ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 661

نیمروز او بادغیس کې پر درېیو قاتلینو د قصاص الهی حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)

ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.

و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ – إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (الاسراء: ۳۳)

ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.

نن ورځ د بادغیس ولایت مرکز کې په دوو قاتلینو باندې د الله جل‌ جلاله حکم (قصاص) تطبيق شو.

د یادو قاتلینو له ډلې لومړي قاتل (سلیمان د محمد رسول زوی د موسی لمسي، د بادغیس ولایت د تګاب علم ولسوالۍ د چاه جلال کلي اوسېدونکي) مقتولین (غلام نبي د محمد زوی د قوت الله لمسی، عیدي ګله د غلام نبي لور د محمد لمسۍ او زرګله د شراف الدین لور د الله داد لمسۍ) د کلاشینکوف او دویم قاتل (حیدر د مجنون زوی د حاجي ایدل لمسي، د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ د نخچرستان کلي اوسېدونکي) محمد شاه د محمدالدین زوی د یاسین لمسی د کلاشینکوف د ډزو په وسیله وژلي و.

یاد موضوعات د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتداییې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شول؛ چې په پايله کې پر مجرمینو د قصاص حکمونه صادر او تائید شول، وروسته دغه حکمونه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه‌الله حضور ته د تایید لپاره وړاندې شول.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله لخوا هم د دغه موضوعاتو په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنې وشوې، د مقتولینو کورنیو ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديزونه شوي وو، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتلینو باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکمونو د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته لارښوونه وشوه، چې دغه د قصاص حکمونه نن جمعه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه) نېټه د بادغیس ولایت په مرکز کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په لارښوونه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د رییس او قضایي مرستیال شیخ سردار محمد (ابوالفیضان) په مشرۍ يوه پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د مرافعه محکمې ریيس شیخ عبدالخالق امدادالحق، د بادغیس ولایت د ښاري ابتداییه محکمې رییس مولوي محمد نعیم عدیم، د محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

همدارز نن ورځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار شهید حقاني ورزشي سټدیوم کې هم په یو تن قاتل باندې د الله جل‌ جلاله حکم (قصاص) تطبيق شو.

دغه قاتل چې يو کس يې د تفنګچې په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی:

د قاتل نوم عبدالقدیر، د عبدالرحمن زوی، د غلام دستگیر لمسی، د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکی دی، د مقتول فراح الدین، د نصرالدین زوی، د سیف الدین لمسي چې د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکی د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.

یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه‌الله تعالی) حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته لارښوونه وشو، چې دغه د قصاص حکم نن جمعه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه) نېټه د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ورزشي لوبغالي کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په لارښوونه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست او قضائي معاونیت يوه پلاوي چې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس او د یاد ریاست د مدني دېوان رییس په کې موجود وو، نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې د نیمروز ولایت د مرافعه محکمې ریيس مفتي عبدالخالق محمدي، د نیمروز ولایت د ښاري ابتداییه محکمې مفتي امین الله سعیدي، د مرافعه محکمې او ښاري ابتداییه محکمې قضائي او اداري منسوبینو، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه؛ غونډه د قاتلینو په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطیني وګړي شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسرائیلي اشغالګرو له خوا په تازه بریدونو کې د غزې ښار په شجاعیه سیمه کې پر استوګنیزو ودانیو پرله‌پسې بریدونه شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان شهیدان، ۵۵ نور ټپیان شوي او شاوخوا ۸۰ کسان تر خاورو لاندې ورک دي.

ځايي اوسېدونکو چې په یوه روغتون کې یې لسګونو سختو ټپیانو ته وینه ورکوله وايي، د اسرائیلي اشغالګرو بمبار یوه عام‌وژنه وه.

بلخوا حماس جهادي غورځنګ ویلي، شجاعیه کې د اشغالګرو دغه جنایت به بې ځوابه پرېنږدي.

حماس په دغې سیمه شوی برید، د نسل وژنې تر ټولو خونړی او د نړېوالې ټولنې په ټنډه تور داغ یاد کړی.

اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د اشغال شوي لویدیځې غاړې په بلاطه کډوالو کمپ او نابلس ښار کې هم پراخ عملیات کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له امله لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۴۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۵ زره او ۷۲۹ نور ټپيان شوي دي.

د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست د مرستیال په مشرۍ د سهامي شرکتونو رامنځته کېدو لپاره د کړنلارې جوړېدو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د چارو ادارې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کانونو او پټرولیم او عدلیې وزارتونو، د افغانستان بانک او امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو په‌کې برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې وشوې.

له هر اړخیزو خبرو وروسته د بازار او خلکو لېوالتیا ته په کتو د سهامي شرکتونو رامنځته کېدل اړین بلل شوي، چې له مخې به یې ثابته او غیر متحرکې پانګې په حرکت راوستل شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه شوي، چې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو او د هغوی د فعالیتونو د تنظیم په موخه باید منظمه کړنلاره جوړه شي.

بلخ او کندوز کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدماتو د چمتووالي په موخه غونډې شوي

د بلخ ولایت مرستیال والي په مشرۍ ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، مرستو را ټولولو او د چمتووالي په موخه غونډه وشوه.

د غونډې موخه په زور د راستنېدونکو لپاره د چمتووالي، سرپناوو جوړولو او مرستو برابرولو اړوند نظرونه شریکول وو.

په دې ناسته کې ګډونوالو د جبري راستنېدونکو لپاره د بشپړ چمتووالي، د مرستو د راټولولو، د سرپناوو جوړولو او د نورو همکاریو د څرنګوالي په اړه نطرونه شریک شول.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د تېر کال د کمیټې هڅې ستايلي او سږ کال یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې.

مولوي نورالهادي ویلي؛ ټاکل شوې کمیټه به سږ کال هم راستنېدونکو کډوالو لپاره پوره چمتو وي او هڅه به کوي، چې له ټولو کډوالو سره د ورورولۍ چلند وشي، څو دوی د بې‌ برخېتوب احساس ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د ژوند د اسانتیاوو ترڅنګ به دندې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم برابریږي.

د بلخ مرستیال والي ټینګار کړی، چې سږ کال باید له ټولو محلي ادارو سره په ګډه له ځنډ پرته هڅې وشي، تر څو راستنېدونکي کډوال وکولی شي په خپل هېواد کې ارام ژوند ولري.

همداراز د یادې کمیټې غړو ویلي؛ سږ کال به له پخوا زیاتې تجربې او ښې همغږۍ سره هڅه وکړي، څو راستنېدونکي کډوال له کومې ستونزې سره نه بلکې له ارامۍ سره ژوند وکړي.

همداراز په کندوز ولایت کې د بیا میشتیدنې کمیټې هم غونډه کړې.

د کندوز ولایت د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د بیا مېشتېدنې کمیټې د یاد ولایت د کارکوونکو د رییس په مشرۍ او د سکتوري ادارو او موسساتو د استازو په ګډون د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د ستونزو او اړتیاوو د حل لپاره غونډه کړې.

د کندوز ولایت د کډوالو رییس مولوي عبدالولي محمدي د راستنېدونکو د ثبت شویو شمېرو او د تېر کال د شویو مرستو په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي له ګډونوالو غوښتي، چې د جبري راستنېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو ته په بیړني ډول باید بشپړ چمتووالی ولري.

د اړوند ادارو او موسساتو استازو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او د مرستو په روڼتیا ټینګار شوی دی.

پنجشیر ولایت کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، پنجشیر کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو یوه کانال او استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.

د پنجشیر ولایت په لومړۍ برخې او پریان ولسوالیو کې د اوبولګولو کانال او استنادي دېوال جوړولو پروژو چارې د پنجشیر والي حافظ محمد حکیم آغا، د پنجشیر ولایت د اوبو او انرژي رییس مولوي فضل الله عادل، سیمه ایزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د پنجشیر والي د دغو پروژو رول د کرنیزو بنسټونو او کرنیزو ځمکو ته د طبیعي پېښو د زیان د مخنیوي او د پنجشیر خلکو ته د کاري زمینې د رامنځته کولو د پياوړتیا په برخه کې مهمې ګڼلې دي.

په ورته مهال، د پنجشیر د اوبو او انرژي رییس د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله د خبرو ترڅنګ ویلي، مونږ هڅه کوو چې د خلکو د هوساینې لپاره اړینې بنسټیزې پروژې په ځانګړې توګه د کرنیزو او اوبولګولو په برخه کې پلي کړو.

یادې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له بودجې د پنجشیر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره یو شمېر خلکو ته د کاري زمیني د رامنځته کېدو ترڅنګ، زرګونه جریبه ځمکه به د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

مولوي مطیع الحق خالص د چاپیریالي وضعیت ارزونې په موخه بامیان ولایت ته سفر کړی

بامیان ولایت کې علمای کرامو، چاپېریالي فعالینو، د بېلابېلو سکتوري ادارو مسولینو او علمي شخصیتونو د یوې غونډې په ترڅ کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه ته وړاندې کړې.

دا غونډه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ ترسره شوه، په کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم برخه اخیستې وه.

د بامیان والي په خپلو خبرو کې چاپېریال ساتنه یوه شرعي، ملي او انساني وجیبه بللې او ویلي یې دي: “که موږ غواړو پاک، روغ او سالم ژوند ولرو، نو باید چاپېریال ته پاملرنه وکړو، نیالګي کښېنو، او له طبیعي منابعو څخه سالمه استفاده وکړو.”

نوموړي همداراز د علمای کرامو، استادانو، او ټولنیزو فعالینو رول د عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس غونډي ته په خبرو کې ویلي، د ټولنې د مختلفو قشرونو نظرونه د چاپېریال ساتنې د پالیسیو او پروګرامونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اداره به یې د یادو نظرونو پر بنسټ خپل پروګرامونه نورې هم اغېزمن او عملي کړي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ بامیان د افغانستان له تاریخي او لرغونو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې دا زموږ د ګرانه هېواد لپاره ستر ویاړ او افتخار دی.

نوموړي څرګنده کړې؛ بامیان د چاپېریالي او ایکولوژیکي پلوه ځانګړی ارزښت او ځانګړتیاوې لري، چې همدغه ځانګړتیاوې د دې لامل شوې څو دا ولایت د ساتنې وړ وګڼل شي.

 له دغو سیمو څخه د افغانستان لومړی ملي پارک (بند امیر)، د بامیان فلاتو ساتل شوې سیمه او د شاه فولادي طبیعي منظرې یادولی شو.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ په بامیان کې پر نورو څو سیمو هم تخنیکي او ایکولوژیکي مطالعات دوام لري، ترڅو په راتلونکي کې د ساتنې تر چتر لاندې راشي.

همدا ځانګړتیاوې بامیان د افغانستان د ایکوتوریزم او ګرځندوی مهمه نقطه ګرځولې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړې، اداره یې مکلفه ده چې چاپېریالي اصول په سمه توګه پلی کړي او ژمنتیا دا ده چې د بامیان ولایت طبیعي سرچینې په درست ډول وساتل شي.

په غونډه کې ګډونوالو د چاپېریال د اوسني وضعیت، د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو، د طبیعي منابعو د مدیریت، او اړتیاوو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او اندېښنې شریکې کړې دي.

دایکندي کې تېر کال نږدې ۶۳ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۶۲ زره او ۸۹۸ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۲۹ زره او ۷۷ برېښنایي پېژندپاڼې، ۱۶ زره او ۸۴۱ کاغذي پېژندپاڼې، پینځه زره او ۴۳۶ زېږون کارتونه، ۷۳۲ د مړینې پارچې او لس زره او ۸۱۲ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا عبدالرشید حمیدي وايي؛ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ښځینه او نارینه مراجعین لري او په یاد ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه، د انځور بدلول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو او ودونو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړي د زیاتولو) خدمتونه وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د غذايي خوندیتوب او د افغانستان روغتیا سروې کې فعاله ونډه درلوده او همدارنګه یې په احصاييوي برخو کې د ۱۲۶ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي او د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د ۲۹۱ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شوو پرېکړو د تعقیب غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د ځانګړې غونډې د شویو پرېکړو د تعقیب دویمه غونډه د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت د دفتر عمومي رییس په مشرۍ جوړه شوې وه، د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو او یو شمیر ادارو استازو پکې ګډون کړی وو.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا په بېلابېلو برخو کې د ۱۳ پرېکړو د پلي کېدو په موخه د اړوندو امارتي بنسټونو استازو خپل راپورونه وړاندې کړل.

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د چارو ادارې، کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ له استازو څخه جوړ شوي هیئت ته دنده سپارلې وه چې د هغو ځمکو په اړه چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ له پاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره جوړه شي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه ووېشل شي.

په دغه پرېکړه کې همدا راز راغلي: «هغه هستوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابتې شوې او تصفیه شوې دي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان اړند خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي».

په دغه پرېکړه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ښاري پلان له مخې دې د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته شي.

د چارو ادارې استازي محمد شریف بها د ځمکو د سپارلو په اړه وویل، په دې موخه دوې کمیټې جوړې شوې وې چې درې میاشتې یې پرې کار کړی او مسوده یې جوړه شوې ده چې ژر به نهایي شي.

 په غونډه کې د ځینو نورو پرېکړو د پلي کېدو په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو په اړه هم راپورونه وړاندې شول.

د غونډې په پای کې د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس له خوا د چارو ادارې استازي ته سپارښتنه وشوه، چې د ځمکو د سپارلو مسوده دې په دوه ورځو کې له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي.