ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 660

د اوبو او انرژي وزیر د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ننګرهار ته سفر کړی

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محمد‌ نعیم اخوند او د دغه ولايت د اوبو او انرژي له رییس عبدالاحد پاچا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې، د اوبو د مدیریت او د اوبو او انرژي د پروژو په اړه خبرې شوې دي.

ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ولايت د اوبو او انرژي رییس ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې له اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو په نظر کې نيولو سره به په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړینې کړنې تر لاس لاندې ونيول شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کاني زېرمو څخه لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د بادغیس ولایت د کانونو امر قاري سید شمس الدین نظامي او مل پلاوي په ملتیا د یاد ولایت د بېلا بېلو کاني زېرمو څخه لیدنه کړې.

نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د لامان درې د ډبرو سکرو کان د ایستنې بهیر، د قلعه نو ښار اړوند د ګچ ډبرو د ایستنه، پروسس او بسته بندۍ چارو، د بالا مرغاب ولسوالۍ د بزبای تنګي سیمې د سپین لاخ د تېلو او ګازو له زېرمو، د چشمه شیرین د کانې سیمو او د سنګ اتش د ګچو له کانونو څخه لیدنه او ارزونه کړې.

همداراز ملا هدایت الله بدري د تړون‌لرونکو شرکتونو استازو ته د ایستنې، پروسس او شفافیت، او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې لازمې لارښوونې کړې دي.

ښاغلي بدري له خلکو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر موخه د بادغیس ولایت د کانونو د ایستنې او پروسس بهیر څخه د لیدنې او ارزونې سربېره هېواد والو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

تورخم کې بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره نهه روغتیایي مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون فعالیت کوي

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم تورخم ته د سفر په ترڅ کې له روغتیایي مراکزو او خدماتو څخه څارنه کړې.

 په دغه څارنه کې، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي، مل تخنیکي ټیم او د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف شتون درلود.

یاد وزارت زیاتوي؛ د مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یوه پلاوي له دې روغتیایي مرکزونو څخه د لیدنې او څارنې پر مهال د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو او د ستونزو حل په موخه لازمې سپارښتنې کړې، ترڅو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ اوس مهال په تورخم کې د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره نهه روغتیايي مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون چې ټول اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، فعاله دي او شاوخوا ۱۵ امبولانسونه هم د مریضانو د لیږدولو لپاره په مهمو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت پلاوي د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه تورخم ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه تورخم ته سفر کړی.

دغه سفر چې د اړوندو معینیتونو مشاورینو، یو شمېر مرکزي رییسانو او ننګرهار عامې روغتیا رییس په ملتیا ترسره شوی، په کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتيايي خدماتو جوړې شوې کمېټې ریيس او غړو سره د شته ستونزو، ضرورتونو او غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ چې په دې سفر کې د کډوالو په کمیپ کې له جوړو شویو روغتیایي مراکزو، سیارو روغتیایي ټیمونو او د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه له وقایوي خدماتو څخه څارنه شوې.

د یاد سفر په ترڅ کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال اړوندو مسولینو ته د ښې همغږۍ او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، ترڅو د بېرته راستنېدونکو کډوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

کرېکټ؛ افغان ابدالیانو ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د یوې غوره هر اړخیزې لوبې پرمټ په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پرمټ ماتې ورکړه او د یادې لوبې جام یې په خپل نوم کړ.

افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ابدالیانو د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په ګټه بهیر شاه محبوب بهترینه توپوهنه وکړه او ۱۸۷ منډې یې جوړې کړې.

د نوموړي ترڅنګ ریاض حسن ۹۴، عمران میر ۸۵، شمس الرحمن ۸۴ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۵۵ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۳ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې له نږدې ورځو توپوهنې وروسته خپله توپوهنه ودروله او سیاله ایرلنډ لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله.

افغان ابدالیانو د خپلې توپ اچونې په لومړۍ پاڼۍ پیل کړه، چې پکې ډېر ښه وځلېدل.

ضیاءالرحمن اکبر، عرب ګل مومند او شمس الرحمن غوره توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۳۰۹ منډو له ډګره بهر کړه چې پرمټ یې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ۳۰۳ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ.

ضیاء اکبر او عرب ګل مومند هر یوه ۴ او شمسن الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا چې افغان لوبډلې ۳۰۳ منډې مخکېوالی درلود نو د فالو ان (Follow On) قانون د پلي کولو پرېکړه یې وکړه، چې له مخې یې سیالې لوبډلې بیا ځلې توپوهنه وکړه او افغان لوبډلې د خپلې توپ اچونې دویمه پاڼۍ پیل کړه.

افغان ابدالیانو د خپلې توپ اچونې په دویمه پاڼۍ کې هم لا غوره توپ اچونه وکړه او ایرلنډۍ الف لوبډله یې دا ځل یوازې په ۱۰۹ منډو له ډګره بهر کړه.

په دې سره افغان لوبډلې په دغه لوبه کې د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ځوان ورو توپ اچوونکی عرب ګل مومند ونومول شو، چې د دغې لوبې په دواړو پاڼیو کې یې بهترینه توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.

نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او دویمه پاڼۍ کې ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده، چې ورپسې به مهالوېش له مخې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به یې ایرلنډ لوبډله د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د کرنې وزیر د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې د کرنې، اوبولګولو وضعیت او د امو سیند رامنځته کړیو ویجاړیو څخه لیدنه کړې.

په دې سفر کې د کرنې وزیر ملتیا ځینو سیمه‌ییزو چارواکو او د قرقین او خماب ولسوالیو ولسوالانو کوله.

مولوي عطاالله عمري د دغو ولسوالیو له اوسېدونکو سره لیدنه او د دوی ستونزې یې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او د امو سیند د غاړو د ویجاړیو له امله د رامنځته شویو زیانونو په برخه کې اورېدلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د امو سیند د اوبو د لوړوالي له امله د دوی کرنیزې ځمکې له جدي ويجاړۍ سره مخ دي او د محافظتي پروژو نشتوالي یې اندېښمن کړي دي.

هغوی له کرنې وزارت څخه غوښتنه کړې، چې د استنادي دېوالونو جوړولو او د اوبو سرچینو د ښه مدیریت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د امو سیند د غاړو له لیدنې او د وضعیت د ارزونې وروسته، وزیر اړوند مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د لا نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره طرحې جوړې او د پلي کېدو په موخه مرکز ته واستوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کرنې وزارت به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه وکړي څو په دغو ولسوالیو کې د بنسټیزو او پرمختیایي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

ستره محکمه: فراه کې پر یو تن قاتل باندې د قصاص الهی حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)

ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.

و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ – إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (الاسراء: ۳۳)

ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.

نن ورځ د فراه ولایت مرکز ورزشي سټدیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله جل‌ جلاله حکم (قصاص) تطبيق شو.

دغه قاتل چې يو کس يې د چاقو په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی:

د قاتل نوم محمد صادق، د حاجي عبدالرحمن زوی، د حاجي میر احمد لمسی، د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالی اوسېدونکی د مقتول بسم الله، د حاجي احمد زوی د جمعه خان لمسی، د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ اوسېدونکي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.

یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتداییې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تایید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته لارښوونه وشوه، چې دغه د قصاص حکم نن جمعه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه) نېټه د فراه ولایت د مرکز په ورزشي اسټډیوم کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په لارښوونه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست او قضائي معاونیت يوه پلاوي ، فراه ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې د فراه ولایت د مرافعې محکمې ریيس شیخ الحدیث مولوي غلام رسول احساني، د  فراه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رییس مولوي عبید الله عالمګیر ، د مرافعه محکمې او ښاري ابتدائیه محکمې قضائي او اداري منسوبینو، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسؤولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعا وشوه؛ غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.