ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 658

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په ټول توان د کډوالو خدمت کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو عالي کمېسیون اړوند د اسکان موقتي کمېټې له مسول مولوي نصرت الله طلحه سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي نصرت الله طلحه د اسکان موقت کمېټې د فعالیتونو راپور د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړی او ویلي یې دي، اړین توکي لکه خېمې او نور وسایل د سرحدونو په اوږدو کې د کډوالو لنډمهالو ښارګوټو ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې کمېټه د لا زیاتو امکاناتو د برابرولو لپاره هڅې کوي.

مولوي عبدالکبیر د لنډمهالو ښارګوټو برابرول مهم بللي او ټینګار یې کړی، چې د دغو ښارګوټو ستونزې باید ژر تر ژره حل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت اړوند ادارې همکارۍ ته چمتو دي او که اړتیا پیدا شي، له دوی مرسته غوښتلی شئ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ویلي؛ اسلامي امارت له خپلې وسې سره سم د کډوالو د خدمت لپاره کار کوي، او د همدې موخې لپاره جوړ شوی عالي کمېسیون پوره امکانات په واک کې لري.

همدارنګه په پای کې نوموړي د چارو د لا ښه والي لپاره د اسکان موقت کمېټې مسول ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

عمان کې د ایران او امریکا د مذاکراتو د لومړي پړاوو پای؛ دواړو خواوو دغه خبرې رغنده او هیله بښوونکې بللي

عمان کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د غیرې مستقیمو خبرو اترو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي دغه خبرې رغنده او هیله بښونکې بللې دي.

ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:” خبرې اترې د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شوې او دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې دا لړۍ به څو ورځې نوره هم وغځوي “.

له بلې خوا منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف هم ټینګار کړی چې دا خبرې مثبتې او رغوونکې وې.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې ښې روانې دي.

باید وویل شي، چې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ غیرې مستقیمې خبرې پرون (شنبه، د وري ۲۳مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد په کوربتوب ترسره شوې.

د مولوي عبدالکبیر او خلیفه سراج الدین حقاني لیدنه؛ د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د یاد وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې پر چمتووالي خبرې شوي دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، په ټولو ولایاتو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

نوموړي له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې، چې له راستنېدونکیو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

تېر کال د اوبو مدیریت او برېښنا تولید په برخو کې یو شمېر مهمې ملي پروژې بشپړې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د اوبو مدیریت او برېښنا تولید په برخو کې یو شمېر مهمې ملي پروژې بشپړې کړې او د ځینو نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي.

یاد معاونیت زیاتوي؛ کابل کې د شاه او عروس بند، زابل کې د عمري بند، نیمرزو کې د کمال خان بند درېیم فاز او لوګر کې سرخاب ذخیروي بند؛ هغه بندونه دي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دې معاونیت د معلوماتو له مخې؛ پکتیا کې پلتوني، فراه کې د بخش اباد او هرات کې پاشدان؛ هغه بندونه چې لا هم ورباندې کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز روزګان کې د اغاجان بند او په کاپیسا کې د باغدارې بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات پیل شوي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دغه راز ویلي؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰ لوی او کوچني چکډېمونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تېر کال کونړ کې څه‌باندې ۷۳ زره هېوادوالو د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۷۳ زره او ۱۵۳ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۲۹ زره او ۶۴۱ برښنیايي پېژندپاڼې، ۲۰ زره او ۴۳ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۵ زره او ۱۰ زېږون کارتونه، یو زر او ۵۱۷ د مړینې پانې، ۸۳۲ د ودونو ثبت او شپږ زره او ۱۱۰ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالغفار ذکي وايي؛ چې د دې ولایت د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش څانګه کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د ۷۰۰ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې له اسعداباد ښار څخه په میاشتني ډول د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.

سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د غذايي خوندیتوب سروې، د وریجو د کښت سروې او د افغانستان د روغتیا سروې ترسره شوې دي.

ملګري ملتونه: د اوربند تر ماتېدو وروسته اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې ۳۶ بریدونه یوازې په ښځو او ماشومانو کړي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو له‌خوا ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د مارچ له ۱۸مې څخه تر اپرېل ۹مې پورې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو په ۳۶ بریدونه کې، یوازې فلسطینۍ ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.

دا بریدونه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کلکو ټکو غندلي، وحشت یې بللی او ویلي یې دي، دا په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا د ملکي وګړو نسل وژنه ده.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، د تېرې ورځې (جمعې) له سحر راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ له ۱۸مې د اوربند تر ماتېدو وروسته تر اوسه یو زر او ۵۴۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

دغه‌راز د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلي اشغالګرو په روانه جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۹۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۵ زره او ۹۸۱ نور ټپیان شوي دي.