ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 670

ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی

کرنې وزارت وايي؛ د ننګرهار کانال شرکت، د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.

د ننګرهار کانال شرکت د مسولينو په وينا، د دې کانال په څلورګونو فارمونو کې اوسمهال د  شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی او په دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي.

د ننګرهارکانال په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه برابره ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار کانال یادو فارمونو ته راوړي دي، چې ‌ورته روزنه ورکړي او ترې ښه شات ترلاسه کړي.

د شاتو کاروباریان وايي، چې پلوڅه، شینشوبې او د بېرې شات په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري.

باید وویل شي، چې ننګرهار کانال پخپلو شته فارمونو کې د شاتو مچیو روزنې او ترې سوچه شات ترلاسه کولو په موخه کابو ۲۳ زره د بېرې ونې کرلي دي.

افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

شیخ حمدالله نعماني: د ښاري پراختیا لپاره ترانسپورټي ترمینلونه حیاتي رول لري

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل په ختیځ کې د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل په پرانیست غونډه کې ویلي، د ترانسپورټ له وزارت سره د چارو په غوره ترسراوي کې همکار دی.

نوموړي زیاته کړې؛ په کور دننه د کاري زمینو برابرولو په موخه هڅه کوي داسې پروژې ډیزاین کړي، چې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، ترڅو منظمه ښاري وده او پراختیا ورسره رامنځته شي.

شیخ حمدالله نعماني ویلي، ښاري ترانسپورټي ترمینلونه او نورې ورته پروژې کولی شي په کور دننه د کار کولو زمینې برابرې کړي او بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو له قاچاقي سفر مخنیوی وکړي.

ښاغلي نعماني له هېوادوالو غوښتي، چې په ځان کې د اسلام او هېواد مینه پیدا کړي او بیرون ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي، د هېواد د ابادۍ په برخه کې د پردیو په تمه مه کینئ او خپله لاس په کار شئ.

شیخ حمدالله نعماني څرګنده کړې، اسلامي امارت راټولېدونکې پیسې بېرته پر خلکو په شفاف ډول مصرفوي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي؛ د اسلامي امارت ټول مسولین اسلامي او ملي ګټو ته ژمن دي او پر همدې بنسټ ډیری ودانیزې پروژې پیل شوي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي هم دي.

زرګونه امریکایانو د ټرمپ او ایلان ماسک پر ضد لاریونونه کړي

د امریکا په پلازمینه واشنګټن او نورو ښارونو کې زرګونه امریکایانو د ډونالډ ټرمپ او د هغه د سلاکار ایلان ماسک د نویو پالیسیو پر ضد لاریونونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، دا لاریونونه د امریکا د ټولو ایالتونو په شاوخوا یو زر او ۲۰۰ ځایونو کې شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، یوازې په واشنګټن کې د «نیشنل مال» په پارک کې له ۲۰ زرو څخه زیات کسان د ټرمپ خلاف راټول شوي وو.

ورته‌مهال د اروپا په برلین، فرانکفورت، پاریس او لندن کې په زرګونو امریکایانو د ټرمپ د کورنیو او بهرنیو پالیسیو خلاف لاریونونه کړي دي.

له زرو زیات افغان ګډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي؛ د ننګرهار د کډوالو ریاست د راپور پر بنسټ د وري میاشتې په ۱۶مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه ۳۱۶ کورنۍ، چې شمېر یې یو زر او ۵۸۹ تنو ته رسیږي، له پاکستان څخه د تورخم د فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ دا کورنۍ د لومړنیو اسانتیاوو د چمتو کېدو په وجه د اړوندو ادارو څخه خوښي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي، تر څو په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

په همدې مهال د ننګرهار د کډوالو رییس بازمحمد عبدالرحمن، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په ملتیا د تورخم په فرضي کرښه کې د بېرته راستنیدونکو بهیر یې له نږدې کتلی.

مولوي عزیزالله مصطفی د ادارو ترمنځ پرهمغږۍ، د موجودو بنسټونو پر پیاوړتیا او د اړوندومرستندویه ادارو له لوري پر چټکو مرستو ټینګار کړی.

همداراز وړاندیز شوی، چې یوه تخنیکي هیئت د وضعیت د دقیقې ارزونې او لا اغېزمنو اقداماتو لپاره تورخم ته سفر وکړي.

د ننګرهار د کډوالو رییس ډاډ ورکړی، چې بېرته راستنو شویو کسانو ته به د لومړنیو او اساسي اړتیاوو ترڅنګ په نورو برخو کې هم رسېدنه وشي.

مولوي نور جلال جلالي: د افغانستان پرمختګ نه‌شي زغملای، نو افغان کډوال له خپل هېواده باسي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د کابل په څرخي پله سیمه کې د یوه ترمینل د چارو پرانیستې پر مهال د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان له‌ خوا د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو په اړه ویلي، چې دغه هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او افغان کډوال له خپل هېواده باسي.

ښاغلي جلالي زیاته کړه، افغانانو د خپلو زحمتونو او هڅو په پایله کې ګڼ شمېر مالونه او شتمنۍ جوړې کړې دي، چې اوس له هغوی څخه اخېستل کیږي او په جبري توګه ایستل کیږي.

هغه له ټولو افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت تل خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي.

ملګري ملتونه: غزه کې د جګړې له بیا پیل راهیسې هره ورځ ۱۰۰ ماشومان شهیدان او یا ټپیان کېږي

ملګري ملتونه وايي، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پیل وروسته هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان او یا ټپیان شوي دي. حال دا چې امریکا د تل په څېر د اسرائیلي رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (انروا) مشر فېلېپ لازاريني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “هېڅ شی د فلسطیني ماشومانو وژنه نه‌شي توجیه کولای.”

له دې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي وو، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پیل وروسته لږ تر لږه ۳۲۲ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې د اوربند هوکړې له لومړي پړاو وروسته یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی. په دې بریدونو کې په ورځني ډول د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.

تازه نن سهار د غزې په خان یونس کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله د یوه خبریال په ګډون ۹ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۶۶۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۵ زره او ۲۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له ‌مخې، د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان دا کړنه د ګڼو کورنیو او بهرنېو غبرګونونو سره مخ شوې.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو څار ادارې د پاکستان دا پریکړه غندلې او دغه لړۍ یې د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

یادې ادارې ویلي: “موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې سملاسي په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو په زوره ایستلو، نیولو، ګواښلو او نورو فشارونو مخه ونیسي او پرېږدي، چې افغانان په باعزته توګه بېرته افغانستان ته ستانه شي.”

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې هېڅوک افغان کډوال په جبري ډول له خیبر پښتونخوا څخه تر هغو نه‌شي ایستلی، تر څو یې چې بشپړ چمتووالی نه وی نیولی.

نوموړي ویلي: “دا د افغان کډوالو په تړاو د خیبر پښتونخوا ایالت وروستی پیغام دی. ایالتي پولیس او نور وګړي په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر هغو نه‌شي پیلولی، تر څو دوی خپل تصمیم او چمتووالی نه وي نیولی. تر هغو څوک دوی ته څه نه‌شي ویلی، تر څو چې دوی ته د تګ، خوړو او اوسېدو زمینه نه وي برابره شوې او دوی به په خپله خوښه افغانستان ته په با عزته توګه بېرته ستانه شي.”

پاکستان د تېرو درېیو کلونو راهیسې د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف سلګونه زره افغان کډوال له دې هېواد څخه په جبري ډول ایستلي دي.

بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو و زارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د تورخم له لارې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د ښې رسیدنې او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه بېړنۍ ناسته کړې.

دوی له ټولو خیریه او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې نویو راستنېدونکو ته له هر اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان کډوالو ته د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني حکومت وړمه ورځ په دې هېواد کې د کډوالو نیولو پراخ عملیات پیل کړي او د لسګونه کډوالو د نیولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان او ترکمنستان یوه ګډ پلاوي د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي او د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او مل لوړ پوړي پلاوي په هرات کې د ټاپي پروژې له روان کار څخه لېدنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې لیدنه کې یاد پلاوي د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او دواړو لورو د کارونو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي شاوخوا ۱۲ کیلو مټره نل‌لیکه غځول شوې او د څه باندې ۲۰ کیلومټرو په اوږدوالي د نل‌لیکې سیمه هواره شوې ده.

همدارنګه ټاکل شوې، چې د کارونو د چټکتیا په موخه په راتلونکو ورځو کې هم‌مهاله په څو سیمو کې کارونه پیل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلورو کورنیو سره ټولې ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۶ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۵۸زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۴۷۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵ کورنیو سره ټولې ۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره ټولې ۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳ تنه و، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۸۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوالو:    ۴۵ کورنۍ او ۱۹۱ وګړي

لېږدول شوي کډوالو:  ۵۲ کورنۍ او ۲۵۹ وګړي

مرسته شوي کډوالو:   ۶۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳ عدده

د بېرته راستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره یوه پلاوي تورخم ته سفر کړی

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په مشرۍ یوه پلاوي د راستنېدونکو افغان کډوالو د دويمې څپې بهیر څارلو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه د تورخم فرضي کرښې ته سفر کړی.

په دې سفر کې د ولايت دفتر رییس سربېره د عامې روغتيا، اقتصاد، کليو پراختيا، برېښنا، کډوالو چارو رییسانو او يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و.

یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د لنډ مهال مېشت کېدنې، د خوړو، روغتيا، پاکو اوبو، ترانسپورت، نغدي او خوراکي توکو مرستو او نورو برخو کې د شته امکاناتو ډاډ ورکړی دی.

مولوي عزيزالله مصطفی په دغه سفر کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، شته زيربناوو ته پر پاملرنې او د اړوندو موسسو له خوا د مرستو رسولو پر چټکتيا ټينګار کړی.

همداراز وړانديز شوی، چې په ملي کچې يو تخنيکي پلاوی تورخم ته سفر وکړي، څو وضعيت له نږدې وارزوي او د لا اغېزمنو اقداماتو زمينه برابره شي.

په ورته مهال په تورخم کې راستنو شويو هېوادوالو خپلې خاورې ته په راتګ او دلته په شته امکاناتو خوښۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه ځينې کورنۍ په جبري ډول راوېستل کېږي، د ځینو کورنيو غړي په جلا ډول را ایستل کېږي او د ډېری کورنيو مالونه او حقونه ترې اخیستل کېږي، بايد مخنيوی يې وشي او افغانان باعزته راستانه شي.