د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ شرکت له ریيس سره د پروژو د پرمختګ په موخه لیدنه کړې
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور پخپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له ریيس سلیمان جیلیو سره لیدنه کړې. د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده هم په یاده لیدنه کې ګډون کړی و.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د پانګونې په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د دغه وزارت د پروژو پلي کولو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
همدارنګه د کجکي بند پروژې د پاتې چارو پرمختګ تر ارزونې لاندې نیول شوی او د پروژې په چارو کې د همغږي پر پياوړتیا، انسجام او چټکتیا باندې ټینګار شوی دی.
د قطر له شارژدافیر سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړلو په تړاو خبرې شوې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قطر هېواد له شارژدافیر سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، په کندهار کې د قطر له لوري د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي د قطر هېواد له دوامدره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او غوره خدمتونو په موخه د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول او پر تجهیزاتو د روغتونونو سمبالول مهم یاد کړي او په دې برخه کې یې د قطر همکاري اړینه بللې ده.
د قطر شارژدافیر خپلو دومداره همکاریو ته په اشاره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د سردارد محمد داوود خان په روغتون کې په لومړي ځل د مقعدي سرطان پیچلي عملیات ترسره شول
د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د جراحۍ څانګې ډاکټرانو په لومړي ځل د مقعدي سرطان پېچلی عملیات د لیپروسکوپیک الټرا لو انتریر ریسیکشن په مرسته تر سره کړي دي.
ډاکټران وایي، چې د ناروغ د ټپونو روغتیايي وضعیت په بشپړ ډول ښه دی.
دا عملیات د یاد روغتون د مسلکي ډاکټرانو تر څنګ د یوه هندي ډاکټر په ملتیا د عصري او طبي وسایلو پر مټ تر سره شوي او تر دې وړاندې په افغانستان کې په دې ډول عملیات نه دي شوي.
د ناروغ پایوازان وايي، چې ناروغ یې شاوخوا څلور کاله له یادې ناروغۍ رنځېده، خو اوس بېرته د ښه کېدو په حال کې دی.
له دې وړاندې هم په یاد روغتون کې افغان ډاکټرانو داسې عملیات کړي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې هم نه دي شوي.
د کرنې وزارت له بزګرانو اضافي غنم پېري
د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند په مشرۍ د بزګرانو اضافي غنمو پېرلو مرکزي کمېټې غونډه کړې.
په دې غونډه کې د اقتصاد، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو، رییسانو، سلاکارانو او متخصصینو ګډون کړی و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د اضافي غنمو د پېرلو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د بزګرانو د اضافي غنمو پېرل نه یوازې د بزګرانو ملاتړ کوي، بلکې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل هم ګرځي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه ۳۶ زره او ۳۰۰ متریک ټنه اضافي غنم د ۱۱ ولایتونو سیلوګانو ته لېږدول شوي دي.
په دې غونډه کې د زېرمه شویو غنمو د ۵۰ سلنه خرڅلاو، د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې په پار د ۵۰ سلنه نورو غنمو ساتلو، د زېرمو مدیریت، او د سږني کال لپاره د غنمو بیا پر وخت پېرلو پر پروسې هم بحث شوی دی.
په ترکیه کې د لاریونونو دوام؛ اردوغان خپل مخالف ګوند د خلکو په تحریکولو تورن کړی
ترکیه کې له پراخو لاریونونو سره هممهاله د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل مخالف ګوند د خلکو په تحریکولو تورن کړی دی.
ښاغلي اردوغان ویلي، چې دغه لاریونونه اوس په یوه “تاوتریخجن خوځښت” بدل شوي دي.
بلخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرليکایا ویلي، چې د دې هېواد پولیسو د استانبول د ښاروال اکرم اماماوغلو د نیول کېدو پر ضد د لاریونونو په تړاو یو زر او ۱۳۳ کسان نیولي دي.
دا لاریونونه وروسته له هغه زیات شول، چې د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو د “فساد او له ترهرګرۍ سره د مرستې” په تور ونیول شو.
نوموړی څو ورځې وړاندې له هغه ونيول شو، چې ټاکل شوې د جمهوري غوښتونکي ګوند (سي اېچ پي) له خوا ولسمشرۍ ته د نوماند په توګه وټاکل شي.
ښاغلی اماماوغلو د یکشنبې په ورځ له بندخونې څخه د ۲۰۲۸ کال د ټاکنو لپاره د ګوند رسمي نوماند اعلان شو.
اکرم اماماوغلو، د ترکیې ۲۰۲۸ زېږدیز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اردوغان اصلي سیال ګڼل کېږي.
مصر د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د اوربند نوې طرحه وړاندې کړه
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، مصر د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند د بیا ټینګښت لپاره نوې طرحه وړاندې کړې.
دغه اژانس د یو مصري چارواکي له قوله ویلي، چې د دې پلان له مخې به حماس د یو امریکایي الاصله اسرائیلي په ګډون ۵ اسرائیلي بندیان او په بدل کې به یې د اسرئیلو اشغالګر رژیم د سلګونو فلسطیني اسیرانو پر خلاصولو سربېره غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو او څو اونیو لپاره د جګړې درولو ته غاړه ږدي.
د دغه اژانس د راپو پر اساس حماس اسلامي غورځنګ یادې طرحې ته مثبت ځواب ویلی، خو د اسرائیلو د ځواب په هکله یې بیا څه نه دي ویلي.
اسرائیلي یرغلګرو د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا پر غزه بریدونه پیل کړي او د دویم پړاو خبرې لا هم نه دي پيل شوې.
د صهیونیستي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې یوازې نن سهار لږ تر لږه د ۷ ماشومانو په شمول ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۴۰۸ نور ټپیان شوي دي.
غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې دوه خبریالان شهیدان شوي
د الجزیرې خبری شبکې د راپور له مخې، پرون (دوشنبه، د وري ۴مه) غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله دوه خبریالان شهیدان شوي دي.
حسام شبات، چې د الجزیرې خبریال و، د اسراییلي رژیم له لوري د غزې په بیت لاهیه سیمه کې په شهادت رسېدلی دی.
د راپور له مخې، شبات ۲۳ کاله عمر درلود او مخکې له دې هم د اسرائیلو له لوري په یوه برید کې ژوبل شوی و، خو بیا یې هم د غزې په اړه د خبریالۍ کار ته دوام ورکړ.
محمد منصور، چې د “نن فلسطین” رسنۍ سره یې کار کاوه د خپلې ښځې او زوی سره د اسرائیلي رژیم له لوري د خان یونس په سیمه کې د بریدونو په ترڅ کې شهید شوی دی.
په تېرو دوو ورځو کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۶۱ نور فلسطینیان شهیدان او ۱۳۴ نور ټپيان شوي دي.
صهیونیستي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې د نن سهار په بریدونو کې یې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۴۰۸ نور ټپیان شوي دي.
