ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 656

مولوی عطاءالله عمري او اوزبیکستان د کرنې وزیر لیدنه؛ د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري اوزبیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد هېواد د کرنې او اوبو له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند ښار کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په ترڅ کې، چې د اسلامي امارت د پلاوي او د اوزبیکستان د بېلا بېلو سکتورونو د مسولینو په شتون کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

مولوي عطاالله عمري د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخې زمینې اوزبیکستاني لوري ته تشریح کړي او ډاډ یې ورکړی، چې افغانستان به پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه‌راز نوموړي په دې لیدنه کې، د تجربو او ټیکنالوژۍ شریکولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړي، چې دواړه هېوادونه باید د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره په ګډه کار وکړي ترڅو د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو سربیره، دوی وکولی شي د نړیوالې بې وزلۍ په کمولو کې هم مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، د اوزبیکستان د کرنې وزیر د افغان پلاوي هرکلی او د دواړو مسلمان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د کرنې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

 نوموړي زیاته کړې، اوزبیکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري او افغانستان کولی شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبو په تولید سره پدې برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

ابراهیم عبدالرحمن اوف همداراز څرګنده کړې، چې اوزبیکستان چمتو دی، اصلاح‌شوې کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي، څو بزګران یې وکري او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی، چې بېرته دغه تولیدات وپېري.

همدارنګه دواړو هېوادونو ژمنه کړې، چې د نباتي کرنتین او د حیواني روغتیا په برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي، څو ژر فاسدېدونکو محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، تر څو خپلو موخو ته پر وخت ورسېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو دوه زره او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۶۷ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۴۶۴ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۵۵ کورنیو سره ټولې اته میلیونه او۹۷۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۸۸۰ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته دوه زره او ۷۸۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹۱ کورنیو سره ټولې۳ درې میلیونه او ۳۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۸۸ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې درې زره او ۹۱۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۸۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۵۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۳۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۴۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵ کورنیو سره ټولې ۵۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۷۶ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې او نهه کورنۍ  د پکتیکا انګور اډې کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې۲۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۱۶ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۰۹ زره او ۴۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۷۷ کورنۍ او پینځه زره او ۵۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۶۲ کورنۍ او څلور زره او ۲۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   یو زر او ۵۶۴ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   یو زر او ۱۹۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  درې زره او ۵۲۲ عدده

کاپیسا کې څو کورنۍ له بدۍ وروسته د ورورګلوۍ پر ټغر کښېناستې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ د کرمخېلو په کلي کې د یوې مېرمنې د قتل له امله د څو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې بدي، چې له امله یې ښکېلې خواوې له ډېرو ناخوالو سره لاس و ګرېوال وې، تېره ورځ (یکشنبه د وري ۲۳مه) د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او علماوو له لوري د یوې قومي جرګې په ترڅ کې په سوله بدله شوه.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بدي چې له کبله یې د قاتل د کورنۍ څوتنه محبوس وو او قضیه یې په عدلي او قضایي ارګانونو کې ترڅېړنې لاندې وه، د سیمه ییزو متنفذینو او قومي مشرانو په ټینګار او منځګړیتوب له دواړو لوریو څخه واک لیکونه واخیستل شول او د ولایتي مسولینو په ګډون مصلحینو د یادې شخړې د حل قومي جرګه را وبلله.

د یادې قومي جرګې پرمهال قومي مشرانو او مسولینو د سولې او پخلاینې په ښېګڼو خبرې وکړې او خوښي یې څرګنده کړې، چې د دوی په منځګړیتوب طرفینو یو بل ته بښنه وکړه او د یادو خواوو دا نېک کار یې د لا ډېرې ستاینې وړ بللی دی.

د غونډې په وروستیو کې په بدي کې ښکېلو غاړو لوړه وکړه، چې نور به بدبینۍ ختموي او یو د بل ترڅنګ به د وروڼو په څېر ژوند کوي، په دې سره دواړو خواوو یو بل ته د اخوت غېږې ورکړې او څو کورنۍ له څو میاشتنۍ بدي وروسته د ورورۍ په ټغر کښېناستې.

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د علومو اکاډمۍ پرمختګونه؛ له دیني پروګرامونو تر نړیوالو همکاریو

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد تر ټولو لوړې څېړنیزې مرجعې په توګه د اسلامي، بشري او طبیعي ـ تخنیکي علومو په برخو کې تنظیم او رهبرۍ چارې پر غاړه لري.

د افغانستان د علومو اکاډمي د یوې خپلواکې ادارې په توګه په یادو برخو کې د علمي ـ څېړنیزو میتودونو پر بنسټ د علمي ودې، پراختیا او بډاینې لپاره څېړنې کوي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ بنسټیزې موخې؛ د څېړنو پر بنسټ د هېواد اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي وده، د علم او پوهې کچې لوړول او په هېواد کې د دیني او اسلامي کلتور پیاوړی کول دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي وایي؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا اداره توانیدلې، چې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

په یاده موده کې دې اکاډمي په خپل تشکیل کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز، د افغانستان د ژباړې د ملي مرکز او همداراز د دعوت او ارشاد ریاست رامنځته کړی دی.

د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د علومو اکاډمۍ غړو، کارمندانو او محافظینو ته د دیني نصاب تدریس، درې ځله ازموینې، د قرانکریم، تفسیر او فقهې دورې او د سیرت، عقیدې او اصلاحي بیانونو منظم پروګرامونه ترسره شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د عدليې وزارت او د ځمکو د غصب کمېسیون په همکارۍ زر بهرنیو کلیمو ته پښتو او دري معادلو کلیمو موندل، ۱۲۰ علمي څېړنې، ۱۹۹ کنفرانسونه، ۱۷ ملي سیمینارونه، ۶۷ کتابونه او د لسو مجلو ۸۸ ګڼو چاپ او د ژباړې مرکز ۵۶ اثار ژباړل د دې اکاډمۍ له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.

د اسلامي بانکوالۍ مرکز له لوري په ګڼو لارښودونو کار کول، فقهي تخریجات او طرحې چمتو کول، د علومو اکاډمۍ مشرتابه نورو هېوادونو ته د عملي پیاوړتیا او همکارۍ په موخه سفرونه، له اسلامي او نړیوالو استازو سره لیدنې او علمي هوکړې کول، له بېلابېلو دولتي ادارو سره علمي همکاریو ته دوام ورکول، په کاریزمیر کې زراعتي څیړنیز فارم پرانیستل، ۵۰ تنه علمي کادرونه ګمارل او د کتابتون لپاره ۱۸ زره او ۵۰۰ نوې عنوانه کتابونه برابرول د افغانستان د علومو اکاډمي له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي د خپلو تقنیني اسنادو او د خپلو فعالیتونو د ماهیت پر بنسټ، په هېواد کې له لوړو علمي- څېړنیزو مراجعو څخه ده او د دې ادارې علمي- څېړنیز فعالیتونه هېواد کې د علومو د خپرولو او فرهنګي او اقتصادي چارو ته په پرمختګ ورکولو متمرکز دي.

مولوي عبدالکبیر له مولوي عبدالحق مخدوم سره په لیدنه کې د کډوالو په ښه هرکلي ټینګار کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ له مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالحق د کډوالو لپاره د غوره امنیتي چاپېریال د برابرولو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې په ټولو ولایاتو کې به د پولیسو اړونده مسولین او منسوبین د کډوالو لپاره لازم چمتووالی ولري.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر له ټولو امارتي ادارو او عامو هېوادوالو څخه د کډوالو لپاره له چمتووالي او مرستو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، راستنېدونکي هېوادوال له ډېرو کلونو وروسته خپل هېواد ته راځي او اړتیا ده چې ښه هرکلی یې وشي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په زور د کډوالو ایستل د ټولو اصولو خلاف عمل دی.

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په اروپا کې ترسره کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي اعلان کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه دویم پړاو خبرې اترې راتلونکې شنبه په اروپا کې ترسره کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې دا خبرې به هم د عمان په منځګړیتوب ترسره شي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون په غونډه کې کړې دي.

له بلې خوا، اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرې مستقیمو خبرو لومړی پړاو تېره شنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو.

د ټولګټو وزیر په خوست کې له یو شمېر پلونو څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر پلونو د سړکونو د خونديتوب او تمځایونو رییس عبدالواسع صابري، د خوست ولایت د ټولګټو رییس مولوي محب الله عباس هم شتون کې لیدنه کړې.

د ټولګټو وزیر په یاد سفر کې د خوست-غلام خان بندر سرک پر مسیر د ګربزو ولسوالۍ اړوند د بورې خیلو پل چې د ترمیم چارې بشپړې شوي دي، د میدانې او باړې پلونه څخه چې د موسمې اورښتونو او سېلابونو له امله تخریب شوي له نږدې لیدنه کړې.

نوموړي دا پلونه د افغانستان د ټرانزیټ په برخه کې مهم بللي او ویلي یې دي، چې د يادو پلونو د ترميم کار په پلان کې شامل او پيل کړئ.

همداراز ملا محمدعیسی ثاني د یاد ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اړوند د سور خوړ په سیمه کې د یو پایه کانکریټي پل لپاره د سروې شوې ساحې څخه هم لیدنه کړې، چې دوې میاشتې وړاندې یې د یاد وزارت د تخنیکي ټیم له لوري سروې ترسره شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سفر کې نوموړي د یاد ولایت له یو شمېر نورو پروژو څخه هم لیدنه کړې او د خوست ولایت د ټولګټو ریاست چارې یې ستایلي دي.

نوموړي زیاته کړې، د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه دې دغه ریاست د خپلې ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې د درنو هېوادوالو ستونزې حل کړي او د امکاناتو د محدودیت پر مهال دې خپل وړانديزونه له وزارت مقام سره شریکې کړې ترڅو د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره شي.