د غازي امان الله خان لېسټاې سیالۍ د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې خورا مهمې سیالۍ دي، چې هر کال یو ځل په یوورځني فارمټ کې ترسره کیږي او له همدې ځایه ځوان لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته د شامېلېدو چانس پیداکیږي. د د ې سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې د ننګرهار په کوربتوب ترسره شو، چې کوربه سپینغر پکې اتلولي خپله کړه.

دغه سیالۍ تر دې دمه ټولټال ۶ پړاوه تره سره شوي، چې لومړی پړاو یې سپینغر، دویم بست، درېیم، څلورم او پینځم پړاونه یې مسعینک خپل کړل او وروستی پړاو یې بیا هم د بست په ګټه پای ته ورسېده.
د غازي امان الله خان جام لېسټ اې شپږم پړاو سیالۍ د ملي راډیو ټلوېزیون په ژوندي خپراوي د لړم/عقرب میاشتې پر ۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شوې، چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې یې دوام وکړ.

په دې سیالیو کې ۵ زونونو سپینغر، مسعینک، بست، بند امیر او امو زونونو ونډه اخیستې وه، چې له ۲۲ ورځني سفر وروسته په یوې جذابې پایلوبې پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبې ته بست او اموزونو لار موندلې وه. بست د لوبې پچه وګټله او د نورو لوبو پر خلاف یې لومړی توپوهنه پیل کړه. بست په ټکلیو ۴۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سره د دې پړاو تر ټولو لوړ ۳۳۷ منډې هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې بست لوپاره درویش رسولي ۱۲۲ او بلال احمد ترین ۸۸ منډې جووړې کړې. هاخوا بیا امو لپاره سلیم ساپي ۵۶ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې امو زون په خپله پاڼۍ کې له ۴۵ اورونو څخه ټولټال ۳۹.۱ اورونه ولوبول، چې د ایجاز احمد او اعجاز احمدزي د ۴۸ او ۴۰ منډو پر مټ یې ټولې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالۍ یې د ۱۲۹ منډو په توپیر وبایلله.
په دې پاڼۍ کې بست لوبډلې لپاره لوبډلمشر یمین احمدزي ۳، عبدالباقي هم ۳ او سیدشېرزاد بیا ۲ ویکټې واخیستې.
په دې پایلې سره بست زون د یمین احمدزي تر لوبډلمشرۍ لاندې دوم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله.
په دې سیالیو کې درویش رسولي غوره توپوهنکی او یمین احمدزی غوره توپاچونکی ونومول شو.
بست زون دویم ځل لپاره د غازي امان الله خان لېسټاې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د غازي امان الله خان لېسټاې سیالۍ د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې خورا مهمې سیالۍ دي، چې هر کال یو ځل په یوورځني فارمټ کې ترسره کیږي او له همدې ځایه ځوان لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته د شامېلېدو چانس پیداکیږي. د د ې سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې د ننګرهار په کوربتوب ترسره شو، چې کوربه سپینغر پکې اتلولي خپله کړه.
دغه سیالۍ تر دې دمه ټولټال ۶ پړاوه تره سره شوي، چې لومړی پړاو یې سپینغر، دویم بست، درېیم، څلورم او پینځم پړاونه یې مسعینک خپل کړل او وروستی پړاو یې بیا هم د بست په ګټه پای ته ورسېده.
د غازي امان الله خان جام لېسټ اې شپږم پړاو سیالۍ د ملي راډیو ټلوېزیون په ژوندي خپراوي د لړم/عقرب میاشتې پر ۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شوې، چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې یې دوام وکړ.
په دې سیالیو کې ۵ زونونو سپینغر، مسعینک، بست، بند امیر او امو زونونو ونډه اخیستې وه، چې له ۲۲ ورځني سفر وروسته په یوې جذابې پایلوبې پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبې ته بست او اموزونو لار موندلې وه. بست د لوبې پچه وګټله او د نورو لوبو پر خلاف یې لومړی توپوهنه پیل کړه. بست په ټکلیو ۴۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سره د دې پړاو تر ټولو لوړ ۳۳۷ منډې هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې بست لوپاره درویش رسولي ۱۲۲ او بلال احمد ترین ۸۸ منډې جووړې کړې. هاخوا بیا امو لپاره سلیم ساپي ۵۶ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې امو زون په خپله پاڼۍ کې له ۴۵ اورونو څخه ټولټال ۳۹.۱ اورونه ولوبول، چې د ایجاز احمد او اعجاز احمدزي د ۴۸ او ۴۰ منډو پر مټ یې ټولې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالۍ یې د ۱۲۹ منډو په توپیر وبایلله.

په دې پاڼۍ کې بست لوبډلې لپاره لوبډلمشر یمین احمدزي ۳، عبدالباقي هم ۳ او سیدشېرزاد بیا ۲ ویکټې واخیستې.
په دې پایلې سره بست زون د یمین احمدزي تر لوبډلمشرۍ لاندې دویم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله.
په دې سیالیو کې درویش رسولي غوره توپوهنکی او یمین احمدزی غوره توپاچونکی ونومول شو.
روزي خان خپلواک