ورځ: یکشنـــبه
نېټه: ۵/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۸/۸/۱۴۰۲ ھ ش
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن په تورخم کې ۳۲۴ کورنۍ او یو زر او ۷۵۸ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول ۱۹۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۶۰ کورنۍ مهاجرېن او پاتې ۳۰ کورنۍ ګډوال نه وو ثابتې شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې د خدماتو کمېټې لهخوا یو زر او ۲۱۳ راستنېدونکو کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په خپل وخت سره توزېع شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۲۱۳ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې یوه زره او ۶۰۰ کمپلې، ۱۰۰۰ بستې معدني اوبه او ۴۰۰ ښځینه او نارینه جامپرونه توزیع شوې، ۳۰۰ بستې خوارکي توکي او همدارنګه د ابرسانۍ په برخه کې د اته ټانکرنو په واسطه ۱۵۰ زره ليټره اوبه توزیع شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په عمري کمپ کې نن ۳۸۰ اړمنو راستنېدونکو کډوالو سره د یو شمېر مسئولینو په شتون کې نغدي مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن ۱۴۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۷۲ تنه کیږي، د مختلف النوعه موټرو په واسطه بېلابیلو ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۳۳ زره افغانۍ د کرایې لپاره ورکړل شوي دي.
په تورخم مېشت غالي کې د ۱۷ عرادې مختلف النوعه وسایط برابر شوي وو، چې د تورخم فرضي کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې راستنېدونکي افغانان په مصئونه توګه ورسوي.
د جوماتونو او زدهکړو د تنظیم کمیټه:
دجوماتونو او زده کړو د تنظیم کميټې د غړو لخوا د تېر په څېر نن هم د تورخم له لورې راغلو هېوادوالو ته په میشت ځای کې اصلاحې بیانونه وشول.
په ورته وخت کې دیادې کمېټې د غړو له خوا په سپین بولدک، اسلام کلا او انګوره اډه کې هم راغلو هېوادوالو ته د اصلاحي بیانونو لړې دوام لري.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۵تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکی، اووه تنه حافظان، یو تن د وړې دورې فارغ، یو تن دیني عالم، ۵۶۰ تنه غریبکار او ۱۸۳ تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۷۷۱ تنه کیږي
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوی کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
شپږ ماشومان چی په کمپ کی له کورنیو نادرکه شوی وو، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو بېرته له خپلو کورنیو وسپارل شول.
یو تن بې سرپرسته ماشوم د هارو اداری ته راجع کړل شو، ترڅو خدمات ورته وړاندې شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د امراضو، رواني ستونزو او ماینونو د خوندیتوب په خبره کې خپلې مشورې له کډوالو سره شریکوي او نن هم ۱۰۸ والدینو ته د ماشومانو د خوندیتوب او د ماینونو او ناچاوده توکو په برخه کې عامه پوهاوی ورکول شو.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۵۳۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې دوه زره او ۳۵۶ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې ۴۲۷ کورنۍ د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم)، (ډي آر سي) او (ډبلیو اېف پي) ته معرفي شوې. شپږ تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۷۸ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۱۶۸ تنه کیږي، د ۲۸ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل او هلمند او نورو ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۷۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له ۴۸۴ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا اته زره او ۹۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د روغتیايي ټیمونو له لوري په کمپونو کی د کډوالو د روغتیايي وضعیت ارزونه وشوه.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ موسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا یو زر او ۵ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۴۰۴ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۷۸ کسانو سکرینینګ شوی، ۲۸۳ تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین تطبیق شوی، د ۲۱ تنو د ملاریا نمونې او د ۱۱ تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ درې مریضان استول شوي او اته تنه نور بستر شوي دي.
خرابې هوا او دوړو د مخنیوی په موخه په کمپ کې آب پاشي وشوه، کثافات راټول او لرې کړل شول او ۵۰ زره لیټره د څښلو پاکې اوبه ورسول شوې.
تخته پل کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او جنراټورونه هم ترمیم شول.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو یو زر او ۳۶۳ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.
پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا ۵۱ تنه ناروغان تداوي شوي او اووه تنو ته واکسین تطبیق شوی.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه او د شپې لهخوا هم ورته ډوډۍ او ځای په پام کې نیول شوی دی.
۵۶ تنه کډوالو او د کميټو غړو ته ډوډۍ توزیع شوې او د نهه کډوالو تداوي شوې ده.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۴ عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.
په تروې کې هم د کډوالو د راستنېدو لپاره پوره ترتیبات نیول شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو کډوالو ته د خپل هیواد په جوړولو کې د ټولو هیوادوالو په ونډې اخیستو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري ۱۵۰ تنه کډوالو او د ګډو کمېټو غړيو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ برابره شوې ده او د شپې تېرولو لپاره هم امادهګي نیول شوې ده.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن له انګور اډې څخه کډوال کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته دوه کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
پکتیــــا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
نن ۱۵۰ نفرو ته ډوډۍ ورکول شوه او د ماښام له لوري هم ورته د ډوډۍ او شپې تېرولو لپاره ترتیبات په پام کې نیول شوي دي.
د عامې روغتیا او دفاع وزارت د صحي ټیمونو لهخوا ۵۴ کډوال تداوي شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر کډوالو شپږ عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.
زابـــــل:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د زابل په شملزو کې ۱۸ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۷۰ تنه کیده ثبت او ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو د لیږد او ټرانسپورټ کمېټه:
نن ۱۱ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۰ تنه کیږي د درې مختلف النوع موټرو په واسطه د کندهار معروف ولسوالۍ او د غزني ناوې ولسوالۍ ته انتقال شوې او هرې کورنۍ سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د یوولسو کورنیو ماشومانو تداوي وشوه، ډوډۍ ورکړل شوه او نور خدمات هم ورته ارایه کړل شول.
نیمــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې ۲۴ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۰۴ تنه کیږي او دوه زره او ۹۲ تنه مجردین ثبت شوي دي، چې د مجردینو له ډلې ۱۰۵ تنه د مرستو په خاطر آی او اېم ته معرفي شوي دي.
د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټه:
نن په نیمروز کې اووه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۱ تنه کیږي د کډوالو په لنډمهالي کمپ کې مېشت کړل شوې او د (آی او اېم) موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټه:
نن په نیمروز کې راستانه شویو کډوالو ته د روغتیا او عامه پوهاوي په برخه کې خدمات وړاندي سول.
هـــــــــرات
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې ۳۲ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۸۴تنه کیږي، ثبت شوي؛ لس-لس زره افغانۍ ورسره مرسته شوې او په همدې ډول (آی او اېم) سازمان ته هم معرفي شول.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د اسلام کلا بندر کې له ۱۵ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء