ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 679

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په غونډه کې، راستنو شویو کډوالو ته د ښو خدمتونو په برابرولو ټینګار شوی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ‎کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د اعضاوو او د ټاکلو کمېټو د مسولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د ټاکلو ۱۲ کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزول شوي.

وروسته د راستانه شویو کډوالو د لېږد او ځای پرځای کېدو د څرنګوالي، لازمو اسانتیاوو، هغوی ته د اشتغال او ښوونې او روزنې زمینې او همدارنګه له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د ښو خدمتونو برابرولو په اړه بحث او هر اړخېزه ارزونه شوې او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د اوږد مهاله اوربند په اړه هوکړه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرله پسې غونډو وروسته بالاخره د غزې اوسېدونکو ته د مرستو رسولو په هدف د اوږد مهاله اوربند د رامنځ ته کولو په اړه هوکړې ته رسېدلي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اوږد مهاله اوربند د رامنځ ته کولو پریکړه لیک په ۱۲ مثبتو رایو سره تصویب شو.

د راپورونو له مخې امریکا او بریتانیا چې په دې شورا کې د ویټو حق لري، د جګړې د پای ته رسولو او رامنځ ته کولو پریکړه لیک ته رایه ورکړه.

دوی په غزه کې اوربند رد کړ او منفي ځواب یې ورکړ.

د برتانیې سفیرې باربرا ووډوارډ که څه هم په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د اوربند د رامنځ ته کولو د هوکړې خلاف رایه ورکړې، خو ویلي يي دي؛ چې د دې کړکیچ په اړه خبرې کول د شورا لپاره حیاتي او ډیر وخت دی او موږ د اوربند د ټینګېدو له موخې په کلکه ملاتړ کوو.

د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او په غزه کې د اوږد مهاله بشري اوربند د رامنځته کېدو او د یو خوندي او بې خنډه چاپیریال د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور له دغه سازمان څخه د دغه پرېکړه لیک د ژر تر ژره عملي کېدو غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي؛ د امنیت شورا په تصویب شوي دغه پریکړه لیک کې د غزې په تړانګه کې د اسرایلي پوځ بې رحمانه بمباري او د اسرایلو د بمباریو په پایله کې د پنځه زره فلسطینی ماشومانو او ملکي وګړو ظالمانه وژل کېدل په ګوته شوي دي.

دا پنځم ځل دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه ځانګړې غونډه کوي، تر دې مخکې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه په تېرو څلورو غونډو کې د دغه سازمان د مشرانو غونډې جوړې شوې وې، چې د امريکا، روسيې، بريتانيا او چين ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله به بې پایلې وه.

د ملي پراختیا شرکت رییس: ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال ترڅنګ د کڼو لویو پروژو او ودانیزو چارو پلانونه هم لري

د کرنې سرپرست وزیر د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري له ملي پراختیا شرکت څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسولینو سره د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هغوی د فعالیتونو په اړه خبرې کړي.

مولوي عطاء الله عمري دغه راز د ملي پراختیا شرکت په انګړ کې د يوې لويې ودانۍ د جوړېدو او د هغه ودانۍ د بيارغونې له پرمختګ څخه هم ليدنه کړې، چې په پام کې ده په کې د ماشين الاتو جوړولو شرکت جوړ شي.

د ملي پراختیا شرکت د اجرایې رییس عبدالرحمن عطاش د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه شرکت فعالیتونه بیان کړي او زیاته کړې یې ده؛ ملي پراختیا شرکت نه یوازې دا چې د قوش تېپې کانال چارې پرمخ وړي، ترڅنګ یې د لویو پروژو او ودانیزو چارو لپاره پلانونه او پروګرامونه هم لري.

 د ملي پراختيا شرکت په تېر حکومت کې د اتو دولتي تصديو په ادغام سره رامنځته او عبدالرحمن عطاش د دغه شرکت د عمومي اجرايوي رييس په توګه وټاکل شو.

د یاد فرمان پر اساس د بنایي ودانیزتصدي، د هلمند ودانیز تصدي، افغاني ودانیز تصدي، د کور جوړونې تصدي، د غوري سمنټو فابریکو تصدي، د جبل السراج سمنټو فابریکو تصدي او د ارزاقو تصدي مدغم او د ملي پراختیا شرکت په عنوان نوی شرکت تاسیس شو.

د ملي پراختیا شرکت اوس مهال د افغانستان د اسلامي امارت په اډانه کې د حکومت له تګلارې سره همغږي دی او هغه مهمې پرمختیايي او پراختیایي پروژې چې له مخکې ټاکل شوي، پلي کوي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر: هڅه کوو، چې د اوبو او برېښنا په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ټینګې کړو

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي ایران هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست مولوي فضل احمد حقاني او د دغه سفارت له یو شمېر ډیپلوماټانو سره لیدنه کړې.

په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلي او زیاته کړې یې ده؛ افغان ولس خپل په زړه پورې نظام لاسته راوړی او موږ شپه او ورځ هڅه کوو، چې خپل ولس ته په رښتیني توګه خدمتونه وړاندې کړو او په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته په وخت سره رسېدنه وکړو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ایران هېواد ته د خپل سفر په تړاو ویلي؛ د افغانستان د اسلامي امارت مشران هڅه کوي، چې د اوبو او برېښنا په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ټینګې کړي او په دې برخه کې یې خپلې ټولې هڅې په کار اچولې دي.

پکتیا کې د څه باندې ۱۱۵ زره ډالرو په ارزښت د درک کانال او سربند د جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یادې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمد کريم فاتح، د پکتیا ولایت د اقتصاد ریيس مولوي محمد انور راشد، د سید کرم ولسوالي ولسوال قاري علي محمد مجاهد، د اړيکو دفتر ولايتي مسول انجنير شريف الله ايوبي او یو شمیر نورو سيمه ييزو مسولینو او  قومي مشرانو په شتون کې ترسره شوي.

یاده پروژه د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي په کوه سين کلي کې د ۱۵۰ زره او ۵۲۸ ډالرو په ارزښت د سویس پراختیایې همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د اړیکو دفتر په تخنیکي همکاري او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي شوې.

په دغه پروژې کې د 17.6 مترو په اوږدوالي، د 10.4 مترو سور او د 4.4 مترو په ژوروالي سره د درک سربند او د نوموړې سربند دواړو لورو ته د 146 مترو په اوږوالي د استنادي دېوالونو او د 118 مترو په اوږدوالي د درک کانال جوړول شامل دي، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

فراه کې د ۳۴۰ زره ډالرو په لګښت د لسو روغتیايې مرکزونو ودانيزې چارې بشپړې شوي

په فراه ولایت کې د ۳۴۰ زره ډالرو په مالي لګښت د لسو روغتیايې ځالو ودانيزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.

د يادو مرکزونو د ودانيزو چارو د پرانیستې پر مهال د فراه ولایت د عامې روغتيا رياست رییس مولوي احسان الله شاکر ویلي؛ چې دا مرکزونه د ۳۴۰ زره  ډالرو په مالي لګښت د عامې روغتيا رياست تر رهبري لاندې د (UNFPA) دفتر په مالي ملاتړ د (MOVE) پلي کوونکې موسسې په همکارۍ د دې ولايت د مرکز په ګډون د اووه ولسواليو په سپينو سيمو کې جوړې، چې له جوړيدو سره سم به یې سيمه ييزو وګړو ته روغتيايې چوپړتیاوې وړاندې او د روغتيا کچه به لوړه شي.

د (MOVE) موسسې رییس ویلي؛ چې په يادو روغتيايې ځالو کې د نورو چوپړتیاوو ترڅنګ د مېندو او ماشومانو په برخه کې د یو نرس، یوې قابلې او یو ساتونکي په شتون روغتيايې چوپړتیاوې هم وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ ياد دفتر په پام کې لري، چې د یادو روغتيايې ځالو لړۍ نوره هم وغځوي.

ځايي اوسیدونکي د یادو مرکزونو خوښ دي او وايي؛ چې تر دې وړاندې به د سيمې اوسيدونکي مرکز ته د حامله ناروغانو د لېږد، لومړنيو روغتیايې چوپړتیاوو ته د نه لاسرسي او له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان وو، خو اوس به یې یادې ستونزې حل او په خپل کلي کې ورته هر څه چمتو شول.

یاد مرکزونه دوه په پرچمن، دوه په ګلستان، دوه په فراهرود، یو مرکز ته څېرمه په کوک عليا، یو په پشترود، یو د خاکسفيد او یو د قلعه کاه په ولسوالیو کې جوړ او رسماً يې خپلې روغتيايې چوپړتیاوې وړاندې کړي‌.

د کابل امنیه قومندانۍ د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل پولیسو د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي؛ د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې د قتل، د موټرو او موټر سایکلونو د غلا، د اموالو او اجناسو د غلا، فرېبکارۍ، د وسلو قاچاق، چپاولګرۍ او ځینې نورو جرمونو دوه زره او 210 قضیې درلودې او په تړاو یې دوه زره او 136 تنه نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له دغو نیول شویو اشخاصو سره ۹۴ موټرې، شپږ موټر سایکلونه، ۶۶ میله تفنګچې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه، دوه میلیونه او ۶۴۴ زره افغانۍ، اووه زره او ۸۰۰ ډالر، شاوخوا ۱۲۰ سیټه موبایلونه او دغه راز د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت مبایلونه له غلو راګرځول شوي او خپل مالک ته یې سپارل شوي، د شاوخوا ۱۶۰ زره افغانیو او ۸۰۰ زره ډالرو په معادل طلا ترلاسه شوې ده.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ د کابل امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل په مختلفو سیمو کې ۵۴۵ بېلابېل عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۶۱۹ تنه مظنونین نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

همداراز د کابل امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۵۸ تنو امنیتي ځواکونو ته د روغتیا، ظرفیت لوړونې، کمپیوټر، اداره، بشري حقونو او ځینې نورو برخو کې په مختلفو کورسونو کې یو میاشتنۍ، دوه میاشتنۍ او درې میاشتنۍ زده کړې ورکړي دي.

خالد ځدراڼ ویلي، د تروریزم ضد مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د یو لړ کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې ۴۳ تنه مظنونین نیولي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال مولوي شاکر سعد د کابل پولیسو د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي، چې رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول حیثیت لري او دوی یې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

غصب څخه راګرځول شوې ځمکې په اجاره ورکول کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ له غصب څخه بېرته راګرځول شوې ځمکې او جایدادونه د لنډ مهال لپاره په اجاره ورکوي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کارکوونکو د شتون، سیمې ته د کارکوونکو د لېږد، د کاري بهیر د راپور ورکولو، د کارکوونکو د ګمارنې پروسې او له غصب څخه د بېرته راګرځول شويو ځمکو د سروې او ارزښت موندنې په پار خبرې شوي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ویلي؛ هغه ځمکې او جایدادونه چې له غصب څخه راګرځول شوي د کرنې وزارت له خوا په اجاره ورکول کېږي او د دغه وزارت تر څارنې لاندې به وي.
دا هغه فرمان دی، چې پلي کول یې د کرنې وزارت پر غاړه ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري د امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمان سره سم په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې هغه جایدادونه او ځمکې چې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون له خوا له غصب څخه راګرځول شوي دي د لنډ مهال لپاره په اجاره ورکړي.