ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 681

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال: د لومړي ځل لپاره د خصوصي تحصیلي بنسټونو علمي کادرونو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا علمي رتبې ورکول کیږي

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه پلاوي سره د علمي کادر د جذب نوې لایحې د عملي کولو په موخه په انلاین ناسته کې خبرې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په یاده ناسته کې د هېواد ځوان نسل د روزنې له امله د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ د علمي کادر د جذب په برخه کې د عدالت د تأمین او روڼتیا رامنځ ته کولو په پار، نوې لایحه جوړې شوې او همدارنګه د یادې لایحې پر اساس خصوصي پوهنتونونه کولی شي چې دایمي استادان وګوماري.

نوموړي زیاته کړې؛ چې دا د لوړو زده کړو وزارت په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې د خصوصي تحصيلي بنسټونو استادان په رسمي او دايمي توګه داسې ګمارل کيږي، چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا به يادو کادرونو ته علمي رتبې هم ورکوي.

د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رییس مفتاح الدین عزام د یادې لایحې په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو تقرر او ترفیع، په زوني امارتي تحصیلي بنسټونو کې کېږي.

نوموړي د علمي کادر د جذب لپاره د نمرو سلنې، عمر، د استاد په حیث په امارتي تحصیلي بنسټونو کې د معتبرو خصوصي پوهنتونونو د فارغینو د جذب پر څرنګوالي او د یادې لایحې په اړه د تحصیلي بنسټونو د مسولینو پوښتنو ته ځوابونه ویلي.

یاده لایحه د لوړو زده کړو وزارت په وب سایټ کې نشر شوې ده او د لاسرسي وړ ده.

ډاکتر ملا عبدالواسع: اقتصادي مسولین هڅه کوي، ترڅو د هېواد اقتصاد د بیروني تکیې څخه ځان بساینې ته راوګرځوي

د ریاست الوزرا عالي لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست حاجي محمدیونس مومند، د پاک- افغان ګډې سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محترم خانجان الکوزی، د صنایع خونې رییس شیربازکمین زاده او د صنایع سبز پروژې له مسولینو سره لیدنه کړې.

خانجان الکوزی، حاجي محمد یونس مومند او محسن امیري سوداګرو ته په برابرو شویو اسانتیاوو او خوندي امنیت خوښي څرګنده او د سوداګرۍ په وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي.

نوموړو د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین ترڅنګ موجوده اقتصادي پرمختګونه او د لویو پروژو پلي کول ستایلي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو یې خوښي ښودلې.

همدارنګ یې په ده سبز کې د صنایع سبز صنعتي پارک د کارونو د چټکولو او د ستونزو حل په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان په اقتصادي وده او د لویو پروژو پلي کېدو کې د خصوصي سکتور ونډه او رول ستایلي او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت مسولین پرله پسې هڅې کوي چې خلکو او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو اقتصادي ځان بساینې ته ورسېږو او د هېواد اقتصاد د بیروني تکیې پرځاې پر خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي د خصوصي سکتور مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې په وړاندیزونو او مشورو یې غور او د حل لپاره جدي هڅې کوي.

د ٣٠ میليونه افغانيو په ارزښت میدان وردګو کې د پینځه ذخیروي بندونو جوړولو چارې پيل شوې

د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ميدان وردګ ولايت په پینځه ولسوالیو  (نرخ، چک، جلریز، سیداباد او جغتو) کې د اوبو ذخیروي بندونه رغول کیږي.

دغه بندونه د سیندیزې حوزې له لوري په  داخلي بودیجې رغول کیږي، چې د ۲۲ زره مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د پرانستې پر مهال یې د میدان وردګوولایت والي قاري بختیار معاذ ویلي؛ اسلامي امارت په هره برخه کې د هېواد د بیارغونې کلک هوډ لري، چې عملاً تاسو یې د هېواد په کچه او د دې ولایت په کچه شاهدان یاست.

همداراز د میدان وردګو ولایت د سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم ویلي؛ دا ذخیروي بندونه په هره ولسوالۍ کې یو یو بند جوړیږی، چې د سیلابونو د تخریب په مخنیوي او د اوبو د سطحې په لوړیدو کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې هم دې ته ورته د نورو ذخیروي بندونو د رغولو پلان لرو.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریيس د غازي محمدایوب خان ورزشي لوبغالي څخه لیدنه کړې

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریيس مولوي احمد الله وثيق کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ورزش ریاست اړوند غازي محمد ایوب خان(باغ عمومي) ورزشي لوبغالي څخه لیدنه کړې.

د یادې لیدنې پر مهال چې د کندهار ورزش ریاست رییس حافظ محمود اغا بشر او د کندهار ورزش ریاست نورو مسولینو شتون درلود.

د کندهار بدني روزنې او ورزش رییس حافظ محمود اغا بشر د غازي محمدایوب خان ورزشي لوبغالي اړوند د لوبغالي احاطې دېوال رغولو، په دې لوبغالي کې د واليبال میدان ترميم، د رزمي او نورو ورزشونو لپاره د ريګ جوړلو غوښتنه او وړاندیزونه کړي.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمد الله وثيق ډاډ ورکړی، چي په را روان مالي کال کې به د لوبغالي د ترمیم لپاره د کندهار ورزش ریاست ته بودیجه ځانګړې کړي، چې په واسطه به یې د یاد لوبغالی او د لوبغالي اړوند نوري برخې ترميم شي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: دوشنبه

۱۴۴۵/۴/۲۹ هـ ق

۱۴۰۲/۰۸/۲۲ هـ ش

تورخم

د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:

د مهاجرينو ۳۱۸ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې یو زر او ۶۷۵ تنه کيږي؛ ثبت او بايوميټرک شوې او ۱۹۳ کورنۍ تثبيت شوې، چې ۱۷۴ کورنۍ مهاجرين او ۱۹ نورې يې تقلبي وګڼل شوې.

همدا راز دوه زره او ۶۹ سيمکارتونه هم په کډوالو وېشل شوي دي، چې له دې سره  تر اوسه د ټولو ويشل شویو سيمکارتونو شمېر ۳۲ زره او ۴۷۰ ورسېد.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د عامه پوهاوي په موخه له مهاجرينو سره پینځه بېلابېلې ناستې او د ايي او ايم له استازو سره د ستونزو د حل په موخه دوه ناستې ترسره شوې او د کډوالو هغه فورمې چې له دې دفتر څخه خلاصيږي، ياده کمېټه به يې له دې وروسته په وېش کې برخه اخلي، لسګونه مهاجرينو ته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکول شوي او نږدې ۱۵۰ ورقې ورک شوې اسناد پيدا او خپلو خاوندانو ته سپارل شوي.

د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:

دې کمېټې په کمپ کې ۲۲ زره او ۵۰ تنو کډوالو باندې خواړه وېشلي او د بېلابېلو خيريه بنسټونو څخه يې ۱۰۰ کمبلې، ۱۲۰ فرشونه، ۲۰۰ بستې معدني اوبه، ۴۹۰ ښځينه او نارينه څادرونه ترلاسه کړي او په اړمنو کډوالو ويشل شوي دي.

د تورخم د مسولينو په وينا د (ربیع الاول ۲مه/ وږي ۲۶ مې) څخه تر اوسه ۳۵۰ زره راستانه شويو مهاجرينو ته ډوډۍ ورکړل شوې ده. ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د یو زر او ۹۴۰ بېلابېلو ناروغانو تداوي شوې.

همدا راز د سرې مياشتې د روغتيايي برخو څخه اته زره او ۷۶۰ ناروغانو ته او پي ډي خدمات وړاندې شوي او یو زر او ۲۹۰ مېرمنو ته د ناروغيو په اړه مشورې ورکړل شوي.

د موقتي ميشت کولو کمېټه:

دې کمېټې نن ۲۰۰ کورنيو ته خواړه چې تازه ميوه هم پکې وه، د يو تن ملي سوداګر له لوري ترلاسه شوې وه، په کډوالو ووېشل شول، همد راز ۱۰۰ کمبلې يې په اړمنو کډوالو ووېشلې، په کمپ کې د ۱۶ متره پل جوړېدو نقشې د تطبيق څارنه کړې او په ۱۳ ټانکرونو کې يې د کمپ ۱۴۰ د اوبو ذخيرې ډکې کړي دي، ۴ ذخيرې ترميم شوي او د ۱۰ نورو ذخيرو لپاره کندې وېستل شوي.

د مساجدو او زده کړو د تنظيم کمېټه:

دې کمېټې د جماعت لمانځه ته د خلکو راجلبولو او لمانځه د اهميت په اړه هلې ځلې زياتې کړي، په جوماتونو کې مسايل او دعوتي ويناوې ترسره شوي او یو شمېر ماشومانو باندې يې قرطاسيه ووېشله.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د تورخم تر کمپ پورې په ۱۸ موټرو کې چې ۲۸ دورې يې وکړې؛ مهاجرين په خوندي توګه ورسول شول، همدا راز له کمپ څخه بېلابېلو ولایتونو کې خپلو سيمو ته په ۳۳ عرادې بېلابېلو وسايطو کې ۲۰۶ کورنۍ چې د غړو شمېر يې یو زر او ۱۶۹ تنه کېدل ولېږودول.

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

نن ورځ ۵۵۰ کورنيو ته د هرې کورنۍ په سر ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې له دې سره، هغه کورنۍ چې تر دا مهاله ورسره مالي مرسته شوې ده، شمېر يې ۱۳ زره او ۹۵۰ کورنيو ته ورسېد.

د کاري فرصتونو کمېټه:

نن د دوشنبی په ورځ ګران هېواد ته ۴۵ تنه بکلوريا، ۱۰ فوق بکلوريا، ۳ ليسانس، ۱۴ د قرآن  کريم حافظان، د حديث شريف د وړې دورې ۲ تنه طالبان، ۴۰۲ د مسلکي زده کړو درلودونکي او ۸۳۸ تنه غريبکار مهاجرين راستانه شوي دي.

سپین بولدک

د سپين بولدک له لارې ۷۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر يې څلور زره او ۷۷ تنه کېدل او درې بې سرپرسته ماشومان خپل هېواد ته راستانه شوي، ثبت او بايوميټرک شوي او د مرستې لپاره ايي او ايم ته ورپېژندل شوي، ټولو کورنیو ته لس زره افغانۍ ورکول شي.

د موقتي ميشت کولو کمېټه:

د کندهار تخته پل سيمه کې د مهاجرينو لپاره د موقت ميشتدنې‌چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له سپين بولدک څخه ۲۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر يې یو زر او ۸۹۰ تنه کېدل، په ۵۱ مختلف النوعه موټرو کې د کندهار، هرات، کابل، زابل، غزني او ارزګان بېلابېلو ولسواليو کې خپلو کورونو ته انتقال کړل، او دې کورنيو ته يې ۲۲۷ زره افغانۍ کرايه ورکړه.

پکتیکا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د  انګور اډې ۱۱ کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۷۹ تنه کيږي، راستنې او ثبت او بايوميټرک شوي دي او ۲۴ عدده سيمکارټونه وېشل شوي دي.

اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

مهاجرينو ته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول، ۳ رسنيو سره معلومات شريک شول، د کمېټو په اړه معلوماتي بنرونه نصب شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د انګور اډې سيمې څخه په مختلف النوع وسایطو کې مهاجرينو کمپ ته را انتقال کړل شول او بېلابېلو سيمو ته ۱۱کورنۍ چې د وګړو شمېر يې ۷۹ تنه کيږي له کمپ څخه خپلو ولسواليو ته انتقال شول.

د مؤقتي میشت کولو کمېټه:

د ښرنې کمپ کې ۳۰ خيمې ودرول شوې، په کمپونو کې د نارينه او ښځينه و لپاره تشنابونه جوړ کړل شول، د انګور اډې او تروې کمپونو کې ۲۲ خيمې ودرول شوې.

یو زره او ۵۰۰ لېټره د څښاک اوبه د انګور اډې کمپ اوسېدونکو ته برابرې شوې وې.

د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:

د ۷۷ بېلابېلو ناروغانو تداوي شوې او ۱۵ تنه نور واکسين شوي، ۱۳ تنو ته روغتيايي مشورې ورکړل شوي، ټولو راستانه شويو کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه. تازه راستنېدونکو مهاجرينو لپاره د‌ شپې تېرولو ځای او اړين توکي برابر شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۱۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.

زابل

دې کمپ تازه راستانه شویو کورنيو ته ۷۵ باب خيمې انتقال او ودرول شوې.

هرات:

د اسلام کلا له لارې ۴۰ کورنۍ چې ۱۳۶ تنه کيږي په جبري توګه راستانه شوي دي او یو زر او ۳۴۵ تنه نور مجردان په جبري او یو زر او ۵۴۳ نور داوطلب مجردان او ۴۲ کورنۍ او مجردان چې د وګړو شمېر يې ۲۹۸ تنه کيږي، د مرستې لپاره ايي او ايم ته معرفي شوي.

د جوماتونو او زده کړو د تنظيم کمېټه

کمېټې غړو د اسلام کلا مهاجرينو کمپ کې مسؤلينو ته د جومات لپاره ځای ځانګړي کولو سپارښتنه وکړه.

نيمروز:

د نيمروز له لارې ۲۵ کورنۍ مهاجرين چې ۹۴ تنه کيږي، راستانه‌ شول، ۲۲ کورنۍ چې ۸۰ تنه کيږي، په لنډمهاله کمپ کې ورته د موقت استوګنې امکانات برابر شول او د مرستې لپاره ای او ایم په وروپېژندل شول.

همدا راز ۲۲ زره او ۵۷ تنه مجرد کډوال هم را ستانه شوي، چې له جملې يې ۵۲ تنه ايي او ایم ته د‌ مرستې لپاره معرفي شول.

د جوماتونو او زده کړو د تنظيم کمېټه

مسولينو د نيمروز مهاجرينو په کمپ کې يو باب جومات پرانیست او د کمپ اوسېدونکو ته يې په جماعت د لمونځ کولو سپارښتنه وکړه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

ملي پراختیا شرکت: د قوش‌تیپې کانال د دېوال تخریب ادعاوې بې‌اساسه دي

ملي پراختیا شرکت وايي، چې د قوش‌تیپې د ستر او تاریخي کانال هېڅ دېوال نه دی تخریب شوی او په دې اړه ادعاوې او اوازې بې‌اساسه دي.
د یاد شرکت په وینا؛ د دې ستر او ملي کانال چارې په خورا مسلکي ډول پر مخ وړل کېږي.
دغه‌راز د قوش تېپې ملي کانال پروژې مسولین وايي، چې دولت اباد ولسوالي کې د دې کانال د دویم فاز چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي او په ۹۰ کیلومترۍ کې یې د يوه لوی پله د رغولو لومړنۍ چارې هم دوام لري، چې په نیږدې ورځو کې به یې د سروې پروسه پای ته ورسېږي او د جوړېدو عملي چارې به يې پيل شي.
یادو مسولینو د یو شمېر مغرضو کړیو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د یاد کانال یو دېوال تخریب شوی او اوبه د دښتې په لور تللې دي.
دوی وايي؛ کانال کې د اوبو حجم ورځ تر بلې پر زياتېدو و، چې د ملي پراختيا شرکت مسولينو یې د مهار او پله جوړېدو په موخه په منظم ډول د دښتې خواته خوشې کړې دي.
ملي پراختیا شرکت دا ډول اوازې او ادعاوې ردوي او دا کړنه د هغو کړیو کار ګني، چې زموږ د هېواد وروستي پرمختګونه نه شي زغملای.
یاد شرکت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې په خورا مسلکي او هېوادنۍ مینه پرمخ وړل کېږي.

یو شمېر هغه بزګران چې د یاد ستر کانال په شاوخوا کې ځمکې لري د قوش‌تیپې کانال د جوړېدو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه هڅې ستایي او وايي، چې د دې کانال له اوبو څخه په اسانۍ خپلې ځمکې خړوبوي.

د برېتانیا په حکومت کې تغییرات؛ د کورنیو چارو وزیره یې د لندن پر پولیسو د تور له امله ګوښه شوه

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره سوئلا راورمن وروسته له هغو، چې د لندن پولیس یې د فلسطین پلوه لاریون‌کوونکو په ملاتړ تورن کړل، د لومړي وزیر ریشي سوناک له لوري له دندې ګوښه شوه.

دغه‌راز ښاغلي سوناک د برېتانیا پخوانی لومړی ډیویډ کامرون وزیر د بهرنیو چارو د وزیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلی د کورنیو چارو د وزیر په توګه په دندو وګومارل.

ننګرهار کې د خوړو نړيوال پروګرام ۴۵ زره بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د اقتصاد ادارې مسولينو په مشرۍ د خوړو نړيوال پروګرام او اف جي ای ادارې استازو په ناسته کې ویلي، چې په دې ولايت کې راتلونکو پینځو مياشتو لپاره ۴۵ زره بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د يادې ناستې پر مهال د اقتصاد ادارې په استازيتوب مولوي آمين الله شريف، د کليو پراختيا او بيارغونې رییس مولوي قسمت الله مبارز، د جلال اباد ښاروالۍ د ښې حکومتولۍ رییس مولوي عطاءالرحمن فاتح او نورو مسولينو د سروې او مرستې وېش په اړه خپل نظرونه وړاندې او د اُصولو له مخې يې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

د ولایت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري د خوړو نړيوال پروګرام د ختيځ زون مشر ډاکتر اجمل مومند څخه مننه کړې، چې بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

 نوموړي مومند او د ادارو مسولينو ته سپارښتنه کړې، چې د اسلامي امارت اصولو سره سم سروې ترسره او اړمنو کورنيو سره مرستې پر وخت وکړي.

یاد خوراکي توکي به د دې ولایت په ښار او ولسواليو کې ۵۰ سلنه مرسته بېوزله کورنيو ته ورکول کيږي او ۵۰ سلنه د کار په بدل کې وېشل کيږي.

 همدا راز په ښاري سيمو کې به نغدې افغانۍ او لرو پرتو سيمو کې خوراکي توکي ووېشل شي.