ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 671

د بېرته راستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره یوه پلاوي تورخم ته سفر کړی

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په مشرۍ یوه پلاوي د راستنېدونکو افغان کډوالو د دويمې څپې بهیر څارلو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه د تورخم فرضي کرښې ته سفر کړی.

په دې سفر کې د ولايت دفتر رییس سربېره د عامې روغتيا، اقتصاد، کليو پراختيا، برېښنا، کډوالو چارو رییسانو او يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و.

یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د لنډ مهال مېشت کېدنې، د خوړو، روغتيا، پاکو اوبو، ترانسپورت، نغدي او خوراکي توکو مرستو او نورو برخو کې د شته امکاناتو ډاډ ورکړی دی.

مولوي عزيزالله مصطفی په دغه سفر کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، شته زيربناوو ته پر پاملرنې او د اړوندو موسسو له خوا د مرستو رسولو پر چټکتيا ټينګار کړی.

همداراز وړانديز شوی، چې په ملي کچې يو تخنيکي پلاوی تورخم ته سفر وکړي، څو وضعيت له نږدې وارزوي او د لا اغېزمنو اقداماتو زمينه برابره شي.

په ورته مهال په تورخم کې راستنو شويو هېوادوالو خپلې خاورې ته په راتګ او دلته په شته امکاناتو خوښۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه ځينې کورنۍ په جبري ډول راوېستل کېږي، د ځینو کورنيو غړي په جلا ډول را ایستل کېږي او د ډېری کورنيو مالونه او حقونه ترې اخیستل کېږي، بايد مخنيوی يې وشي او افغانان باعزته راستانه شي.

مولوي عبدالکبیر هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د پروسې منظم والي او اغیزمنتیا ډاډ ورکړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د ارتباط له مسول حافظ انس حقاني، د سرحدونو او قبایلو وزارت له مسلکي مرستیال احمد طه او د بغلان ولایت لېواه له مسول سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د هغوی د کاروبارونو د ودې او د بازارموندنې اسانتیاوو په اړه خبرې شوې دي.

د لیدنې په پیل کې مولوي عبدالکبیر د هغو ستونزو یادونه کړې، چې راستنېدونکي کډوال ورسره مخ دي او له هغوی سره یې په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ډاډ څرګند کړی؛ چې یاد وزارت به له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې کړي.

همدار راز په دې لیدنه کې حافظ انس حقاني ویلي؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون هڅه کوي، چې له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو ترڅنګ له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او هغوی ته د بېرته راستنېدو مناسب شرایط برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې موخو د لا ښه تحقق لپاره د اړوندو ادارو همکاري مهمه ده.

مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت له لوري به له دوی سره اړینې همکارۍ وشي، څو دا پروسه لا اغېزمنه او منظم پر مخ ولاړه شي.

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو ایستلو ته غبرګونونه؛ د ملګرو ملتونو کارپوهان یې د سملاسي درولو غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.

یادو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې په زوره له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د بشري او کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان دې د یوه ګاونډي هېواد په توګه د افغان کډوالو منلو رول ته دوام ورکړي.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د یادو کار پوهانو د دې غوښتنې هرکلی کړی او د ملګرو ملتونو سازمان څخه یې غوښتي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د نقض مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د هغو افغان کډوالو په ګډون چې د اوسېدنې قانوني اسناد لري د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي.

چین د امریکا پر وارداتي توکو ۳۴ سلنه تعرفه وضع کړه

د راپورونو له مخې، چین په یوه غچ اخیستونکي اقدام کې د امریکا پر ټولو وارداتي توکو ۳۴ سلنه تعرفه وضع کړې ده.

د چین مالیې وزارت د امریکا د نویو وضع شویو سوداګریزو تعرفو په اړه ویلي، چې دغه اقدامات د نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف، د چین د مشروع حقونو نقض‌کوونکي اود یو اړخیز چلند او زورواکۍ بېلګه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د ټولو هېوادونو پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې، چې دغه پرېکړه د امریکا د سوداګریزو شریکانو له پراخه غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د دې تعرفې له اعلان وروسته د ونډو بیې په کمساري بڼه پرېوتې دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د هېواد اقتصاد به یې پر ټولو وارداتي توکو له دغو لږ تر لږه ۱۰ سلنه اعلان شویو تعرفو سره وده وکړي.

د ننګرهار ولایت د کډوالو په ریاست کې بېړنۍ غونډه وشوه

نن شنبه د حمل میاشتې پر ۱۶مه له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د ښې رسېدنې په موخه د ننګرهار ولایت د کډوالو د رییس په مشري یوه بېړنۍ ناسته وشوه.

د ننګرهار د کډوالو رییس باز محمد عبدالرحمن په دې ناسته کې ویلي، چې پاکستان غواړي افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې وباسي، خو اسلامي امارت به هڅه وکړي، تر څو ټولو راستنېدونکو کډوالو ته لازم امکانات برابر کړي.

نوموړي همداراز د خیریه موسسو او ادارو تر منځ د غوره همغږۍ او راستنېدونکو ته د چټکو او پر وخت خدماتو په وړاندې کولو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د تورخم په عمري کمپ کې ټول اړین امکانات برابر دي او ټول راستنېدونکي به د مرستې د ترلاسه کولو وروسته خپلو ټاکل شویو سیمو ته ولېږدول شي.

ښاغلي عبدالرحمن په پای کې له ټولو خیریه او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې نویو راستنېدونکو ته له هر اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ټولګټو وزیر د کندهار ولايت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت تر کار لاندې او نويو پيل کيدونکو پروژو څخه ليدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د کندهار زون د پروژو تخنيکي مسول انجنير شېر حسن خوشيوال او يو شمېر نورو مسولينو هم ګډون درلود.

د ټولګټو وزیر په یاد سفر کې د کندهار-روزګان( جنوب-شمال دهليز) سړک د ۱۶۰ متره په اوږدوالي د ميوند ولسوالۍ سرکاري باغ پل چې رغنيزې چارې يې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د کندهار-سپين بولدک دويم لين سړک او د خاکريز-کندهار سړک له رغنیزو چارو څخه ليدنه کړې، د پروژو تخنيکي ټيمونو او مسولينو ته یې د کار د غوره کيفيت او چټکتيا په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

همدارنګه د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د خلکو د ستونزو هوارولو په موخه د کندهار ولايت د ټولګټو رياست کارکوونکو ته لارښوونه کړې، تر څو د ۱۵ کيلومتره په اوږدوالي سره د ميوند ولسوالۍ جغلي سړک، د بند تيمور سړک، د شورابک، بولدک اسفالټي سړک شولډرونه او د شاه ولي کوټ-ترينکوټ سړک په ۱۴۰۴ ه ش کال کې ترمیم او ورغوي.

سربېره پر دې یې د قراردادي شرکتونو تخنيکي ټيمونو او مسولينو ته لارښوونه کړې، چې د پروژو کار ژر تر ژره بشپړ او له خپل توان سره سم د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

د پوهنې وزیر فراه ولایت ته سفر کړی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د کندهار ولایت د پوهنې رییس مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا فراه ولایت ته سفر کړی.

نوموړي د یاد ولایت د پوهنې له مسولینو، یو شمېر علماءکرامو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې او د یاد وزارت د قوانینو او کړنلارو د تشرېح کولو ترڅنګ یې د دیني او عصري علومو د رول او اهمیت په اړه مهمې او هر اړخیزې خبرې کړې دي.

نوموړي د یاد سفر پر مهال د فراه ولایت په ولسوالیو کې د جامعه الاسراء مدرسې سربېره له یو شمېر نورو دیني مدارسو څخه هم لیدنه کړې.

همدارنګه د پوهنې وزیر د یو شمیر چارواکو او علماءکرامو سره په ګډه، د فراه ولایت مرکز اړوند په مرواري کلي کې د یوه لوی دیني مرکز په پرانیستلو او تاسیس کې هم ګډون کړی دی.

د اقتصادي کمېسیون له لوري په هرات ولایت کې د ‘بام هرات’ تفریحي کمپلکس د جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم په هرات ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه، پر اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو باندې د دولتي داغمه‌جاتو د وېش او پلور، د بدخشان ولایت د وېکادور سرو زرو کان د قرارداد او همدا راز یوشمېر نور تعقیبي موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

په غونډه کې له مفصل بحث وروسته په هرات ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس د جوړولو طرحه تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي، چې شاوخوا څلور زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، تر څو د اوسپنې ویلې کوونکو شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه او له هغو شرکتونو چې د افغانستان اسلامي امارت پوروړي دي، پورونه ترلاسه او هغو شرکتونو ته، چې د افغانستان اسلامي امارت یې پوروړی دی، پورونه تادیه کړي او د داغمه‌جاتو د وېش او پلور په تړاو دې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم تطبیق کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم هدایت وشو، تر څو د بدخشان ولایت د وېکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان کړي او د دغه کان لپاره نوې داوطلبي ترسره شي. د نوې داوطلبۍ پر مهال دې وړ شرکت انتخاب شي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

پورته ذکر شوي تصامیم د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري منظور شوي دي.