ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 659

کونړ کې نږدې ۴۰۰ بېرته راستانو شویو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کونړ ته تللي پلاوي د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په ۳۸۲ جریبه ځمکه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو په موخه د بنسټ ډبره کېښوده.

په دغه پلاوي کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني راستانه شویو کورنیو ته د نمرو د وېش لړۍ هم پیل کړه.

شیخ حمدالله نعماني ویلي، ۳۸۲ کورنیو ته د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه او پاتې ثبت شویو کورنیو ته به هم د دغه ولایت په نورو برخو کې تثبیت شوې ځمکې ورکړل شي.

په ورته وخت کې هغه کورنیو چې د دایمي مېشت کېدو په موخه یې نمرې ترلاسه کړې خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې مننه کړې، چې په دغه برخه کې یې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې په ټولو ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو اړمنو کورنیو ته د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون له لوري د ورسپارل شوي لیست اړوند نمرې ورکړي.

له امریکا سره خبرو لپاره عمان ته د ایراني پلاوي سفر؛ عراقچي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي عمان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسعیدي سره لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، سید عباس عراقچي په دې لیدنه کې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د ایران دریځ او او مهم مسایل بیان کړي، ترڅو یې د عمان د بهرنیو چارو وزیر له امریکایي لوري سره شریک کړي.

د یاد وزارت په وینا، ښاغلي عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د غیرې مستقیمو خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و، چې امریکا او ایران به د تهران د اټومي پروګرام په تړاو مستقیمي خبرې اترې پیل کړي.

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یوه لوړ پوړي امارتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر وکړ.

یاد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان هېواد له چارواکو سره د سیمه‌ییزو همکاریو او د کرنې په برخه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د دغه سفر موخه د اقلیمي بدلونونو او د امو سیند د حوزې د اوبو پر سرچینو د هغو د اغېزو په اړه خبرې او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، خوراکي خوندیتوب، د ظرفیت لوړولو او نورو اړوندو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي.

د دې پلاوي په ترکیب  کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستیال، د دفاع وزارت د ودانیو رییس، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ اقتصادي رییس، د کرنې وزارت اداري رییس، د کرنې وزارت د مقام تخنیکي سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت استازی، د استخباراتو لوی ریاست استازی، د چارو ادارې استازی او د کرنې او د انرژۍ او اوبو وزارتونو متخصصین شامل دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان پلاوی د دې سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان د کرنې او د انرژۍ او اوبو وزارتونو له چارواکو سره وګوري او د ګډو همکاریو، تخنیکي تجربو تبادلې او د راتلونکو ګډو پروژو په اړه خبرې وکړي.

دغه سفر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي بګرام کې د دې هېواد د یوې الوتکې ناسته رد کړه

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) یوه چارواکي د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې، په بګرام هوایي ډګر کې د یوې امریکایي الوتکې د ناستې ادعاوې رد کړې او له حقیقت څخه یې لرې بللې دي.

یاد چارواکي ټینګار کړی، چې متحده ایالات په بګرام کې هیڅ ډول نظامي حضور نه لري.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد هم د بګرام هوایي ډګر کې د امریکایي الوتکې د ناستې ادعاوې رد کړې وې، او ټینګار یې کړی و، چې افغانستان ته د امریکایي پوځیانو راتګ ناشونی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي: پاکستان دې د افغانانو ملکیتونو او شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت ارزونې او د عمري لنډ مهالي مېشت غالي د لیدنې او خدماتو د ارایه کولو په موخه سفر کړی.

په یاد سفر کې د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند، د ننګرهار د کډوالو رییس باز محمد عبدالرحمن، د باختر خبري اژانس عمومي رییس ملا ضیاء الحق او یو شمېر نورو چارواکو ملتیا کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي د تورخم عمري کمپ کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، اسلامي امارت د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ دی او د ټولو راستنېدونکو افغانانو ته به د ژوند په ټولو برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغانانو ملکیتونو او شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ د اسلامي امارت اړوند ادارې په تورخم کې ۲۴ ساعته د راستنېدونکو لپاره خدمات وړاندې کوي، تر څو راستنېدونکي له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال کونړ کې راستنېدونکو هېوادوالو لپاره استوګنیز پنډعالی پرانیست

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په ملتیا کونړ ولایت ته سفر کړی.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د استوګنې یو پنډغالي پرانیسته وکړه.

د پرانېست په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ موږ خپلو هېوادوالو ته له اوږدې کډوالۍ وروسته خپل ټاټوبي ته د بېرته راګرځیدو هرکلی وایو او د افغانستان اسلامي امارت د نظام د یو مسول په توګه ژمنه کوو، ترڅو هر افغان وګړي په ځانګړي توګه نويو راستنېدونکو هېوادوالو ته د امکان تر بریده د ژوند اسانتياوې برابرې کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ کډوالو ته مو د استوګنې، سرپناه، کاروبار او روغتیا په برخو کې سهولتونه برابر کړي، چې ښې بېلګې یې په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د پنډغالو پرانېستل دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي ویلي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې خپلو امکاناتو ته په کتو سره راستنو شویو کډوالو ته د کار او فعالیت زمېنه برابره کړي او په خپل هېواد کې ستاسو له تجربو، زده کړو او مهارت څخه استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړ؛ د چارو د اسانوولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو ذخیروي سیستم هم جوړ کړی دی، چې پکې د نویو راستنو شویو هېوادوالو د شهرت سربېره یې مسلک، تخصص او تجربه هم ثبتیږي؛ چې په راتلونکې که به هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت او هم امارتي او خصوصي سکتورونه ترې د کار موندنې په برخه کې استفاده وکړي.

لغمان کې ۲۴۴ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ، مل پلاوي، یاد ولایت مرستیال مولوي اختر محمد، د قول اردو درستیزوال قاري انځرګل، د دې ولایت یو شمیر نورو مسولینو، د یادو ولسوالیو علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

 د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي؛ زمونږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي، ترڅو کلیوالو ته د لا ډیرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیایي پروژې پلې او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د پیاده رونو، محافظوي دیوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.

لغمان کې راستنېدونکو کډوالو لپاره لنډ مهاله کمپ جوړ شو

د لغمان ولایت د والي د لارښوونې پر بنسټ، د ګډ کمېسیون له خوا د لغمان ولایت د قرغې ولسوالۍ په سرخکان سیمه کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د هرکلي له پاره یو لنډ مهاله کمپ جوړ شو.

دا کمپ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په مشرۍ د ګډ کمېسیون له خوا جوړ شو چې د دولتي ادارو؛ ښاروالۍ امنیتې قوندانۍ، استخباراتو، صنعت او سوداګرۍ، سرې میاشتې او له پېښو سره د مبارزې ریاست استازي پکې شامل وو.

د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د دې کمپ د جوړولو پر مهال وویل؛ په کمپ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نېول شوې دي، د ښاروالۍ له خوا د اوبو او ترانسپورت خدمات او د همکارو ادارو له خوا نور اړین توکي چمتو شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د لغمان ولایتي ادارې او همکارو ادارو پخوا د کډوالو لپاره ګڼ شمېر اسانتیاوې برابرې کړې وې.

ملا هدایت الله بدري د فاریاب ولایت له کاني سیمو څخه لیدنه کړې

 د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو کاني زېرمو څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد ولایت مرستیال والي او د کانونو رییس ګډون درلود.

ښاغلي بدري د خپل سفر په ترڅ کې اندخوی، درزاب او میمنه د مالګې دریو بلاکونو، د شیرین تګاب ولسوالۍ د ګچو کانونو او د طوطي میدان د تېلو زېرمو څخه لیدنه او ارزونه کړې.

 دغه‌راز نوموړي د تړون‌لرونکو شرکتونو استازو ته د چارو په چټکتیا، ایستنې، پروسس او روڼتیا په موخه ځانګړې لارښوونې وکړې.

ملا هدایت الله بدري د بادغیس له خلکو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي د کانونو تړوني شرکتونه ته سپارښتنه کړې، چې د یاد ولایت خلکو ته د ټولنیزو چوپړتیاوو سربېره د کان کیندنې په برخه کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

تېر کال سمنګان ولایت کې نږدې ۷۵ زرو کسانوته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۷۴ زره او ۸۹۳ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۴۸ زره او ۵۶۵ برېښنايي پېژندپاڼې، اته زره او ۸۵۴ کاغذي پېژندپاڼې ، ۱۲ زره او ۷۷۹ زېږون کارتونه، ۵۷۹ د مړینې پاڼې او درې زره او ۱۱۶ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حبیب‌الرحمن وقاص وايي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره غوښتونکو ته د مثنی پېژندپاڼې وېش خدمتونه هم وړاندې کوي.

د سمنګان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ هره ورځ په مرکز او ولسوالیو کې د اړوندو دفترونو له لارې شاوخوا ۷۵۰ ښځینه او نارینه هېوادوالو ته د کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.