کړو چې دا امن اخلال کړي.
دوی دغه راز د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو د یووالي او سوکالي ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د کوهدامن ټول خلګ د دې نظام ملاتړ کوي او خوښ دي چې له یوه ډاډمن امنیت او یووالي څخه برخمن دي.
یادو مشرانو زیاته همداراز ویلي، تېر ۲۰ کاله د خلګو هیڅ هم خوندي نه وو او د حکومت واګې د بل په لاس کې وې.
نوموړو اسلامي نظام د ولسونو د سر سیوری بللی او زیاته کړې یې ده، دوی له مسولینو سره په ګډه د ولسونو ترمنځ قومي شخړې هواروي او د خلګو د یووالي لپاره لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د دې ولس د بې شمېره سرښندونو په نتېجه کې ټینګ شوی او د الله تعالی ﷻ له لوري یوه لویه پېرزوینه ده.
ملا نورالله نوري زیاته کړې؛ د دې نظام د قایمېدو لپاره د دې خاورې ټولو خلکو قربانۍ ورکړې، اوس وخت را رسېدلی چې ستونزې یې واورو او خدمت ورته وکړو.
نوموړي د قومي مشرانو له ستړیاوو په مننې ویلي؛ د هیواد په ټولو ولایتونو کې د همدې متنفذینو په همکاري یاد وزارت د ولسونو ترمنځ سلګونه کورنۍ شخړې حل کړې او د دوی د غوښتنو پر بنسټ د سرحدي او له خدمتونو بې برخې ولسوالیو خلکو ته د پراختیایي پروژو کارونه عملا روان دي، چې دا د دوی د خدمت یوه بېلګه ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې؛ د افغانستان د خاورې یوه ډبره هم د بل چا په لاس کې نه ده، اسلامي امارت پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.
کرېکټ؛ ۱۹ کلنې لوبډلې دویمه بریا خپله کړه
د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام غوراوي سیالیو په دوام افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د هانګکانګ ۷۱ هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
افغان ځوانانو د سیالې هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف په ۱۵م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.
په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۳۰ ناسوځېدلې، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
تېره ورځ هم د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لړ کې عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې افغان ځوانان به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شي.
د مولوي امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې شوي
په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو هر اړخيزې خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو په زور ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له کډوالو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړې او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی او د دې وضعیت د تغیر غوښتنه یې کړې.
د پاکستان د سفارت سرپرست ویلي، چې د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.
په پای کې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو په کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار شوی.
تېر کال بامیان ولایت کې څهباندې ۴۶ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د بامیان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۴۶ زره او ۱۶۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۱۸ زره او ۵۲۶ برېښنایي پېژندپاڼې، لس زره او ۸۴۴ کاغذي پېژندپاڼې ، لس زره او ۲۱۵ زېږون کارتونه، یو زر او ۲۴۱ کسانو ته د کډوالۍ ثبت او پینځه زره او ۳۷ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د بامیان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي خیرالله مبارز ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته مثنی پېژندپاڼه، د انځور نوې کول، د کارت پر مخ اصلاحات او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.
سربېره پر دې تېر کال د یاد ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۱۰۴ نویو کلیو د تثبیت ترڅنګ، د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.
همدارنګه یادې ادارې د سپوږمکیزو انځورونو په مرسته، دوه زره او ۷۳۱ ادرسونه په نقشه کې تثبیت کړي، ۲۷۰ تعلیمي او تحصیلي ادارو او اشخاصو ته احصائیوي معلومات وړاندې کړي او د دې ولایت د معلوماتو د غنيوالي لپاره ۶۱۰ نوې نقطې لکه؛ د دفترونو، موسسو او نورو مهمو ځایونو ادرسونه په معلوماتي سیستم کې ثبت کړي دي.
فوټسال؛ د مرکزی زون سیالۍ د جبل السراج شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د المپیک، تربیت بدنی او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د مرکزی زون پینځو ولايتونو ( پروان، کاپيسا، باميان، دايکندي او پنجشیر) لوبډلو ترمنځ پيل شوې فوټسال سيالۍ د پروان استازې جبل السراج شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
یادې سيالۍ، چې پینځه ورځې وړاندې د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې په جمنازيوم کې پيل شوې وې، په وروستۍ لوبه کې يې د پروان ولايت جبل السراج شاهين لوبډلې خپلې سیالې د باميان المهدي لوبډلې ته د ۸ ـ ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دې سیالیو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک تربيت بدني او ورزش عمومي رياست رييس مولوي احمدالله وثيق، د فوټسال کمېټې رييس فريد احمد يوسفزي، ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی وو.
د يادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د افغانستان د زونونو په کچه د فوټسال دويم پړاو سیالیو ته د لار موندنې په موخه په پيل شوې وې، چې په پايله کې يې د پروان جبل السراج شاهين لوبډلې وکولی شول د دې سياليو دويم پړاو ته لار ومومي.
