ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 683

میدان‌وردګ ولایت چک ولسوالي کې د چک برېښنا بند بیارغونې پاتې چارې پیل شوې

دغه پروژه چارې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د یاد ولایت قاري بختیار معاذ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریيس مولوي محمد حنیف حمزه، نورو لوړ پوړو مسولینو او د چک ولسوالۍ د مشرانو په ګډون پرانیستل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال د یادې پروژې د ارزښت په هکله خبرې کړي او ویلي يي دي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه کورنۍ د برېښنا څخه برخمنې شي.

د میدان وردګ والي هم د دغې پروژې پلې کول د دې ولایت د چک ولسوالۍ د خلکو لپاره یوه ارښتناکه لاسته راوړنه بللې.

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني ویلي، د برېښنا شرکت مسولین په هېواد کې د برېښنا د تولید پراختیا ته ژمن دي او په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

اوسمهال د دغې پروژې لپاره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري ۱۶۴ میلیونه افغانۍ بودجه منظوره شوې ده او په راتلونکي کې به ۲۵۰ میلیونه افغانۍ بودجه نوره هم ورته منظوره شي.

د دغې پروژې پلي کول چې ۱۸ میاشتې وخت به واخلي،  د چک- وردګ د برېښنا د تولید بند فابریکه به د 3.9 مېګاواټه برېښنا په ټولېزه وړتیا فعاله او همدارنګه په چک ولسوالۍ کې به د سب سټیشن جوړول او د برېښنا د لېږد مزي پروژه هم پلي شي.

بلخ کې هېواد ته راستنو شويو کډوالو سره د مرستو راجلبولو په پار لويه ولسي غونډه شوې

په دغه غونډه کې د بلخ اوسیدونکو ډاډ ورکړی، چې تر خپل وسه هېواد ته راستانه شوو کډوالو سره مرسته کوي.

په یاده غونډه کې د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهادي ابوادريس، د دې ولایت لوړو پوړو چارواکو، يو شمېر مسولينو او د یاد ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکو ګډون درلود.

مولوي نورالهادي ابوادريس د پاکستان هېواد کړنه د افغان کډوالو په وړاندې نه بښونکې یاده کړې او ویلي يي دي؛ چې افغان کډوالو د کلونو کلونو راپدېخواه په دغه هېواد کې پانګونه کړې او د ژوند ټوله شتمني يې هلته لګولې، خو د دغه هېواد حکومت دوي په جبر او ظلم له هېواده باسي او شتمني يې غصبوي، چې د اسلامي او نړۍوالو له اصولو سره خلاف کار دي.

ښاغلي ابوادريس زياته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ د افغانانو ترمنځ پوره يووالي او ورورولي رامنځته شوې او تازه د راستانه شويو مهاجرينو سره مرسته يو ځل بيا وښوده، چې افغانان په خوښي او غم کې سره يو دي او د يوه بل لاسنیوي کوي.

د بلخ ولايت د علماو شورا مرستيال مولوي محبوب الحق‌ مخدوم‌زاده راغلو کډوالو ته ښه راغلاست ویلی او تنګار يې کړی، چې په دغه شرايطو کې د يادو کډوالو سره مرسته ضروري ده او بايد هر څوک تر خپل وسه ورسره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد په تاريخ کې زړه سوانده او د ولس خواږي پاتې شوي.

ښاغلي مخدوم زاده د بلخ له اوسيدونکو غوښتي، لکه څرنګه چې حکومت د خپلو کډوالو ترڅنګ ولاړ دي، تاسي یې هم همدغسې همکاري وکړئ.

د یاد ولايت د پوهنۍ رييس شيخ عبدالجليل شهيدخيل ویلي؛ بلخ ولايت کې د دوي لپاره مجهز کمپ جوړ شوي او په ښه ډول د ګډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د بلخ ولايت والي محمد يوسف وفا په خپل استولو شوي پيغام کې هېواد ته راستانه شويو ګډوالو ته د ښه خدمتونو په ترسراوي تنګار کړي او په ټولو سوداګرو او افغانانو يې غږ کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت په همغږۍ د خپلو کډوالو ورونو لاسنيوي وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند: د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره مو د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو او یو شمېر نورو برخو کې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى ايران ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شوی.

ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبري کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ ایران ته مو د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو ایراني مسولینو سره وکتل او پر هغه سربېره مو له چابهار بندر او یو شمېر صنعتي او تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه.

زموږ د سفر موخه دا وه څو بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو د صادراتو او وارداتو د رسولو اسانه او ارزانه لار پيدا کړو، چې په دې سره به د افغانستان سوداګري زیاته شي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ د دغه سفر پر مهال مو د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو، نفت او ګازو، سرحدي مسایلو، روغتیا، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

د نوموړي په وینا، دا د دواړو هېوادونو لپاره په صنعت او سوداګرۍ کې لویه لاسته راوړنه ده.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د دغو هوکړه لیکونو د څار په موخه له دواړو لوریو کاري ټیمونه او یوه میاشت وخت ټاکلی.

د ایران د چابهار بندر مسولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان سر له اوسه کولای شي له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په موخه عملاً استفاده پيل کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې فاضلانو د عملي او نظري زده کړو سیمینار په پای مراسمو کې وینا کړې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې فاضلانو لپاره د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست له لوري جوړ شوی سیمینار د دغې جامعې د فاضلانو لپاره په عملي زده کړو او ظرفیت لوړونه کې مهم بللی او د دې سیمینارونو د لړۍ د دوام د غوښتنې تر څنګ یې، د سترې محکمې له مسولینو مننه کړې.

نوموړي د قضاء ارزښت په اړه ویلي؛ په نظام کې د قضاء دنده خورا مهمه ده او د عدالت تأمین پر غاړه لري.

سرپرست وزیر په دیني علومو کې پر تخصص ټینګار وکړی او زیاته کړې یې ده، چې د دیني جامعاتو متخصصین به د سترې محکمې اړتیاوې پوره کوي او د سترې محکمې لپاره به متخصص کاري ځواک روزي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد طاهر احمد ویلي دي؛ د نظام پرمختګ، ځواکمنتیا او بقا په سوچه او عادل قضایي سیسټم کې ده.

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې رییس مفتي احسان الله احسان او د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن غزنوي د فاضلانو لپاره د دا ډول عملي زده کړو پر ګټو او په نظام کې د قضاء پر ارزښت خبرې کړي.

په دغه نهه ورځني عملي او نظري سیمینار کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې د دویم کال ۱۲۶ تنو فاضلانو ګډون کړی و.

افغانستان مالیزیا کې د ۲۰۲۳ ایشین‌پاور جایزې ګټونکی شو

ماليزيا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د دې هيواد په مرکز کوالالمپور کې د ايشیا پاور له خوا د روانې لړم میاشتې په ۱۷ نېټه جوړه شوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

د ایشیا پاور هر کال نړيوالې غونډې جوړوي او په اسيایي هيوادونو کې د ټکنالوژۍ، اوبو، برېښنا او ګازو په برخه کې مشهورو کمپنيو او شرکتونو ته د نوښتونو او ښو لاس ته راوړنو په اساس ايوارډونه ورکوي، چې له نېکه مرغه سږ کال له افغانستانه هم د برېښنا شرکت په ګډون دوه سترو شرکتونو بيات پاور د ګازو او ترکي ۷۷ شرکت د سولري برېښنا په برخه کې دا وياړ تر لاسه کړی وو او په دې نړيواله غونډه کې یې ګډون کړی وو او ايوارډونه یې تر لاسه کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب او د یادو شرکتونو د لا هڅونې په پار ماليزيا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست هم ګډون کړی وو او خوښي يې څرګنده کړه، چې موږ ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان یو.

نوموړي ویلي؛ دا د وياړ ځای دی چې د سترو نړيوالو شرکتونو او کمپنيو په قطار کې د افغانستان شرکتونو هم خپل ايوارډونه تر لاسه کړل او لا ډېره هڅه بايد وکړو تر څو د هيواد د ښېرازۍ لپاره شپه ورځ کار وکړو، ځکه چې کارونه مو له وختونو څخه زيات دي.

ښاغلي احمدي زياته کړې، چې د افغانستان په تاريخ کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره اوس تر ټولو ښه فرصت په لاس راغلی افغانان بايد لاسونه سره ورکړي او په مشترکه د ګران هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.

نوموړي له هغو افغان سوداګرو، چې شتمنۍ یې بهر کې دي، هیله کړې تر څو خپل هېواد ته را وګرځي او د خپل وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي او دلته پانګونه وکړي.

دغه‌راز له نړيوالو کمپنیو یې هم هیله کړې، چې افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او هر څوک افغانستان ته راتلی او پانګونه کولای شي.

میوند تدریسي روغتون کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم په میوند تدریسي روغتون کې د جلدي وارډ لیزر څانګه، یو مسجد او د برېښنا نوي برج پروژې له تکمیل وروسته پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په تېر دوه کلن حاکمیت کې، په کمو امکاناتو ډېر کارونه کړي دي.

نوموړي روغتونونه د ټولنې له لومړنیو او جدي اړتیاوو څخه بللي او زیاته کړې یې ده؛ نظام مکلف دی چې د خپل ولس لپاره غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز ښاغلي ندیم د یادو پروژو په تکمیل کې د میوند تدریسي روغتون د مشرتابه او کارکوونکو هڅې ستایلې دي.

د میوند تدریسي روغتون د مسولینو په وینا د جلدي وارډ لیزر څانګه د ICRC له لوري، د برېښنا برج او د میوند تدریسي روغتون مسجد مالي لګښت د نور خیریه بنسټ مسول حاجي رحمت الله راشیدي له لوري ورکړل شوی، چې یاد مسجد د یوه کال په موده کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ورغول شو.

زابل کې د څه باندې ۴۰۰ زرو ډالرو په ارزښت ۴۶ ښوونځیو ته احاطې جوړې شوي

د دې ٤٦ احاطوي دیوالونو  ټولټال لګښت ۴۱۴ زره ډالرو ته رسیږي، چې د یونیسف له لوري ورکول شوی او د یوې موسسې له لوري یې رغیزې چارې په مخه وړل شوي.

مسولینو یې ویلي؛ دا حاطې په پاخه او اساسي ډول سره د کلات په ګډون ټولو ولسوالیو کې جوړې شوې دي، چې ټول لګښت یې ۴۱۴ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.

د زابل پوهنې رییس مولوي ګل ولي متقي ویلي؛ د دې احاطو په جوړیدلو سره ۱۶زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال رامنځ ته شوی.

د ښاغلي متقي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د زابل بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې او پر ډېر شمېرو یې کار روان دی.

سیمه ایزو اوسیدونکو د ښوونځیو لپاره د دې پروژو پر پلې کولو د خوښي ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت دې لاهم د زابل پوهنې بهیر ته پاملرنه وکړي او دې ولایت کې دې هغه مدرسو او ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، چې اوسمهال یې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

زابل کې دا پروژې داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، چې څو ورځې وړاندې هم مرکز کلات د ښوونځۍ یوه مجهزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سعودي د غزې د جګړې په اړه د دوه مهمو ناستو کوربتوب کوي

د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالېح په سنګاپور کې د بلومیورګ اقتصادي فورم ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې روانه اونۍ به ریاض د غزې د کړکېچ په اړه د اسلامي او افریقايي هېوادونو د استازو او مشرانو ترمنځ د دوه بېلابېلو ناستو کوربه وي.

نوموړي ویلي، چې دغو ناستو کې به د غزې د کړکېچ پر هواري او هلته د بشري ناورین له پراخېدو څخه د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشي.

دغه راز د غزې د جګړې په اړه د جاپان ټوکیو ښار هم د جي اوو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وو.

همدارنګه وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغې جګړې، اوربند او هلته د روان بشري ناورین د مخنیوي پر څرنګوالي تر بندو دروازو ناسته وکړه.

غزه کې د روانې جګړې د درول کېدو غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې اسرایلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا د غزې بېلابېلې برخو بمبار کړي او ګڼو ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.