ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 657

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غونډه؛ راستنېدوونکو کډوالو سره پر هر اړخيزه همکارۍ ټینګار شوی

د امنيتي او تصفيوي چارو د مرکزي کمېسيون غونډه د ياد کمېسيون د مسول او ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ د کمېسيون اکثرو غړو په شتون کې ترسره شوه.

 غونډه کې د هېواد پر روان امنیتي وضعيت د هر اړخيز بحث ترڅنګ د کوچني اختر په مناسبت د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي، دفاعي او استخباراتي ځواکونو نه ستړي کېدونکې هلې‌ځلې ستایل شوې دي.

 ګډونوالو د امنيتي ځواکونو سرښندنې د امن، ثبات او ولسي هوساينې لپاره يو ارزښتناک او مهم ګام بللی.

 همداراز په غونډه کې د کډوالو د بېرته راګرځېدو بهير په اړه هم خبرې شوي، له ټولو امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه شوې، څو له بېرته راستنېدوونکو کډوالو سره هر اړخيزه همکاري وکړي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

تېر کال جوزجان کې څه‌باندې ۸۳ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۸۳ زره او ۲۲۹ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۵۶ زره او۷۶ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۰ زره او۶۲۲ کاغذي پېژندپاڼې، څلور زره ۴۳۸ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمتونه او دوه زره او ۹۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عزیزالله عزام ویلي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ ښځینه او نارینه مراجعینو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د جوزجان د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ د یاد ولایت د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش څانګو کې د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼه، د زېږېدنو، ودونو او د کورنۍ د پاتې غړي ثبت) هم وړاندې کېږي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس ملا فیض‌الله تمیم او د دې شورا دایمي غړو په‌کې حضور درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د دې شورا په غونډو کې د افغانستان د تولیداتو پر کیفیت بحث کېږي او د ښه کېدو او تضمین په موخه یې معیاري سټنډرډونه تصویبېږي.

دا سټنډرډونه تولیداتو ته نړیوال اعتبار ورکوي او په ورته وخت کې د صادراتو په زیاتوالي کې هم مهم رول لري.

ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس مولوي فیض‌الله تمیم د سټنډرډونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل، د معیاري سټنډرډونو د تطبیق په صورت کې د انسانانو او حیواناتو روغتیا خوندي کېږي او په ورته وخت کې د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې هم مؤثر رول لري.

مولوي فیض‌الله تمیم زیاته کړه، په همدې موخه د سټنډرډ ملي اداره په بېلابېلو برخو کې تولیدي کارخونو، شرکتونو او اړوندو ادارو ته معیاري سټنډرډونه ور معرفي کوي.

په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو د خپل کلني راپور د شریکولو پر مهال وویل، د معیاري تولیداتو په موخه یې په بېلابېلو برخو کې سلګونه سټنډرډونه اړوندو تولیدي کارخونې، شرکتونو او ادارو ته ور معرفي کړي او همدا راز یې له ۶۱ تولیدي کارخونو او شرکتونو څخه نظارت هم ترسره کړی دی.

د یادو کارخونو او شرکتونو له جملې د ځینو تولیدات د قناعت وړ او ډېری یې بیا پر معیار برابر نه وو، چې د دغه ادارې له لوري ورته لازمې سپارښتنې شوې دي.

د سټنډرډ عالي شورا د درملو، خوراکي او ساختماني توکو او نورو برخو کې د تصویب شوو سټنډرډونو پر بشپړ تطبیق جدي ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه، چې د نه تطبیق او سرغړونې په صورت کې به د سټنډرډ ملي اداره د اړوندې تولیدي کارخونې او شرکت د فعالیت په اړه د تصمیم نیولو په موخه د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته وړاندیز کوي.

همدا راز پرېکړه وشوه، چې د تولیدي کارخونو او شرکتونو له تولیداتو څخه د دوامداره نظارت او د تصویب شوو سټنډرډونو د بشپړ تطبیق په موخه دې د سټنډرډ ملي ادارې په مشرۍ له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ تطبیقي پلان جوړ او عملي شي.

د سټنډرډ عالي شورا درېیمې نوبتي غونډې ته د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو، درملو او ارایشي لوازمو، ساختماني توکو، الیکترونیک او مخابراتو، نساجي او چرم، چاپېریال ساتنې، پلاستیک، طبي وسایلو، کانونو او د څارویو د حلالې برخو کې ۳۰ سټنډرډونه د تصویب لپاره وړاندې شول.

له هر اړخیز بحث وروسته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري تصویب او د سټنډرډ ملي ادارې ته یې په جدي توګه د بشپړ تطبیق سپارښتنه وشوه او دغه اداره مکلفه وبلل شوه چې د یادو سټنډرډونو د تطبیق راپور وخت په وخت له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

ښاغلي برادر اخوند وویل، په دې سره به هېواد ته د بې کیفیته توکو د راتګ او تولید مخنیوی او په ورته وخت کې به د هېوادوالو د روغتیا او همدا راز توکو او خدماتو د کیفیت تضمین وشي.

د کرنې وزیر د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د اوزبیکستان د رسمي بلنې پر بنسټ یاد هېواد ته سفر کړی، د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبولګولو سیستمونو پراختیا، د امو سیند د تحکیماتو، د اوبو سرچینو موثرې استفادې، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو او د دې برخې له نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه باید د اوبو د سپما په موخه د اوبولګولو د سیستمونو د اصلاح او عصري کولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

د اوزبیکستان د انرژۍ او اوبو وزارت مسولینو د اسلامي امارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي مسولینو تګ راتګ ته د دوام ورکولو او د اوبو، کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر هم د اوزبیکستان د رسمي بلنې مننه کړې، د افغانستان د اوبو، کرنې او پراختیایي برخو د پرمختګونو یادونه یې کړې او د مقابل لوري مسولینو ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې، تر څو له شته ظرفیتونو لیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان اوس یو امن او خپلواک هېواد دی.

همدارنګه، مولوي عطاالله عمري له اوزبیکستان څخه غوښتي، چې د کرنې وزارت د کارکوونکو، بزګرانو او مالدارانو د ظرفیت لوړولو او روزنې په برخه کې همکاري وکړي، ځکه چې اوزبیکستان د اوبو د سرچینو د تقویت او ګټورې استفادې په برخه کې ارزښتناکه تجربه لري.

د اوزبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو هم ژمنه کړې، چې د دغه هېواد پانګه‌وال چمتو دي، ترڅو د افغانستان د اوبولګولو د سیسټمونو د عصري کولو، په ځانګړي ډول د اوبو سپما کوونکو سیسټمونو لکه څاڅکي (قطرې) او باراني اوبولګولو په برخه کې همکاري وکړي.

اوزبیک مسولینو ټینګار کړی، چې که افغان پانګه‌وال وغواړي چې خپل دودیز اوبولګولو سیسټمونه عصري او مدرنه کړي، دوی چمتو دي چې لازم ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.

تېر کال بدخشان کې څه‌باندې ۱۰۸ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۰۸ زره او ۵۲ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۴۱ زره او ۷۹۷ برېښنایي پېژندپاڼې، ۴۷ زره او ۶۸۵ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۴ زره او ۴۸۱ زېږون کارتونه، ۳۳۶ د مړینې پاڼې او درې زره او ۷۵۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ حبیب‌الرحمن عثماني ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې په‌کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه ، د پېژندپاڼې نوې کول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو، ودونو، طلاق او مړینې ثبت) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د ۳۸۶ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د ۲۹۴ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.

 سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د غذایي خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې د پلي‌کېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.

لغمان کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره په جوړ شوي استوګنېز پنډغالي کې روغتیایي مرکز جوړ شو

عامې روغتیا وزارت وايي، لغمان ولایت کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره په جوړ شوي استوګنېز پنډغالي کې روغتیایي مرکز جوړ شو.

یاد وزارت زیاتوي، د دې روغتیایي مرکز د جوړېدو موخه د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه او د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.

د لغمان عامې روغتیا رییس ډاکتر سمیع الله عابد نیازي له دغه روغتیایي مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په دغه روغتیایي مرکز کې به بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته‌ شپه او ورځ غوره روغتیایي خدمات وړاندې او د هغوی روغتیایي ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.

زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د زابل ولایت په مرکز قلات کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه، چې له شپږو کلونو راهیسې دوام درلود، د علماوو او قومي مشرانو په هڅو په پخلاینې او دوستۍ بدله شوه.

د زابل ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي محمد کریم سحر اخوندزاده ویلي؛ یاده شخړه د مرکز قلات اړوند د سیدجان کلي د محمد عالم او معلم محمد اخلاص د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، چې پر مهال یې درې تنه زخمیان شوي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ستونزه د ولایت مقام په لارښوونه او د علماوو، قومي مشرانو او د اړوند ریاست د هڅو له لارې حل شوه او دواړو لوریو یو بل ته د پخلاینې غېږ ورکړه.

د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي مطیع‌الله آغا ویلي؛ ولایتي اداره هڅه کوي، چې د زابل ټول اوسېدونکي په ورورۍ او یووالي کې ژوند وکړي، نو له همدې امله د قومونو ترمنځ راټوکېدلې ستونزې او اختلافونه د خبرو له لارې حل کوي.

د شخړې دواړو ښکېلو لوریو هم خوښي ښودلې، چې د ولایت مقام، د قومونو او قبایلو چارو ریاست، علماوو او قومي مشرانو د دوی ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله کړه، او په وینا یې، له دې وروسته به په ورورولۍ، آرامۍ او تفاهم ژوند کوي.

قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د روغه جوړې او بخښنې په ارزښت خبرې کړي او دواړه لوري یې هڅولي، چې نور دې د خوښۍ او همغږۍ فضا کې یو له بله سره ژوند وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر د باغدرې برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو له بهیر څخه لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د پروان والي مفتي محمد ادریس، د کاپیسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان، په افغانستان کې د چین سوداګریزه اتیشه او د پلاوي یو شمېر نورو غړو په ملتیا د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند سیمې ته سفر کړی او د دغه بند د جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو له بهیر څخه یې له نږدې لیدنه کړې.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د بند له سیمې څخه د لیدنې پرمهال د هغه بنسټیز ارزښت ته اشاره کړې او د انرژي د پراختیا په لار کې یې د یاد بند مطالعات یو مثبت ګام بللی.

ښاغلي منصور د چین د سفارت مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ په دې پروژه کې پانګونه نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو یو عملي اقدام دی، بلکې تمه ده چې په راتلونکي کې هم د پانګونې لپاره نورې سترې پروژې هم شریکې شي.

په ورته مهال، د چین سفارت سوداګریزې اتیشې هم د لوګر ولایت د مس عینک کان د را اېستلو پروژې د برېښنا د برابرولو په برخه کې د دغې پروژې پلي کول ارزښتناک بللي او ژمنه یې کړې، چې هېواد یې هوډ لري، په راتلونکې کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په برخو کې خپلې پانګوالې همکارۍ پراخې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې بند د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د څه باندې ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

یاده پروژه د چین د MCC شرکت (د مس عینک کان قراردادي شرکت) له‌خوا تمویلېږي، چې له پلي کېدو سره به یې د مس عینک کان د برېښنا اړتیا هم پوره شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۸۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو پینځه زره تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۸۷۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۶۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱یو میلیون او ۹۹۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېـټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۷۵ کورنیو سره ټولې اته میلیونه او ۲۴۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۶۳۵ کورنۍ په موقتي ډول مېشت کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته درې زره او درې عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې،  وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۱۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۰۲ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۸۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹۶ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۹۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۵۰ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۲۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې ۱۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۱۶۹ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره ټولې ۱۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰۸ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۷ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    یو زر او ۱۴۰ کورنۍ او شپږ زره او ۶۷۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  یو زر او ۴۰۳ کورنۍ او اووه زره او ۵۷۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   یو زر او ۴۰۳ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   یو زر او ۵۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  درې زره او ۱۷ عدده